منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د مرو حدیث

د wikishia لخوا
د مرو حدیث
نور نومونهپه مرو کې د امام رضا(ع) حدیث
موضوعامامت
څخه صادر شویامام رضا(ع)
اصلي راویعبدالعزیز بن مسلم
شیعه سرچینېتحف العقول، کافي او امالي صدوق
قرآني مؤیدد بقره سوره ۱۲۴ آیت، د احزاب سوره ۳۶ آیت
د سلسلةالذهب حدیثد ثقلین حدیثد کساء حدیثد عمر بن حنظلة مقبولهد قرب نوافل حدیثد معراج حدیثد ولایت حدیثد وصایت حدیثد جنود عقل او جهل حدیثد شجره حدیث


د مَرْوْ حدیث امام رضا(ع) د معصوم امام(ع) د ځانګړتیاو او شرائطو په هکله یو حدیث دی چې د مَرْو په ښار کې یې عبدالعزیز بن مسلم ته بیان شوی دی. په دې روایت کې امامت یو الهي مقام او د خوښ کړی شوی کسانو سره خاص ګڼل شوی دی چې له پيغمبر(ص) وروسته امام علی(ع) او د هغه معصومو زامنو ته رسیدلی دی. د امام لپاره ځینې ځانګړتیاوې لکه په علم او اخلاقو کې لوړاوې، میړنتیا او د دین او د ټولنې د یووالي په ساتنه کې محوري رول لرونکی بیان شوي دي او دې ته اشاره شوې ده چې عبادت او احکام د امامت د سیوري لاندې کمال ته رسي.

د مرو حدیث په شیعه سرچینو لکه الکافي کې نقل شوی دی او که څه هم سند یې ضعیف دی خو د مشهورتیا له سببه او له دې سببه چې قرآني او کلامي اصولو سره سم دی، شیعه عالمانو ورسره استدلال کړی دی. په شیعه تفسیرونو کې دا حدیث امامت سره د تړلي آیتونو د تفسیر لپاره راوړی شي او په کلامي بحثونو کې د امامت د بیان او د مخالفینو د نظریو د رد لپاره ترې ګټه اخستی کیږی.

د امام(ع) په پيژندګلو کې د حدیث مقام

د مرو په حدیث کې امام رضا(ع) هغه خبرې او دلیلونه دي چې د امامت شرطونه، ځانګړتیاوې په کې بیان شوي دي. دا حدیث د مرو په ښار کې عبدالعزیز بن مسلم ته په خطاب کې بیان شوی دی.[۱] د مرو په حدیث کې د شیعه امامانو د لوړاوي لپاره عقلي او قرآني دلیلونه راوړی شوي دي.[۲] دا روایت په هغه حالاتو کې بیان شوی دی کله چې په اسلامي ټولنه کې د امامت د مسئلې په هکله اختلاف و.[۳] ویل شوي دي چې امام رضا(ع) دا حدیث له دې وروسته د هغه لالهاندۍ په ځواب کې بیان کړی دی چې د امامت په هکله رامنځته شوې وه او امام ولایتعهدي قبوله کړې وه.[۴]

د استعمال ځایونه

د مرو حدیث په تفسیري سرچینو کې د هغه آیاتونو په تفسیر کې راوړل کیږي چې امامت سره تړلي دي لکه د بقره سوره ۱۲۴ آیت[۵] د مائده سوره ۳ آیت[۶] د قصص سوره ۶۸ او ۶۹ آیتونه[۷] او د احزاب سوره ۳۶ آیت.[۸] همدارنګ په کلامي کتابونو کې[۹] او په نورو کتابونو کې[۱۰] له دې حدیثه په ځینې موضوعاتو لکه د امام صفتونه، شرطونه او د اهل سنتو لیدتوګو ته په ځواب کې ګټه اخستل کیږي. په دې حدیث کې د امام رضا(ع) د دلیل راوړلو طریقې ته هم ځینې څیړونکو پام کړی دی.[۱۱]

د حدیث اعتبار

د مرو حدیث په شیعه سرچینو لکه الکافي،[۱۲] امالي شیخ صدوق[۱۳] او تُحف‌العقول[۱۴] کې د متن په لږ څه توپیر سره بیان شوی دی. د دې حدیث بشپړ سند په د شیخ صدق په کتاب کمال ‌الدین کې په دوو روايي لارو سره لیکل شوی دی.[۱۵]

دا حدیث په الکافي کتاب کې پرته له بشپړ سنده[۱۶] او په تحف العقول کتاب کې بې له سنده[۱۷] ذکر شوی دی چې د حدیث پيژندنې د قاعدو له نظره دا سندي ضعف ګڼل کیږي. خو بیا هم شیعه عالمانو دې ته په پام چې په معتبرو حدیثي سرچینو کې مشهور دی او د قرآن او سنت او عقلي اصولو سره سم دی نو د امامت په باب کې یې دا معتبر ګڼلی دی.[۱۸]

د حدیث مینځپانګه

د مرو په حدیث کې امام رضا(ع) وروسته له دې چې د توحید او نبوت ذکر یې کړی دی د قرآن آیتونو سره یې د امامت مقام، پيژندګلو او دا چې د امام ټاکل یواځې له خدای پاک سره خاص دي، بیان کړي دي.[۱۹] امام(ع) د اکمال آیت ته په اشارې سره، پيغمبر(ص) دا مقام په حجة الوداع کې د ټولو مسلمانانو غوږونو ته رسولی دی.[۲۰] همدارنګ د حضرت ابراهیم(ع) کیسې ته په پام سره یې فرمایلي چې دا مقام د الله له خوا خوښ شویو او پاکو کسانو سره ځانګړی دی چې له پيغمبر(ص) وروسته امام علی(ع) ته او بيا د هغه معصومو اولادونو ته لیږدولی شوی دی.[۲۱]

په دې حدیث کې د امام لپاره ځینې ځانګړتیاوې بیان شوي دي چې له هغو ځینې علمي او اخلاقي لوړاوې، ستره سینه، د خدا پاک د حدودو په اجرا کولو کې میړنتیا او بې مثل شونه، دي.[۲۲] له دې ځانګړتیاو پرته امام ټاکلو باندې نیوکه کړې ده.[۲۳] امام رضا(ع)، امام د دین د ساتلو او د اسلامي تولنې د وحدت د ساتلو او الهي حکمونو د جاري کولو محور ګڼلی دی.[۲۴] همدارنګ په دې روایت کې اشاره شوې ده چې عبادتونه او اسلامي حکمونه لکه لمونځ، زکات، روژه او جهاد د امام د سیوري لاندې کمال ته رسی.[۲۵]

د حدیث متن او ژباړه

د مرو حدیث

متن ژباړه
قَالَ عَبْدُ الْعَزِیزِ بْنُ مُسْلِمٍ کُنَّا مَعَ الرِّضَا(ع) بِمَرْوَ فَاجْتَمَعْنَا فِی الْمَسْجِدِ الْجَامِعِ بِهَا فَأَدَارَ النَّاسُ بَیْنَهُمْ أَمْرَ الْإِمَامَةِ فَذَکَرُوا کَثْرَةَ الِاخْتِلَافِ فِیهَا فَدَخَلْتُ عَلَى سَیِّدِی وَ مَوْلَایَ الرِّضَا(ع) فَأَعْلَمْتُهُ بِمَا خَاضَ النَّاسُ فِیهِ فَتَبَسَّمَ(ع) ثُمَّ قَالَ(ع) یَا عَبْدَ الْعَزِیزِ جَهِلَ الْقَوْمُ وَ خُدِعُوا عَنْ أَدْیَانِهِمْ إِنَّ اللَّهَ جَلَّ وَ عَزَّ لَم‏ یَقْبِضْ نَبِیَّهُ(ص) حَتَّى أَکْمَلَ لَهُ الدِّینَ وَ أَنْزَلَ عَلَیْهِ الْقُرْآنَ فِیهِ تِبْیَانُ کُلِّ شَیْ‏ءٍ وَ بَیَّنَ فِیهِ الْحَلَالَ وَ الْحَرَامَ وَ الْحُدُودَ وَ الْأَحْکَامَ وَ جَمِیعَ مَا یَحْتَاجُ إِلَیْهِ النَّاسُ کَمَلًا فَقَالَ (ما فَرَّطْنا فِی الْکِتابِ مِنْ شَیْ‏ءٍ)

وَ أَنْزَلَ عَلَیْهِ فِی حِجَّةِ الْوَدَاعِ وَ هِیَ آخِرُ عُمُرِهِ (ص)- الْیَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِینَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَیْکُمْ نِعْمَتِی وَ رَضِیتُ لَکُمُ الْإِسْلامَ دِیناً وَ أَمْرُ الْإِمَامَةِ مِنْ کَمَالِ الدِّینِ وَ لَمْ یَمْضِ(ص) حَتَّى بَیَّنَ لِأُمَّتِهِ مَعَالِمَ دِینِهِ وَ أَوْضَحَ لَهُمْ سُبُلَهُمْ وَ تَرَکَهُمْ عَلَى قَصْدِ الْحَقِّ وَ أَقَامَ لَهُمْ عَلِیّاً(ع) عَلَماً وَ إِمَاماً وَ مَا تَرَکَ شَیْئاً مِمَّا تَحْتَاجُ إِلَیْهِ الْأُمَّةُ إِلَّا وَ قَدْ بَیَّنَهُ فَمَنْ زَعَمَ أَنَّ اللَّهَ لَمْ یُکْمِلْ دِینَهُ فَقَدْ رَدَّ کِتَابَ اللَّهِ وَ مَنْ رَدَّ کِتَابَ اللَّهِ فَقَدْ کَفَر


هَلْ یَعْرِفُونَ قَدْرَ الْإِمَامَةِ وَ مَحَلَّهَا مِنَ الْأُمَّةِ فَیَجُوزَ فِیهَا اخْتِیَارُهُمْ إِنَّ الْإِمَامَةَ خَصَّ اللَّهُ بِهَا إِبْرَاهِیمَ الْخَلِیلَ(ع) بَعْدَ النُّبُوَّةِ وَ الْخُلَّةِ مَرْتَبَةً ثَالِثَةً وَ فَضِیلَةً شَرَّفَهُ بِهَا وَ أَشَادَ بِهَا ذِکْرَهُ فَقَالَ جَلَّ وَ عَزَّ وَ إِذِ ابْتَلى‏ إِبْراهِیمَ رَبُّهُ بِکَلِماتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قالَ إِنِّی جاعِلُکَ لِلنَّاسِ إِماماً قالَ الْخَلِیلُ سُرُوراً بِهَا وَ مِنْ ذُرِّیَّتِی قالَ لا یَنالُ عَهْدِی الظَّالِمِینَ فَأَبْطَلَتْ هَذِهِ الْآیَةُ إِمَامَةَ کُلِّ ظَالِمٍ إِلَى یَوْمِ الْقِیَامَةِ وَ صَارَتْ فِی الصَّفْوَةِ ثُمَّ أَکْرَمَهَا اللَّهُ بِأَنْ جَعَلَهَا فِی ذُرِّیَّةِ أَهْلِ الصَّفْوَةِ وَ الطَّهَارَةِ فَقَالَ وَ وَهَبْنا لَهُ إِسْحاقَ وَ یَعْقُوبَ نافِلَةً وَ کُلًّا جَعَلْنا صالِحِینَ. وَ جَعَلْناهُمْ أَئِمَّةً یَهْدُونَ بِأَمْرِنا وَ أَوْحَیْنا إِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْراتِ وَ إِقامَ الصَّلاةِ وَ إِیتاءَ الزَّکاةِ وَ کانُوا لَنا عابِدِینَ فَلَمْ تَزَلْ تَرِثُهَا ذُرِّیَّتُهُ(ع) بَعْضٌ عَنْ بَعْضٍ قَرْناً فَقَرْناً حَتَّى وَرِثَهَا النَّبِیُّ(ص) فَقَالَ اللَّهُ إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْراهِیمَ لَلَّذِینَ اتَّبَعُوهُ وَ هذَا النَّبِیُّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا


فَکَانَتْ لَهُمْ خَاصَّة فَقَلَّدَهَا النَّبِیُّ(ص) عَلِیّاً(ع) فَصَارَتْ فِی ذُرِّیَّتِهِ الْأَصْفِیَاءِ الَّذِینَ آتَاهُمُ اللَّهُ الْعِلْمَ وَ الْإِیمَانَ وَ ذَلِکَ قَوْلُهُ وَ قالَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَ الْإِیمانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِی کِتابِ اللَّهِ إِلى‏ یَوْمِ الْبَعْثِ فَهذا یَوْمُ الْبَعْثِ وَ لکِنَّکُمْ کُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ عَلَى رَسْمِ مَا جَرَى وَ مَا فَرَضَهُ اللَّهُ فِی وُلْدِهِ إِلَى یَوْمِ الْقِیَامَةِ إِذْ لَا نَبِیَّ بَعْدَ مُحَمَّدٍ(ص) فَمِنْ أَیْنَ یَخْتَارُ هَذِهِ الْجُهَّالُ الْإِمَامَةَ بِآرَائِهِمْ إِنَّ الْإِمَامَةَ مَنْزِلَةُ الْأَنْبِیَاءِ وَ إِرْثُ الْأَوْصِیَاءِ إِنَّ الْإِمَامَةَ خِلَافَةُ اللَّهِ وَ خِلَافَةُ رَسُولِهِ(ص) وَ مَقَامُ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ(ع) وَ خِلَافَةُ الْحَسَنِ وَ الْحُسَیْنِ(ع) إِنَّ الْإِمَامَ زِمَامُ الدِّینِ وَ نِظَامُ الْمُسْلِمِینَ وَ صَلَاحُ الدُّنْیَا وَ عِزُّ الْمُؤْمِنِین‏


الْإِمَامُ أُسُّ الْإِسْلَامِ النَّامِی وَ فَرْعُهُ السَّامِی بِالْإِمَامِ تَمَامُ الصَّلَاةِ وَ الزَّکَاةِ وَ الصِّیَامِ وَ الْحَجِّ وَ الْجِهَادِ وَ تَوْفِیرُ الْفَیْ‏ءِ وَ الصَّدَقَاتِ وَ إِمْضَاءُ الْحُدُودِ وَ الْأَحْکَامِ وَ مَنْعُ الثُّغُورِ وَ الْأَطْرَافِ الْإِمَامُ یُحَلِّلُ حَلَالَ اللَّهِ وَ یُحَرِّمُ حَرَامَهُ وَ یُقِیمُ حُدُودَ اللَّهِ وَ یَذُبُّ عَنْ دِینِ اللَّهِ وَ یَدْعُو إِلَى سَبِیلِ اللَّهِ بِالْحِکْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ الْحُجَّةِ الْبَالِغَةِ الْإِمَامُ کَالشَّمْسِ الطَّالِعَةِ الْمُجَلِّلَةِ بِنُورِهَا لِلْعَالَمِ وَ هُوَ بِالْأُفُقِ حَیْثُ لَا تَنَالُهُ الْأَبْصَارُ وَ لَا الْأَیْدِی الْإِمَامُ الْبَدْرُ الْمُنِیرُ وَ السِّرَاجُ الزَّاهِرُ وَ النُّورُ الطَّالِعُ وَ النَّجْمُ الْهَادِی فِی غَیَابَاتِ الدُّجَى وَ الدَّلِیلُ عَلَى الْهُدَى وَ الْمُنْجِی مِنَ الرَّدَى‏


الْإِمَامُ النَّارُ عَلَى الْیَفَاعِ الْحَارُّ لِمَنِ اصْطَلَى وَ الدَّلِیلُ فِی الْمَهَالِکِ مَنْ فَارَقَهُ فَهَالِکٌ الْإِمَامُ السَّحَابُ الْمَاطِرُ وَ الْغَیْثُ الْهَاطِلُ وَ السَّمَاءُ الظَّلِیلَةُ وَ الْأَرْضُ الْبَسِیطَةُ وَ الْعَیْنُ الْغَزِیرَةُ وَ الْغَدِیرُ وَ الرَّوْضَةُ الْإِمَامُ الْأَمِینُ الرَّفِیقُ وَ الْوَلَدُ الشَّفِیقُ وَ الْأَخُ الشَّقِیقُ وَ کَالْأُمِّ الْبَرَّةِ بِالْوَلَدِ الصَّغِیرِ وَ مَفْزَعُ الْعِبَادِ الْإِمَامُ أَمِینُ اللَّهِ فِی أَرْضِهِ وَ خَلْقِهِ وَ حُجَّتُهُ عَلَى عِبَادِهِ وَ خَلِیفَتُهُ فِی بِلَادِهِ وَ الدَّاعِی إِلَى اللَّهِ وَ الذَّابُّ عَنْ حَرِیمِ اللَّهِ الْإِمَامُ مُطَهَّرٌ مِنَ الذُّنُوبِ مُبَرَّأٌ مِنَ الْعُیُوبِ مَخْصُوصٌ بِالْعِلْمِ مَوْسُومٌ بِالْحِلْمِ نِظَامُ الدِّینِ وَ عِزُّ الْمُسْلِمِینَ وَ غَیْظُ الْمُنَافِقِینَ وَ بَوَارُ الْکَافِرِینَ الْإِمَامُ وَاحِدُ دَهْرِهِ لَا یُدَانِیهِ أَحَدٌ وَ لَا یُعَادِلُهُ عَالِمٌ وَ لَا یُوجَدُ لَهُ بَدَلٌ وَ لَا لَهُ مِثْلٌ وَ لَا نَظِیرٌ مَخْصُوصٌ بِالْفَضْلِ کُلِّهِ مِنْ غَیْرِ طَلَبٍ مِنْهُ وَ لَا اکْتِسَابٍ بَلِ اخْتِصَاصٌ مِنَ الْمُفْضِلِ الْوَهَّابِ


فَمَنْ ذَا یَبْلُغُ مَعْرِفَةَ الْإِمَامِ أَوْ کُنْهَ وَصْفِهِ هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ ضَلَّتِ الْعُقُولُ وَ تَاهَتِ الْحُلُومُ وَ حَارَتِ الْأَلْبَابُ وَ حَصِرَتِ الْخُطَبَاءُ وَ کَلَّتِ الشُّعَرَاءُ وَ عَجَزَتِ الْأُدَبَاءُ وَ عَیِیَتِ الْبُلَغَاءُ وَ فَحَمَتِ الْعُلَمَاءُ عَنْ وَصْف‏ شَأْنٍ مِنْ شَأْنِهِ أَوْ فَضِیلَةٍ مِنْ فَضَائِلِهِ فَأَقَرَّتْ بِالْعَجْزِ وَ التَّقْصِیرِ فَکَیْفَ یُوصَفُ بِکُلِّیَّتِهِ أَوْ یُنْعَتُ بِکَیْفِیَّتِهِ أَوْ یُوجَدُ مَنْ یَقُومُ مَقَامَهُ أَوْ یُغْنِی غِنَاهُ وَ أَنَّى وَ هُوَ بِحَیْثُ النَّجْمُ عَنْ أَیْدِی الْمُتَنَاوِلِینَ وَ وَصْفِ الْوَاصِفِینَ أَ یَظُنُّونَ أَنَّهُ یُوجَدُ ذَلِکَ فِی غَیْرِ آلِ رَسُولِ اللَّهِ(ص) کَذَبَتْهُمْ وَ اللَّهِ أَنْفُسُهُمْ وَ مَنَّتْهُمُ الْأَبَاطِیلُ إِذِ ارْتَقَوْا مُرْتَقًى صَعْباً وَ مَنْزِلًا دَحْضاً زَلَّتْ بِهِمْ إِلَى الْحَضِیضِ أَقْدَامُهُمْ إِذْ رَامُوا إِقَامَةَ إِمَامٍ بِآرَائِهِمْ وَ کَیْفَ لَهُمْ بِاخْتِیَارِ إِمَامٍ وَ الْإِمَامُ عَالِمٌ لَا یَجْهَلُ وَ رَاعٍ لَا یَمْکُرُ مَعْدِنُ النُّبُوَّةِ لَا یُغْمَزُ فِیهِ بِنَسَب‏


وَ لَا یُدَانِیهِ ذُو حَسَبٍ فَالْبَیْتُ مِنْ قُرَیْشٍ وَ الذِّرْوَةُ مِنْ هَاشِمٍ وَ الْعِتْرَةُ مِنَ الرَّسُولِ(ص) شَرَفُ الْأَشْرَافِ وَ الْفَرْعُ عَنْ عَبْدِ مَنَافٍ نَامِی الْعِلْمِ کَامِلُ الْحِلْمِ مُضْطَلِعٌ بِالْأَمْرِ عَالِمٌ بِالسِّیَاسَةِ مُسْتَحِقٌّ لِلرِّئَاسَةِ مُفْتَرَضُ الطَّاعَةِ قَائِمٌ بِأَمْرِ اللَّهِ نَاصِحٌ لِعِبَادِ اللَّهِ إِنَّ الْأَنْبِیَاءَ وَ الْأَوْصِیَاءَ ص یُوَفِّقُهُمُ اللَّهُ وَ یُسَدِّدُهُمْ وَ یُؤْتِیهِمْ مِنْ مَخْزُونِ عِلْمِهِ وَ حِکْمَتِهِ مَا لَا یُؤْتِیهِ غَیْرُهُمْ یَکُونُ عِلْمُهُمْ فَوْقَ عِلْمِ أَهْلِ زَمَانِهِمْ وَ قَدْ قَالَ اللَّهُ جَلَّ وَ عَزَّ- أَ فَمَنْ یَهْدِی إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ یُتَّبَعَ أَمَّنْ لا یَهِدِّی إِلَّا أَنْ یُهْدى‏ فَما لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ وَ قَالَ تَعَالَى فِی قِصَّةِ طَالُوتَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفاهُ عَلَیْکُمْ وَ زادَهُ بَسْطَةً فِی الْعِلْمِ وَ الْجِسْمِ وَ اللَّهُ یُؤْتِی مُلْکَهُ مَنْ یَشاءُ وَ قَالَ فِی قِصَّةِ دَاوُدَ(ع) وَ قَتَلَ داوُدُ جالُوتَ وَ آتاهُ اللَّهُ الْمُلْکَ وَ الْحِکْمَةَ وَ عَلَّمَهُ مِمَّا یَشاءُ


وَ قَالَ لِنَبِیِّهِ ص وَ أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَیْکَ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَةَ وَ عَلَّمَکَ ما لَمْ تَکُنْ تَعْلَمُ وَ کانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَیْکَ عَظِیماً وَ قَالَ فِی الْأَئِمَّةِ مِنْ أَهْلِ بَیْتِهِ وَ عِتْرَتِهِ وَ ذُرِّیَّتِهِ- أَمْ یَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلى‏ ما آتاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِلَى قَوْلِهِ سَعِیراً وَ إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا اخْتَارَهُ اللَّهُ لِأُمُورِ عِبَادِهِ شَرَحَ صَدْرَهُ لِذَلِکَ وَ أَوْدَعَ قَلْبَهُ یَنَابِیعَ الْحِکْمَةِ وَ أَطْلَقَ عَلَى لِسَانِهِ فَلَمْ یَعْیَ بَعْدَهُ بِجَوَابٍ وَ لَمْ تَجِدْ فِیهِ غَیْرَ صَوَابٍ فَهُوَ مُوَفَّقُ مُسَدَّدٌ مُؤَیَّدٌ قَدْ أَمِنَ مِنَ الْخَطَإِ وَ الزَّلَلِ خَصَّهُ بِذَلِکَ لِیَکُونَ ذَلِکَ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ شَاهِداً عَلَى عِبَادِهِ فَهَلْ یَقْدِرُونَ عَلَى مِثْلِ هَذَا فَیَخْتَارُونَهُ فَیَکُونُ مُخْتَارُهُمْ بِهَذِهِ الصِّفَة.[۲۶]


عبدالعزیز بن مسلم وویل: مونږ امام رضا علیه السلام سره په مرو کې وو او د هغه ښار په جامع جومات کې راغونډ شوي وو او خلکو د امام د موضوع په هکله خبرې اترې کولې او په کې یې ډېر اختلاف درلود، نو زه خپل مشر او مولا امام رضا علیه السلام ته ورغلم او هغه مې د خلکو له خبرو خبر کړ. امام رضا(ع) وخندل، بیا یې وفرمایل: ای عبدالعزیزه، دا قوم بې خبره پاتی شو او په خپل دین کې دهوکه شول، بیشکه چې الله تعالی جل و عز خپل بنی(ص) وانه خسته تر هغه چې خپل دین یې کامل کړ او قرآن یې ورباندې نازل کړ چې د هر یو څیز روښانه کوونکی دی او حلال او حرام او حکمونه او د خلکو ټولې اړتیاوې یې په کې په بشپړ ډول بیان کړې وې او ویې فرمایل: «ما فَرَّطْنا فِی الْکِتابِ مِنْ شَیْ‏ءٍ؛ یعنی مونږ په کتاب کې هیڅ څیز نه دی پریښې»(یعنی هر څه مو په کې بیان کړي دي.[سوره انعام ۳۸ آیت]

او په اخرني حج کې ورباندې: «نن مې ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو تمام کړ او اسلام مې ستاسو لپاره د دین په توګه غوره کړ»(د سوره مائدې 3آیت) نازل کله چې د هغه حضرت(ص) د عمر اخري وخت و. او د امامت موضوع سره د دین تکمیل دی. او پيغمبر(ص) تر هغه وخت وفات نه شو تر څو چې یې د خپل امت لپاره د دین نښې ټولې بیان کړې او لارې یې ورته روښانه کړې او هغوي یې په حقه لاره کړل او علی(ع) یې د هغوي لپاره بیرغ او امام وګرځاوه او د امت یوه اړتیا یې هم پری نه ښود هر څه یې بیان کړل او که څوک دا ګمان کوي چې الله تعالی خپل دین نه دی مکمل کړی نو هغه د خدای کتاب نه مني او څوک چې د خدای کتاب نه مني نو هغه کفر کړی دی.


ایا دوی د امت په منځ کې د امامت له مقام او منزلته خبر دي ترڅو د امامت لپاره د دوی انتخاب جائز وي؟ په حقیقت کې، امامت هغه [منزلت] دی چې خدای پاک ابراهیم خلیل الرحمن علیه السلام ته د پیغمبر او د خدای د مخلص دوست کیدو وروسته په دریمه مرتبه کې ځانګړی کړ، او دا هغه فضیلت دی چې په هغه سره یې هغه لوړ کړ او د هغه نوم یې مشهور کړ. نو خدای، جل و عزّ، وفرمایل: « او (ياد کړه) هغه وخت چې خدای پاک ابراهيم په څو خبرو وآزمايه، نو دۀ دغه خبرې پوره کړې، (خداي پاک) وفرمايل: زۀ تا د خلکو لپاره امام ګرځوم»[سورة البقرة، آیت ۱۲۴] ابراهیم علیه السلام د خپل امامت په اړه په خوښۍ سره وویل: «(ابراهيم) وويل: "او له اولاده مې هم (امامان او مشران ورګرځوه)" نو ويې فرمايل: "زما عهد (امامت او مشري) ظالمانو ته نه رسي.»[بقره سورة ، ۱۲۴آیت] نو دې آیت د قیامت تر ورځې پورې د هر ظالم امامت باطل کړ او امامت یې د غوره شویو کسانو په منځ کې کیښود. بیا خدای تعالی د غوره شویو او پاکو خلکو په اولاد کې د امامت په ټاکلو سره، دا مقام لوی او عزتمن کړ او ویې فرمایل: «او هغه ته مو (زوے) اسحاق او د انعام په توګه مو (لمسے) يعقوب ورکړ او دا ټول مو نيکان ګرځولي دي. او دوي مو داسې امامان وګرځول چې زمونږ په حکم سمه لاره وښايي او هغوي ته مو د ښو کارونو د کولو، د لمانځه د قائمولو او د زکات د ورکولو وحي وکړه او دوي يوازې زمونږ عبادت کوونکي وو.»[ انبیاء سوره،۷۲-۷۳ آیتونه] نو، پرله پسې او پیړۍ په پیړۍ، د هغه اولادونو له یو بل څخه امامت په میراث کې ترلاسه کړ تر هغه چې پیغمبر صلّى اللَّه علیه و آله دا میراث ترلاسه کړ. او خدای تعالی وفرمایل: بيشکه چې ابراهيم ته تر ټولو نږدې هغه کسان دي چې د هغه پيروي يې وکړه اودا پيغمبر او هغه کسان چې (په دې پيغمبر) يې ايمان راوړی دی. او خدای د مؤمنانو ملګری (سرپرست) دی.»[ال عمران سوره، ۶۸ آیت]


نو امامت یوازې د هغوی لپاره ځانګړی شو، او پیغمبر صلی الله علیه وآله امامت علي علیه السلام ته وسپاره او د هغه په غوره شویو اولادونو وسپارل شو، هغه کسان چې خدای تعالی ورته علم او ایمان ورکړی و، او دا د خدای هماغه کلام دی چې فرمايي: «او کومو کسانو ته چې علم او ايمان ورکړی شوی دی وايي: په تحقيق سره تاسو د خدای په ليکل شوي حکم سره سم د قيامت تر ورځې (په دنيا يا برزخ) کښې پاتې شوې يئ، دا د قيامت ورځ ده خو تاسو نه پوهيدئ»[روم سوره، ۵۶ آیت] لکه څنګه چې خدای تعالی دا د قیامت تر ورځې پورې د هغه په اولادونو کې جاري او فرض کړ؛ ځکه چې له محمد صلی الله علیه وآله وروسته بل پیغمبر نشته، نو دا ناپوه خلک څنګه کولی شي د خپل نظر له مخې امامت غوره کړي؟ په تحقیق سره چې امامت د پیغمبرانو عزت او مقام او د اوصیاو میراث دی، او په حقیقت کې امامت د خدای، عزیز او جلیل خلافت دی، د هغه د رسول، صلی الله علیه و آله ځای ناستي او د امیرالمؤمنین، او د حسن او حسین علیهم السلام د ځای ناستي مقام دی. بې له شکه امام د دین مشر، د مسلمانانو تنظیم کوونکی، د نړۍ خیر او د مومنانو عظمت دی.


امام د اسلام بنسټ او ريښه ده چې وده کوي او هغه څانګه ده چې وده کوي. او د امام له مخې لمونځ، زکات، روژه، حج او جهاد بشپړېږي، او د جګړې پرته غنیمتونه او صدقې زیاتېږي، او حدود او الهي احکام پوره کېږي، او [د اسلامي خاورې] پولې او څنډې ساتل کېږي. امام هغه څه حلالوي چې خدای حلال کړي او هغه څه حراموي چې هغه خدای حرام کړي دي، او د خدای حدود قایموي، او د خدای دین ساتي، او په حکمت، ښې مشورې او روښانه دلیل سره د خدای لارې ته بلنه ورکوي. امام د ځلیدونکي لمر په څیر دی چې رڼا یې عالم روښانه کوي او هغه افق دی چې نه ورته سترګې رسيدی شي او نه لاسونه. امام ځلیدونکی سپوږمۍ، روښانه څراغ، ځلیدونکی رڼا، او د تیارو شپو په تیارو کې لارښود ستوری، او د هدایت لارښود دی او له تباهۍ څخه ژغورونکی دی.


امام په غونډی باندې یوه بلیدونکی لمبه ده، د ساړه وهلي لپاره تودوخه ده، د هلاکت په ځایونو کې لارښود دی، هرڅوک چې ترې جدا شو نو هغه له هلاکیدونکی دی. امام باران لرونکی وریځ ده، او دوامداره باران دی، او یو داسې اسمان دی چې سیوری خپروي، او یوه پراخه ځمکه ده، یو خوټکیدونکی چینه، یو ډنډ او یو باغ دی. امام یو امین ملګری، یو مینه ناک پلار، یو بې ساری ورور، یوه داسې مور چې خپل کوچني ماشوم سره مهربانه وی او د بندګانو لپاره د پناه ځای دی. امام په ځمکه باندې او د هغه د مخلوقاتو په منځ کې د خدای امانتدار دی، او په بندګانو باندې د خدای حجت دی، او ځمکو باندې د هغه ځای ناستی دی، د خدای لور ته بلونکی دی، او د خدای د حرم ساتونکی دی. امام له ګناهونو څخه پاک دی، له عیبونو څخه پاک دی، او علم سره ځانګړی شوی دی، په صبر پیژندل شوی دی، او د دین نظام او د مسلمانانو عظمت، د منافقینو غوسه او د کافرانو تباهی ده. امام د خپل وخت یوازینی کس دی. هیڅوک د هغه سره سیالي نشي کولی، هیڅ عالم هغه سره برابر نه شي کیدی، او د هغه په څېر هیڅوک نه موندل کیږي. هر فضیلت د هغه لپاره خاص شوی دی پرته له دې چې هغه یې وغواړي یا یې ترلاسه کړي. بلکه، د فضیلت ورکوونکي خدای لخوا ورته فضیلتونو ورکړی شوي دي.


نو څوک داسې شته چې امام حقیقت ته ورسي او صفات یې تشریح کړي؟ هیهات، هیهات! عقلونه ګمراه شوي دي، د دوی یادونه سرګردانه دي، د دوی فکرونه حیران دي، او خطیبان ګوګیان شوي او شاعران پاتی راغلي دي او ادیبان عاجز دي او مبلغین غلي دي، او عالمان د هغه د یو ځانګړتیا یا د هغه د یو فضیلت له بیانه عاجز دي، او د خپلې عاجزۍ او نیمګړتیا اقرار کوي. نو څنګه د هغه ټولې ځانګړتیاوې بیان کړی شي یا به یې څه رنګوالی وستایي؟ یا به څوک داسې پيدا کړي چې د هغه ځای ناستی شي، یا د هغه په څیر بې نیازه به څوک وي چې د نیازمندو نیازونه پوره کړي؟ او له کوم ځای څخه؟ او پداسې حال کې چې هغه د هغه ستوري په مقام کې دی چې د چا لاس ورته نه رسي او ستاینه یې نه شي کولی. ایا دوی فکر کوي چې امام د خدای د رسول صلی الله علیه و آله له کورنۍ پرته موندلی شي؟ قسم په خدای! دوی ځانونه په خپله دروغجن ګڼي او بې ګټې غوښته کوي، دوی په لوړه لاره وختل او له ښویېدونکې ځایه به ښکته کیږي، ځکه چې دوي غوښتل چې د دوي په [ناقصو] نظرونو سره امام وټاکي، او دوي څنګه امام ټاکلی شي؟ پداسې حال کې چې امام یو داسې عالم دی چې ناپوهي نه ښیې، یو داسې ساتونکی دی چې دوکه نه کوي، د نبوت سرچینه ده، چې په نسب کې یې هیڅ عیب نشته.


او هیڅ یو نسب لرونکی له هغه سره نه شي پرتله کیدی، د هغه کورنۍ له قریشو او نسب یې له هاشمو دی، او د هغه کورنۍ د خدای له رسول صل الله علیه و آله څخه ده، هغه د لویانو عظمت او د عبد مناف د نسب څانګه ده. هغه څوک دی چې پوهه زیاتوي، صبر بشپړوي، د امر کولو توان لري، په سیاست کې پوهه لري، او د مشر کیدو مستحق دی، او د هغه اطاعت واجب دی، د خدای په امر سره قایم دی او هغه څوک دی چې د خدای د بندګانو لپاره نصیحت کوونکی دی. بیشکه چې خدای پیغمبرانو او اوصیاو ته بریالیتوب ورکوي، خدای دې موفق ولري او مزبوت دې وساتي او د خپل علم او حکمته دې ورته هغه څه ورکړي چې نورو ته یې نه دي ورکړي. د دوي پوهه د دوي د وخت د خلکو له پوهې څخه ډېره اوچته ده، او په حقیقت کې، خدای تعالی فرمایلي: « ايا څوک چې د حقو هدايت کوي هغه د پيروۍ زيات حقدار دی که هغه څوک چې پخپله لار نه مومي تر څو چې ورته هدايت و نه شي؟ نو بيا په تاسو څه شوي دي؟ څنګه فيصلې کوئ؟ (چې عقل يې نه مني)؟»[سورة یونس، آیت ۳۵] او الله تعالی د طالوت په کیسه کې فرمایلي دي: « خداي هغه پر تاسو غوره کړی دی او په علم او جسم کښې يې پرخوالی ورکړی دی او الله چې چا ته وغواړي خپله پاچاهي (واکمني) ورکوي الله د پراخ احسان او علم خاوند دی.»[سورة البقره، آیت ۲۴۷] او د داود علیه السلام په کیسه کې یې وفرمایل: « او داؤد، جالوت وواژۀ او خداي هغه (داود) ته سلطنت (باچاهي) او حکمت ورکړ او چې څه يې غوښتل هغه يې وروښودل»[بقره سوره، ۲۵۱ آیت]


او خپل پيغمبر صلی الله علیه و آله ته یې وفرمايل: «او خدای په تا باندې کتاب او حکمت نازل کړ او په کوم څه چې نه پوهيدلې تا ته يې وښودل او په تا باندې د خدای ډېر لوی فضل دی.» [نساء سوره، ۱۱۳ آیت] او د اهل بیت علیهم السلام، د هغه د کورنۍ او اولادونو د مشرانو په اړه، یې وفرمایل: « دوي د دې لپاره له خلکو (پيغمبر او د هغه له اهلبيتو) سره حسد کوي چې خدای ورته له خپل فضله (ډېر څه) ورکړي دي.»[نساء سوره، ۵۴ او ۵۵ آیتونه] او بې له شکه، که الله یو بنده د خپلو بندګانو د چارو مسؤل وټاکي، نو د دې کار لپاره یې سینه پراخه وي، او د هغه په زړه کې د حکمت چینې بهوي او د ژبه ته یې فصاحت ورکوي، نو له دې وروسته هغه په ځواب ورکولو کې ځنډ نه کوي او پرته له حق څخه بل څه نه وايي، نو هغه موفق، پوخ او ثابت قدمه او تایید شوی دی او بې له شکه هغه له هرې غلطۍ او خطا څخه خوندي او پاک ساتلی دی هغه یې دې صفاتو سره خاص کړی ترڅو په مخلوقاتو یې حجت شي او په بندګانو یې شاهد وي. نو، ایا دوي دا واک لري چې یو داسې امام وټاکي چې دا ټولې ځانګړتیاوې ولري؟[۲۷]

فوټ نوټ

  1. هاشمی و دیگران، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو»، مخ۱۵.
  2. «تفاوت آموزه‌های حدیثی امام رضا (ع) در مدینه و مرو»، سایت راسخون.
  3. هاشمی و دیگران، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو»، مخ۱۵.
  4. هاشمی و دیگران، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو»، مخ۱۶.
  5. ملکى میانجى، مناهج البیان، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۳۴۷.
  6. بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۲۲۴.
  7. بحرانی، البرهان، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۲۸۲.
  8. مدرسى، من هدى القرآن، ۱۴۱۹ق ټوک۱۰، مخ۳۳۸.
  9. طبرسى، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۴۳۳؛ حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۱۰۸.
  10. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۵، مخ۱۱۵؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ش، ټوک۱، مخ۲۱۶؛ هاشمى خویى، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۰۲؛ استرآبادى، الحاشیة على أصول الکافی، ۱۴۳۰ق، مخ۱۴۲؛ منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الإسلامیة، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۳۸۵.
  11. وګورئ: هاشمی و دیگران، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو»، ۱۵-۲۹مخونه.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۱۹۸.
  13. صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، مخ۶۷۴.
  14. ابن‌شعبه حرانى، تحف العقول‏، ۱۳۶۳ش، مخ۴۳۶.
  15. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۶۷۵.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۱۹۸.
  17. ابن‌شعبه حرانى، تحف العقول‏، ۱۳۶۳ش، مخ۴۳۶.
  18. لباف، حدیث مرو در میراث علمی ثقة‌الاسلام محمد بن یعقوب کلینی، ۱۳۹۲ش، ۲۵-۲۷مخونه.
  19. هاشمی و دیگران، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو»، مخ۱۵.
  20. هاشمی و دیگران، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو»، مخ۱۵.
  21. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، ۱۰۸-۱۱۵مخونه.
  22. فتاحی‌زاده و احدیان، «تحلیل محتوای روایت رضوی»، مخ۷۹.
  23. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، ۱۰۸-۱۱۵مخونه.
  24. فتاحی‌زاده و احدیان، «تحلیل محتوای روایت رضوی»، مخ۷۹.
  25. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، ۱۰۸-۱۱۵مخونه.
  26. ابن‌شعبه حرانى، تحف العقول‏، ۱۳۶۳ش، مخ۴۳۶.
  27. صادق‌زاده، ترجمه تحف العقول، ۱۳۸۲ش، ۷۹۵-۸۰۳ مخونه.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حراني، حسن بن علي، تحف العقول، څېړونکی: علي‌اکبر غفاري، قم، جامعه مدرسین، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق / ۱۳۶۳ش.
  • استرآبادي، ملا محمدامین، الحاشیة على أصول الکافي، څېړونکي: مولی خلیل قزویني او علي فاضلي، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۳۰ق.
  • بحراني، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، څېړونکی: د اسلامي مطالعاتو څانګه، مؤسسه البعثة، قم، مؤسسه البعثة، د اسلامي مطالعاتو څانګه، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.
  • «تفاوت آموزه‌های حدیثی امام رضا (ع) در مدینه و مرو» (د مدینې او مرو په ښارونو کې د امام رضا(ع) د حدیثي ښوونو توپیر)، د راسخون وېب‌سایټ، د خپرېدو نېټه: ـــــ، د کتنې نېټه: ۲۵ لیندی ۱۴۰۴ش.
  • حسيني طهراني، سید محمدحسین، امام‌شناسي، مشهد، د اسلامي علومو او معارفو د ژباړې او خپرونې مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، الأمالي، تهران، کتابچي، شپږم چاپ، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، کمال‌الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، دوهم چاپ، ۱۳۹۵ق.
  • طاهرزاده، اصغر، امام و امامت در تکوین و تشریع (امام او امامت په تکوین او تشریع کې)، اصفهان، لب‌المیزان، ۱۳۹۰ش.
  • طبرسي، احمد بن علي، الاحتجاج على أهل اللجاج، څېړونکی: محمد باقر خرسان، نشر مرتضی، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • فتاحي‌زاده، فتحیه او حسین احدیان، «تحلیل محتوای روایت رضوی درباره ویژگی‌ها و شاخصه‌های امامت از کتاب الحجه کافی» (د کتاب الحجة (کافي) له مخې د امامت د ځانګړتیاوو او شاخصونو په اړه د رضوي روایت د منځپانګې شننه)، د فرهنګ رضوي فصلنامه، شپږم کال، ۲۴مه ګڼه، ژمی ۱۳۹۷ش.
  • فیض کاشاني، محمدمحسن، الوافي، اصفهان، د امام امیرالمؤمنین علي(ع) کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تصحیح: علي‌اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دارالکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • لباف، علي، حدیث مرو در میراث علمی ثقة‌الاسلام محمد بن یعقوب کلینی (د مرو حدیث د ثقة‌الاسلام محمد بن یعقوب کلیني په علمي میراث کې)، تهران، منیر، ۱۳۹۲ش.
  • مدرسي، محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • ملکي میانجي، محمدباقر، مناهج البیان فی تفسیر القرآن، تهران، د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزارت، د چاپ او خپرونو اداره، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • منتظري، حسینعلي، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الإسلامیة، قم، د اسلامي مطالعاتو نړیوال مرکز، دوهم چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • هاشمي خویي، میرزا حبیب‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ژباړونکي: حسن حسن‌زاده آملي او محمدباقر کمرهاي؛ څېړونکی: ابراهیم میانجي، تهران، مکتبة الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۰ق.
  • هاشمي او نور، «تبیین سبک و اسلوب احتجاج امام رضا در حدیث مرو در زمینه لزوم تبعیت از حجت الهی (با محوریت کتاب الحجه کافی) بر اساس نظریه کنش گفتاری جان سرل» (د مرو په حدیث کې د الهي حجت د پیروۍ د اړتیا په برخه کې د امام رضا (ع) د احتجاج د سبک او اسلوب تبیین (د کافي د کتاب الحجة پر محور) د جان سرل د وینایي کنش د نظریې پر بنسټ)، د دیني څېړنو مجله، ۴۵مه ګڼه، منی او ژمی ۱۴۰۱ش.
  • حسن‌زاده، صادق، ترجمه تحف العقول (د تحف العقول ژباړه)، قم، د آل علي علیه‌السلام خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۸۲ش.
  • مجلسي، محمدباقر، بِحارُ الاَنوارِ الجامعةُ لِدُرَرِ اَخبارِ الاَئمةِ الاَطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.