پاچاهانو ته د پیغمبر(ص) لیکونه
| د صدور وخت | د ۶ څخه تر ۱۰ هجري پورې کلونو کې |
|---|---|
| څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
| مخاطب | پاچاهان |
| ژبه | عربي |
| موضوع | توحید او اسلام ته بلنه |
| شیعه سرچینې | تاریخ یعقوبي |
| سني سرچینې | تاریخ طبري • السیرة النبویة |
| ژباړه په | فارسي |
| پایلې او اغېزې | مختلف غبرګونونه (اسلام ته اړول، ډالۍ لیږل، او د لیک څیرې کول) |
پاچاهانو ته د پیغمبر(ص) لیکونه هغه لیکونه دي چې پیغمبر(ص) د مختلفو هیوادونو پاچاهانو ته لیږلي وو او هغوي ته یې د اسلام دعوت ورکړ. په دې لیکونو کې، پیغمبر(ص) ځینو پاچاهانو ته اخطارونه هم ورکړل؛ د بیلګې په توګه، د روم امپراتور هرقل او د ایران پاچا خسرو پرویز ته یې دا اخطار ورکړ چې دوي د خپلو ماتحتانو د ګناهونو مسؤل دي. د دمشق او عمان واکمنانو ته ویل شول چې دوي باید د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره اسلام ومني، که نه نو د دوی سلطنت به ویجاړ شي. د بحرین له پاچا څخه هم وغوښتل شول چې که هغه اسلام نه مني نو باید جزیه ورکړي.
د پاچاهانو غبرګونونه مختلف وو؛ د حبشې پاچا نجاشي اسلام قبول کړ، خسرو پرویز لیک څیری کړ، او ځینو، لکه د بحرین پاچا، بلنه ونه منله. د لیکونو د لیږلو وخت په مختلفو تاریخي سرچینو کې مختلف ذکر شوی دی، خو ډیرو د حدیبیې له سولې وروسته په شپږم کال کې ګڼلی دی.
د لیکونو منځپانګه
«ووايه: اے اهل کتابو! يوې داسې کلمې(خبرې) ته راشئ چې زمونږ او ستاسو تر مينځ برابره (مشترکه) ده: (هغه دا) چې بې له خدايه به د بل چا عبادت نه کوو او له هغه سره به (په عبادت کښې) هيڅ څيز نه شريکوو او بې له خدايه به له مونږ ځينې، ځينې نور په خدايۍ نه نيسو نو که دوي (له دې وړاندیزه) مخ وګرځاؤ نو (ورته) ووايئ: ګواه اوسئ چې مونږ مسلمانان يوو (خداي ته مو غاړه ايښې ده). آل عمران: ۶۴ [۱]»
د تاریخي بیانونو له مخې، پیغمبر(ص) د مختلفو ځمکو پاچاهانو ته لیکونه واستول، پشمول د حبشې، روم، ایران، مصر، دمشق، او یمامه[۲] او د ځینو تاریخ پوهانو په وینا، عمان، بحرین[۳] او یمن،[۴] ته یې د اسلام دعوت ورکړ. هغه د هر یو لیک لپاره ځانګړي استازي واستول ترڅو دا لیکونه ورسوي.[۵]
د راپورونو له مخې، د لیکونو اصلي محتوا توحید او اسلام منلو ته بلنه وه.[۶] د حبشې عیسوي پاچا نجاشي ته په یوه لیک کې، پیغمبر(ص) هغوی ته د مریم(س) د پاکدامني یادونه وکړه[۷] او د بحرین پاچا ته په یوه لیک کې، هغه د مسلمان کیدو شرایط او احکام تشریح کړل.[۸]
شیعه تاریخ پوه سید جعفر مرتضی عاملي په خپل کتاب «الصحیح من سیرت النبي الاعظم» کې وايي، پیغمبر(ص) د هیوادونو د تسلط اراده نه درلوده،[۹] خو په ورته وخت کې یې ځینو پاچاهانو ته ځینې اخطارونه ورکړل؛ د مثال په توګه، هغه د روم پاچا هرقل[۱۰] او د فارس پاچا خسرو پرویز[۱۱] ته خبرداری ورکړ چې دوي د خپلو ماتحتانو د ګناهونو مسؤل دي، او په یوه لیک کې یې د فارس پاچا ته خبرداری ورکړ چې که هغه اسلام ونه مني، نو هغه باید د جګړې لپاره چمتو شي..[۱۲] د دمشق[۱۳] او عمان[۱۴] پاچاهانو ته هم ویل شوي وو چې د خپلې پاچاهۍ د ساتلو لپاره، دوي باید اسلام ومني، که نه نو د دوی سلطنتونه به ویجاړ شي. د بحرین له پاچا څخه هم وغوښتل شول چې که هغه اسلام ونه مني نو جزیه به ورکوي.[۱۵]
د پاچاهانو غبرګون
د تاریخي سرچینو له مخې، د پیغمبر(ص) د لیکونو په وړاندې د پاچاهانو غبرګون مختلف و؛ ځینو لکه نجاشي، د حبشې پاچا،[۱۶] د بحرین پاچا[۱۷] او د عمان پاچا[۱۸]، اسلام قبول کړ. نجاشي لیک په ډیر درناوي سره ومانه،[۱۹] شهادتین یې ولوستل[۲۰] او پيغمبر(ص) ته يې ډالۍ واستولې، په شمول د ماریه قِبطیه.[۲۱] په هرصورت، د طبري د تاریخ له مخې، د بحرین پاچا اسلام قبول نه کړ، خو د پیغمبر(ص) سره یې سوله وکړه.[۲۲]
برعکس، د فارس پاچا، خسرو پرویز، د اسلام منلو څخه انکار وکړ او د پیغمبر(ص) لیک یې څیری کړ.[۲۳] د سید جعفر مرتضی عاملي په وینا، د حبشې پاچا دریم نجاشي هم د پیغمبر(ص) لیک څیری کړ.[۲۴]
د روم پاچاهانو،[۲۵] دمشق، مصر او یمامه، که څه هم دوي اسلام قبول نه کړ، خو په درناوي سره یې ځواب ورکړ، او ځینو یې، لکه د مصر پاچا مقوقس، ډالۍ واستولې.[۲۶] د روم پاچا هم د پیغمبر(ص) عظمت ومانه.[۲۷]
د لیکونو د استولی وخت
د تاریخ پوهانو ترمنځ د دې لیکونو د لیږلو د وخت په اړه اختلاف شتون لري؛ ځینو یې د هجرت په شپږم کال د ذوالحجې میاشت[۲۸] ځینو یې د هجرت په اووم کال[۲۹] او ځینو نورو یې د حدیبیې د تړون او د پیغمبر(ص) د وفات ترمنځ په وخت کې یادونه کړې ده.[۳۰]
فوټ نوټ
- ↑ ابنابیشیبة، المصنف، ۱۴۰۹ق، ټوک۷، مخ۳۴۷؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۷۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۸-۲۰۱.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۷۸؛ ابنهشام، السیرة النبویة، بیتا، ټوک۲، مخ۶۰۷؛ ابنقیم، زاد المعاد، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۲۲-۱۲۳.
- ↑ ابنقیم، زاد المعاد، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۲۲-۱۲۳.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۴۴؛ ابنهشام، السیرة النبویة، بیتا، ټوک۲، مخ۶۰۷.
- ↑ احمدی میانجی، مکاتیب الرسول، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۸۷؛ ابنابیشیبة، المصنف، ۱۴۰۹ق، ټوک۷، مخ۳۴۷.
- ↑ ابنحبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ټوک۲، مخ۸-۹؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۵۲.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۹.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۱۶، مخ۲۵۵.
- ↑ ابنزنجویة، الاموال، ۱۴۰۶ق، ټوک۱، مخ۱۱۹؛ ابوالفرج اصفهانی، الاغانی، ۱۴۱۵ق، ټوک۶، مخ۵۲۵.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۵۴-۶۵۶؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۰، مخ۳۸۹.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ټوک۱، مخ۷۹.
- ↑ خوارزمی، مفید العلوم ومبید الهموم، ۱۴۱۸ق، مخ۵۳؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۵۲.
- ↑ ابنقیم، هدایة الحیاری فی اجوبة الیهود والنصاری، ۱۴۱۶ق، مخ۲۸۳؛ ابنسیدالناس، عیون الأثر، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۳۳۵.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۹.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۵۲-۶۵۳؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۸-۱۹۹.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۲۰۱.
- ↑ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، مخ۸۳؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۲۰۱.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۸-۱۹۹.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۵۲-۶۵۳؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۸-۱۹۹.
- ↑ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، مخ۴۶.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۹.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۹.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۱۷، مخ۵۹.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۴۶.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۲۰۰-۲۰۱.
- ↑ ابنابیشیبة، المصنف، ۱۴۰۹ق، ټوک۷، مخ۳۴۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۹۸؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۴۴.
- ↑ ابنقیم، زاد المعاد، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۲۰
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۶۴۵.
سرچينې
- ابوالفرج اصفهاني، علي بن الحسین، الاغاني، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
- ابنابيشیبه، عبدالله بن محمد، المصنف في الاحادیث والآثار، څیړنه: کمال یوسف الحوت، ریاض، مکتبة الرشد، ۱۴۰۹ق.
- ابنحبان، محمد بن حبان، الثقات، څیړنه: حسین ابراهیم زهران، بیروت، موسسة الکتب الثقافیة، ۱۳۹۳ق.
- ابنزنجویة، حمید بن مخلد، الأموال، څیړنه: شاکر ذیب فیاض، سعودي عربستان، مرکز الملک فیصل للبحوث والدراسات الإسلامیة (د ملک فیصل د اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز)، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، څیړنه: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
- ابنسیدالناس، محمد بن سیدالناس، عیون الأثر في فنون المغازي والشمائل والسیر، تعلیق: ابراهیم محمد رمضان، بیروت، دار القلم، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل أبي طالب(ع)، قم، علامه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ق.
- ابنقیم جوزیة، محمد بن ابيبکر، زاد المعاد في هدي خیر العباد، څیړنه: شعیب ارنؤوط او عبدالقادر ارنؤوط، بیروت، مؤسسه الرسالة، ۱۴۱۵ق.
- ابنقیم جوزیة، محمد بن ابيبکر، هدایة الحیاری في اجوبة الیهود والنصاری، څیړنه: محمد احمد الحاج، دمشق، دار القلم، ۱۴۱۶ق.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، څیړنه: مصطفی سقا، ابراهیم ابیاري او عبدالحفیظ شلبي، بیروت، دار المعرفة، بېنېټې.
- احمدي میانجي، علي،مکاتیب الرسول صلی الله علیه و آله، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
- بلاذري، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار او مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
- خوارزمي، محمد بن عباس، مفید العلوم او مبید الهموم، څیړنه: عبدالله بن ابراهیم انصاري، بیروت، مکتبة العصریة، ۱۴۱۸ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، درېیم چاپ، ۱۳۹۰ق.
- طبري، محمد بن جریر، داریخ الطبری: تاریخ الأمم والملوک، څیړنه: محمد ابو الفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، دوهم چاپ، ۱۳۸۷ش.
- عاملي، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبي الأعظم، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۲۶ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، سمون: د څېړونکو یوه ډله، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- یعقوبي، احمد بن ابيیعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بېنېټې.