مسوده:د لمانځه سجده
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د لمانځه سجده د لمانځه له ارکانو څخه ده، او مسلمانان باید د لمانځه په هر رکعت کې دوه ځله سجده وکړي. په سجده کې باید د بدن اووه غړي، یعنې تندی، د دواړو لاسونو ورغوي، دواړه زنګونونه او د دواړو پښو د غټو ګوتو سرونه پر ځمکه کېښودل شي، او د سجدې ذکر د بدن د آرامتیا په حالت کې وویل شي. هغه څوک چې دا توان نه لري، باید د خپل توان تر اندازې پورې ټیټ شي، او که دا هم ممکن نه وي، نو په سر، سترګو یا د زړه په نیت سره دې اشاره وکړي.
د سجدې ځای باید پاک وي او د ځمکې یا هغو بوټو له جنس څخه وي چې د خوړلو وړ نه وي. د امام حسین(ع) پر تربت سجده کول تر ټولو غوره ګڼل شوي دي. پر سرو زرو، سپینو زرو او معدني ډبرو سجده صحیح نه ده، او د اړتیا په حالت کې پر کاټني یا پنبهيي جامو سجده کول جایز دي. د سجدې له مستحباتو څخه د هغې اوږدول، د دوو سجدو ترمنځ استغفار ویل، او د کښېناستو او پورته کېدو آداب مراعاتول دي.
د لمانځه لپاره د سجدې رکنوالی

سجده د لمانځه له واجباتو څخه ده او په ټولو لمونځونو کې، د هر رکعت له رکوع وروسته، دوه ځله ترسره کېږي.[۱] دغه دواړه سجدې په ګډه د لمانځه له ارکانو څخه شمېرل کېږي.[۲] د فقهاوو د فتواګانو،[۳] ځینو احادیثو[۴] او د لا تُعاد د قاعدې[۵] پر بنسټ، که په قصدي یا سهوي ډول دواړه سجدې پرېښودل شي، لمونځ باطلېږي.[۶] د سجدې احکام په فقهي سرچینو کې د لمانځه د احکامو تر عنوان لاندې بیان شوي دي.[۷]
د سجدې کولو طریقه
لمونځ کوونکی له رکوع وروسته درېږي، بیا سجدې ته ځي، او باید د بدن اووه غړي، یعنې تندی، د دواړو لاسونو ورغوي (تلي)، د زنګونونو سرونه او د دواړو پښو د غټو ګوتو سرونه پر ځمکه کېږدي او د سجدې ذکر ووایي.[۸] د ذکر له پای ته رسېدو وروسته، سر له سجدې پورته کوي او کېني. کله چې بدن آرام شي، دویمه سجده ترسره کوي. له دویمې سجدې وروسته بیا کېني او د لږې شېبې لپاره د (آرامۍ ناسته«دمه») کوي، بیا خپل لمونځ ته دوام ورکوي.[۹]
د ناتوانه کس د سجدې کولو طریقه
هغه کس چې نه شي کولای تندی پر ځمکه کېږدي، باید مُهر (سجده ګاه) یا هغه څه چې سجده پرې صحیح وي، پر یوه لوړ شي کېږدي، د خپل توان تر اندازې پورې ټیټ شي او داسې خپل تندی پرې کېږدي چې خلکو ته د سجدې په توګه څرګند شي. په همدې حال کې باید دواړه ورغوي، زنګونونه او د پښو ګوتې د معمول په ډول پر ځمکه وي.[۱۰]
هغه څوک چې هېڅ ډول نه شي ټیټیدای باید د سجدې لپاره کښېني او په سر اشاره وکړي، او که دا هم ممکن نه وي، نو په سترګو اشاره وکړي. که کولای شي، مُهر(سجده ګاه) دې دومره لوړ کړي چې تندی پرې کېږدي، او که دا هم نه شي کولای، بل څوک دې مُهر ورته پورته کړي ترڅو خپل تندی پرې کېږدي. همدارنګه، که لمونځ کوونکی په سر یا سترګو هم اشاره نه شي کولای، نو باید په زړه کې د سجدې نیت وکړي او په لاس یا ورته بل څه سره د سجدې اشاره وکړي.[۱۱]
د سجدې واجبات
د فقهي کتابونو له مخې، د لمانځه د سجدې لپاره لاندې چارې ضروري دي:
- د بدن د ټولو اوو غړو پر ځمکه اېښودل..[۱۲]
- د بدن د آرامتیا په حالت کې د سجدې ذکر ویل، نه د حرکت پر مهال.[۱۳]
- د دوو سجدو ترمنځ کښېناستل او لږ ځنډ کول.[۱۴]
- د هر رکعت دوه سجدې ترسره کول: که څوک په قصدي ډول سجده کمه یا زیاته کړي، لمونځ یې باطلېږي. خو که لمونځ کوونکی یوازې یوه سجده هیره کړي او له رکوع څخه مخکې متوجه شي، باید کښېني، هیره شوې سجده ترسره کړي، او له لمانځه وروسته دوه د سهو سجدې هم وکړي. خو که په رکوع کې یا له هغې وروسته متوجه شي، باید لمونځ بشپړ کړي، او له لمانځه وروسته د هېرې شوې سجدې قضا او ورسره دوه د سهو سجدې هم ترسره کړي.[۱۵]
د سجدې مستحبات او مکروهات
«... سجده یې وکړه، او د دواړو لاسونو ورغوي یې، په داسې حال کې چې ګوتې یې سره نښتې وې، د خپلو زنګونونو مخې ته، د خپل مخ ترڅنګ پورته کړل او درې ځله یې وفرمایل: «سُبحانَ رَبِّيَ الأَعلیٰ وَ بِحَمدِهِ». سجده یې په داسې ډول ترسره کړه چې د بدن هېڅ غړي یې پر بل غړي تکیه نه درلوده، او د سجدې پر مهال یې اته غړي پر ځمکه ایښي وو: دواړه د لاسونو ورغوي، دواړه زنګونونه، د دواړو پښو غټې ګوتې، تندی او پوزه. بیا یې وفرمایل: له دغو غړو څخه اووه غړي واجب دي.»
په فقهي کتابونو کې د لمانځه د سجدې لپاره ځینې مستحبات او مکروهات بیان شوي دي.
د سجدې مستحبات
- له لومړۍ او دویمې سجدې مخکې او هم د دواړو سجدو وروسته تکبیر ویل؛
- سجدې ته د تللو پر مهال، نارینه لومړی خپل لاسونه او ښځې لومړی خپل زنګونونه پر ځمکه کېږدي؛
- پوزه هم پر هغه څه ایښوول چې سجده پرې صحیح وي؛
- د پښو د ګوتو مخ قبلې ته اړول، او د غټې ګوتې پرته نورې ګوتې سره نښلول؛
- د سجدې ذکر په طاق شمېر (لکه درې، پنځه یا اووه ځله) تکرارول؛
- صلوات ویل او سجده اوږدول؛
- له سجدې وروسته د تَوَرُّک په ډول کښېناستل (پر چپ ورون (پتون) کښېناستل او د ښي پښې شا د چپې پښې پر تلي ایښوول)؛
- د دوو سجدو ترمنځ، د بدن له آرامېدو وروسته استغفار ویل؛
- ښځې د سجدې پر مهال خپلې څنګلې بدن ته نږدې وساتي، او نارینه یې خلاصې پرېږدي؛
- د کښېناستو پر مهال لاسونه پر ورنونو ایښوول؛
- د بل رکعت لپاره د پورته کېدو پر مهال د «بِحَولِ اللهِ وَ قُوَّتِهِ أَقُومُ وَ أَقْعُدُ» یا «اللهُمَّ بِحَولِكَ وَقُوَّتِكَ أَقُومُ وَ أَقْعُدُ» ذکر ویل؛
- له ځمکې څخه د پورته کېدو پر مهال، نارینه لومړی زنګونونه او وروسته لاسونه پورته کړي، او ښځې برعکس عمل وکړي.[۱۶]
په سجده کې دعا، په ځانګړې توګه د لمانځه په وروستۍ سجده کې
د لمانځه په سجدو کې، د حلال رزق او نورو دنیوي او اخروي اړتیاوو لپاره دعا کول مستحب ګڼل شوي دي.[۱۷] که څه هم د ډېرو تقلیدي مراجعو په فتوو کې دا استحباب د ټولو سجدو لپاره بیان شوی او د وروستۍ سجدې استحباب یې په جلا توګه هم یاد کړی دی،[۱۸] خو د ځینو مراجعو په فتوو کې دا استحباب یوازې د لمانځه د وروستۍ سجدې په اړه ذکر شوی دی[۱۹] او ځینو نورو دا عمل په وروستۍ سجده کې ډېر معمول بللی دی.[۲۰] فقیهانو د امام باقر(ع) د یوه روایت پر بنسټ[۲۱] په سجده کې د لاندې دعا لوستل مستحب ګڼلي دي:«يَا خَيْرَ الْمَسْئُولِينَ وَ يَا خَيْرَ الْمُعْطِينَ، اُرْزُقْنِي وَ ارْزُقْ عِيَالِي مِنْ فَضْلِكَ الْوَاسِعِ فَإِنَّكَ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ(اې تر ټولو غوره ذاته چې غوښتنه ترې کېږي، او اې تر ټولو غوره عطا کوونکیه! ماته او زما کورنۍ ته له خپل پراخ فضل څخه روزي راکړه، ځکه ته د ستر فضل څښتن یې.)له دې سره سره، د نورو دعاوو غوښتنه هم جایزه ګڼل شوې ده.[۲۲] له هغو دعاوو څخه چې د لمانځه په وروستۍ سجده کې لوستل کېږي، دا دي:
- «یٰا لَطیفُ اِرْحَمْ عَبْدَکَ الضَّعیف» (اې مهربانه! پر خپل کمزوري بنده رحم وکړه.)
- «یٰا مَنْ لَهُ الدُّنْیٰا وَ الْاٰخِرَةُ، اِرْحَمْ مَنْ لَیْسَ لَهُ الدُّنْیٰا وَ الْاٰخِرَة» (اې هغه ذات چې دنیا او آخرت ستا دي! پر هغه چا رحم وکړه چې نه دنیا لري او نه آخرت.)
- «رَبِّ اغْفِرْ وَ ارْحَمْ وَ تَجٰاوَزْ عَمّٰا تَعْلَمُ، اِنَّکَ اَنْتَ الْاَعَزُّ الْاَجَلُّ الْاَکْرَمُ» (اې زما ربه! ما وبخښه، پر ما رحم وکړه او له هغو ګناهونو تېر شه چې ته پرې پوهېږې، بېشکه ته تر ټولو عزتمند، ستر او کریم یې.)[۲۳]
د شیعه مسلمانانو په جماعتي لمونځونو کې، د دې لپاره چې مقتدیان پوه شي وروستۍ سجده را رسېدلې ده، معمولاً مُکبّر د «یا وَلِیَّ العافِیة» جمله یا د «یا لطیف» په څېر ذکرونه په لوړ غږ تکراروي. د «یا ولی العافیه» عبارت د دې دعا څخه اخیستل شوی دی:«يَا وَلِيَّ الْعَافِيَةِ، أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ، عَافِيَةَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ» چې د لمانځه په وروستۍ سجده کې یې لوستل دود لري.
د سجدې مکروهات
- په سجده کې د قرآن لوستل؛[۲۴]
- د دوړو د لرې کولو لپاره د سجدې پر ځای پوکی وهل؛[۲۵]
- د دوو سجدو ترمنځ لاسونه پر ځمکه پرېښودل او له حالت بدلولو پرته دویمې سجدې ته تلل.[۲۶]
د لمانځه د سجدې ذکر
په سجده کې د ذکر ویل واجب دي. د سجدې اصلي ذکر دا دی:«سُبْحانَ رَبِّی الأَعْلیٰ وَ بِحَمْدِهِ».[۲۷] خو لمونځ کوونکی کولای شي د دې پر ځای درې ځله «سُبْحانَ اللهِ» یا د همدې اندازې هر بل ذکر ووایي.[۲۸] ځینې تقلیدي مراجع د رکوع د ذکر «سُبْحانَ رَبِّی العَظِیمِ وَ بِحَمْدِهِ» او د سجدې د ذکر «سُبْحانَ رَبِّی الأَعْلیٰ وَ بِحَمْدِهِ» قصدي بدلول جایز نه ګڼي.[۲۹]
د سجدې ځای
د سجدې ځای باید پاک وي[۳۰] او له ځمکې یا د ځمکې له راټوکېدونکو شیانو (لکه لرګي او د ونو پاڼې) څخه جوړ وي، په دې شرط چې د خوړلو (لکه د انګورو پاڼه) یا اغوستلو (لکه پنبه او کتان) له شیانو څخه نه وي.[۳۱] له همدې امله، پر کاغذ یا د لرګي او بوټو څخه جوړ شوي کاغذي دستمال باندې سجده کول صحیح دي.[۳۲] پر معدني موادو لکه سره زر، سپین زر او تارکولو سجده صحیح نه ده، او ډېری فقیهان پر هغو معدني ډبرو لکه عقیق او فیروزه هم سجده صحیح نه ګڼي.[۳۳]
د شیعه روایتونو له مخې، د سجدې لپاره تر ټولو غوره ځای د امام حسین(ع) تربت (خاوره) ده.[۳۴] خو د اهل سنتو ځینې عالمان دا کار بدعت بولي.[۳۵] که داسې څه موجود نه وي چې سجده پرې صحیح وي، یا د ضرورت په حالت کې، پر پنبهيي یا کاټني جامو سجده کول روا دي. که هغه هم نه وي، نو پر هر ډول جامو سجده کول جایز دي، او که هغه هم ونه موندل شي، د لاس پر شا یا ځینو نورو موادو باندې د سجدې په اړه د فقیهانو ترمنځ اختلاف دی.[۳۶]
د سجدې پر مهال، د تندي د اېښودلو ځای باید د لمونځ کوونکي د پښو له ځای سره نږدې همسطحه وي، او د دواړو ترمنځ د لوړوالي توپیر باید له څلورو تړلو (جوختو) ګوتو زیات نه وي.[۳۷] همدارنګه، د سجدې ځای باید ثابت وي او ونه ښورېږي، څو تندی پرې په ارام ډول کېښودل شي او ثبات ومومي.[۳۸]
فوټ نوټ
- ↑ سیستانی، منهاج الصالحین، ټوک۱، مخ۲۱۸.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعة، ټوک۲، مخ۱۳۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، مختلف الشیعة، ټوک۲، مخ۱۳۹؛ سیستانی، منهاج الصالحین، ټوک۱، مخ۲۱۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ټوک۳، مخ۳۴۸، حدیث ۳.
- ↑ مشکینی، مصطلاحات الفقه، ۴۷۷-۴۷۹مخونه.
- ↑ سیستانی، منهاج الصالحین، ټوک۱، مخ۲۱۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر، ټوک۱۰، مخ۱۲۳؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، ټوک۸، مخ۲۷۳.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ټوک۱، مخ۵۶۹.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ټوک۸، مخ۲۹۰؛ نجفی، جواهر الکلام،ټوک۱۰، ۱۶۸-۱۶۹مخونه.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، ۵۶۶-۵۶۷مخونه.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، ۵۶۶-۵۶۷ مخونه.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۵۶.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۵۵.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ټوک۸، مخ۲۹۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۱۰، ۱۶۸-۱۶۹مخونه.
- ↑ اصفهانی، وسیلة النجاة، ټوک۱، مخ۱۷۸.
- ↑ وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ټوک۱۰، ۱۶۹-۱۸۹مخونه؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، ۵۷۳-۵۷۵مخونه.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۷۴.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۷۴؛ بهجت، وسیلة النجاة، مخ۲۱۴.
- ↑ وګورئ: غروی نائینی، کتاب الحج، مخ۲۳۲.
- ↑ مدرسی، احکام عبادات، مخ۲۹۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۲، مخ۵۵۱.
- ↑ شبیری زنجانی، استفتائات، ټوک۱، مخ۳۸۳.
- ↑ هاشمی، الاخلاق و الآداب الاسلامیة، مخ۳۳۰.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۷۶.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۷۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، مخ۵۷۶./
- ↑ خمینی، تحریر الوسیلة، ټوک۱، مخ۱۸۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ټوک۱، مخ۵۷۰.
- ↑ تبریزی، صراط النجاة، ټوک۱۰، مخ۶۷؛ حائری، الفتاوی المنتخبة، ۷۳-۷۴مخونه.
- ↑ اصفهانی، وسیلة النجاة، ټوک۱، مخ۱۳۵.
- ↑ اصفهانی، وسیلة النجاة، ټوک۱، مخ۱۵۷.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۸، ۴۳۰-۴۳۲مخونه.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۸، مخ۴۱۲.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعة، ټوک۵، ۳۶۵-۳۶۶مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: البانی، موسوعة الالبانی فی العقیدة، ټوک۳، مخ۹۱۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ټوک۲، ۳۹۴-۳۹۵مخونه.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ټوک۱، مخ۵۷۳.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ټوک۱، مخ۵۸۳.
سرچينې
- اصفهاني، ابوالحسن، وسیلة النجاة، د سید محمدرضا ګلپایګاني په تعلیقاتو سره، قم، مهر استوار خپرندوی، ۱۳۹۳ق.
- الباني، محمد، موسوعة الألباني في العقیدة، صنعا، مرکز النعمان للبحوث والدراسات الاسلامیة، ۱۴۳۱ق.
- بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة في أحکام العترة الطاهرة، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۶۳ل.
- بنيهاشمي خمیني، سید محمدحسین، توضیح المسائل (محشی)، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۲۴ق.
- بهجت، محمدتقي، وسیلة النجاة، قم، شفق خپرندوی، ۱۴۲۳ق.
- تبریزي، جواد، صراط النجاة، قم، دار الصدیقة الشهیدة، ۱۴۲۷ق.
- حائري، سید محمدکاظم، الفتاوی المنتخبة، قم، دار التفسیر، ۱۴۲۴ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، د آلالبیت(ع) مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
- خمیني، سید روحالله، تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني(ره) د آثارو د تنظیم او خپرونې مؤسسه، ۱۴۳۴ق.
- سیستاني، سید علي، منهاج الصالحین، قم، د آیةالله سید سیستاني کتابتون (مکتبه)، ۱۴۱۵ق.
- شبیري زنجاني، سید موسی، استفتائات، قم، د امام محمد باقر(ع) فقهي مرکز، ۱۳۹۶ل.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (محشی)، محقق: احمد محسني سبزواري، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۹ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة في احکام الشریعة، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳ق.
- غروي نائیني، محمدحسین، کتاب الحج و الاحکام العبادات و المعاملات، قم، د علمیه حوزو د مدیریت مرکز، ۱۴۰۳ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مدرسـي، محمدتقي، احکام عبادات، تهران، محبان الحسین(ع) خپرندوی، ۱۳۸۱ل.
- مشکیني، علياکبر، مصطلاحات الفقه، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۲ل / ۱۴۳۴ق.
- نجفي، محمد حسن، جواهر الکلام في شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، بې نېټې.
- هاشمي، عبدالله، الاخلاق والآداب الاسلامیة، بیروت، دار الامین، ۱۴۲۷ق.