مسوده:فرقان سوره
نور فرقان شعرا | |
| شمیره | ۲۵ |
|---|---|
| جزء | ۱۸-۱۹ |
| آیت | ۷۷ |
| مکي/مدني | مکي |
| نزول | ۴۲ |
| کلمه | ۸۹۷ |
| حرف | ۳۸۷۷ |
فرقان سوره د قرآن کریم پنځه ويشتم او له مکي سورتونو څخه دی، چې د قرآن کریم په اتلسمه او نولسمه سيپاره کې راغلی. فرقان د حق او باطل د بېلوونکي په معنا دی. دا سورت د توحید، معاد، نبوت او د بتپرستۍ پر ضد مبارزې باندې ټینګار کوي، او د سورت په وروستیو آیتونو کې د رښتینو مؤمنانو ځانګړنې بیان شوې دي.د دې سورت شپېتم آیت د مستحبې سجدې آیت دی، او له مشهورو آیتونو څخه یې ۳۰م آیت (د قرآن مهجوریت)، ۵۳م آیت (د مالګینو او خوږو اوبو بېلتون) او ۵۹م آیت (په شپږو ورځو کې د نړۍ پیدایښت) دي.
د دې سورت له مهمو برخو څخه یوه د عبادالرحمن د ځانګړنو بیان دی، چې د الله تعالی ځانګړي بندګان دي.
د دې سورت د تلاوت د فضیلت په اړه له رسول الله(ص) څخه روایت شوی چې:«هر څوک چې فرقان سوره تلاوت کړي، د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راپاڅول شي چې د قیامت په راتګ به بشپړ ایمان لري او هېڅ شک به ونه لري چې د قبرونو خلک به بیا راژوندي کېږي. همدارنګه به بې له حساب څخه جنت ته داخل شي.»
پېژندنه

- نومول
د فرقان نوم د سورت له لومړي آیت څخه اخیستل شوی او د حق او باطل د بېلوونکي په معنا دی. دلته له فرقان څخه موخه قرآن کریم دی، ځکه چې حق له باطل څخه جلا کوي.[۱]
- د نزول ځای او ترتیب
فرقان سوره له مکي سورتونو څخه دی او د نزول د ترتیب له مخې دوه څلوېښتم سورت دی چې پر رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سورت د اوسني مصحف په ترتیب کې پنځه ويشتم سورت دی[۲] او د قرآن کریم په اتلسمې او نولسمې سیپاره کې راغلی.
- د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې
فرقان سوره ۷۷ آیتونه، ۸۹۷ کلمې او ۳۸۷۷ توري لري. دا سورت له مثاني سورتونو څخه دی او د حجم له مخې د قرآن د یوې سيپارې له څلورمې برخې څخه یو څه زیات دی. د فرقان سوره شپېتم آیت د مستحبې سجدې آیت دی؛ یعنې د دې آیت د تلاوت یا اورېدو پر مهال سجده کول مستحب دي.[۳]
تاریخي روایتونه
فرقان سوره د حضرت موسی(ع) او د هغه د ورور حضرت هارون یادونه کوي.[۴] همدارنګه د حضرت نوح(ع) قوم هغه قوم معرفي کوي چې د الله رسولان یې دروغجن وګڼل او په پایله کې په سیلاب کې ډوب شول.[۵] په دې سورت کې د عاد قوم، ثمود قوم او اصحاب الرس نومونه هم یاد شوي او هغوی د هغو قومونو په توګه معرفي شوي چې د الله تعالی په عذاب اخته شول. همدارنګه ۴۰م آیت د لوط د قوم د برخلیک په اړه خبرې کوي.[۶]
منځپانګه
په دې سورت کې لاندې موضوعات بیان شوي دي: د اسلام د منلو په اړه د مشرکانو پلمې او د قرآن کریم ځوابونه، د شرک پر ضد مبارزه؛ د پخوانیو قومونو کیسې؛ د قیامت په ورځ د خلکو حسرت؛ د توحید نښې او په طبیعت کې د الله تعالی د ستر قدرت څرګندونه؛ او د مؤمنانو او کافرانو ترمنځ پرتله. خو د دې سورت تر ټولو مهمه برخه د «عباد الرحمن» یا د خدای د رښتینو بندګانو د ځانګړنو بیان دی، چې له ۶۳م آیت څخه د سورت تر پایه دوام لري.[۷]
د ځینو آیتونو تفسیر
ګناه نېک عملونه له منځه وړي
په البرهان تفسیر کې د ۲۳م آیت له رسول الله(ص) څخه روایت شوی چې د قیامت په ورځ به داسې خلک راشي چې نېک عملونه به یې د غرونو په اندازه وي، خو خدای به د هغوی ټول عملونه باطل کړي. دا ځکه چې کله به هم د حرام کار زمینه برابره شوه، هغوی به ورته په بېړه ورماتېدل.[۹] په نورو روایتونو کې راغلي چې غیبت، دنیاپالنه، تکبر، ځانپسندي، حسد، ریا او د زکات نه ورکول هغه ګناهونه دي چې د انسان عملونه باطلوي او د الله تعالی دربار ته د هغو د پورته کېدو مخه نیسي.[۱۰]
د اهل بیتو د ولایت منل، د اعمالو د قبلېدو شرط
علامه طباطبایي د فرقان سوره د ۲۳م آیت په تفسیر کې وایي چې د دې آیت مطلب د تمثیل پر بنسټ بیان شوی دی؛ یعنې دا د خدای د هغه قهر څرګندونه ده چې د کافرانو ټول هغه عملونه، چې د دنیا د نېکمرغۍ په نیت یې کړي، د قیامت په ورځ باطلوي څو د تلپاتې ژوند په نېکمرغۍ کې هېڅ اغېز ونه لري. الله تعالی په دې تمثیل کې داسې واکمن ته ورته شوی چې پر خپل دښمن له بریا وروسته د هغه کور او شتمني په بشپړه توګه وسوځوي، چې هېڅ نښه ترې پاتې نه شي.علامه طباطبایي زیاتوي چې د دې آیت او هغو آیتونو ترمنځ، چې وایي د کافرانو عملونه د هغوی د کفر او ګناهونو له امله لا په دنیا کې حبط کېږي، هېڅ ډول تناقض نشته؛ ځکه له مرګ وروسته د اعمالو د حبط معنا دا ده چې د هغه حقیقت به وروسته له مرګه څرګند شي، حال دا چې په دنیا کې له انسان څخه پټ و. ځکه دنیا د حقایقو او د اعمالو د پایلو د څرګندېدو ځای دی، نه د هغو د رامنځته کېدو ځای.[۱۱] په تفسیري سرچینو کې داسې روایتونه هم راغلي چې وایي د اعمالو د قبلېدو شرط د اهل بیتو(ع) د ولایت منل دي. سید هاشم بحراني د دغو روایتونو یوه برخه په البرهان کې راټوله کړې او لیکي چې د دغو روایتونو شمېر تر شمېرلو زیات دی.[۱۲] همدارنګه د ۲۷م آیت: «وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا» په تفسیر کې داسې روایتونه راغلي چې د «سبیل» کلمه یې پر امام علي(ع) تطبیق کړې ده. په یوه روایت کې رسول الله(ص) د زمر سورې د ۵۶م آیت[یادونه ۱] د «جَنبِ الله» کلمه د امام علي(ع) مصداق بللې او فرمایلي یې دي: «هُوَ وَصِيِّي، وَالسَّبِيلُ إِلَيَّ مِنْ بَعْدِي.» هغه زما وصي دی او له ما وروسته ما ته د رسېدو لاره ده.[۱۳] همدارنګه د ۲۸م آیت: «يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا» په تفسیر کې د امیرالمؤمنین حضرت علي(ع) د وصایت او د هغه د ولایت د غصب موضوع هم یاده شوې ده.[۱۴]
د نزول شأن: د اسلام د نه منلو لپاره د مشرکانو پلمې
په المیزان تفسیر کې د ۷م تر ۲۰م آیتونو د نزول سبب په اړه راغلي دي: یو شمېر کافران رسول الله(ص) ته ورغلل، چې ورسره خبرې وکړي او ورته ووایي چې که مال، مقام یا واک غواړي، دوی به یې ورکړي. خو رسول الله(ص) د هغوی خبرې رد کړې او وې فرمایل چې هغه څه یې چې راوړي، نه د مال، نه د واک او نه هم د شهرت لپاره دي؛ بلکې خدای هغه د زېري ورکوونکي او وېروونکي په توګه لېږلی او دنده یې دا ده چې د خپل رب پیغام خلکو ته ورسوي. رسول الله(ص) زیاته کړه ما د خپل رب پیغام تاسو ته ورساوه او ستاسو خیر مې وغوښت. که دا رسالت ومنئ، ګټه یې ستاسو ده، په دنیا او آخرت کې؛ او که یې ونه منئ، زه به د خدای د حکم تر صادرېدو پورې صبر کوم، چې هغه زما او ستاسو ترمنځ پرېکړه وکړي. کله چې کافرانو دا واورېدل، ویې ویل ولې له تا سره یوه پرښته نشته چې ستا خبرې تایید کړي؟ او ولې باغ او ماڼۍ نه لرې چې بازار ته د تګ اړتیا ونه لرې؟ نو الله تعالی همدا له ۷ تر ۲۰ آیتونه نازل کړل، او په ۲۰م آیت کې فرمایي موږ ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره د ازموینې وسیله ګرځولي دي، ترڅو څرګنده شي چې آیا صبر کوئ که نه. یعنې که الله تعالی غوښتل، نو خپل رسول ته به یې د دنیا ټولې شتمنۍ ورکړې وای، چې هېڅوک ورسره مخالفت ونه کړي.[۱۵]
مشهور آیتونه

- وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَٰذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (۳۰ آیت)
ژباړه: او پیغمبر(ص) وویل: «اې زما ربه! زما قوم دا قرآن پرېښود او مهجور یې کړ.»
دېرشم آيت د دې سوره له مشهورو آیتونو څخه دی [۱۶] چې پکې پیغمبر(ص) د خپل امت په منځ کې د قرآن له مهجور پاتې کېدو څخه ګیله کوي. په تفسیر نمونه کې راغلي چې د رسول الله(ص) دا شکایت تر نن ورځې هم دوام لري؛ ځکه قرآن یوازې یو تشریفاتي کتاب ګرځېدلی دی.[۱۷] علامه طباطبایي په المیزان کې باور لري چې دا د خپل ټول قوم، بلکې د ټولو کافرانو او ګناهکارانو پر ضد د قیامت په ورځ د رسول الله(ص) شکایت دی. د «وَقَالَ الرَّسُولُ» د ماضي فعل کارول د دې ښکارندویي کوي چې د قرآن مهجوریت او د رسول الله(ص) دا شکایت یو حتمي حقیقت دی چې په قیامت کې به څرګندېږي.[۱۸] له امام رضا(ع) څخه روایت شوی چې د لمانځه په ترڅ کې د قرآن د لوستلو یو دلیل دا دی چې قرآن له مهجوریت څخه ووځي.[۱۹]

- وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا (۵۳ آیت)
ژباړه: او هماغه ذات دی چې دوه سمندرونه یې یو د بل خواته روان کړي دي؛ یو یې خوږ او په زړه پورې دی او بل یې تریو او مالګین. او د دواړو ترمنځ یې یو خنډ او نه اوښتونکی برید ایښی دی.
په تفسیرونو کې راغلي چې دا آیت د الله تعالی د قدرت له حیرانوونکو نښو څخه یوه انځوروي.[۲۰] د الرحمن سوره (۱۹ او ۲۰ آیتونه) او د نمل سوره (۶۱ آیت) هم د دغو دوو سمندرونو یادونه کړې ده.له امام باقر(ع) څخه روایت شوی چې الله تعالی پر دغو دواړو اوبو حرامه کړې ده چې د یو بل حریم ته واوړي او د یو بل خوند بدل کړي.[۲۱]
- الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ (۵۹ آیت)
ژباړه: هماغه ذات چې اسمانونه، ځمکه او د دواړو ترمنځ هر څه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړل، بیا یې پر عرش استوا وموندله.
د فرقان سورې ۵۹ آیت هم د دی سورې له مشهورو آیتونو څخه دی او وایي چې خدای اسمانونه، ځمکه او د دواړو ترمنځ هر څه په شپږو ورځو کې پیدا کړل. دا آیت، د عبارتونو په لږ توپیر سره، د قرآن په شپږو نورو سورتونو کې هم تکرار شوی دی.[۲۲] د فصلت سورې د ۹م آیت له مخې، الله تعالی ځمکه په دوو ورځو کې پیدا کړې ده.علامه طباطبایي د همدې آیت په تفسیر کې د پیدایښت د مودې په اړه بحث کوي او وایي چې دلته له «ورځ» څخه موخه د وخت یوه دوره ده، نه څلورویشت ساعته ورځ.[۲۳] تفسیر نمونه هم «ورځ» د «پېر» یا «دورې» په معنا تفسیر کړې ده، نه د ۲۴ ساعتونو د ورځې په معنا.[۲۴]
دا آیت د مخکیني آیت په دوام کې راغلی دی، چې پکې رسول الله(ص) ته امر شوی و چې پر الله تعالی توکل وکړي. توکل د وکیل نیولو معنا لري، او وکالت هغه وخت بشپړېږي چې وکیل هم ژوندی او هم پوه وي. همدې ته په ۵۸م آیت کې اشاره شوې ده ﴿وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا. ژباړه: او پر هغه تل ژوندي ذات توکل وکړه چې هېڅکله نه مري، او د هغه ستاینه او پاکي بیان کړه؛ همدا بس ده چې هغه د خپلو بندګانو په ګناهونو ښه خبر دی.] همدارنګه وکالت هغه وخت بشپړېږي چې وکیل د حکم او تدبیر واک ولري. ۵۹م آیت د الله تعالی د خالقیت، پر عرش د استوا او استقرار او د ټولې هستۍ د نظام د تدبیر په بیانولو سره همدې حقیقت ته اشاره کوي.[۲۵]
- وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا... (۶۳ تر۷۶ آیتونه)
له دې امله چې الله تعالی د فرقان سورې په ۶۰م آیت کې کافرانو ته وفرمایل رحمان ته سجده وکړئ. خو هغوی د تکبر او سپکاوي له مخې وویل: «رحمان څه شی دی؟» نو په دغو آیتونو کې، د همدغو کافرانو په مقابل کې، مؤمنان د «عبادالرحمن» (د مهربان الله بندګان) په نوم معرفي شوي دي. په حقیقت کې دا آیتونه د مخکینیو آیتونو بشپړونه ده؛ ځکه چې کله به د الله تعالی «رحمان» نوم اخیستل کېده، سرکښو مشرکانو به په ملنډو او غرور ویل: رحمان څه شی دی؟[۲۶] په دغو آیتونو کې د «عِبادُ الرَّحْمنِ» دولس ځانګړې ځانګړنې بیان شوې دي، چې ځینې یې اعتقادي، ځینې ټولنیزې او ځینې اخلاقي دي.[۲۷] د دغو ځانګړنو یوه برخه د خلکو ترمنځ د هغوی د چلند او بله برخه د شپې په خلوت کې د الله تعالی سره د هغوی د اړیکې په اړه ده.[۲۸]
د عبادالرحمن صفات او ځانګړنې دا دي:
۱. پر ځمکه په ارامۍ او بېتکبره تګ کول. (آیت ۶۳)
۲. حلم، زغم او له ناپوهانو سره د هغوی د ناپوهو خبرو په شان چلند نه کول. (۶۳ آیت)
۳. د شپې خالص عبادت او د لمانځه ادا کول. (۶۴ آیت )
۴. د الله تعالی له عذاب او سزا څخه وېره لرل. (۶۵ آیت)
۵. په انفاق کې اعتدال او له افراط او تفریط څخه ځان ساتل. (۶۷ آیت)
۶. پر خالص توحید ټینګ پاتې کېدل او له هر ډول شرک څخه ځان ساتل. (۶۸ آیت)
۷. د بېګناه انسان د وینې له تویولو څخه ډډه کول. (۶۸ آیت)
۸. پاک لمني، عفت او او د نورو پر ناموس له تېري څخه ډډه کول. (۶۸ آیت)
۹. د دروغو شاهدي نه ورکول او له باطلو مجلسونو څخه ځان ساتل. (۷۲ آیت) د دې آیت په تفسیر کې دوه احتمالونه شته؛ که «زور» د دروغ په معنا وي، لومړی احتمال سم دی، او که د بېهوده او لهو په معنا وي، دوهم احتمال سم ګڼل کېږي.
۱۰. له لغوه او بېګټې کارونو څخه ځان ساتل او د ګناه له مجلسونو څخه لرې اوسېدل. (۷۲ آیت)
۱۱. د الله تعالی په آیتونو، حکمتونو او نصیحتونو کې فکر او تدبر کول. (۷۳ آیت)
۱۲. له الله تعالی څخه د صالحې مېرمنې، نېک اولاد او داسې کورنۍ غوښتنه چې د نېکۍ مخکښه وي. (۷۴ آیت)[۲۹]
- إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يُبَدِّلُ اللهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ الله، غَفُورًا رَحِيمًا (۷۰ آیت) ژباړه:(خو هغه کسان چې توبه وباسي، ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي، الله تعالی به د هغوی ګناهونه په نېکیو بدل کړي، او الله تعالی ډېر بښونکی او مهربان دی.)
په ۶۸ او ۶۹م آیتونو کې د مشرکانو، زناکارانو او د بېګناه انسانانو د قاتلانو د سپکاوي سره عذاب یادونه شوې ده. په دې آیت کې توبه، ایمان او نېک عمل د دوزخ له عذابه د خلاصون شرط بلل شوی دی.توبه د ګناه پرېښودل او الله تعالی ته ورګرځېدل دي، او تر ټولو ټیټه درجه یې پر ګناه پښېماني ده. ایمان هم له شرکه له توبې سره لازمي دی؛ ځکه بې له ایمانه له شرکه توبه نه بشپړېږي.نېک عمل د توبې د ټینګښت شرط دی، چې ورسره توبه نصوح تحقق پیدا کوي.کله چې دا ډول توبه ترسره شي، الله تعالی د انسان ګناهونه په نېکیو بدلوي. له دې بدلون څخه موخه دا ده چې ګناهونه د داسې انسان له ذات څخه سرچینه اخلي چې لا یې روح پاک او نېکمرغه نه وي. کله چې هغه توبه وباسي، ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي، نو ذات یې پاکېږي، د الله تعالی د مغفرت او رحمت وړ ګرځي او د خپلو پخوانیو ګناهونو له اغېزو، یعنې دوزخ او سپکاوي، څخه خلاصېږي.[۳۰] له رسول الله(ص) څخه روایت شوی چې د اهل بیتو(ع) مینه له هغو عواملو څخه ده چې د قیامت په ورځ د انسان ګناهونه په نېکیو بدلوي. همدارنګه امام صادق(ع) فرمایلي چې د امام حسین(ع) زائر هم له هغو کسانو څخه دی چې دغه الهي لورینه به ترلاسه کوي. د اعمالو ثبتوونکو فرښتو ته ویل کېږي چې کله وغواړي د حسین(ع) د زائر کومه ګناه ولیکي، لاس ونیسي، او هر کله چې نېک عمل وکړي، هغه ثبت کړي.[۳۱]
- قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا(۷۷ آیت) (ووایه: که زما رب تاسو خپل عبادت او اطاعت ته نه وای بللي، نو تاسو ته به یې هېڅ ارزښت نه درلود. خو تاسو دروغ وګڼل، نو ډېر ژر به مو سزا له تاسو سره مل وي.)
دا د سورت وروستی آیت دی او بېرته د سورت اصلي موضوع ته راګرځي، چې هغه د مشرکانو له لوري د رسول الله(ص) او قرآن کریم تکذیب دی.په دې آیت کې قرآن کریم مشرکانو ته ټینګار کوي له دې امله چې رسول الله(ص) مو دروغجن وګاڼه، نو د الله تعالی په نزد هېڅ ارزښت او مقام نه لرئ، او د دې تکذیب سزا به خامخا درورسېږي.الله تعالی تاسو دین او ایمان ته ځکه راوبللئ چې پر تاسو حجت بشپړ کړي، څو ښايي له خپل تکذیب څخه راوګرځئ.[۳۲] که څه هم ځینو مفسرانو، لکه علامه طباطبایي، دلته «دُعَاؤُكُمْ» د دین او ایمان پر لور د الله بلنه بللې ده، خو ډېرو نورو مفسرانو او ژباړونکو دا کلمه د دعا، زارۍ او توبې په معنا تفسیر کړې ده.[۳۳]
فضیلت او ځانګړتیاوې
د فرقان سوره د تلاوت د فضیلت په اړه په تفسیر مجمع البیان کې له رسول الله(ص) څخه روایت شوی چی ویې فرمایل هر څوک چې فرقان سوره تلاوت کړي، د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راپاڅول شي چې د قیامت په راتګ به یې بشپړ ایمان وي او هېڅ شک به ونه لري چې د قبرونو خلک به بیا راژوندي کېږي. همدارنګه به بې له حساب څخه جنت ته داخل شي.[۳۴] همدارنګه شیخ صدوق لیکي چې امام موسی کاظم(ع) فرمایلي دي د فرقان سوره تلاوت مه پرېږدئ؛ ځکه هر څوک چې دا سورت د شپې ولولي، الله تعالی به هېڅکله عذاب ورنه کړي، حساب به ورسره ونه کړي او د فردوس اعلی په جنت کې به ځای ورکړي.[۳۵]
د احکامو آیتونه
د فرقان سورې ۴۸م آیت د آیات الاحکام له جملې څخه ګڼل شوی دی. ویل شوي چې له دې آیت څخه د اوبو پاکوالی (طاهر) او پاکوونکی والی (مطهِّر) ثابتېږي: «وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا: او موږ له اسمانه پاکې اوبه راولېږلې.»[۳۶] په المیزان تفسیر کې راغلي چې «طهور» د مبالغې صیغه ده؛ یعنې داسې څه چې هم پخپله پاک وي او هم نور شیان پاک کړي.[۳۷]
| مخکنی سوره: << |
فرقان سوره مکي سورتونه • مدني سورتونه |
وروستی سوره: >> |
|
۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آلعمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس | ||
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱۵، مخ۳.
- ↑ معرفت، آموزش علوم قرآن، ټوک۱، مخ۱۶۶.
- ↑ دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، ټوک۲، مخ۱۲۴۴.
- ↑ فرقان سوره، ۳۵ آیت.
- ↑ فرقان سوره، ۳۷ آیت.
- ↑ فرقان سوره، ۳۵- ۴۰ آیتونه؛ علیبابایی، برگزیده تفسیر نمونه، ټوک۳، ۳۳۹-۳۴۰مخونه.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ټوک۸، مخ۲۲۱.
- ↑ خامهگر، محمد، ساختار سورههای قرآن کریم، د نورالثقلین د قرآن او عترت فرهنګي موسسې لخوا چمتو شوی، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
- ↑ بحرانی، البرهان، ټوک۴، مخ۱۱۸.
- ↑ بحرانی، البرهان، ټوک۴، ۱۱۷-۱۲۲مخونه.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، مخ۲۰۱.
- ↑ بحرانی، البرهان، ټوک۴، مخ۱۲۲.
- ↑ بحرانی، البرهان، ټوک۴، مخ۱۲۵.
- ↑ بحرانی، البرهان، ټوک۴، ۱۲۴-۱۲۳مخونه.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، ۱۹۵-۱۹۶مخونه.
- ↑ مهدی غفاری، مهجوریت قرآن.
- ↑ علیبابایی، برگزیده تفسیر نمونه، ټوک۳، مخ۳۳۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، مخ۲۰۵.
- ↑ قرائتی، محسن، تفسیر نور، ټوک۶، مخ ۲۴۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱۵، مخ۱۲۴.
- ↑ بحرانی، البرهان في تفسير القرآن، ټوک۴، مخ۱۳۹.
- ↑ اعراف سوره، ۵۴ آیت؛ یونس سوره، ۳ آیت؛ هود سوره، ۷ آیت؛ سجده سوره، ۴ آیت؛ ق سوره، ۳۸ آیت؛ حدید سوره، ۴ آیت.
- ↑ طباطبایی، ترجمه المیزان، ټوک۱۷، مخ۳۶۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱۵، مخ۱۳۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، مخ۲۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی و د څیړونکي ډلي، برگزیده تفسیر نمونه، ټوک۳، مخ۳۴۸.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ټوک۶، مخ۲۸۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، مخ۲۳۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، ۲۳۹-۲۴۵مخونه؛ ناصر مکارم شیرازی او د څیړونکي ډلي، برگزیده تفسیر نمونه، ټوک۳، ۳۴۸-۳۵۳ مخونه.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، ۲۴۲و۲۴۳مخونه.
- ↑ بحرانی، البرهان في تفسير القرآن، ټوک۴، مخ۱۵۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، مخ۲۴۶.
- ↑ وګورئ: ترجمه الهی قمشه ای، انصاریان، فولادوند، مکارم شیرازی وتفسیر روان جاوید، نمونه، اطیب البیان
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۷، مخ۲۵۰.
- ↑ صدوق، ثواب الاعمال، مخ۱۰۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۷، مخ۲۵۰
- ↑ ایروانی، دروس تمهیدیه، ټوک۱، مخ۴۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۵، مخ۲۲۷.
یادونه
- ↑ أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ
سرچينې
- ایرواني، باقر، دروس تمهیدیه فی تفسیر آیات الاحکام، قم، دار الفقه، ۱۴۲۳ق.
- بحراني، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، څېړنه: قسم الدراسات الاسلامیة مؤسسة البعثة قم، تهران، د بعثت بنسټ، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
- دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی (د قرآن او قرآنپوهنې پوهنغونډ)، د بهاءالدین خرمشاهي په زیار، تهران، دوستان-ناهید خپرونې، ۱۳۷۷ل.
- صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضي، دویم چاپ، ۱۴۰۶ق.
- طباطبايي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۹۷۳م.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، څېړنه او سریزه د محمد جواد بلاغي، تهران، د ناصر خسرو خپرونې، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ل.
- عليبابايي، احمد، برگزیده تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۸۷ل.
- قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د «درسهایی از قرآن» فرهنګي مرکز، ۱۳۸۳ل.
- معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآن، [بې ځایه]، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ل.
- مکارم شیرازي، ناصر او یو شمېر لیکوالان، تفسیر نمونه، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||