منځپانگې ته ورتلل

د حدیدة محماة کیسه

د wikishia لخوا

د «حَدِیدَه مُحْمَاة» (د سرې کړې اوسپنې) کیسه هغه روایت ته اشاره کوي چې پکې عقیل بن ابي طالب له خپل ورور امام علي(ع) څخه امتیاز غواړي او امام د سزا او تنبیه په ډول د تاودې اوسپنې ټوټه د ده لاس ته نژدې کوي. دا روایت د عدالت، تقوا او د تبعیض پر ضد د مبارزې د یو بېلګې په توګه په شیعه اخلاقي او تربيتي مباحثو کې ډېر کارول کېږي.[۱] دا پېښه د امام علي(ع) د سریال په ځینو صحنو کې هم نندارې ته وړاندې شوې ده.

د امام علي(ع) په لړۍ کې د حدیده محماة کیسه

دا روایت د نهج‌البلاغې په ۲۲۴مې خطبې[۲] او د شیخ صدوق په امالي کې نقل شوی دی.[۳] د روایت له مخې، عقیل د فقر له امله او د خپلو اولادونو د معیشت لپاره له امام علي(ع) وغوښتل چې د بیت المال له غنمو نه ورته ځانګړې برخه ورکړي. امام علي(ع) په ځواب کې په اور کې یوه تاودې کړې اوسپنه د عقیل بدن ته نژدې کړه، او چې کله عقیل د درد له امله چیغه کړه، امام ورته وویل: «ته څنګه د دنیا د اور په وړاندې چیغې وهې خو ما د دوزخ اور ته بلې؟»[۴]

د شیعه د تقلید له مراجعو څخه ناصر مکارم شیرازي وايي چې د امام علي(ع) دا کار یوازې د عقیل لپاره خبرداری نه و، بلکې د هغه وخت د عامې ټولنې لپاره یو پراخ پیغام و تر څو د امتیاز غوښتنې، فساد او خپلوان پالنې د کلتور پر ضد ودرېږي.[۵] همدارنګه ویل کېږي چې معاویه بن ابی‌سفیان چې کله دا کیسه د عقیل له خولې واورېده، د امام علي(ع) پر عدالت او د تبعیض پر وړاندې د هغه له کلک دریځه ډېر اغېزمن شو او هغه یې وستایه.[۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ کافی، ماجرای جناب عقیل برادر حضرت علی عليه السلام درباره بيت المال (صوتی)، آپارات؛ قدیریان، عقیل و آهن سرخ، ایرانصدا(ایران غږ).
  2. ↑ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبۀ ۲۲۴، مخ۳۴۶.
  3. ↑ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، مخ۶۲۱؛
  4. ↑ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، مخ۶۲۱؛ قرشی، مفردات نهج البلاغه، ۱۳۷۷ش، ټوک۱، مخ۲۵۷.
  5. ↑ مكارم شيرازى، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ټوک۸، مخ۴۱۰-۴۱۱.
  6. ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۴۲، مخ۱۱۷-۱۱۸.

سرچينې

  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج‌البلاغه، سمون (تصحیح): صبحي صالح، قم، دارالهجرة، ۱۴۱۴هـ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، الأمالي، تهران، کتابچي، ۱۳۷۶هـ ل.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۰۳هـ ق.
  • قدیریان، محمودرضا، عقیل و آهن سرخ (عقیل او سور اوسپنه)، د ایران صدا وېب‌پاڼه، د لېدنې نېټه: ۱۹ د وږي ۱۴۰۳هـ ل.
  • کافي، احمد، ماجرای جناب عقیل برادر حضرت علی عليه السلام درباره بيت المال (صوتی) (د جناب عقیل د حضرت علي(ع) ورور د بیت‌المال په اړه کیسه «غږیز»)، د آپارات وېب‌پاڼه، د لېدنې نېټه: ۱۹ د وږي ۱۴۰۳هـ ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، پيام امام اميرالمومنين(ع) (د امام امیرالمؤمنین(ع) پیغام)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶هـ ل.