منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د لمانځه سلام

د wikishia لخوا

د لمانځه سلام د لمانځه له غېررکني واجباتو څخه دی.[۱] دا سلام د وروستي تشهد له لوستلو وروسته ویل کېږي.[۲] د شیعه فقهې له مخې، د لمانځه د سلام لپاره درې عبارتونه راغلي دي:

  • «اَلسَّلامُ عَلَینا وَ عَلی عِبادِ اللَّهِ الصّالِحینَ»؛ سلام دې وي پر موږ او د الله پر نېکو بندګانو.
  • «اَلسَّلامُ عَلَیکُمْ وَ رَحْمَةُ اللَّهِ وَ بَرَکاتُهُ»؛ سلام دې وي پر تاسو، او د الله رحمت او برکتونه دې درباندې وي.

د شیعه فقهې له مخې، لومړی او دویم سلام مستحب دي او درېیم سلام واجب دی؛ لمونځ کوونکی کولای شي یوازې پر درېیم سلام بسنه وکړي.[۳] که لمونځ کوونکی د لمانځه سلام هېر کړي او مخکې له دې چې داسې کار ترسره کړي چې لمونځ باطلوي، لکه د قبلې لوري ته شا کول، ورپه یاد شي، باید سلام ووایي او لمونځ یې صحیح دی.[۴]

د لمانځه د سلام پر مهال د لمونځ کوونکي د بدن حالت

د «السَّلامُ عَلَیکُم وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَکاتُهُ» د عبارت د مخاطب په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي؛ لکه هغه پرښتې چې د انسانانو د ساتنې دنده ورترغاړې ده، ټولې پرښتې او پېغمبران.[۵] دغه سلام په عمومي ډول پېغمبرانو، مؤمنانو او پرښتو ته هم متوجه ګڼل شوی دی.[۶] د معراج په اړه په یوه حدیث کې هم راغلي دي چې الله تعالی پېغمبر(ص) ته امر وکړ چې لومړی پر خپل ځان او اهل‌بیتو یې درود ووایي او وروسته پر پرښتو، پېغمبرانو او رسولانو سلام وکړي. پېغمبر(ص) هم د «السَّلامُ عَلَیکُم وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَکاتُهُ» عبارت پر ژبه جاری کړ.[۷]

په ځینو روایتونو کې د لمانځه سلام د الهي عذاب څخه د خوندیتوب او د لمانځه د پای نښه ګڼل شوی دی.[۸] د امام رضا(ع) په یوه روایت کې، د سلام په ویلو سره د لمانځه پای ته رسېدل، د لمونځ کوونکي له لمانځه د وتلو او له نورو سره د خبرو کولو د بیا جواز له ترلاسه کولو سره تړاو لري. د دغه روایت له مخې، لمونځ کوونکی د تکبیرةالاحرام په ویلو سره له نورو سره خبرې کول پر ځان حراموي او د سلام په ویلو سره له دې حالت څخه وځي.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ امام خمیني، توضیح المسائل (محشّی)، ټوک۱، مخ۵۳۰.
  2. ↑ امام خمیني، توضیح المسائل (محشّی)، د لمانځه واجبات برخه، مسئله ۱۱۰۵.
  3. ↑ شهید ثاني، الروضة البهیة، ټوک۱، مخ۶۲۴.
  4. ↑ «واجبات نماز- ذکر، تشهد، سلام»، د آیت‌الله خامنه‌اي د دفتر وېبپاڼه.
  5. ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۸۲، مخ۳۰۶.
  6. ↑ «در نماز می‌خوانیم «السلام علیکم و رحمة الله و برکاته» مورد خطاب سلام، کیانند؟»، د شبهاتو د مطالعاتو او ځوابګویۍ مرکز ویبپاڼه.
  7. ↑ کلیني، الکافي، ټوک۳، مخ۴۸۶.
  8. ↑ حرعاملي، وسائل الشیعه، ټوک۶، مخ۴۱۷.
  9. ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۸۲، مخ۳۰۶؛ حرعاملي، وسائل الشیعه، د تسلیم بابونه، باب ۱، ح۱۱.

سرچينې

  • امام خمیني، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشّی)، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، اتم چاپ، ۱۴۲۴ هـ ق.
  • «در نماز می‌خوانیم «السلام علیکم و رحمة الله و برکاته» مورد خطاب سلام، کیانند؟»(په لمانځه کې وایو «السلام علیکم و رحمة الله و برکاته» د سلام مخاطبین څوک دي؟)، د شبهاتو د مطالعاتو او ځوابګویۍ مرکز ویبپاڼه، د خپرونې نیټه: بې‌نېټه، د لیدنې نیټه: د ۱۴۰۲ ل د وږي ‍۱۳مه.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، وسایل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، د آل‌البیت علیهم‌السلام مؤسسه د میراث د احیاء لپاره، ۱۴۰۹ هـ ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة، د سیدمحمد کلانتر څېړنه، قم، د داوري کتابپلورنځی، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ هـ ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، د علی‌اکبر غفاري او محمد آخوندي څېړنه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ هـ ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحارالأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ هـ ق.
  • واجبات نماز - ذکر؛ تشهد؛ سلام؛ ترتیب؛ موالات؛ قنوت و تعقیب، (د لمانځه واجبات - ذکر؛ تشهد؛ سلام؛ ترتیب؛ موالات؛ قنوت او تعقیب)، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتلو او خپرولو دفتر، د خپرونې نیټه: د ۱۳۹۳ ل د زمری ۳۰مه،د لیدلو نېټه: د ۱۴۰۳ ل د سلواغه ۲۸مه.