د اللهم عرفني نفسک دعا
| د دعا او زیارت معلومات | |
|---|---|
| نور نومونه | د معرفت دعا |
| موضوع | د خدای، پیغمبر او امام د پیژندلو ترمنځ اړیکه |
| مأثور/غیرمأثور | مأثور |
| څخه صادر شوی | امام صادق(ع) |
| راوي | زراره بن اعین |
| شیعه سرچینې | الکافي، کتاب الغیبة (نعماني)، کمال الدین و تمام النعمة او کتاب الغیبة (شیخ طوسي) |
| ځانګړه لیکنې | «معرفت حجت خدا؛ شرح دعای اللهم عرفنی نفسک» د لطفالله صافي ګلپایګاني لخوا. |
| مشهور دعاګانې او زیارتونه | |
| توسل دعا • کمیل دعا • ندبه دعا • سمات دعا • فرج دعا • ابوحمزه ثمالي دعا • عاشورا زیارت • جامعه کبیره زیارت • وارث زیارت • امین الله زیارت • اربعین زیارت | |
اللَّهُمَ عَرِّفْنِی نَفْسَک، دعا چې د معرفت د دعا په نوم هم یادیږي، د امام صادق(ع) له لوري نقل شوې ده او د غیبت په دوران کې د دین او ایمان د ساتنې لپاره یې د لوستلو سپارښتنه شوې ده.
د دعا د منځپانګې له مخې، د پیغمبر(ص) پېژندنه د خدای پر پېژندنې ولاړه ده، او د امامانو پېژندنه د پیغمبر له پېژندنې سره تړلې ده، او د حقیقي دین پېژندنه یوازې د امام په پېژندنه ممکنه ده. دا دعا په شیعه منابعو کې له بېلابېلو سندونو سره روایت شوې او په دعا کې له «حجت» څخه مطلب امام مهدی(عج) ګڼل شوی دی.
یوه مفصله نسخه یې هم د امام مهدی(ع) له ځانګړو نائبانو څخه روایت شوې ده چې سید بن طاووس ټینګار کړی چې دا دعا دې د جمعې په مازیګر ولوستل شي. ځینو عالمانو ویلي چې دا لنډه دعا د همدې مفصلې نسخې یوه برخه ده.
پېژندنه او اهمیت
«اللَّهُمَّ عَرِّفْنِی نَفْسَک» دعا چې د «د معرفت دعا» په نوم هم پېژندل کېږي،[۱] د امام صادق(ع) له قوله روایت شوې ده.[۲] د غیبت په ستونزمنو وختونو کې د ایمان د ساتنې لپاره د دې دعا سپارښتنه شوې[۳] او امام صادق(ع) یې پر دوامداره لوستلو ټینګار کړی دی.[۴] همدارنګه، ځینو عالمانو لکه محمدتقي بهجت[۵] او میرزا جواد ملکي تبریزي[۶] هم له لمونځونو وروسته د دې دعا د لوستلو سپارښتنه کړې ده.
سید بن طاووس ټینګار کړی چې دا دعا دې د جمعې په مازیګر ولوستل شي.[۷] شیعیانو د غیبت په دوران کې تل دا دعا لوستلې[۸] او په ایران کې په ځینو جوماتونو کې د ورځنیو لمونځونو وروسته ویل کېږي.
د دعا سرچینې او سند
«اللهم عرفنی نفسک» دعا په دوو بڼو روایت شوې ده: لنډه او مفصله.[۹] لنډه بڼه یې د امام صادق(ع) له لوري د زراره په واسطه روایت شوې او د څلورم او پنځم هجري پېړیو د روایي منابعو لکه الکافي،[۱۰] الغیبة نعماني،[۱۱] کمال الدین شیخ صدوق[۱۲] او الغیبة شیخ طوسي[۱۳] کې له بېلابېلو اسنادو سره راغلې ده. مفصله بڼه یې هم د امام مهدي(ع) له یو نائب څخه روایت شوې او په ځینو کتابونو لکه کمالالدین[۱۴] او مصباح المتهجد[۱۵] کې ثبت شوې ده. شیخ عباس قمي هم دا مفصله دعا په مفاتیح الجنان کې راوړې ده.[۱۶] د دانشنامه امام مهدي د څېړنې له مخې، دا لنډه دعا د همدې مفصلې نسخې یوه برخه ده.[۱۷]
دغه راز، دا دعا د نواب اربعه (څلورګونو نایبانو) له لارې د امام مهدی(ع) له توقیعاتو څخه ګڼل شوې ده[۱۸] او د امام مهدي(عج)[۱۹] ته منسوبه ده.[۲۰]
سند
د آیتالله صافی گلپایګاني په وینا، دا دعا په بېلا بېلو سندونو سره له شیعه محدثانو لکه کلیني، شیخ صدوق، نعماني، شیخ طوسي او سید بن طاووس څخه روایت شوې ده.[۲۱] او له امام صادق(ع) څخه دغه ټول منقول اسناد معتبر بلل شوي دي.[۲۲] البته، علامه مجلسي په مرآة العقول کتاب کې د دې دعا دوه سندونه په الکافي کې نامعلوم[۲۳] او ضعیف[۲۴] بللي، خو صافي ګلپایګاني د تسامح په قاعدې سره دا دعا حتی د ضعیف سند په صورت کې هم د لوستلو وړ بللې ده.[۲۵]
منځپانګه
د «اللهم عرفنی نفسک» دعا منځپانګه پر دوو اصلي محورونو ولاړه ده: لومړی دا چې د خدای، پیغمبر(ص) او امامانو حقیقي پېژندنه یوازې د الهي توفیق له لارې ممکنه ده. دوهم دا چې دغه پېژندنې د کړیو په شان یو له بل سره تړلې دي؛[۲۶] یعنې د پیغمبر پېژندنه د خدای په پېژندنه پورې تړلې او د امامانو پېژندنه د پیغمبر په پېژندنه پورې[۲۷] او د حقیقي دین پېژندنه یوازې د امام په پېژندنه ممکنه ده.[۲۸]
عبدالله جوادي آملي دا دعا یوه معمولي غوښتنه نه بلکې یو کلامي برهان ګڼي چې د توحید، نبوت او امامت ترمنځ منطقي اړیکه روښانه کوي.[۲۹] لطفالله صافي ګلپایګاني د دعا تاریخي زمینې ته په پام سره د دې دعا «حجت» امام مهدي(عج) ته اشاره ګڼي او د دعا هدف یې د پایداره معرفت غوښتنه او د غیبت په دوران کې د انحراف څخه ساتنه بولي.[۳۰]
په دې دعا کې، دعا کوونکی د خدای، پیغمبر او حجت په اړه یو ډول او تر یوه حده پېژندنه لري؛ له همدې امله دلته له خدایه د معرفت غوښتنه له دغه دریو څخه د یوې د غوښتنې په معنا ده: یا د موجودې پېژندنې ثبات او دوام، یا د لوړې درجې معرفت غوښتنه، او یا د لا ژورې پېژندنې لپاره د یو ځانګړي الهي عنایت غوښتنه.[۳۱]
د دعا متن
د زراره د روایت له مخې، چې له امام صادق(ع) څخه یې راوړی، قائم(عج) د قیام او پاڅون تر مخه یوه غیبت ولري چې هدف یې د خپل ژوند ساتل دي. امام صادق(ع) په دې روایت کې د قائم ځینې خاصې ځانګړتیاوې بیانوي لکه دا چې: هغه یو ماشوم دی چې په زېږېدو کې یې شکه شوی، ځینې خلک یې د وجود انکار کوي او انتظار یې باسي. بیا د زراره د پوښتنې په ځواب کې چې که زه هغه وخت موجود وم نو څه وکړم.؟ له هغه غواړي چې تل دې دا دعا ولولي:
اللَّهُمَّ عَرِّفْنِی نَفْسَکَ فَإِنَّکَ إِنْ لَمْ تُعَرِّفْنِی نَفْسَکَ لَمْ أَعْرِفْ نَبِيَّکَ، اللَّهُمَّ عَرِّفْنِی رَسُولَکَ فَإِنَّکَ إِنْ لَمْ تُعَرِّفْنِی رَسُولَکَ لَمْ أَعْرِفْ حُجَّتَکَ، اللَّهُمَّ عَرِّفْنِی حُجَّتَکَ فَإِنَّکَ إِنْ لَمْ تُعَرِّفْنِی حُجَّتَکَ ضَلَلْتُ عَنْ دِینِی.
ژباړه: خدایه! ځان راته راوپېژنه، ځکه که ځان راونه پېژنې، ستا پیغمبر به و نه پېژنم. خدایه! خپل رسول راوپېژنه، ځکه که رسول دې راونه پېژنې، ستا حجت به و نه پېژنم. خدایه! خپل حجت راوپېژنه، ځکه که حجت دې راونه پېژنې، له خپل دینه به بې لارې شم..[۳۲]
په بل روایت کې دا متن داسې راغلی: «اللَّهُمَّ عَرِّفْنِی نَفْسَکَ فَإِنَّکَ إِنْ لَمْ تُعَرِّفْنِی نَفْسَکَ لَمْ أَعْرِفْکَ اللَّهُمَّ عَرِّفْنِی نَبِيَّکَ فَإِنَّکَ إِنْ لَمْ تُعَرِّفْنِی نَبِيَّکَ لَمْ أَعْرِفْهُ قَطُّ ...
خدایه! ځان دې راوپېژنه، ځکه که ځان راونه پېژنې، زه به تا و نه پېژنم. ای خدایه پېغمبر دې ماته راوپېژنه؛ ځکه چې که نبي دې راونه پېژنې، هغه (نبي) به دې هیڅکله ونه پېژنم.[۳۳]
مونوګراف
- «معرفت حجت خدا؛ د اللهم عرفنی نفسک دعا شرحه» – د لطفالله صافي ګلپایګاني اثر، چې د دعا د سند، لغاتو او معناوو اړخونه څېړي.[۳۴]
- «فرهنگ انتظار؛ د حضرت مهدی(عج)» د غیبت د مشهورې دعا شرحه – د سید عبدالله فاطمي نیا اثر، چې د دعا د سند او منځپانګې تشریح کوي. دا کتاب د هغه مفصلې دعا شرحه ده چې د «اللهم عرفنی نفسک» په جملې سره پیل کېږي.
اړونده څېړنه
فوټ نوټ
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ټوک۵، مخ۴۱۴ و ۴۱۵ و ټوک۶، مخ۲۶۰؛ صافی ګلپایګانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخ۶۳؛ محمدی ریشهری، شرح زیارت جامعه کبیره، ۱۳۹۰ش، مخ۳۰۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۳۳۷.
- ↑ محمدی ریشهری، شرح زیارت جامعه کبیره، ۱۳۹۰ش، مخ۳۰۴.
- ↑ شیخ صدوق، کمالالدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۳۴۲.
- ↑ «عکس نوشت معرفت به نورانیت اهلبیت(ع) (انځور لیکنه د اهل بیتو(ع) د روښانتیا پیژندل)»، مرکز تنظیم و نشر آثار آیتالله بهجت.
- ↑ محمدی ریشهری، شرح زیارت جامعه کبیره، ۱۳۹۰ش، مخ۳۰۵.
- ↑ سید بن طاووس، جمال الأسبوع، ۱۳۳۰ق، مخ۵۲۱.
- ↑ صافی ګلپایګانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخ۲۰.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ټوک۶، مخ۲۷۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۳۳۷، حدیث ۵ و ۳۴۲، حدیث ۲۹.
- ↑ نعمانی، کتاب الغیبة، ۱۳۹۷ق، مخ۱۱۶.
- ↑ شیخ صدوق، کمالالدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۳۴۲ و ۳۴۳.
- ↑ شیخ طوسی، کتاب الغیبة، ۱۴۱۱ق، مخ۳۳۴.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۵۱۲-۵۱۵.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۴۱۱-۴۱۶.
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، نشر اسوه، دعای هفتم از بخش ملحقات، مخ۵۸۸.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ټوک۶، مخ۲۷۰ و ۲۷۱.
- ↑ شیخ صدوق، کمالالدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۵۱۲.
- ↑ کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، مخ۳۰۶.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ټوک۶، مخ۲۷۰ و ۲۷۱.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ټوک۶، مخ۲۷۰ و ۲۷۱.
- ↑ صافی گلپایگانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخ۲۱.
- ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۴، مخ۳۹.
- ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۴، مخ۵۹.
- ↑ صافی گلپایگانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخ۲۴.
- ↑ «اللهم عرفنی حجتک»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر آیتالله شبیری زنجانی (د آیت الله شبیری زنجاني د دفتر معلوماتي ویب پاڼه).
- ↑ «جلسه درس اخلاق (۱۳۹۴/۷/۹)»، د مرجعیت دفتر؛ «انتظار فرج از بهترین عبادتهاست (د فرج انتظار له غوره عبادتونو څخه یو دی)»، د مرجعیت دفتر.
- ↑ «دعای اللهم عرفنی نفسک کمک میکند که بفهمیم بین غدیر و سقیفه چه فرقی است (د اللهم عرفنی نفسک دعا موږ سره د غدیر او سقیفه ترمنځ توپیر پوهیدو کې مرسته کوي)»، د مرجعیت دفتر.
- ↑ «انتظار فرج از بهترین عبادتهاست (د فرج انتظار له غوره عبادتونو څخه یو دی)»، د مرجعیت دفتر؛ «دعای اللهم عرفنی نفسک کمک میکند که بفهمیم بین غدیر و سقیفه چه فرقی است (د اللهم عرفنی نفسک دعا موږ سره د غدیر او سقیفه ترمنځ توپیر پوهیدو کې مرسته کوي)»، د مرجعیت دفتر.
- ↑ صافی گلپایگانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخ۱۰۸و۱۲۴.
- ↑ صافی گلپایگانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخونه۹۵و۹۶ و ۱۰۲ و ۱۰۳و ۱۰۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۳۳۷، حدیث ۵؛ شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۳۴۲ و ۳۴۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۳۴۲، ح۲۹.
- ↑ صافی گلپایگانی، معرفت حجت خدا(د خدای د حجت پیژندل)، ۱۳۹۲ش، مخ۲۴و۴۵.
سرچينې
- «اللهم عرفنی حجتک»، د آیتالله شبیري زنجاني د دفتر معلوماتي ویب پاڼه، د لیدنې نیټه: ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
- «انتظار فرج از بهترین عبادتهاست(د فرج انتظار له غوره عبادتونو څخه یو دی)»، دفتر مرجعیت علمی و دینی آیتالله جوادی آملی، د خپرېدو نېټه: ۲۹ غویی ۱۳۹۵ش، د لیدنې نیټه: ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
- «جلسه درس اخلاق (۱۳۹۴/۷/۹)»، دفتر مرجعیت علمی و دینی آیتالله جوادی آملی، د لیدنې نیټه: ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
- «دعای اللهم عرفنی نفسک کمک میکند که بفهمیم بین غدیر و سقیفه چه فرقی است (د اللهم عرفنی نفسک دعا موږ سره د غدیر او سقیفه ترمنځ توپیر پوهیدو کې مرسته کوي)»، دفتر مرجعیت علمی و دینی آیتالله جوادی آملی، د خپرېدو نېټه: ۲۲ غویی ۱۳۹۶ش، د لیدنې نیټه: ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
- سید بن طاووس، علی بن موسی، جمال الأسبوع بکمال العمل المشروع، قم، دار الرضی، لومړی چاپ، ۱۳۳۰ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمة، څیړنه او تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، اسلامیه، دوهم چاپ، ۱۳۹۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، بیروت، مؤسسة فقه الشيعة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، څیړنه او تصحیح عبادالله تهرانى و علىاحمد ناصح، قم، دار المعارف الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- صافی ګلپایګانی، لطفالله، معرفت حجت خدا (شرح دعای اللهم عرفنی نفسک)(د خدای د حجت پیژندل)، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار آیتالله صافی ګلپایګانی، ۱۳۹۲ش/۱۴۳۵ق.
- «عکس نوشت معرفت به نورانیت اهلبیت(ع) (انځور لیکنه د اهل بیتو(ع) د روښانتیا پیژندل)»، مرکز تنظیم و نشر آثار آیتالله بهجت، د خپرېدو نېټه: ۱۰ اسفند ۱۴۰۱ش، د لیدنې نیټه: ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
- فاطمینیا، سید عبدالله، فرهنگ انتظار؛ شرح دعای مشهور غیبت حضرت مهدی(عج)، تهران، د رسائل مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ش.
- قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، د اسوه خپرونه، بې نېټې.
- کفعمی، ابراهیم بن علی عاملی، البلد الامین و الدرع الحصین، بیروت، مؤسسه الاعلمی، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافي، څیړنه او تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الإسلامیة، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ(د امام مهدي(عج) د قرآن، حدیث او تاریخ پر بنسټ پوهنغنډ)، د سید محمدکاظم طباطبایی له مرستې سره، ترجمه عبدالهادی مسعودی، قم، دار الحدیث، لومړی چاپ، ۱۳۹۳ش.
- محمدی ریشهری، محمد، شرح زیارت جامعه کبیره یا تفسیر قرآن ناطق(د جامعه کبیره شرح یا در قرآن ناطق تفسیر)، قم، دار الحدیث، دریم چاپ، ۱۳۹۰ش.
- نعمانی، محمد بن ابراهیم، کتاب الغیبة، څیړنه او تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، د صدوق خپرونه، لومړی چاپ، ۱۳۹۷ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||