مسوده:ترتیب
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
ترتیب د یوه عمل د برخو یا له یوه حکم سره اړوندو چارو ترمنځ د مخکېوالي او وروستهوالي مراعاتولو ته ویل کېږي؛ لکه په لمانځه کې پر سجده د رکوع مخکېوالی.[۱] د ځینو عبادتونو او اسلامي احکامو د صحت او سمې ترسره کېدو لپاره د ترتیب مراعاتول اړین دي.
په لمانځه کې د هغه برخې، لکه قیام، قرائت، رکوع، سجده او تشهد، باید په ټاکل شوي ترتیب ترسره شي.[۲] همدارنګه، په اذان او اقامه کې[۳] او د ورځنیو لمونځونو ترمنځ د ترتیب مراعاتول اړین دي؛ لکه د مازیګر پر لمانځه د ماسپښین د لمانځه مخکېوالی او د ماسخوتن پر لمانځه د ماښام د لمانځه مخکېوالی.[۴] د لمونځ په قضا کې هم په ځینو مواردو کې د پاتې شویو لمونځو ترمنځ د ترتیب مراعاتول اړین ګڼل شوي دي.[۵] د جمعې د لمانځه د خطبې د برخو ترتیب هم د فقهاوو د مشهور نظر له مخې لازم دی.[۶]
په تیمم او اوداسه کې هم ترتیب واجب دی؛[۷] خو د مشهور نظر له مخې، پر کیڼې پښې د ښۍ پښې د مسحې مخکېوالی واجب نه دی.[۸] په ترتیبي غسل کې هم لومړی سر او غاړه او ورپسې د بدن نور غړي مینځل کېږي او د مشهور نظر له مخې، د بدن د ښي او کیڼ اړخ ترمنځ د ترتیب مراعاتول هم اړین دي.[۹] د مړي په غسل کې مینځل په ترتیب سره د سدر په اوبو، د کافور په اوبو او خالصو اوبو ترسره کېږي.[۱۰]
په ځینو نورو شرعي احکامو کې هم د ترتیب مراعاتول مطرح دي. د لوی د اختر په ورځ د حج د اعمالو ترتیب، لکه د عقبه جمرې ویشتل، قرباني کول او د سر خریل یا د ویښتانو لنډول، د یوې ډلې د نظر له مخې واجب دي.[۱۱] همدارنګه، د ذوالحجې د میاشتې په یوولسمه او دولسمه ورځ د درېیو جمراتو ویشتل باید په ترتیب سره ترسره شي.[۱۲] په ځینو کفّارو کې، لکه د ظهار او خطایي قتل کفاره، اعمال په ټاکلي ترتیب ترسره کېږي او که د لومړي پړاو د ترسره کولو توان نه وي، نو دویم پړاو ته وار رسېږي.[۱۳] په میراث کې هم د میراث وړونکو طبقې پر یو بل لومړیتوب لري او په مخکینۍ طبقه کې د وارث شتون د ورپسې طبقې د میراث اخیستلو مخه نیسي. همدارنګه، د مشهور نظر له مخې، په خطایي قتل کې د دیت ورکول د عاقله پر غاړه دي او د پلارنۍ خوا خپلوان د میراث د طبقو له مخې د دیت په ورکړه کې په پام کې نیول کېږي.[۱۴]
ترتیب له موالات سره توپیر لري. ترتیب د یوه عمل د برخو د مخکېوالي او وروستهوالي په اړه دی؛ خو موالات د هغو برخو پرلهپسې ترسره کولو او د پام وړ ځنډ نه رامنځته کولو ته ویل کېږي.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ د اسلامي فقه د معارفو پوهنغنډ مؤسسه، فرهنګ فقه مطابق مذهب اهلبیت، ټوک۲، مخ۵۲۷.
- ↑ طباطبائي یزدي، العروةالوثقی، ټوک۲، ۲۸۲ـ۵۱۵، ۶۰۰ مخونه.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ټوک۹، مخ ۸۹.
- ↑ طباطبائي یزدي، العروةالوثقی، ټوک۲، مخ۵۸۹
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۱۳، مخ۱۹؛ طباطبائي یزدي، العروةالوثقی، ټوک۱، مخ۷۳۶
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۱۱، مخ۲۱۷.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۵، مخ۱۷۳.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۲، مخ۲۲۶.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۳، ۸۵ـ۹۳ مخونه.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۴، ۱۲۳ـ۱۲۵ مخونه؛ غروي تبریزي، التنقیح(الطهارة)، ټوک۸، مخ۲۲۱.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۱۹، ۲۴۷ـ۲۴۸ مخونه.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۲۰، مخ ۱۶.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۳۳، ۱۶۹ـ۱۷۳ مخونه.
- ↑ نجفي، جواهرالکلام، ټوک۴۳، ۴۳۷مخ.
- ↑ کاشف الغطاء، سؤال و جواب، مخ۷۶؛ بنیهاشمي خمیني، توضیح المسائل مراجع، ټوک۱، مخ۶۰۲، ۱۱۱۴مسله.
سرچينې
- بنیهاشمي خميني، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع، تهران، د قم د علمې حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلې اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۸۳ ه ل.
- طباطبائي يزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقى، قم، د قم د علمې حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلې اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۷-۱۴۲۰ هـ ق.
- غروي تبریزي، علي، التنقیح في شرح العروة الوثقى (الطهارة)، تقریر: ابوالقاسم خوئي، قم، دار الهادي د خپرونو مؤسسه، ۱۴۱۰ هـ ق.
- کاشف الغطاء، محمدحسین بن علي، سؤال و جواب، د کاشف الغطاء مؤسسه، بېنیټه.
- د اسلامي فقه د معارفو پوهنغنډ مؤسسه، فرهنګ فقه مطابق مذهب اهلبیت، د آیةالله سید محمود هاشمي شاهرودي تر څارنې لاندې، قم، د اهل بیت علیهمالسلام د مذهب سره سم د اسلامي فقه د معارفو پوهنغنډ مؤسسه، ۱۳۸۲ ه ل.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الاسلام، د عباس قوچاني او علي آخوندي سمون، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اوومه چاپ، ۱۳۶۲ ه ل.