منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د شد رحال حدیث

د wikishia لخوا
د شد رحال حدیث
موضوعد مسجد النبي، مسجد الحرام و مسجد الاقصی فضیلتونه، یا د زیارت لپاره د سفر حرمت
څخه صادر شویپیغمبر(ص)
سنی سرچینېصحیح بخاري او صحیح مسلم


د شَدّ رحال حدیث، د مسجد الحرام، مسجد نبوي او مسجد الاقصی د فضیلت په اړه د پیغمبر(ص) یو روایت دی، چې شیعه او عام سنیان له وهابیانو سره په دې اړه اختلاف لري. د وهابیانو په وینا، له دې دریو جوماتونو پرته بل ځای ته سفر کول، حتی د پیغمبر(ص) د قبر زیارت لپاره، هم حرام او بدعت دی، مګر د شیعه عالمانو او ډیرو سني عالمانو په وینا، د وهابیانو نظر د پیغمبر(ص) او د هغه د اصحابو د سنت سره مطابقت نلري. له همدې امله، د شیعو او د اکثریت سنیانو له نظره، د حدیث معنی دا ده چې دا درې جوماتونه له نورو جوماتونو څخه غوره دي، او له همدې امله دوي ته سفر کیدی شي، مګر دا حدیث د زیارت یا سوداګرۍ او داسې نورو کارونو لپاره سفر کولو سره هیڅ تړاو نلري.

دا روایت په معتبرو سني سرچینو کې روایت شوی دی. په شیعه سرچینو کې هم، د امام علي(ع) څخه ورته روایت شتون لري، چې پکې د مسجد الاقصی پر ځای د کوفې د جومات نوم یاد شوی دی. مختلفو کتابونو دا روایت او د پیغمبر(ص) د قبر د زیارت موضوع څېړلې ده، په شمول د شُد الرحال الی زیارة النبي(ص) و آله(ع) چې د جعفر سبحاني لخوا لیکل شوي دي.

مقام او اهمیت

د شدّ الرحال حدیث، د پیغمبر(ص) یو حدیث دی چې وهابیت دې حدیث سره دا دلیل راوړي چې د پیغمبر(ص) د قبر زیارت ته سفر کول حرام ګڼي.[۱] دا حدیث د شیعه او وهابیت ترمنځ د مناظرې یو موضوع ده.[۲] او په معتبرو سني سرچینو لکه صحیح بخاري[۳] او صحیح مسلم[۴] کې ذکر شوی دی.

«لا تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: المَسْجِدِ الحَرَامِ، وَ مَسْجِدِ الرَّسُولِ(ص)، وَ مَسْجِدِ الأَقْصَى؛ د سفر بار له دریو جوماتونو پرته بل چرته مه تړئ: مسجد الحرام، مسجد نبوي، او مسجد الاقصی[۵]

په سني سرچینو کې نور حدیثونه هم شته چې د شُدُّ الرحال حدیث سره ورته محتوا لري.[۶] په ځینو سني سرچینو کې، هغه حدیثونه چې د شُدُّ الرحال حدیث سره ورته محتوا لري په یوه فصل کې راټول شوي دي چې د «لا تُشَدُّ الرِحال» عنوان لاندې راوړل شوي دي.[۷]

د شُدُّ الرحال حديث په شيعه سرچينو کې د هغه څه سره توپير لري چې په سُني سرچينو کې روايت شوي دي، او دا حديث له پېغمبر اکرم(ص) څخه نه، بلکې له امام علي(ع) څخه روايت شوی دی، او د مسجد الاقصی پر ځای په کې د کوفې جومات ياد شوی دی.[۸] همدارنګه، د امام رضا(ع) په يوه روايت کې راغلي دي: «زموږ له قبرونو پرته بل د یو قبر لپاره هم د سفر بارونه نه تړل کیږي».[۹]

وهابي نظرونه

ابن تیمیه (یو نفوذ لرونکی سلفي مفکر) او ابن باز، چې وهابي عالمان دي، د شد الرحال حدیث د دلیل په توګه راوړي چې د قبرونو د زیارت لپاره د سفر بار، حتی د رسول الله(ص) د قبر د زیارت لپاره هم حرام ګڼي، او په ځینو مواردو کې دا بدعت او مشرکانه عمل ګڼي.[۱۰] د هغوي له نظره، د دې حدیث پر بنسټ، د سفر بار یوازې د دریو جوماتونو (مسجد الحرام، مسجد الاقصی او مسجد النبي) د زیارت لپاره جائز دي.[۱۱] د سعودي د فتوا کمیټي (په سعودي عربستان کې د فتوا ورکولو تر ټولو لوړه اداره) د رسول الله(ص) د قبر د زیارت لپاره سفر کول جائز نه ګڼي او دا کار بدعت ګڼي.[۱۲]

د دې تفسیر مخالفین استدلال کوي چې دا نظر له نورو تاریخي راپورونو سره په ټکر کې دی؛[۱۳] د مثال په توګه، د هغه څه له مخې چې په صحیح بخاري[۱۴] او صحیح مسلم[۱۵] کې روایت شوي، پیغمبر(ص) به د شنبې په ورځ قبا جومات ته تلل. او په نورو مطالعاتو د هغو صحابه د چلند مختلف مثالونه یاد کړي دي چې د زیارت لپاره به یې سفر کاوه.[۱۶]

د سیاسي موخو لپاره دې روایت سره دلیل راوړل

داسې ویل شوي چې د شُد الرحال حدیث د سیاسي موخو لپاره هم کارول شوی دی؛ د مثال په توګه، پنځم اموي خلیفه عبدالملک بن مروان، د دې حدیث پر بنسټ، خلک د حج د ترسره کولو لپاره مکې ته له تګ څخه منع کړل او هغوی یې اړ کړل چې په بیت المقدس او د قبة الصخره شاوخوا کې د حج مراسم ترسره کړي.[۱۷] د دریمې پیړۍ د تاریخ پوه یعقوبي په وینا، د دې عمل دلیل، عبدالله بن زبیر سره د خلکو د بیعت په اړه د عبدالملک بن مروان اندیښنه وه.[۱۸]

د شیعه او غیر وهابي سني لیدلوری

شیعه[۱۹] او همدارنګه مختلفو سني عالمانو[۲۰] د ابن تیمیه د شد الرحال د حدیث تفسیر سره مخالفت کړی دی؛ شهیدِ اول، چې د اتمې پیړۍ یو شیعه فقیه، په خپل کتاب ذکری کې دا نظر غلط او بې دلیله ادعا بللې ده.[۲۱] د ځینو شیعه فقیهانو په وینا، دا حدیث ښیي چې نور جوماتونه په فضیلت کې مساوي دي او د بل ښار په جومات کې د لمانځه لپاره سفر کول د خپل ښار په جومات باندې هیڅ فضیلت نه لري.[۲۲]

ډېر سني عالمان، لکه نووي[۲۳]، غزالي،[۲۴] ملا علي قاري حنفي،[۲۵]] شمس الدين ذهبي،[۲۶] جصّاص،[۲۷] ابن عابدین فقيه حنفي،[۲۸] زرقاني مالکي فقیه،[۲۹] ابن قُدامه حنبلي[۳۰]، په دې باور دي چې د شد الرحال حدیث دا معنی نه لري چې د قبرونو زیارت کول، په ځانګړې توګه د رسول الله(ص) د قبر زیارت کول منع دي؛ بلکې دا د دریو جوماتونو د فضیلتونو څرګندونه ده. د پیغمبر(ص) د قبر زیارت د جواز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د هندوستان عالمانو دا جائز ګڼلی دی بلکې د دې لپاره یې لوی اجر ګڼلی دی..[۳۱] د «الزیارة النبویه» کتاب لیکوال، مالکي په وینا، دا فتوا د مکې، مدینې، شام او د الازهر د ځینو عالمانو لخوا تایید شوې ده.[۳۲]

د شيعه فقيه او متکلم جعفر سبحاني په وينا، په روايت کې له ذکر شوي درې جوماتونو پرته بل هيڅ جومات د سفر وړ نه دی، او نورو جوماتونه بايد د سفر منزل نه وي،[۳۳] او له همدې امله، د زيارت لپاره سفر کول حرام نه ګڼل کېږي.[۳۴]

ځانګړی لیکنی

شد الرحال الی زیارة النبی(ص) و آله(ع)، د جعفر سبحاني کتاب، چې د شد الرحال په هکله ابن‌ تیمیه د خبرو په رد کې لیکل شوی دی.

د شدّ الرحال د حدیث په اړه او د پيغمبر(ص) د قبر د زیارت په اړه ځانګړي کتابونه هم لیکلي شوي دي[۳۵] چې ځینې یې دا دي:

  • شد الرحال الی زیارة النبی(ص) وآله(ع) بین الاوهام الوهابیة وحقائق الاسلام:دا کتاب شیعه مرجع تقلید جعفر سبحاني لیکلی دی او مؤسسه امام صادق(ع) په قم کې په کال ۱۳۹۱چې په ۱۲۰ مخونو کې خپور کړی دی.[۳۶]
  • الرد علی ابن تیمیة في الشفاعة والزیارة والاستغاثة: دا کتاب د شیعه فقیه او متکلم سید علی حسینی میلاني له خوا لیکل شوی چې په کې د ابن تیمیه له نظر ردولو پرته د شفاعت او توسل بحث هم شوی دی. دا کتاب په ۱۳۹۳ کال کې د حقائق خپرندویې له خوا په قم کې په ۱۰۳ مخونو کې خپور شو.[۳۷]
  • شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الأنام: دا کتاب شافعي مذهب عالم تقی‌ الدین سُبکی په اتمې پيړۍ کې د ابن تیمیه په رد کې لیکلی دی، دا کتاب دائرة المعارف العثمانیه خپرندویې ادارې په حیدرآباد هند کې په ۱۴۱۹ق کې چاپ کړی دی.[۳۸]
  • الزيارةُ النَبَويّةِ بين البِدعيّةِ والشرعيّة: د دې کتاب لیکوال مالکي مذهب عالم محمد علوی المالکی دی چې په ۲۰۰۰میلادي کال کې د ابوظبی امارات کې په ۲۰۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی.[۳۹]

فوټ نوټ

  1. دویش، فتاوی اللجنه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸۶.
  2. حسن، المناظرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۲۷۹.
  3. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۶۰.
  4. ابن‌الحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۰۱۴‌.
  5. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۶۰.
  6. ابن‌الحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۰۱۴‌؛ ابن‌حبان، صحیح ابن‌حبان، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۵۰۹؛ طبرانی، مسند الشامیین، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۱۲۰.
  7. ابن‌الحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۰۱۴.
  8. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۳۱؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۴۳.
  9. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۴۴.
  10. ابن‌تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰؛ ابن‌باز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ج۱، ص۱۸۵.
  11. ابن‌تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰؛ ابن‌باز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ج۱، ص۱۸۵.
  12. دویش، فتاوی اللجنه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸۶.
  13. طبسی، روافد الایمان الی عقائد الاسلام، ۱۴۲۳ق، ص۱۰۳.
  14. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۶۱.
  15. ابن‌الحجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۰۱۷.
  16. سبحانی، شد الرحال...، ۱۳۹۱ش، ص۲۶-۳۱.
  17. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۶۱.
  18. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۶۱.
  19. شهید اول، ذکری الشیعة...، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۱۰؛ سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ص۲۸۲-۲۸۳.
  20. قسطلانی، ارشاد الساری، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۵۹۵؛ نابلسی، الحضرة الانسیة، ۱۴۱۱ق، ص۱۲۹؛ خفاجی، نسیم الریاض، ۱۳۲۶ق، ج۳، ص۵۱۴؛ سبحانی، شد الرحال...، ۱۳۹۱ش، ص۳۱-۴۵.
  21. شهید اول، ذکری الشیعة...، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۱۱.
  22. شهید اول، ذکری الشیعة...، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۱۰؛ سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ص۲۸۲-۲۸۳.
  23. نووی، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، ۱۳۹۲ق، ج۹، ص۱۶۷-۱۶۸.
  24. غزالی، إحیاء علوم الدین، ۱۴۳۲ق، ج۲، ص۱۴۹.
  25. هروی القاری، مرقات المفاتیح، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۵۸۹.
  26. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۳۶۸.
  27. جصاص، احکام القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۹۵.
  28. ابن‌عابدین، رد المحتار، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۲۷.
  29. زرقانی، شرح الزرقانی، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۹۶-۳۹۷.
  30. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۲، ص۱۹۵.
  31. مالکی، الزیارة النبویه، دار جوامع الکلم، ص۱۲۷.
  32. مالکی، الزیارة النبویه، دار جوامع الکلم، ص۱۳۰-۱۳۱.
  33. سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ص۲۸۲-۲۸۳.
  34. سبحانی، فی ظلال التوحید، ۱۴۲۱ق، ص۲۸۲-۲۸۳.
  35. احمدی، «تک‌نگاری‌های عالمان اهل‌سنت در تبیین فضیلت زیارت پیامبر(ص)»؛ درگاهی، «مشروعیت شد رحال برای زیارت قبور»، ص۸-۹.
  36. سبحانی، شد الرحال...، ۱۳۹۱ش، صفحه شناسنامه کتاب.
  37. حسینی میلانی، الرد علی ابن تیمیة في الشفاعة والزیارة والاستغاثة، ۱۳۹۳ش، صفحه شناسنامه کتاب.
  38. سبکی، شِفاء السَقام...، ۱۴۱۹ق، شناسنامه کتاب.
  39. علوی المالکی، الزیارة النبویة بین البدعیة والشرعیه، ۲۰۰۰م، صفحه شناسنامه کتاب.

سرچينې

  • ابن‌الحجاج، مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، بې نېټې.
  • ابن‌باز، عبدالعزیز بن عبدالله، فتاوى نور على الدرب، بې ځايه، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، بې نېټې.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌حبان، محمد، صحیح ابن‌حبان، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌عابدین، محمدامین بن عمر، رد المحتار علی درر المختار، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌قدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، قاهره، مکتبة القاهره، ۱۳۸۸ق.
  • احمدی، علی، «تک‌نگاری‌های عالمان اهل‌سنت در تبیین فضیلت زیارت پیامبر(ص)»، در مجله میقات حج، شماره ۹۴، زمستان ۱۳۹۴ش.
  • بخاری، محمد‌بن‌اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دار طوق النجاه، ۱۴۲۲ق.
  • جصاص، احمد بن علی، احکام القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • حسن، عبدالله، المناظرات، قم، دلیل ما، ۱۴۲۷ق.
  • حسینی میلانی، سید علی، الرد علی ابن تیمیة في الشفاعة والزیارة والاستغاثة، قم، الحقائق، ۱۳۹۳ش.
  • خفاجی، احمد بن محمد، نسیم الریاض، بیروت، دار الفکر، ۱۳۲۶ق.
  • درگاهی، مهدی، «مشروعیت شد رحال برای زیارت قبور»، در مجله میقات حج، شماره ۱۰۱، پاییز ۱۳۹۶ش.
  • دویش، احمد بن عبدالرزاق، فتاوی اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة و الافتاء، ریاض، رئاسة ادارة البحوث العلمیة و الافتاء، ۱۴۱۶ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۱۴ق.
  • زرقانی، محمد بن عبدالباقی، شرح الزرقانی، قاهره، مکتبة الثقافة الدینیة، ۱۴۲۴ق.
  • سبحانی، جعفر، شد الرحال الی زیارة النبی وآله(ع)، قم، مؤسسة الامام الصادق(ع)، ۱۳۹۱ش.
  • سبحانی، جعفر، فی ظلال التوحید، تهران، مشعر، ۱۴۲۱ق.
  • سبکی، علی بن عبدالکافی، شِفاء السَقام في زيارة خير الأنام(ص)، بې ځایه، بې خپرونکی، ۱۴۱۹ق.
  • شهید اول، محمد بن جمال‌الدین، ذکری الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع) لإحیاء التراث، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، مسند الشامیین، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۰۵ق.
  • طبسی، نجم‌الدین، روافد الایمان الی عقائد الاسلام، بیروت، دار الولاء، ۱۴۲۳ق.
  • علوی المالکی، محمد، الزیارة النبویة بین البدعیة والشرعیه، ابوظبی، المجمع الثقافی، ۲۰۰۰م.
  • غزالی، محمد بن محمد، إحياء علوم الدين، جده، دار المنهاج للنشر والتوزيع، ۱۴۳۲ق/ ۲۰۱۱م.
  • قسطلانی، احمد بن محمد، ارشاد الساری لشرح صحیح البخاری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۳۱ق.
  • مالکی، محمد، الزیارة النبویة فی ضوء الکتاب و السنه، قاهره، دار جوامع الکلم، بې نېټې.
  • نابلسی، عبدالغنی بن اسماعیل، الحضرة الانسیة، بیروت، المصادر، ۱۴۱۱ق.
  • نووی، یحیی بن شرف، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۹۲ق.
  • هروی القاری، علی بن محمد، مرقات المفاتیح، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۲ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بې نېټې.