کارن:Mahdavi/sandbox 2
حِلْفُ الاَحلاف یا لَعَقَةُ الدّم، د قریشو قبیلو ترمنځ د اسلام څخه مخکې یو تړون و چې د کعبې د مقامونو په اړه د شخړې وروسته رامینځته شو.
د پیغمبر(ص) څلورم نیکه، قُصَی بن کلاب، د مکې او کعبې مسؤلیتونه د خپلو زامنو، عبدالدار او عبدمناف ترمنځ وویشل.[۱] هغه د دارالنَّدوه کیلي او د پوځ بیرغوالي عبدالدار ته ورکړل، او د اوبو ورکول(حاجیانو ته اوبه ورکول) او رفادت (د حاجیانو کوربه توب او ملمستیا) عبدمناف ته ورکړل.[۲] د عبدالدار او عبدمناف له مړینې وروسته، د دوي د زامنو ترمنځ د مقامونو په اړه شخړه وشوه.[۳] د ځینو روایتونو له مخې، قصی ټول مقامونه عبدالدار ته ورکړي وو.[۴] بني عبدمناف د بنی عبدالدار په لاسونو کې د مقامونو انحصار سره مخالفت وکړ.[۵]
بني عبدمناف، د بني اسد، بني زُهره، بني تَیم او بنو حارث په څېر قبیلو په ملاتړ سره، «حلف المُطیَّبین»[یادونه ۱] (عطر لګوونکي تړون) وتړه.[۶] په مقابله کې یې، بني عبدالدار، د بني مخزوم، بني جُمح، بني سهم او بني عَدي په څېر قبیلو سره «اَحلاف» یا «لَعَقَةُ الدّم»[یادونه ۲] (د وینې څښونکي) تړون وتړه.[۷] د منځګړو په وړاندیز، مقامونه بیا وویشل شول: سقایت (اوبه رسول) او رفادت (میلمه پالنه) بني عبدمناف ته ورکړل شول او د کعبې د کیلي داري او بیرغوالي په څیر مقامونه بني عبدالدار ته ورکړل شول.[۸] دې تړون د جګړې مخه ونیوله او د اسلام تر راتګ پورې په خپل ځای پاتې شو.[۹]
فوټ نوټ
- ↑ یعقوبي، تاریخ یعقوبي، بیروت: دار صادر، ټوک ۱، مخ ۲۴۱.
- ↑ مسعودي، التنبیه والاشراف، قاهره: دار الصاوي، مخ ۱۸۰؛ یعقوبي، تاریخ یعقوبي، بیروت: دار صادر، ټوک ۱، مخ ۲۴۱.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت: دارالفکر، ټوک ۲، مخ ۲۹۱.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت: دارالفکر، ټوک ۲، مخ ۲۹۱؛ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت: دارالمعرفة، ټوک ۱، مخ ۱۳۲.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت: دارالمعرفة، ټوک ۱، مخونه ۱۳۰ او ۱۳۱.
- ↑ یعقوبي، تاریخ یعقوبي، بیروت: دار صادر، ټوک ۱، مخ ۲۴۸؛ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت: دارالمعرفة، ټوک ۱، مخ ۱۳۲.
- ↑ طبري، تاریخ طبري، بیروت: مؤسسة الاعلمي للمطبوعات، ټوک ۲، مخ ۴۱؛ مسعودي، التنبیه والاشراف، قاهره: دار الصاوي، مخ ۱۸۰.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت: دارالمعرفة، ټوک ۱، مخ ۱۳۲؛ مسعودي، التنبیه والاشراف، قاهره: دار الصاوي، مخ ۱۸۰.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، بیروت: دارالمعرفة، ټوک ۱، مخ ۱۳۲.
سرچينې
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، بیروت: دارالمعرفة، بېنېټه.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت: دارالفکر، بېنېټه.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، بیروت: مؤسسة الاعلمي للمطبوعات، بېنېټه.
- مسعودی، علی بن حسین، التنبیه والاشراف، قاهره: دار الصاوی، بېنېټه.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبی، بیروت: دار صادر، بېنېټه.