منځپانگې ته ورتلل

له خلفاوو سره د امام علي(ع) بیعت

د wikishia لخوا

له خلفاوو سره د امام علي(ع) بیعت، هغو لیدلورو ته اشاره لري چې له ابوبکر، عمر او عثمان سره د امام علي(ع) د بیعت کولو یا نه کولو په اړه مطرح شوي، او د اسلام د لومړیو پېړیو له لانجمنو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

اهل‌سنت دا بیعت اختیاري ګڼي او د درېیو لومړنیو خلفاوو د مشروعیت نښه یې بولي؛ خو د شیعه په اند، امامت یو الهي منصب دی او له بیعت څخه مستقل دی. شیعه علماوو د بیعت اصل نه دی منلی یا یې هغه د اکراه، اجبار،(په نه زړه یا مجبورۍ) تقیې او د اسلامي ټولنې د یووالي د ساتلو لپاره د مصلحت‌سنجۍ پایله بللې ده، او ځینې تاریخي راپورونه، لکه د حضرت فاطمې(س) په کور د یرغل پېښه، د بیعت د تحمیل د شواهدو په توګه یاد شوي دي.

شیعه علما په دې باور هم دي چې امام علي(ع)، سره له دې چې د سقیفې په پېښه کې یې د پېغمبر(ص) د جانشینۍ لپاره پر خپل حق استناد کړی و، د اسلامي ټولنې د تفرقې د مخنیوي او د کافي ملاتړو د نشتوالي په وجه یې د خپل حق له عملي تعقیب څخه ډډه وکړه.

مقام

له درېیو خلفاوو سره د امام علي(ع) بیعت د اسلام د لومړیو وختونو له اختلافي مسایلو څخه دی[۱] او د شیعه او اهل‌سنت ترمنځ له اختلافي او کړکیچنو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.[۲] دا موضوع د دواړو مذهبونو په کلامي، تاریخي او فرقه‌يي آثارو کې څېړل شوې ده.[۳]

اهل‌سنت له خلفاوو سره د امام علي بیعت اختیاري او د لومړنیو خلفاوو د سیاسي مشروعیت نښه بولي او هغه د پېغمبر(ص) له وفات وروسته د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسېدو لامل ګڼي.[۴] د شیعه په اند، امامت یو الهي منصب دی او د خلکو له بیعت سره تړاو نه لري.[۵] له همدې امله، ځینې شیعه علما له خلفاوو سره د امام علي د بیعت اصل نه مني، او ځینې نور که یې ومني، هغه د اکراه، اجبار(زور او مجبورۍ) یا تقیې پایله ګڼي.[۶] سره له دې، شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ق) یو توقیع چې امام مهدي(عج) ته منسوب دی نقل کړی چې پکې دخپلې زمانې له حاکمانو سره د امامانو د بیعت یادونه شوې ده.[۷] خو شیعه تاریخ‌پوه سید جعفر مرتضی عاملي (وفات: ۱۴۴۱ق)، دغه بیعتونه اجباري او د حاکمانو د مشروعیت د منلو نښه نه ګڼي.[۸]

د بیعت معنا

د نهج‌البلاغې شارح محمدتقي جعفري (وفات: ۱۳۷۷ل)، بیعت یو آګاهانه او اختیاري تړون بولي چې د خلکو او مشر ترمنځ ترسره کېږي او که شرایط موجود نه وي، خپل اعتبار له لاسه ورکوي.[۹] د محمدتقي مصباح یزدي (وفات: ۱۳۹۹ل) په وینا، د اهل‌سنت په اند بیعت د حکومت د مشروعیت سرچینه ده؛ خو د شیعه په نظر یوازې له هغه حاکم سره د وفادارۍ اعلان دی چې الهي مشروعیت ولري.[۱۰]

آیا امام علي له خلفاوو سره بیعت وکړ؟

شیعه علما له خلفاوو سره د امام علي د بیعت په اړه دوه لیدلوري لري:

بیعت نه کول

د شیعه یو شمېر علما، لکه شیخ مفید[۱۱] او سید مرتضی[۱۲] (وفات: ۴۳۶ق)، په دې باور دي چې امام علي(ع) هېڅکله له خلفاوو سره بیعت نه دی کړی. شیعه متکلم خواجه نصیر طوسي (وفات: ۶۷۲ق)،[۱۳] او اهل‌سنت تاریخ‌پوه، خواندمیر (وفات: ۹۴۲ق)، د شیعه دغه عقیده راپور کړې ده.[۱۴] شیخ مفید له ابوبکر سره د امام علي(ع) د بیعت په ځنډ استناد کوي او استدلال کوي چې که بیعت واجب وای، نو ځنډ پکې د خطا یا عناد معنا لرله چې د معصوم لپاره د منلو وړ نه ده.[۱۵]

ځینې د شیخ مفید مراد د اختیاري بیعت نفی ګڼي، ځکه اجباري بیعت حقیقي بیعت نه بلل کېږي.[۱۶] د مقاتل بن عطیه (وفات: ۵۰۵ق) په وینا، که د ابوبکر لاس د امام علي پر تړلي لاس ایښودل شوی وي، دا عمل د بیعت نښه نه ده، ځکه تړلی لاس د امتناع او د بیعت د نه منلو دلالت کوي.[۱۷]

شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ق) یو روایت نقل کړی چې پکې د ابوبکر له خوا د بیعت غوښتنه رد شوې او امام علي(ع) ځان د پېغمبر د جانشینۍ لپاره وړ بللی دی.[۱۸] محمدباقر مجلسي (وفات: ۱۱۱۰ق) هم په دې باور دی چې امام علي(ع) آن د ابوبکر د خلافت له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته هم له هغه سره بیعت ونه کړ.[۱۹]

د دې لیدلوري پر بنسټ، د امام علي چلند د خپل حق له تعقیب څخه د چوپتیا او ډډه کولو په توګه تفسیر شوی، نه د مصلحت د ساتنې په توګه.[۲۰] دا لیدلوری له دې امله هم د پام وړ ګڼل شوی چې هغه کسان چې د امام په پیروي یې له بیعته ډډه کړې وه، د هغوی د تکلیف (فریضې) موضوع پکې روښانه کېږي.[۲۱]

له خلفاوو سره د امام علي اجباري او په زوره بیعت

ځینو شیعه سرچینو راپور ورکړی چې له خلفاوو سره د امام علي(ع) بیعت تر فشار او ګواښ لاندې ترسره شوی و.[۲۲] د تاریخ‌پوه رسول جعفریان په وینا، دا لیدلوری د ځینو اهل‌سنتو ترمنځ هم مطرح شوی دی.[۲۳] په ځینو اهل‌سنت متونو کې هم داسې راپورونه شته چې د سقیفې مشرانو له ابوبکر سره د بیعت لپاره امام علي(ع) ګواښلی و.[۲۴] د درېیمې هجري پېړۍ امامي متکلم، طبري، اووه روایتونه نقل کړي چې له ابوبکر سره په بیعت کې د اجبار او ګواښ حکایت کوي.[۲۵] بلاذري (وفات: ۲۷۹ق) راپور ورکړی چې له عثمان سره د امام علي بیعت د عبدالرحمن بن عوف په ګواښ ترسره شوی و.[۲۶]

ثقفي (وفات: ۲۸۳ق) په «الغارات» کې د امام علي(ع) یو لیک ته اشاره کړې چې په اضطراري شرایطو کې د بیعت څرګندونه کوي.[۲۷] همدارنګه د نهج‌البلاغې په ۲۸ لیک کې امام علي(ع) بیعت ته اړ کېدل د خپل مظلومیت نښه بللې ده.[۲۸] ختیځ‌پوه او اسلام‌پوه، مادلونګ (وفات: ۲۰۲۳م)، په دې باور دی چې د علي(ع) له لوري د ابوبکر د مشرتابه ظاهري منل د اختلافاتو د حل معنا نه لرله، او ابوبکر پوهېده چې دا منل په اکراهي شرایطو کې ترسره شوي دي.[۲۹]

په زوره د بیعت اخستلو راپورونه

ځینې شیعه سرچینې د سقیفې له پېښې وروسته د حضرت فاطمې(س) پر کور د برید یادونه کوي چې هدف یې له امام علي(ع) څخه د بیعت اخیستل و.[۳۰] د صحابه‌وو یوې ډله له علي(ع) سره یو ځای د فاطمې(س) په کور کې پرلتۍ وهلې وه او له بیعت څخه یې ډډه کوله.[۳۱] عمر بن خطاب د کور د سوځولو په ګواښ سره، علي(ع) په زوره د ابوبکر حضور ته بوتلو.[۳۲] ځینو اهل‌سنت سرچینو هم د فاطمې د کور د برید اصل، که څه هم د جزئیاتو په توپیر، نقل کړی دی.[۳۳]

د «الامامة و السیاسة» کتاب (د درېیمې هجري پېړۍ له سرچینو څخه) له مخې، امام علي(ع) هغه مهال له ابوبکر سره بیعت وکړ چې د وژنې ګواښ ورته وشو.[۳۴] د شیعه تاریخ‌پوه مسعودي (وفات: ۳۴۶ق) په وینا، علي بن ابي‌طالب(ع) په زوره د ابوبکر حضور ته بوتلل شو چې بیعت وکړي، لاس یې په زوره ونیول شو، خو ګوتې یې بندې وې یعنې لاس یې موټی و او پرانیستل شوې نه و؛ ابوبکر د هغه تړلی لاس ونیو او هغه یې بیعت وګاڼه.[۳۵]

د اجباري بیعت یا دامام علي (ع) د چوپتیا علت

شیعه عالمان د امام علي(ع) له لوري د بیعت نه کول یا د بیعت ځنډول د لوړو مصلحتونو د خیال ساتلو او د اسلامي ټولنې د تفرقې د مخنیوي پایله بولي.[۳۶] ځینې راپورونه ښيي چې امام علي(ع) د ابوبکر پر ضد له قیامه مخنیوی کړی[۳۷] او یوازې د اسلامي ټولنې د یووالي د ساتلو لپاره یې له هغه سره بیعت کړی دی.[۳۸]

د بلاذري د راپور له مخې، عثمان د علي(ع) له خوا د بیعت نه کول د وحدت او په رده جګړو کې د مسلمانانو د ګډون خنډ باله، او وروسته علي(ع) بیعت وکړ.[۳۹] د هغه روایت له مخې چې سید مرتضی[۴۰] او شیخ طوسي[۴۱] نقل کړی، امام علي(ع) د دوو لارو په څلورلارې کې و: یا له ابوبکر سره بیعت وکړي، یا د اسلامي ټولنې له ارتداد سره مخ شي. د شیعه تاریخ‌پوه رسول جعفریان په وینا، حکومت تمه لرله چې لکه څنګه چې علي(ع) بیعت کړی، په رده جګړو کې هم ورسره مل شي؛ خو هغه ورسره ملګرتیا ونه کړه.[۴۲]

تاریخي راپورونه ښيي چې امام علي(ع) د خلفاوو پر وړاندې د بیعت په موضوع کې پراخ ملاتړ نه درلود[۴۳] او یوازې لږ شمېر ملګري ورسره د قیام لپاره چمتو وو.[۴۴] طبري شیعي اشاره کوي چې پېغمبر(ص) له علي(ع) څخه ژمنه اخیستې وه چې که د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره کافي یاران ونه لري، نو چوپتیا غوره کړي.[۴۵]

د اهل سنتو له نظره له خلفاو سره د امام علي(ع) بیعت

د اهل‌سنت علما له خلفاوو سره د امام علي(ع) بیعت د هغه د رضایت پایله ګڼي او د خلفاوو په ملاتړ کې د امام علي دریځونه د هغوی د تأیید او مشروعیت نښه بولي.[۴۶] ابن‌ابي‌الحدید معتزلي[۴۷] او رشید رضا (وفات: ۱۳۵۴ق)، چې د نهج‌البلاغې له شارحانو څخه دی، په دې باور دي چې علي(ع) د اسلامي ټولنې د یووالي د ساتلو لپاره له ابوبکر سره بیعت وکړ.[۴۸] که څه هم د ابن‌ابي‌الحدید په وینا، هغه د خلافت لپاره تر نورو زیاته وړتیا لرله.[۴۹]

د امامت‌پوه شیعه، میرحامد حسین لکهنوي په وینا، هغه احادیث چې د بیعت د ځنډ په اړه په معتبرو اهل‌سنت سرچینو کې نقل شوي، د سقیفې د باور (چې د ابوبکر بیعت اجماعي و) بنسټ کمزوری کوي.[۵۰]

له ابوبکر سره د بیعت ځای او وخت

د بیعت د ځای په اړه راپورونه بېلابېل دي[۵۱] چې پکې د پېغمبر(ص) جومات،[۵۲] د کور او جومات ترمنځ لاره،[۵۳] د سعد بن عباده کور[۵۴] او د امام علي(ع) کور[۵۵] شامل دي. د وخت په اړه هم نقلونه توپیر لري. د شیخ مفید د نقل له مخې، ټول مسلمانان پر دې اجماع لري چې بیعت سمدستي نه و او لږ تر لږه درې ورځې ځنډ پکې راغلی و.[۵۶] په تاریخي سرچینو کې د بیعت وخت داسې یاد شوی دی:

له خلفاو سره د حضرت امام علي (ع) د بیعت د جاجونې د کتاب د پښتۍ انځور، د سید شفیع هاشمي اثر

ځینو سرچینو دا هم راپور ورکړی چې امام علي(ع) تر هغه وخته بیعت ونه کړ تر څو چې حضرت فاطمه(س) ژوندۍ وه.[۶۱] د دې پر بنسټ، د بیعت وخت د پېغمبر(ص) له وفات څخه اویا او څو ورځې وروسته[۶۲] یا شپږ میاشتې وروسته[۶۳] بلل شوی دی.

جستارهای وابسته

فوټ نوټ

  1. اورعی مؤمنی، «بیعت امام علی با خلفا»، مخ۱۶۳.
  2. هاشمی، بررسی بیعت حضرت امام علی(ع) با خلفا، ۱۳۹۰ش، مخ۱۲.
  3. د مثلا په توګه وګورئ: سید مرتضی، الشافی فی الامامه، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۲۳۷؛ ابن‌حزم، الفصل، ۱۴۱۶ق، ټوک۳، مخ۷۹.
  4. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۱۰ق، ټوک۶، مخ۳۹۶؛ قشیری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ټوک۳، مخ۱۳۸۱؛ ابن‌عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ټوک۳، مخ۹۷۳.
  5. ابن‌میثم، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۶۹.
  6. فخری، تاریخ تشیع از صدر اسلام تا پایان دوره خلفای راشدین، ۱۳۸۸ش، مخ۱۲۹.
  7. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۴۸۵.
  8. عاملی، الصحیح من سیرة الإمام علی علیه‌السلام، ۱۴۳۰ق، ټوک۹، مخ۳۱۴.
  9. جعفری، شرح و تفسیر نهج البلاغه، ۱۳۷۶ش، ټوک۳، مخ۱۸.
  10. مصباح یزدی، پرسش‌ها و پاسخ‌ها، ۱۳۹۱ل، مخ۲۹.
  11. شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۵۶.
  12. سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۲۳۹.
  13. خواجه نصیرالدین طوسی، علی(ع) میزان الحق، ۱۳۸۶ش، مخ۱۹۹.
  14. خواندمیر، تاریخ حبیب السیر، ۱۳۸۰ش، ټوک۱، مخ۴۴۷.
  15. شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۵۶.
  16. کورانی، سیره‌نامه امیرالمؤمنین، ۱۴۰۱ش، ټوک۱، مخ۶۶۸.
  17. ابن‌عطیه، ابهی المداد، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۲۰۳.
  18. شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، مخ۵۶۸.
  19. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۸، مخ۳۶۶.
  20. لباف، مظلومی گمشده در سقیفه، ۱۳۸۵ش، ټوک۴، مخ۱۴۹.
  21. فخری، تاریخ تشیع از صدر اسلام تا پایان دوره خلفای راشدین، ۱۳۸۸ش، مخ۱۳۰.
  22. د مثال په توګه وګورئ: عسکری، نقش عایشه در تاریخ اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۱۰۵؛ عاملی، الصحیح من سیرة الإمام علی علیه‌السلام، ۱۴۳۰ق، ټوک۹، مخ۳۰۸؛ بیضون، رفتارشناسی امام علی در آیینه تاریخ، ۱۳۷۹ش، ص۳۴؛ حسینی میلانی، جواهر الکلام، ټوک۱، مخ۳۳۷.
  23. جعفریان، تاریخ و سیره سیاسی امیرمؤمنان علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۳۸۰ش، مخ۱۹ و همدا وګورئ: غلامی، پس از غروب، ۱۳۸۸ش، مخ۱۸۷.
  24. د مثال په توګه وګورئ: ابن‌قتیبة الدینوری، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، ۳۰-۳۳مخونه؛ سلطان الواعظین شیرازی، شب‌های پیشاور، ۱۳۷۹ش، ۵۰۷-۵۱۷مخونه.
  25. طبری، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ۳۷۳-۳۸۴مخونه.
  26. بلاذری، جمل من انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۶، مخ۱۲۸.
  27. ثقفی، الغارات، ۱۳۹۵ق، ټوک۱، مخ۳۰۶.
  28. سید رضی، نهج البلاغه، ۱۴۰۷ق، ۳۸۷-۳۸۸مخونه.
  29. مادلونگ، جانشینی حضرت محمد(ص)، ۱۳۷۷ش، مخ۸۰.
  30. د مثال په توګه وګورئ: هلالی، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۰۷ق، مخ۴۰؛ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۶؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۶۷.
  31. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۱۲۴.
  32. ابن‌قتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، ۳۰-۳۱مخونه.
  33. د مثال په توګه وګورئ: صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ټوک۶، مخ۱۵؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۱۵، ص۵۷۸؛ ابن حجر عسقلانی، لسان المیزان، ۲۰۰۲م، ټوک۱، مخ۶۰۹.
  34. ابن‌قتیبة الدینوری، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۳۱.
  35. مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۴۱۷ق، مخ۱۴۶.
  36. بیضون، رفتارشناسی امام علی در آیینه تاریخ، ۱۳۷۹ش، ۴۰-۴۱مخونه.
  37. طبری، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، ټوک۳، مخ۲۰۹.
  38. ابن‌شهرآشوب، المناقب، نشر علامه، ج۱، ص۲۶۳؛ غلامی، پس از غروب، ۱۳۸۸ش، مخ۱۹۲.
  39. بلاذری، انساب الاشراف، دارالمعارف، ج۱، ص۵۸۷.
  40. سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، ۲۴۳-۲۴۴مخونه.
  41. شیخ طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۷۹.
  42. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، مخ۵۳.
  43. جوهری بصری، السقیفة و فدک، مکتبة نینوی الحدیثة، مخ۶۹.
  44. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۱۲۶.
  45. طبری، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ۳۷۰-۳۷۳مخونه.
  46. د مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۱۰ق، ټوک۶، ۳۹۶-۳۹۷مخونه؛ ابن‌حنبل، فضائل الصحابة، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۳۳۶؛ قشیری، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۳۸۱؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ټوک۳، مخ۹۷۳؛ ابن‌تیمیة، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ټوک۵، مخ۴۹۰ و ټوک۸، مخ۲۹۳.
  47. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، مکتبة المرعشی، ټوک۱۱، ۱۱۱-۱۱۳مخونه.
  48. رضا، تفسیر المنار، ۱۴۱۴ق، ټوک۸، مخ۲۲۴؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، مکتبة المرعشی، ټوک۱۱، ۱۱۱-۱۱۳مخونه.
  49. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، مکتبة المرعشی، ټوک۱۱، ۱۱۱-۱۱۳مخونه.
  50. کنتوری، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۲۸۷.
  51. اورعی مؤمنی، «بیعت امام علی با خلفا»، مخ۱۶۶.
  52. هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۷ق، مخ۴۵؛ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۱۰ق، ټوک۶، مخ۳۹۶.
  53. بلاذری، انساب الاشراف، دارالمعارف، ټوک۱، مخ۵۸۵.
  54. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، دارالفکر، ټوک۵، مخ۲۴۹؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۳۰، مخ۲۷۷.
  55. ابن‌عبد ربه، العقد الفرید، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۱۴.
  56. شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۵۶.
  57. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، دارالفکر، ټوک۶، مخ۳۰۲.
  58. طبری، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، ټوک۳، مخ۲۰۷؛ مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۴۱۷ق، مخ۱۴۶.
  59. بلاذری، انساب الاشراف، دارالمعارف، ټوک۱، مخ۵۸۶؛ ابن‌عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ټوک۳، مخ۹۷۴.
  60. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۱۲۶.
  61. جوهری بصری، السقیفة و فدک، مکتبة نینوی الحدیثة، مخ۶۱.
  62. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۳۰۹؛ ابن‌قتیبة الدینوری، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۳۱.
  63. طبری، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، ټوک۳، مخ۲۰۸.

سرچينې

  • ابن‌تیمیه الحراني، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، ۱۴۰۶هـ / ۱۹۸۶م.
  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، بې‌نېټه.
  • ابن‌حجر عسقلاني، احمد بن علي، لسان المیزان، بیروت، دار البشائر الاسلامیة، ۲۰۰۲م.
  • ابن‌حزم، علي بن احمد، الفصل فی الملل و الاهواء و النحل، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۶هـ.
  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد، فضائل الصحابة، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۳هـ.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علي، المناقب، قم، نشر علامه، بې‌نېټه.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲هـ.
  • ابن‌عبد ربه، احمد بن محمد، العقد الفرید، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۷هـ.
  • ابن‌عساکر، علي بن حسین، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵هـ.
  • ابن‌عطیه، مقاتل، ابهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، بیروت، الاعلمی فی المطبوعات، ۱۴۲۳هـ.
  • ابن‌قتیبة الدینوري، عبدالله بن مسلم، الامامة و السیاسة، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۱۰هـ.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، بې‌نېټه.
  • ابن‌میثم بحراني، میثم بن علي، النجاة فی القیامة فی تحقیق امر الامامة، قم، مجمع الفکر الاسلامي، ۱۴۱۷هـ.
  • اورعي مؤمني، عبدالله، «د امام علي(ع) له خلفاوو سره بیعت»، موسوعة رد شبهات ۵: امام علي(ع) ۲، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۵ل.
  • بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، قاهره، د مصر عربي جمهوريت، د اوقافو وزارت، عالي شورا د اسلامي چارو، د سنت د کتابونو د احيا کمېټه، ۱۴۱۰هـ.
  • بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، مصر، دارالمعارف، بې‌نېټه.
  • بلاذري، احمد بن یحیی، جمل من انساب الاشراف، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷هـ.
  • بیضون، ابراهیم، د امام علي د چلند پېژندنه د تاريخ په هنداره کې، ۱۳۷۹ل.
  • ثقفي، ابراهیم بن محمد، الغارات، تهران، انجمن آثار ملي، ۱۳۹۵هـ.
  • جعفري، محمدتقي، د نهج البلاغه ژباړه او تفسیر، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامي، ۱۳۷۶ل.
  • جعفریان، رسول، د خلفاوو تاريخ، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ل.
  • جعفریان، رسول، د اميرالمؤمنين علي بن ابي طالب(ع) سياسي تاريخ او سيره، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ل.
  • جعفریان، رسول، د شيعه امامانو فکري او سياسي ژوند، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ل.
  • جوهري بصري، احمد بن عبدالعزیز، السقیفة و فدک، مکتبة نینوی الحدیثة، بې‌نېټه.
  • حسيني میلاني، علي، جواهر الکلام فی معرفة الامامة و الامام، قم، الحقایق، ۱۳۸۹ل.
  • حسيني، علیرضا، د بیعت ماجرا، قم، دلیل ما، ۱۳۸۹ل.
  • خواجه نصیرالدین طوسي، محمد بن محمد، علي(ع) میزان الحق، تهران، مرکز فرهنګي انتشاراتي منیر، ۱۳۸۶ل.
  • خواندمیر، غیاث‌الدین بن همام‌الدین، تاریخ حبیب السیر، تهران، خیام، ۱۳۸۰ل.
  • ذهبي، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
  • رضا، محمد رشید، تفسیر القرآن الحکیم (تفسیر المنار)، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۴ق.
  • سلطان الواعظین شیرازي، محمد، د پېښور شپې د تشیع د دفاع په اړه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۹ل.
  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج البلاغه، د صبحي صالح په تصحیح، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۷ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، الشافي فی الامامة، تهران، موسسة الصادق(ع)، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الامالي، قم، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، تلخیص الشافي، قم، محبین، ۱۳۸۲ل.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
  • صفدي، خلیل بن ایبک، الوافي بالوفیات، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۲۰ق.
  • طبري، محمد بن جریر، المسترشد فی الامامة، تهران، مؤسسة الثقافة الاسلامیة لکوشانپور، ۱۴۱۵ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، بې‌ناشره، بې‌نېټه.
  • عاملي، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة الامام علي علیه السلام، بیروت، المرکز الاسلامي للدراسات، ۱۴۳۰ق.
  • عسکري، مرتضی، د اسلام په تاريخ کې د عایشې رول، قم، موسسه علمي فرهنګي علامه عسکري، ۱۳۹۰ل.
  • عیاشي، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشي، د سید هاشم رسولي محلاتي په تحقیق، تهران، المطبعة العلمیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ق.
  • غلامي، یوسف، له لمر لوېدو وروسته، قم، نجم الهدی، ۱۳۸۸ل.
  • فخري، محمد، د تشیع تاريخ له صدر اسلام څخه تر پای د راشدو خلفاوو پورې، مشهد، ایلیا فخر، ۱۳۸۸ل.
  • کنتوري، میرحامدحسین، عبقات الانوار، قم، غلامرضا مولانا بروجردي، ۱۴۰۴ق.
  • کوراني، علي، د اميرالمؤمنين سيره‌نامه، تهران، چاپ و نشر بین الملل، ۱۴۰۱ل.
  • لباف، علي، په سقیفه کې ورک شوی مظلوم، تهران، منیر، ۱۳۸۵ل.
  • مادلونگ، ویلفرد، د حضرت محمد(ص) جانشیني، مشهد، آستان قدس رضوي، بنياد پژوهش‌های اسلامي، ۱۳۷۷ل.
  • مجلسي، محمدباقر بن محمدتقي، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودي، علي بن حسین، مروج الذهب، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • مسعودي، علي بن حسین، اثبات الوصیة للامام علي بن ابي طالب، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • مصباح یزدي، محمدتقي، پوښتنې او ځوابونه، قم، موسسه آموزشي پژوهشي امام خميني(ره)، ۱۳۹۱ل.
  • هاشمي، سید شفیع، د حضرت امام علي(ع) له خلفاوو سره د بیعت څېړنه، قم، آثار نفیس، ۱۳۹۰ل.
  • هلالي، سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالي، تهران، موسسة البعثة، ۱۴۰۷ق.
  • یعقوبي، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبي، بیروت، دار صادر، بې‌نېټه.