منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د مېرمنې اجازت

د wikishia لخوا


د مېرمنې اجازت (اذن) په ځینو چارو کې له ښځې څخه د مېړه د اجازت او رضایت د اخستلو ضروري والي ته ویل کیږي؛ لکه بیا واده، د هم‌خوابۍ (یو ځای څملاستو) پرېښودل، د نطفې عزل کول،(مني له فرجه بهر تویول) او د خُلع طلاق. د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، د مېرمنې له خورزې، وینځې (کنیزې) یا د اهل کتاب له ښځو سره د مېړه واده کول، د زوجې په رضایت او اجازت پورې مشروط دي. همدارنګه، له عذر پرته تر څلورو شپو زیات د هم‌خوابۍ پرېښودل او له څلورو میاشتو زیات د جنسي اړیکې نه‌درلودل، یوازې د ښځې په اجازت سره روا بلل شوي دي. د عزل نطفې په اړه، ځینې فقها دا کار د ښځې له رضایت سره مشروط ګڼي او ځینې نور یې مکروه بولي. په خُلع طلاق کې هم ویل شوي چې د طلاق د صیغې د اجرا لپاره مېړه ته د مال په بخښلو کې د ښځې اجازت او همدارنګه د مېړه د رجوع کولو لپاره د ښځې اجازت ټاکونکی رول لري.

حیثیت

د مېړه له‌خوا د ځینو کړنو د ترسره کولو لکه د ښځې له خورزې یا ورېرې سره واده کولو لپاره، له ښځې څخه د اجازې اخیستل د اسلامي کورنۍ فقهې له مطرح شویو مسایلو څخه دي.[۱] فقهاوو دا موضوع تر ډېره د نکاح او طلاق په بحثونو کې څېړلې ده[۲] او د دې بنسټ هغه روایات دي چې د مېړه له ځینو کړنو سره د ښځې د مخالفت حق یا د هغې د اجازت شرط په ګوته کوي.[۳]

د مېړه د بیا واده لپاره د مېرمن اجازت

د شیعه فقهاوو مشهور نظر دا دی[۴] ـ لکه شیخ طوسي، سید مرتضی او شهید ثاني ـ چې د خپلې ښځې له خورزې یا ورېرې سره د مېړه واده کول، د مېرمنې له اذن او رضایت سره تړلي دي..[۵] د دې حکم دلیل اجماع[۶] او د څوارلسو معصومینو(ع)[۷] څخه روایتونه ښودل شوي دي.[۸] په مقابل کې، اهل سنت دا ډول واده حتی د زوجې (لومړۍ ښځې) په اذن سره هم صحیح نه بولي.[۹] همدارنګه، د شیعه فقهاوو په باور، مېړه له خپلې وینځې سره د واده لپاره د خپلې آزادې ښځې اذن ته اړتیا لري[۱۰] او د اهل کتاب له ښځو سره د واده لپاره باید د خپلې مسلمانې ښځې اجازه واخلي.[۱۱]

ځینو څېړونکو هم د «عَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوف» (له ښځو سره په نېک چلند ژوند وکړئ) آیت په استناد سره،[۱۲] د مېړه بیا واده کول له لومړۍ ښځې سره د ناسم چلند یوه بېلګه بللې او د هغې رضایت یې مستحب ګڼلی دی.[۱۳] د پنځلسمې قمري پېړۍ فقیه، یوسف صانعي، د مېړه د بیا واده صحیحوالی د لومړۍ ښځې په اجازې پورې مشروط بولي.[۱۴] فقهاو دا هم ویلي چې که د لومړۍ ښځې د نکاح په عقد کې شرط شوی وي چې مېړه به له بلې ښځې سره واده نه‌کوي، نو بیا د هغې له اجازې پرته واده جایز نه دی.[۱۵]

د کورولۍ د پریښودلو لپاره د مېرمنې اجازت

په فقهي او حقوقي سرچینو کې، د مېړه له‌خوا د هم‌خوابۍ (یوځای څملاستلو) د پرېښودو لپاره د زوجې اذن معتبر بلل شوی دی.[۱۶] د فقهاوو د مشهور نظر له مخې، مېړه باید له خپلې ښځې سره هم‌خوابي(یوځای څملاستل) تر څلورو پرله‌پسې شپو زیاته پرې نږدي،[۱۷] مګر دا چې عذر ولري؛ لکه سفر، یا د ښځې اجازه موجوده وي.[۱۸] ځینې فقها د څلورو شپو قید لازم نه ګڼي؛ خو د پرېښودو موده باید دومره نه وي چې ښځه د طلاقې شوې په حکم کې راشي.[۱۹] همدارنګه، د ځینو روایتونو پر بنسټ[۲۰] او د فقهاوو د اجماع له مخې،[۲۱] له ښځې سره له څلورو میاشتو څخه زیات د جنسي اړیکو پرېښودل،[۲۲] د ښځې له اجازې پرته جایز نه دي.[۲۳]

په عزل نطفې کې د ښځې اجازت

فقها د عزل نطفې (له رحم څخه بهر د منی تویولو) کې د مېرمنې د اذن د اړتیا په اړه اختلاف لري؛ یوه ډله لکه شیخ طوسي،[۲۴] شیخ مفید،[۲۵] ابن‌حمزه طوسي[۲۶] او شهید اول،[۲۷] د دايمي نکاح په صورت کې د عزل جواز د ښځې په رضایت پورې مشروط بولي، مګر دا چې د عقد په وخت شرط شوی وي. د دې نظر دلیل د پېغمبر اکرم(ص) یو روایت[۲۸] او همدارنګه د ښځې د امیدواره کېدو حق او د هغې د بشپړ جنسي لذت حق یاد شوی دی.[۲۹]

په مقابل کې، د فقهاوو مشهور نظر دا دی چې د ښځې له رضایت پرته د مني بهر تویول مکروه ده.[۳۰] دا نظر د ځینو روایتونو پر بنسټ[۳۱] وړاندې شوی[۳۲] او د محقق حلي،[۳۳] علامه حلي،[۳۴] شهید ثاني،[۳۵] صاحب جواهر،[۳۶] امام خمیني او د اهل سنتو د ډېری فقهاوو له‌خوا منل شوی دی.[۳۷]

په خُلع طلاق کې د ښځې اجازت

په خُلع طلاق کې د ښځې اجازت، هم د طلاق د صحت لپاره او هم د مېړه د رجوع د امکان لپاره معتبر دی.[۳۸] په دې ډول طلاق کې، ښځه له مېړه څخه د نارضایتۍ له امله، یو مال (اکثره وخت مهر) مېړه ته بښي څو جلاوالی رامنځته شي.[۳۹] فقهاو ټینګار کړی چې دا بښنه باید د ښځې په بشپړ رضایت او پرته له جبر څخه ترسره شي[۴۰] او که بل څوک د ښځې له‌خوا دا مال ورکړي، طلاق یوازې د ښځې په اجازت سره صحیح ګڼل کېږي.[۴۱] همدارنګه، له طلاق وروسته مېړه یوازې هغه وخت ښځې ته رجوع کولی شي چې د هغې رضایت موجود وي او بښل شوی مال بېرته ورکړل شي.[۴۲]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، «ازدواج با خواهر زاده و برادر زاده همسر»، سؤال ۳۰۶.
  2. مؤسسة دائرة معارف الفقه الإسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی، ۱۴۲۳ق، ټوک۸، ۲۸۹-۲۹۰مخونه.
  3. د مثال په توګه وګورئ: تَرحینی عاملی، الزبدة الفقهیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۶، مخ۲۶۱؛ محقق سبزواری، کفایة الفقه، ۱۴۲۳ق، ټوک۲، مخ۸۸، مسألهٔ ۷؛ علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، مکتبة المرتضویة، مخ۵۷۶.
  4. تَرحینی عاملی، الزبدة الفقهیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۶، مخ۲۶۱.
  5. د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۲۹۶؛ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ټوک۱، مخ۲۳۷؛ شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ټوک۵، مخ۱۸۱؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۴۳۴ق، ټوک۲، مخ۲۹۹، مسأله ۹.
  6. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۲۹۶؛ ابن‌زهره، غنیة النزوع، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۳۲۶.
  7. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۴۲۴، حدیث ۲؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۴۱۱، حدیث ۴۴۳۶؛ شیخ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۰، مخ۴۸۷، حدیث ۲.
  8. تَرحینی عاملی، الزبدة الفقهیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۶، مخ۲۶۱.
  9. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۲۹۶؛ علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، مکتبة المرتضویة، مخ۶۳۸؛ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۲۱ق، ټوک۲، مخ۳۰۹.
  10. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۳۱۶؛ محقق حلی، المختصر النافع، ۱۴۱۸، ټوک۱، مخ۱۸۱؛ شهید ثانی، الروضة البهیه؛ ۱۴۱۰ق، ټوک۵، مخ۹۲۱؛ طباطبایی حائری، ریاض المسائل، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۹۹.
  11. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ټوک۸، مخ۴۷۴؛ سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۶۸، مسأله ۲۰۷؛ سند، سند العروة الوثقی (النکاح)، ۱۴۲۹ق، ټوک۱، مخ۳۳۵.
  12. د نساء سوره ۱۹ آیت.
  13. ابراهیمی و رحمانی، «بررسی فقهی لزوم اذن همسر اول در ازدواج مجدد مرد»، مخ۱۷.
  14. صانعی، استفتائات قضایی، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۴۶۶، سؤال ۱۰۱۳.
  15. نوری همدانی، هزار و یک مسئله، ۱۳۸۸ش، ټوک۱، مخ۱۶۳، سؤال ۶۶۲.
  16. د مثال په توګه وګورئ: خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ټوک۴، مخ۴۲۵؛ امامی، حقوق مدنی، انتشارات اسلامیة، ټوک۴، مخ۴۴۵.
  17. د مثال په توګه وګورئ: سلاّر، المراسم العلویة، ۱۴۰۴ق، مخ۱۵۳؛ اصفهانی، وسیلة النجاة (تعلیقهٔ گلپایگانی)، ۱۳۹۳ق، ټوک۳، مخ۲۱۴؛ سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۱۰۵، مسأله ۳۴۲.
  18. د مثال په توګه وګورئ: خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ټوک۴، مخ۴۲۵؛ طباطبایی حائری، ریاض المسائل، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۱۵۰؛ مؤسسة دائرة معارف الفقه الإسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی، ۱۴۲۳ق، ټوک۲۱، مخ۴۳۰.
  19. اصفهانی، وسیلة النجاة (تعلیقهٔ امام خمینی)، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۴۶۵، مسأله ۱؛ صافی گلپایگانی، هدایة العباد، ۱۴۱۶ق، ټوک۲، مخ۴۶۲، مسأله ۱.
  20. د مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۴۰۵، حدیث ۴۴۱۵؛ شیخ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۷، مخ۴۱۲؛ حدیث ۱۹.
  21. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۶، ۷۷-۷۸مخونه، مسأله ۶.
  22. شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ټوک۵، مخ۱۰۴؛ محقق سبزواری، کفایة الفقه، ۱۴۲۳ق، ټوک۲، مخ۸۸، مسألهٔ ۷.
  23. امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۴۳۴ق، ټوک۲، مخ۲۵۹، مسأله ۱۳؛ مؤسسة دائرة معارف الفقه الإسلامی، موسوعة الفقه الإسلامی، ۱۴۲۳ق، ټوک۸، ۲۹۰مخ.
  24. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۳۵۹، مسألهٔ ۱۴۳.
  25. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، مخ۵۱۶.
  26. طوسی، الوسیلة، ۱۴۰۸ق، مخ۳۱۴.
  27. شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، مخ۱۷۴.
  28. ابن‌حیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۲۱۲، حدیث ۷۷۷؛ محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ټوک۱۴، مخ۲۳۳، حدیث ۱۶۵۸۴.
  29. علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، مکتبة المرتضویة، مخ۵۷۶.
  30. علامه حلّی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ټوک۷، مخ۱۲؛ شیخ انصاری، کتاب النکاح، ۱۴۱۵ق، مخ۷۲؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۸۰۹.
  31. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۰۴، حدیث ۳؛ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۷، مخ۴۱۷، حدیث ۱۶۶۹؛ حلی، مختصر البصائر، ۱۴۲۱ق، مخ۲۷۲، شیخ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۰، مخ۱۵۰، حدیث ۶.
  32. علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، مکتبة المرتضویة، مخ۵۷۶.
  33. محقق حلّی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۲۱۴.
  34. علامه حلّی، إرشاد الأذهان، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۵؛ علامه حلّی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۵۰.
  35. شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ټوک۵، مخ۱۰۲.
  36. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲۹، مخ۱۱۴.
  37. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۳۵۹؛ علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، مکتبة المرتضویة، مخ۵۷۶.
  38. شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، مخ۱۹۹؛ طب‍اطب‍ایی ی‍زدی، سؤال و جواب، ۱۳۷۶ش، ټوک۲، مخ۲۹۰، سؤال ۱۱۹۴؛ منتظری، رساله استفتائات، ۱۳۸۴ش، ټوک۲، مخ۴۴۷.
  39. فاضل هندی، کشف اللثام و الإبهام، ۱۴۱۶ق؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۳، مخ۲؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱ش، ټوک۲، مخ۵۳۳، مسئلهٔ ۲۵۲۸.
  40. د مثال په توګه وګورئ: فیض کاشانی، مفاتیح الشرائع، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ټوک۲، مخ۳۲۲ و ۳۲۴؛ آل عصفور بحرانی، الأنوار اللوامع، مجمع البحوث العلمیة، ټوک۱۰، ۳۵۴ و ۳۶۹مخونه؛ طباطبایی حائری، ریاض المسائل، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۱۹۳؛ حلّی، الجامع للشرائع، ۱۴۰۵ق، مخ۴۷۶.
  41. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلّی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۳، مخ۳۸؛ علامه حلّی، إرشاد الأذهان، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۵۲؛ شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ټوک۳، مخ۲۵۷؛ طب‍اطب‍ایی ی‍زدی، سؤال و جواب، ۱۳۷۶ش، ټوک۲، مخ۲۹۰، سؤال ۱۱۹۴.
  42. منتظری، رساله استفتائات، ۱۳۸۴ش، ټوک۲، مخ۴۴۷.

سرچينې

  • آل عصفور بحرانی، حسین، الأنوار اللوامع فی شرح مفاتیح الشرائع، څېړنه او سمون: آل عصفور، محسن، قم، د علمي څېړنو ټولنه، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • ابراهیمی، بي‌بي رحیمه؛ رحمانی، علي، «بررسی فقهی لزوم اذن همسر اول در ازدواج مجدد مرد» (د نارینه د بیا واده په اړه د لومړۍ مېرمنې د اجازې د وجوب فقهي څېړنه)، د اسلامي فقه او حقوقو د څېړنو مجله، ۴۹ ګڼه، ۱۳۹۶ل.
  • ابن‌حیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الإسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الأحکام، څېړنه او سمون: فیضي، آصف، قم، د آل البیت(ع) مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌زهره حلبي، حمزه بن علي، غنیة النزوع إلی علمی الأصول و الفروع، د امام صادق(ع) مؤسسه، قم، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • اصفهاني، سید ابو الحسن، وسیلة النجاة، تعلیقه: موسوي گلپایګاني، سید محمدرضا، قم، مهر چاپخانه، لومړی چاپ، ۱۳۹۳ق.
  • اصفهاني، سید ابو الحسن، وسیلة النجاة، تعلیقه: امام خمیني، سید روح الله، قم، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او نشر مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • امام خمیني، سید روح الله، تحریر الوسیلة، قم، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او نشر مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۳۴ق.
  • امامي، سید حسن، حقوق مدني، اسلامي خپرونې، تهران، بې‌نېټې.
  • بني‌هاشمي خمیني، سید محمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو د ټولنې د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۸۱ل.
  • ترحیني عاملي، سید محمدحسین، الزبدة الفقهیة فی شرح الروضة البهیة، قم، دار الفقه للطباعة و النشر، څلورم چاپ، ۱۴۲۷ق.
  • حلّي، حسن بن سلیمان بن محمد، مختصر البصائر، څېړنه او سمون: مظفر، مشتاق، قم، د اسلامي نشر مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • حلّي، یحیی بن سعید، الجامع للشرائع، قم، د سید الشهداء علمي مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • خوانساري، سید احمد بن یوسف، جامع المدارک فی شرح مختصر النافع، څېړنه او سمون: غفاري، علي‌اکبر، قم، د اسماعیلیان مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • سلاّر دیلمي، حمزه بن عبدالعزیز، المراسم العلویة و الأحکام النبویة، څېړنه او سمون: بستاني، محمود، قم، منشورات الحرمین، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • سند، محمد، سند العروة الوثقی (النکاح)، تقریر: عبادي، علي حمود او تمیمي، قیصر، قم، باقیات، لومړی چاپ، ۱۴۲۹ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، څېړنه او سمون: رجایي، سید مهدي، دار القرآن الکریم، قم، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • سیستاني، سید علي، منهاج الصالحین، قم خپرونې، د آیت الله سیستاني دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • شهید اول (عاملي)، محمد بن مکي، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، څېړنه او سمون: مروارید، محمدتقي؛ مروارید، علي‌اصغر، بیروت، دار التراث – الدار الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
  • شهید اول (عاملي)، محمد بن مکي، غایة المراد فی شرح نکت الإرشاد، څېړنه او سمون: مختاري، رضا، د اسلامي تبلیغاتو د دفتر خپرونې، قم، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • شهید ثاني، زین الدین، الروضة البهیه فی شرح اللمعة الدمشقیه (محشّي – کلانتر)، قم، داوري کتابپلورنځی، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ انصاري، مرتضی، کتاب النکاح، قم، د شیخ اعظم انصاري د نړیوال کانګرس خپرونې، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ حرّ عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، د آل البیت(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، څېړنه او سمون: غفاري، علي‌اکبر، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دوهم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، څېړنه: موسوي خرسان، حسن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، د شیخ مفید د زرکلنې نړیوال کانګرس خپرونې، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • صافي ګلپایګاني، لطف الله، هدایة العباد، قم، دار القرآن الکریم، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • صانعي، یوسف، استفتائات قضایي، قم، پرتو خورشید، ۱۳۹۰ل.
  • طباطبایي حائري، سید علي، ریاض المسائل، د آل البیت(ع) مؤسسه، قم، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، سؤال و جواب (استفتائات او آراء)، راټولونکي: محقق داماد، مصطفی؛ استادي، رضا، څېړنه: وحدتي شبيري، حسن؛ مدني بجستاني، محمود، تهران، د اسلامي علومو د نشر مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ل.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، دوهم چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • طوسي، محمد بن حسن، الخلاف، سمون: خراساني، علي او نور، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • طوسي، محمد بن علي بن حمزه، الوسیلة إلی نیل الفضیلة، څېړنه او سمون: حسون، محمد، قم، د آیت الله مرعشي نجفي کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • علامه حلّي، حسن بن یوسف، إرشاد الأذهان إلی أحکام الإیمان، څېړنه او سمون: حسون، فارس، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
  • علامه حلّي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، تهران، مکتبة المرتضویة، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • علامه حلّي، حسن بن یوسف، قواعد الأحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلّي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دوهم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • فاضل لنکراني، محمد، تفصیل الشریعة فی شرح تحریر الوسیلة (النکاح)، قم، د ائمه اطهار(ع) فقهي مرکز، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • فاضل هندي، محمد بن حسن، کشف اللثام و الإبهام عن قواعد الأحکام، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • فیض کاشاني، محمدمحسن، مفاتیح الشرائع، قم، د آیت الله مرعشي نجفي کتابتون، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړنه او سمون: غفاري، علي‌اکبر؛ آخوندي، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • د اسلامي فقه د دایرةالمعارف مؤسسه، موسوعة الفقه الإسلامی طبقا لمذهب أهل البیت(ع)، قم، د اسلامي فقه د دایرةالمعارف مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • مجلسي، محمدتقي، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، څېړنه او سمون: موسوي کرماني، سید حسین؛ اشتهاردي، علي‌پناه؛ طباطبایي، سید فضل الله، د کوشانپور اسلامي فرهنګي مؤسسه، قم، دوهم چاپ، ۱۴۰۶ق.
  • محدث نوري، حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، د آل البیت(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • محقق حلّي، نجم الدین جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، څېړنه او سمون: بقال، عبدالحسین محمد علي، قم، د اسماعیلیان مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • محقق حلّي، نجم الدین، المختصر النافع فی فقه الإمامیة، قم، د دیني مطبوعاتو مؤسسه، ۱۴۱۸ق.
  • محقق سبزواري، محمد باقر، کفایة الفقه، څېړنه: واعظ اراکي، مرتضی، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسة، بیروت، دار التیار الجدید / دار الجواد، لسم چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، «ازدواج با خواهر زاده و برادر زاده همسر» (د مېرمنې له خورزې او وراره سره واده)، د آیت الله مکارم شیرازي د استفتائاتو برخه، د لیدنې نېټه: ۲۲ لیندی ۱۴۰۴ل.
  • منتظري، حسین‌علي، رساله استفتائات، تهران، نشر سایه، درېیم چاپ، ۱۳۸۴ل.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • نراقي، ملا احمد بن محمدمهدي، مستند الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، د آل البیت(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • نوري همداني، حسین، هزار و یک مسئله (د استفتائاتو ټولګه)، قم، مهدي موعود(عج)، پنځم چاپ، ۱۳۸۸ل.