منځپانگې ته ورتلل

د آذر فرنبغ اورتون

د wikishia لخوا
د آذر فرنبغ اورتون
د آذر فرنبغ اورتون پاتې شوني
د آذر فرنبغ اورتون پاتې شوني
ځایپه فارس ولایت کې د کاریان کلي
نور نومونهآتَشگاهِ آذَرفَرَنبَغ
اړوند پیښېد رسول الله(ص) د زیږېدو په شپه خاموشه (ګل) شول
حالتویجاړ شوی
بیا رغونهنه لري


د آذَرفَرَنبَغ اورتون، آتَشکَدهٔ آذَرفَرَنبَغ یا آتَشگاهِ فَرَنبَغ یو اورتون و چې د پخواني پارس (اوسني فارس ولایت) په سیمه کې واقع و او د اسلامي روایتونو له مخې، د رسول الله(ص) د زیږېدو په شپه خاموشه (ګل) شو. د دې اورتون مړ کېدل د حضرت محمد(ص) له ارهاصاتو څخه شمېرل شوي دي. ارهاص هغو غیر عادي پېښو ته ویل کیږي چې د پېغمبرانو د زیږېدو یا ماشومتوب پر مهال او له بعثت څخه مخکې رامنځته کیږي.

ارهاص

هغه غیر عادي پېښې چې د پېغمبرانو د زیږېدو یا ماشومتوب پر مهال او له بعثت څخه مخکې رامنځته شوي، ارهاص نومول شوي دي[۱]. ویل شوي چې ارهاص د دې لپاره رامنځته کیږي چې خلک د پېغمبرانو د نبوت دعوې منلو لپاره چمتو شي.[۲]

د پارس په سیمه کې د یوې آتشکدې مړ کېدل، د کسری د ایوان (ماڼۍ) د څوارلسو کنګرو راپرېوتل [۳] او په مسجد الحرام کې د بتانو نسکورېدل، چې د رسول الله(ص) د زیږېدو پر مهال رامنځته شوي، د هغه له ارهاصاتو څخه شمېرل شوي دي.[۴]

موقعیت

د آذرفرنبغ آتشکده د زرتشتیانو له اورتونونو څخه وه چې په فارس ولایت کې یې موقعیت درلود.[۵] دا اورتون په کاریان کلی کې وه.[۶] خو احتمال ورکړل شوی چې دا آتشکده په پیل کې دارابگرد ته نږدې وه او د ساسانیانو په وروستیو یا له هغې وروسته کاریان ته لېږدول شوې ده.[۷] دې ته د فرنبغ آتشکده هم ویل کېده.[۸]

دا آتشکده، د آذرګشنسپ او آذربرزین‌مهر اورتونونو تر څنګ، د اسلام له راتلو مخکې درې مشهور اورتونونه وو.[۹] د تاریخي روایتونو له مخې، د زرتشتیانو آتشکدې تر څلورمې قمري پیړۍ پورې د پارس په ډېرو برخو کې فعالې وې، چې له هغو څخه یوه دا د پارس آتشکده وه.[۱۰] خو د لرغون پېژاندو په وینا، نن ورځ د دې اورتون له پاتې شونو څخه کوم د پام وړ اثار نه دي پاتې.[۱۱]

خاموشېدل (مړ کېدل)

د اسلامي روایتي سرچینو له مخې، د پارس په سیمه کې د آتشکدې اور د رسول الله(ص) د زیږېدو په شپه، د زر کلونو له بلېدو وروسته خاموش شو[۱۲]، چې دا آتشکده هماغه د آذرفرنبغ اورتون ګڼل شوی دی.[۱۳] دا پېښه د رسول الله(ص) له ارهاصاتو څخه شمېرل شوې ده.[۱۴]

په اعتبار باندې شک

د پارس په سیمه کې د اورتون د خاموشېدو د داستان په تاریخي او حدیثي اعتبار باندې ځینې اعتراضات شوي دي او ویل شوي چې یعقوبي، چې ظاهراً د دې لومړنی راپور ورکوونکی دی، د دې لپاره کوم سند نه دی وړاندې کړی. بل دا چې ابن‌سعد، چې د رسول الله(ص) ارهاصات یې راټول کړي، د دې آتشکدې د خاموشېدو په اړه هیڅ نه دي ویلي. همدارنګه، د دې سند په حدیثي کتابونو کې ضعیف دی.[۱۵]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۰۰.
  2. تهانوی، موسوعة کشاف اصطلاحات، مکتبه لبنان، ج۱، ص۱۴۱.
  3. فیاض لاهیجی،‏ سرمایه ایمان در اصول اعتقادات، ۱۳۷۲ش، ص۹۴.
  4. رسولی محلاتی، درسهایی از تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۴۵.
  5. شاردن، سفرنامه شاردن، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۸۳۱.
  6. دست‌غیب، حافظ‌شناخت، نشر علم، ص۳۵و۳۶.
  7. مرتضایی و زبان‌آور، «بازنگری مکان نیایشگاه آذرفرنبغ...»، ص۱۷۵.
  8. دست‌غیب، حافظ‌شناخت، نشر علم، ص۳۵و۳۶؛ معین، مجموعه مقالات دکتر معین، ۱۳۶۴ش، ص۳۲۲.
  9. اشرف‌زاده، راز خلوتیان، ۱۳۷۹ش، ص۲۴۲؛ مصطفوی، اقلیم پارس، ۱۳۷۵ش، ص۹۲.
  10. شاردن، سفرنامه شاردن، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۸۳۱.
  11. مصطفوی، اقلیم پارس، ۱۳۷۵ش، ص۹۲.
  12. بیهقی، دلائل‌النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۲۶و۱۲۷؛ ابن‌کثیر، البداية والنهاية، دارالفکر، ج۲، ص۲۶۸؛ شیخ صدوق، امالی، ۱۳۷۶ش، ص۲۸۵؛ طبرسی، اِعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۶.
  13. دست‌غیب، حافظ‌شناخت، نشر علم، ص۳۵و۳۶.
  14. رسولی محلاتی، درسهایی از تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۴۵و۱۴۶.
  15. «آیا هنگام ولادت پیامبر اسلام(ص)، ایوان کسری فرو ریخت؟ آتشکده فارس خاموش شد؟ دریاچه ساوه خشکید؟»، سایت اسلام‌کوئست.

سرچينې

  • «آیا هنگام ولادت پیامبر اسلام(ص)، ایوان کسری فرو ریخت؟ آتشکده فارس خاموش شد؟ دریاچه ساوه خشکید؟»، وبگاه اسلام‌کوئست، تاریخ درج مطلب: ۲۷ تیر ۱۳۹۵، تاریخ بازدید: ۷ اسفند ۱۳۹۷.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البداية والنهاية، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • اشرف‌زاده، رضا، راز خلوتیان: شرح گزیده غزلیات حافظ شیرازی، مشهد، کلهر، ۱۳۷۹ش.
  • بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة ومعرفة أحوال صاحب الشریعة، تحقیق و تعلیقه عبدالمعطی قلعجی، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • تهانوی، محمدعلی بن علی، موسوعة کشاف اصطلاحات الفنون والعلوم، تحقیق علی فرید دحروج، بیروت، مکتبة لبنان ناشرون، بی‌تا.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، انتشارات هجرت، ۱۳۷۷ش.
  • دست‌غیب، عبدالعلی، حافظ‌شناخت، بی‌جا، نشر علم، چاپ اول، بی‌تا.
  • رسولی محلاتی، سید هاشم، درس‌هایی از تاریخ تحلیلی اسلام، قم، پاسدار اسلام، ۱۳۷۱ش.
  • شاردن، ژان، سفرنامه شاردن، ترجمه اقبال یغمایی، تهران، توس، ۱۳۷۲-۱۳۷۵ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، امالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اِعلام الورى باَعلام الهدى، قم، آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • فیاض لاهیجى،‏ سرمایه ایمان در اصول اعتقادات‏، تهران، انتشارات الزهراء، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • مرتضایی، محمد، و علیرضا زبان‌آور، «بازنگری مکان نیایشگاه آذرفرنبغ در دوره‌ی ساسانی بر اساس تطبیق منابع مکتوب سده سوم تا هفتم هجری و شواهد باستان‌شناختی»، پژوهش‌های باستان‌شناسی ایران، ش۱۲، ۱۳۹۶ش.
  • مصطفوی، سید محمدتقی، اقلیم پارس، تهران، انجمن آثار ملی و نشر اشاره، ۱۳۷۵ش.
  • معین، محمد، مجموعه مقالات دکتر محمد معین، به کوشش مهدخت معین، تهران، موسسه انتشارات معین، ۱۳۶۴ش.