منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د شقاق آیت

د wikishia لخوا
د شقاق آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتنساء
د آیت شمېر۳۵
جزء۵
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
موضوعفقهي - کورنۍ
په اړهد مېړه او مېرمنې ترمنځ د اختلاف د حل لاره


د شِقاق آیت (د نساء سورې، ۳۵ آیت) د مېړه او مېرمنې ترمنځ د اختلاف د حل لپاره د دوو منځګړو (حَکَمو) د ټاکلو سپارښتنه کوي؛ یو د مېړه له کورنۍ څخه او بل د مېرمنې له کورنۍ څخه. فقیهانو د آیت له ظاهري مفهوم څخه په استناد د حَکَمو د پرېکړې منل لازم ګڼلي؛ خو ویل شوي چې په پای کې طلاق بیا هم د مېړه او مېرمنې په رضایت پورې تړلی دی.

د تاریخي سرچینو له مخې، امام علي(ع) د صفین په جګړه کې د حکمیت له منلو وروسته، د حکمیت د اصل د مشروعیت د ثابتولو لپاره د خوارجو په وړاندې په همدې آیت استناد وکړ.

حکمیت؛ د زوجینو د اختلاف د حل لار

د نساء سورې ۳۵ آیت چې د شِقاق آیت په نوم هم مشهور دی،[۱] د احکامو له آیتونو[۲] او د قرآن له مدني آیتونو څخه دی.[۳] دا آیت د ښځې د نافرمانۍ (نشوز) اړوند آیت وروسته راغلی[۴] او د مېړه او مېرمنې ترمنځ د اختلاف د حل لارې بیانوي.[۵] د دې آیت له مخې، کله چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ ناسازګاري پیدا شي او د بېلتون وېره وي، باید یو حَکَم د مېړه له کورنۍ او بل حَکَم د مېرمنې له کورنۍ څخه وټاکل شي، څو د اختلاف علت وڅېړي او د دوی د اړیکې د اصلاح لپاره هڅه وکړي.[۶] مفسرینو[۷] او فقیهانو،[۸] د آیت مخاطب شرعي حاکم یا د قضایي نظام استازی ګڼلی او د حَکَمو ټاکل یې د هغه دنده بللې ده.[۹]

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا


«او که تاسو د هغو دواړو (مېړه او مېرمنې) ترمنځ د بېلتون وېره لرئ، نو یو منځګړی د هغه (مېړه) له کورنۍ او یو منځګړی د هغې (مېرمنې) له کورنۍ وټاکئ. که دواړه د اصلاح اراده ولري، الله به د دواړو ترمنځ جوړښت راولي. بېشکه الله پوه او خبر دی.»



نساء سوره، ۳۵ آیت


د کورني (ازدواجي) اختلاف په حل کې د خپلوانو د حکمیت ګټې

د مېړه او مېرمنې د اختلافاتو لپاره د خپلوانو حکمیت د دې له امله اغېزمن ګڼل شوی چې هغوی د کورنۍ له شرایطو سره بلدتیا لري، د اصلاح لپاره ډېره هڅونه او محرک لري، محرمیت ساتي، شخړې کموي او د قضایي رسیدګۍ په پرتله وخت او لګښت لږ غواړي.[۱۰]

فقهي او تاریخي استنادونه

د شِقاق آیت په فقهي سرچینو کې د نکاح د باب لاندې او د نشوز او شِقاق په بحثونو کې څېړل شوی دی.[۱۱] ځینو لیکوالانو د خلکو ترمنځ د روغه جوړې د اهمیت د بیان لپاره هم پر همدې آیت استناد کړی دی.[۱۲]

د ډېرو فقیهانو،[۱۳] لکه شیخ طوسي،[۱۴] علامه حلي[۱۵] او شهید ثاني[۱۶] مشهور نظر دا دی چې د آیت له ظاهره څرګندېږي چې مینځګړي د پرېکړه کوونکو (حَکَم) مقام لري او د هغوی رایه لازم الاجرا ده، نه دا چې یوازې د مېړه او مېرمنې وکیلان وي. خو ځینې نور فقیهان د ځینو روایتونو[۱۷] پر بنسټ باور لري چې د طلاق او وروستي بېلتون عملي کول باید د مېړه او مېرمنې په خپله خوښه او رضایت وي.[۱۸]

د حکمیت په پېښه کې د شِقاق په آیت استناد

د ځینو راپورونو له مخې، امام علي(ع) د حکمیت په پېښه کې د خوارجو د اعتراض په ځواب کې، د حکمیت او فیصله کولو د اصل د مشروعیت د ثابتولو لپاره د شِقاق په آیت استناد کړی دی.[۱۹] نقل شوي چې امام باقر(ع) هم د یوه خارجي د پوښتنې په ځواب کې، د امام علي(ع) له خوا د حکمیت د منلو په اړه همدا آیت تلاوت کړ.[۲۰] دا استدلال د اهل سنتو په ځینو حدیثي سرچینو کې هم راپور شوی دی.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ټوک۱، مخ۱۸۲.
  2. ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ټوک۵، مخ۳۵۴؛ کاشانی، تفسیر خلاصه منهج الصادقین ؛ موسوی سبزواری، مواهب الرحمان، ټوک۸، مخ۱۴۵.
  3. ↑ ابن‌عباس، تنویر المقباس، مخ۸۴؛ معرفت، آموزش علوم قرآن، ټوک۲، مخ۱۶۸.
  4. ↑ فیض‌الاسلام، ترجمه و تفسیر قرآن، ټوک۱، مخ۱۷۲.
  5. ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ټوک۱۸، مخ۵۷۸؛ قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ټوک۲، مخ۳۵۷.
  6. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۳، مخ۳۷۵؛ سبزواری، مهذّب الأحکام، ټوک۲۵، مخ۲۳۰، مسأله ۱.
  7. ↑ د مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ټوک۳، مخ۷۰؛ فاضل مقداد، کنز العرفان، ټوک۲، مخ۲۱۳.
  8. ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ټوک۴، مخ۴۱۶؛ علامه حلّی، مختلف الشیعة، ټوک۷، مخ۳۹۶..
  9. ↑ قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ټوک۲، مخ۳۵۷؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، مخ۱۳۲.
  10. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۳، ۳۷۶-۳۷۷ مخونه.
  11. ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ټوک۴، مخ۴۱۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۱، مخ۲۰۹؛ روحانی، فقه الصادق(ع)، ټوک۲۲، مخ۲۵۳؛ سبحانی، نظام النکاح، ټوک۲، مخ۳۰۴؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، مخ۵۳۲.
  12. ↑ مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ټوک۲، مخ۹۰.
  13. ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ټوک۲۴، مخ۶۲۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۳۱، مخ۲۱۴.
  14. ↑ شیخ طوسی، الخلاف، ټوک۴، مخ۴۱۶.
  15. ↑ علامه حلّی، مختلف الشیعة، ټوک۷، مخ۳۹۶.
  16. ↑ شهید ثانی، مسالک الأفهام، ټوک۸، مخ۳۶۵.
  17. ↑ د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ټوک۶، مخ۱۴۷، حدیث ۵؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ټوک۳، مخ۵۲۱؛ حدیث ۴۸۱۷.
  18. ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلّی، مختلف الشیعة، ټوک۷، ۳۹۶-۳۹۷مخونه، مسئله ۵۶؛ موسوی عاملی، نهایة المرام، ټوک۱، مخ۴۳۱؛ محقق سبزواری، کفایة الاحکام، ټوک۲، مخ۲۷۱.
  19. ↑ ذهبی، تاریخ الاسلام، ټوک۳، مخ۵۹۱؛ شیرازی، الإشارة إلی مذهب أهل الحق‏، مخونه۳۸۳-۳۸۴.
  20. ↑ طبرسی، الاحتجاج، ټوک۲، مخ۱۷۴؛ عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ټوک۱، مخ۴۷۹.
  21. ↑ ابن‌حنبل، مسند أحمد، ټوک۲، مخ۸۴؛ حاکم نیشابوری، مستدرک علی الصحیحین، ټوک۲، مخ۱۶۵؛ بیهقی، السنن الکبری، ټوک۸، مخ۳۱۱.

سرچينې

  • ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، څېړنه: یاحقي، محمدجعفر او ناصح، محمدمهدي، مشهد، د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۳۷۱ل.
  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد، مسند الإمام احمد بن حنبل، څېړونکی: شعیب الأرنؤوط، عادل مرشد او نور، څارنه: الترکي، عبدالله بن عبدالمحسن، بې نېټې، مؤسسة الرسالة، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌عباس، عبدالله بن عباس، تنویر المقباس من تفسیر ابن عباس، بیروت، دار الکتب العلمیة، دویم چاپ، ۱۴۲۵ق.
  • بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، څېړونکی او سموونکی: ایرواني، محمدتقي او مقرم، سید عبدالرزاق، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • بیهقي، احمد بن حسین، السنن الکبری، څېړونکی: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، درېیم چاپ، ۱۴۲۴ق.
  • جوادي آملي، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، د اسراء مؤسسه، ۱۳۸۹ل.
  • حاکم نیشابوري، محمد بن عبدالله، مستدرک علی الصحیحین، څېړنه: عبدالقادر عطا، مصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
  • ذهبي، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، څېړنه: تدمرې، عمر عبدالسلام، بیروت، دار الکتاب العربي، دویم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • روحاني، سید صادق، فقه الصادق(ع)، قم، دار الکتاب - د امام صادق(ع) مدرسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
  • سبحاني، جعفر، نظام النکاح فی الشریعة الإسلامیة الغراء، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • سبزواري، سید عبدالأعلی، مهذّب الأحکام، قم، د المنار مؤسسه، د حضرت آیة الله سبزواري دفتر، قم، څلورم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، د آل البیت(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، څېړونکی او سموونکی: غفاري، علي اکبر، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الخلاف، سموونکی: خراساني، علي او نور، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • شیرازي، ابواسحاق، الإشارة إلی مذهب أهل الحق، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۵ق.
  • طبرسي، احمد بن علي، الاحتجاج علی أهل اللجاج، د دې تر څارنې لاندې: سبحاني تبریزي، جعفر، څېړونکی: هادي‌به، محمد او ابراهیم بهادري، قم، د اوقافو او خیریه چارو سازمان، د اسوه خپرندویه، پنځم چاپ، ۱۴۲۴ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: بلاغي، محمدجواد، سموونکی: یزدي طباطبایي، فضل‌الله او رسولي، هاشم، بیروت، دار المعرفة، دویم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • عروسي حویزي، عبدعلي بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، څېړنه: رسولي محلاتي، سید هاشم، قم، اسماعیلیان خپرندویه، څلورم چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، سموونکی: بهبودي، محمدباقر، تهران، مرتضوي، پنځم چاپ، ۱۳۷۳ل.
  • فیض‌الاسلام اصفهاني، علي‌نقي، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم، تهران، د فقیه خپرندویه، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ل.
  • قرشي، سید علي‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، بعثت بنسټ، تهران، درېیم چاپ، ۱۳۷۷ل.
  • کاشاني، فتح‌الله بن شکرالله، تفسیر خلاصه منهج الصادقین، سموونکی: شعراني، ابوالحسن، تهران، اسلامیه، لومړی چاپ، ۱۳۶۳ل.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړونکی او سموونکی: غفاري، علي اکبر او آخوندي، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • د اسلامي فقهې د پوهنغونډ مؤسسه، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، د اسلامي فقهې د پوهنغونډ مؤسسه، ۱۳۸۷ل.
  • محقق سبزواري، محمدباقر، کفایة الاحکام، قم، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • د قرآن د کلتور او معارفو مرکز، د قرآن کریم پوهنغونډ (دائرة المعارف قرآن کریم)، د اسلامي علومو او کلتور څېړنځای، قم، بوستان کتاب مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۸۲ل.
  • مشکیني، علي، مصطلحات الفقه، څېړونکی: احمدي جلفایي، حمید، قم، د دار الحدیث علمي-فرهنګي مؤسسه، ۱۳۹۲ل.
  • معرفت، محمدهادي، آموزش علوم قرآن، [بې ځایه]، د اسلامي تبلیغاتو سازمان د چاپ او خپرولو مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
  • موسوي سبزواري، سید عبدالاعلی، مواهب الرحمان فی تفسیر القرآن، قم، د سماحة آیة الله العظمی السید السبزواري مکتب، درېیم چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • موسوي عاملي، محمد بن علي، نهایة المرام فی شرح مختصر شرائع الإسلام، قم، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.