منځپانگې ته ورتلل

د تحریم سوره لومړی آیت

د wikishia لخوا
د تحریم سوره لومړی آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتتحریم
د آیت شمېر۱
جزء۲۸
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأند پیغمبر(ص) لخوا په ځینو حلالو خوړو بندیز د هغه پر ضد.
د نزول ځایمدینه
اړونده آیتونهد تحریم سوره ۲ آیت، آیه ۳ د تحریم سوره ۳ آیت، د تحریم سوره ۴ آیت، د تحریم سوره ۵ آیت


د تحریم سوره لومړی آیت یوې ملامتونکي لهجې سره پيغمبر(ص) باندې نازل شو، چې له هغه څخه پوښتنه کوي چې ولې هغه د خپلو میرمنو د خوشحالولو لپاره هغه څه چې خدای پاک ورته حلال کړي وو، په ځان حراموي.

د روایتونو له مخې، دا آیت له دوو پیښو سره تړاو لري: لومړی، کله چې پیغمبر(ص) د حفصې د خوشحالولو لپاره ځان له ماریه قبطیه څخه د جنسي اړیکو څخه منع کړ، او دوهم دا چې کله هغه د ځینو میرمنو په کورونو کې په دې خاطر د اوږدې مودې لپاره پاتی شو چې په شاتو سره یې ملمستیا کیده، نو هغه حضرت شات په ځان باندې حرام کړل.

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاةَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ


اې نبي! ولې ته د خپلو میرمنو د رضایت غوښتلو لپاره هغه څه په ځان حراموې چې الله ستا لپاره حلال کړي دي؟ الله بخښونکی او مهربان دی.



تحریم سوره، ۱ آیت

د آیت پيژندنه

د تحریم سوره په لومړي آیت کې، خدای رسول الله(ص) ته خطاب کړی دی چې ولې هغه څه چې خدای تعالی ستا لپاره حلال کړي دي، په ځان باندې حراموې.[۱] ځینو مفسرینو دا خطاب د ملامتۍ لهجه ګڼلی[۲] او نورو دا پیغمبر(ص) سره د خدای تعالی د مینې نښه ګڼلې ده.[۳] البته، علامه طباطبایي په دې باور دي چې په دې آیت کې ملامتي د پیغمبر(ص) د ځینو میرمنو په اړه ده چې د دې پریکړې لامل شوې، ځکه چې د همدې سورت په څلورم آیت کې، هغو دوو ته د توبې کولو سپارښتنه شوې ده.[۴]

هغه ځای چې دا آیت پکې نازل شوی، مدینه ګڼل کیږي.[۵]

شان نزول

مفسرینو د آیت د شان نزول په اړه دوه روایتونه نقل کړي دي. دا دوه راپورونه، د ځینو توپیرونو سره، په شیعه او سني تفسیري کتابونو کې شتون لري.[۶]

د رسول الله(ص) شات خوړل پریښودل

د ځینو روایتونو له مخې، رسول الله(ص) به د شاتو سره د مینې له امله د خپلو ځینو میرمنو په کورونو کې ډیر وخت تیروه. په دې کار باندې عایشه او حفصه ناراضه شوې، او دوي دا ادعا وکړه چې له پيغمبر(ص) بد بوی (مغافیر) راځي نو هغه حضرت یې د شاتو له خوړلو څخه منع کړ. له دې پیښې وروسته، رسول الله(ص) قسم وخوړ چې بیا به هیڅکله شات ونه خوري.[۷]

د ماریه سره د پیغمبر(ص) اړیکې پرې کول

د ځینو روایتونو له مخې، پیغمبر(ص) د حفصې په غیاب کې د هغې په کور کې د ماریه قبطیه سره ویده او همبستر شو. وروسته له هغه چې حفصه پوهه شوه او اعتراض یې وکړ، پیغمبر(ص) د هغې د رضا کولو لپاره قسم وخوړ چې نور به له ماریې سره اړیکې ونه ساتي او له حفصې یې وغوښتل چې دا خبره افشا نه کړي. خو حفصې دا راز له عایشه او نورو میرمنو سره شریک کړ، چې د ځینو آیتونو د نازلیدو لامل شو.[۸]

په تفسیر نمونه کې، لومړی روایت د نورو روایتونو په پرتله ډیر مشهور او مناسب ګڼل شوی دی.[۹] علامه طباطبایي په دې باور دی چې دا دوه روایتونه په څرګنده توګه د تحریم سوره له لومړیو آیتونو سره مطابقت نلري او په قطعي ډول د آیت محتوا سره نه شي تطبیقیدی. په هرصورت، هغه له امام صادق(ع) څخه د ماریې د پیښې په اړه د تفسیر القمي په نقل یو روایت راوړی دی.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. شیخ طوسی، التبیان،‌دار احیاء التراث العربی، ج۱۰، ص۴۴.
  2. طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعیلیان، ج۱۹، ص۳۲۹.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۲۷۳.
  4. طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعیلیان، ج۱۹، ص۳۳۰.
  5. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۶۸.
  6. د مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۸۲ش، ج۱۰، ص۴۷۱؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۶۲–۵۶۳؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۲۳۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۲۷۱.
  7. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۸۲ش، ج۱۰، ص۴۷۱.
  8. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۸۲ش، ج۱۰، ص۴۷۱–۴۷۲.
  9. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۲۷۱.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۳۳۷.

سرچينې

  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، دار الکتاب العربی، بیروت، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، کتابخانه عمومی حضرت آیت الله مرعشی نجفی(ره)، قم، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق: احمد قصیر عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی‏، چاپ پنجم‏، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، با مقدمهٔ محمد جواد بلاغی‏، ، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۸۲ش.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآن، قم، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.