عبدالله بن عبدالمطلب
| د اسلام د پیغمبر پلار | |
په مدینه منوره کې دارالنابغه، د عبدالله بن عبدالمُطَّلِب د ښخولو د ځای انځور. | |
| لقب/ کنیت | ابوقشم • ابومحمد • ابواحمد • ذبیح |
|---|---|
| نسب | د قریشو قبیله د حضرت ابراهیم له اولادې څخه |
| مشهور خپلوان | عبدالمطلب (پلار) • آمنه بنت وهب (ښځه) |
| د زیږیدو ځای | مکه |
| د دفن ځای | مدینه • دارالنابغه |
عَبدالله بن عبدالمُطَّلِب، د پيغمبر(ص) پلار، د بنو هاشم د قبیلې د عبدالمطلب او د فاطمې بنت عمرو المخزومي زوی و. عبدالله د آمنه بنت وهب سره واده وکړ او د مشهور قول له مخې، د حضرت محمد(ص) له زیږیدو دمخه په ۲۵ کلنۍ کې په مدینه کې وفات شو. د هغه قبر په مدینه کې په دارالنابغه کې موقعیت درلود، چې په ۱۳۵۵ کال کې ونړول شو او په نبوي جومات کې ځای پر ځای شو.
شیعه د عبدالله او د حضرت محمد(ص) د نیکونو په توحید باور لري. په تاریخي او حدیثي سرچینو کې، د عبدالمطلب د نذر او د حضرت عبدالله د وژلو په اړه یوه پیښه روایت شوې ده، چې د حدیث عالم علي اکبر غفاري او د شیعه تاریخ پوه علي دواني په وینا، جعلي ده او د پيغمبر(ص) د نیکونو ایمان سره په ټکر کې ده.
معرفي او مقام
عبدالله، د عبدالمطلب زوی او د حضرت محمد(ص) پلار، د بنو هاشم قبیلې څخه و چې د قریشو د قبیلې یوه څانګه ده.[۱]
عبدالله د مور نوم فاطمه و، چې د مخزوم قبیلې څخه د عمرو بن عائذ لور وه.[۲] د عبدالمطلب او فاطمې بنت عمرو ګډ اولادونه څلور زامن وو: عبدالله، ابوطالب(د امام علي(ع) پلار)، زُبَیر او مُقَوِّم (عبدالکعبه)، او پنځه لوڼې: اُمّحَکیم، اُمَیْمه (اُمَیّه)، اَروىٰ، بَرّه و عاتِکه یې درلودې.[۳] که څه هم ځینې سرچینې عبدالله د عبدالمطلب تر ټولو کوچنی زوی ګڼي،[۴] خو سید جعفر مرتضی عاملي، د «الصحیح من سیرت النبی الاعظم» کتاب لیکوال، دا وینا غلطه ګڼي او عباس او حمزه، د عبدالمطلب نور دوه زامن، له هغه څخه کوچني ګڼي.[۵] هغه عبدالله د خپلې مور د تر ټولو کوچنی زوی معرفي کوي.[۶]
عبدالله د وهب بن عبد مناف لور، آمنه سره واده وکړ.[۷] د ځینو روایتونو له مخې، دا واده په هغه ورځ وشو کله چې عبدالمطلب د خپل یو ماشوم د قربانۍ نذر کړی و،[۸] یا له دې پيښې یو کال وروسته ترسره شوی دی.[۹] د محمد ابراهیم آیتي په وینا، چې د «د اسلام د پیغمبر تاریخ» کتاب لیکوال دی، د عبدالله کنیتونه «أبوقُشَم»، «أبومحمّد» و «أبواحمد» او لقب یې «ذَبیح» بیان شوی دی.[۱۰]
د عبدالله ایمان
سید جعفر مرتضی عاملي د حضرت آدم(ع) څخه تر عبدالله پورې د پیغمبر د نیکونو موحِّد شونه د شیعو له منل شویو مسلو څخه ګڼي.[۱۱] همدارنګه، په مصر کې د الازهر د دار الافتاء د نظر له مخې، هیڅ یو نارینه او ښځینه چې د هغوي له صلبونو او رحمونو څخه پیغمبر(ص) زیږیدلی و، هیڅ کافر نه وو، فاسقان نه وو او جاهلي صفتونه یې نه درلودل.[۱۲] په هرصورت، د سني عالمانو یوه ډله، په شمول د ابن تیمیه، په دې باور دي چې د پیغمبر(ص) مور او پلار کافر وو او په دوزخ کې دي.[۱۳]
د قربانۍ کیسه
د عبدالمطلب د نذر او د عبدالله د قربانۍ کیسه د مسلمان تاریخ پوهانو ترمنځ یوه اختلافي موضوع ده.[۱۴] په په یوه روایت کې چې له پیغمبر(ص) سره منسوب دی، هغه ځان د «دوو ذبیح» زوی بللی، چې د دوو قربانو مطلب یوه د اسماعیل(ع) او بله د عبدالله قرباني وه.[۱۵] ځینې تاریخي او حدیثي راپورونه وايي:[۱۶]
- «عبدالمطلب نذر وکړ چې که خدای ورته لس زامن ورکړي، نو یو به یې د خدای په لاره کې او د کعبې تر څنګ قرباني کړي. کله چې د هغه د زامنو شمیر لسو ته ورسید، نو هغه د خپل نذر د پوره کولو لپاره قرعه کشي وکړه، نو قرعه په عبدالله راغله؛ خو خلکو د دې عمل مخالفت وکړ. پریکړه وشوه چې عبدالله به د لسو اوښانو سره برابر حساب شي. بیا د هغه او د اوښانو ترمنځ قرعه کشي وکړي، که دا معلومه شوه چې د اوښانو په نوم شوه نو عبدالله به وژغورلی شي او اوښان به قرباني کړي او که دا معلومه شوه چې د عبدالله په نور راغله، نو لس نور اوښان به وراضافه کړي او بیا به قرعه کشي وکړي او اوښانو ته به تر هغه وخته اضافه کوي تر دې چې قرعه د اوښانو لپاره راشي. قرعه کشي لس ځله دوام وکړ تر هغه چې بالاخره دوی د عبدالله او سلو اوښانو ترمنځ قرعه کشي وکړه، نو قرعه د اوښانو لپاره راووتله.»
یو حدیث پيژندونکي شیعه عالم علي اکبر غفاري د دې روایتونو سند بې اعتباره او محتوا یې د نه منلو وړ او مشرکانه بللې ده.[۱۷] یو تاریخ پوه، علي دواني د عبدالمطلب د خپل ماشوم د قربانولو د نذر کیسه یوه افسانه او د اموي ذهن یوه جعلي کیسه ګڼي.[۱۸] په هرصورت، سید جعفر مرتضی عاملي په دې باور دی چې د عبدالمطلب ایمان ورو ورو مکمل کیده او هغه په تدریجي ډول موّحِد شوی دی.[۱۹]
وفات
د تاریخي بیانونو له مخې، عبدالله، چې د قریشو له کاروان سره د سوداګرۍ لپاره شام ته تللی و، د ۲۵ کلنۍ په عمر کې د بیرته راستنیدو په لاره کې په مدینه کې وفات شو.[۲۰] په ډیرو تاریخي کتابونو کې راغلي دي چې عبدالله د خپل زوی، محمد، له زیږیدو دمخه وفات شو،[۲۱] خو یعقوبي، چې د دریمې پیړۍ یو تاریخ پوه دی، دا نظریه د اجماع خلاف ګڼلې او د امام صادق(ع) د روایت له مخې، په دې باور دی چې هغه د محمد(ص) له زیږیدو څخه دوه میاشتې وروسته وفات شوی دی.[۲۲] د څلورمې پیړۍ د حدیث عالم، کلیني هم دا نظریه خوښه کړې ده.[۲۳]

د عبدالله د وفات د نیټې په اړه نور نظرونه دا دي: د پیغمبر له زیږون څخه ۲۸ میاشتې وروسته، له زوکړې اوه میاشتې وروسته،[۲۵] له زوکړې یوه میاشت وروسته، او زوکړی په دوهم کال.[۲۶] له عبدالله څخه پیغمبر(ص) ته په میراث کې یوه وینځه ام ایمن، پنځه اوښان، د پسونو یوه رمه، یوه زړه توره، او ځینې پیسې پاتې شوې.[۲۷]
د ښخولو ځای
عبدالله په مدینه کې د دارالنابغه په نوم ځای کې ښخ شو.[۲۸] په لسمه هجري پیړۍ کې، د دارالنابغه ودانۍ بیا رغول شوې، او د هغې لپاره یو ضریح جوړ شوی و.[۲۹] یو شمیر سفر لیکونکو د عبدالله د زیارت د لیدلو راپورونه ورکړي دي.[۳۰]
ویل کیږي چې د عبدالله قبر په ۱۳۵۵ هجري کې د وهابیانو په لاس ویجاړ شو.[۳۱] د ځینو تاریخ پوهانو په وینا، د نبوي جومات د لویدیځې برخې د پراختیا پر محال دارالنابغه د مسجد النبی دننه راغی.[۳۲] ځینې څېړونکي په دې باور دي چې د پيغمبر د پلار قبر بل ځای ته لیږدول شوی یعنی د مسجد النبی د پنځم نمبر دروازې، چې «باب قبا»[۳۳] نومیږي یا د احد د شهیدانو قبرونو ته نږدې وړل شوی دی.[۳۴] احمد کاشف الغطاء د عبدالله قبر د هغو قبرونو په لیست کې شامل کړی دی چې په مدینه کې یې د زیارت سپارښتنه شوې ده.[۳۵]
فوټ نوټ
- ↑ ابنفهد، اتحاف الوری، ۱۹۸۳م، ټوک۱، مخ۶.
- ↑ ابناثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۳۳.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۱۱؛ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ټوک۱، مخ۳۷۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۲۳۹.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۴۲.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۴۲.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۱، مخ۱۵۶؛
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۱، مخ۱۵۶.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ل، مخ۵۲.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ل، مخ۵۱.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۱۸۵.
- ↑ «Are the parents of Prophet Muhammad going to heaven?»، د مصر د دارالافتا ویب پاڼه.
- ↑ «Are the parents of the Prophet (peace and blessings of Allah be upon him) in Paradise or in Hell?»، د الاسلام سؤال اوځواب ویب پاڼه.
- ↑ رسولی محلاتی، درسهایی از تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۷۱ل، ټوک۱، مخونه۷۹-۹۱؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخونه۵۲-۵۳؛ غفاری، پاورقی کتاب من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخونه۸۹-۹۱.
- ↑ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ل، ټوک۱، مخونه۵۶-۵۷.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۱، مخونه۱۵۳-۱۵۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، دار المعارف، ټوک۱، مخونه۷۸-۷۹؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ټوک۱، مخونه۵۶-۵۷؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخونه۸۹-۹۱؛ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ټوک۱، مخونه۲۰-۲۲.
- ↑ غفاری، پاورقی کتاب من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخونه۸۹-۹۱.
- ↑ دوانی، تاریخ اسلام از آغاز تا هجرت، ۱۳۷۳ل، مخ۵۴.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخونه۵۲-۵۳.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۷۹؛ مسعودی، التنبیه والاشراف، دار الصاوی، مخ ۱۹۶؛ ابناثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۰.
- ↑ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۱۶۵؛ ابنفهد، اتحاف الوری، ۱۹۸۳ز، ټوک۱، مخ۱۶-۱۷؛ قمی، کحل البصر، ۱۴۲۹ق، مخ۱۳-۱۴.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ټوک۲، مخ۱۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۴۳۹.
- ↑ «زقاق الطوال وعلى اليمين دار النابغه الذى فيه قبر والد الرسول(ص)»، د پینټرست ویپ پاڼه.
- ↑ ابناثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۰.
- ↑ مسعودی، التنبیه والاشراف، دار الصاوی، مخ ۱۹۶.
- ↑ ابناثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ټوک ۱ ، مخ۲۱.
- ↑ ابنشبه نمیری، تاریخ المدینة المنوره، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۱۶.
- ↑ نجمی، «محل دفن عبدالله پدر رسول خدا(ص)»، مخ۱۰۹.
- ↑ حسامالسلطنه، سفرنامه مکه، ۱۳۷۴ل، مخ۱۴۸؛ مرندی، «مفرّحة الانام فی تأسیسی بیت الله الحرام»، مخ۱۱۷؛ صبری پاشا، مرآت الحرمین، ۱۴۲۴ق، ټوک۴، مخ۷۰۸؛ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۰ل، مخ۳۷۰.
- ↑ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ل، مخ۳۰۰.
- ↑ نجمی، تاریخ حرم ائمة البقیع وآثار أخری فی المدینة المنورة، ۱۴۲۹ق، مخ۳۱۳؛ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکرمه و مدینه منوره، ۱۳۸۶ل، مخ۳۰۰؛ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۰ل، مخ۳۷۰.
- ↑ فرقانی، سرزمین یادها و نشانهها، ۱۳۷۹ل، مخ۴۰.
- ↑ مهدیپور، اجساد جاودان، ۱۳۸۵ل، مخ۴۶-۴۷.
- ↑ کاشفالغطاء، قلائد الدرر فی مناسک مَن حَجّ واعتمر، ۱۳۶۷ق، مخ۱۱۴.
سرچينې
- آیتي، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۶۹هـ ل.
- ابناثیر، علي بن محمد، الکامل في التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵هـ ق.
- ابناثیر، علي بن محمد، اُسد الغابة في معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹هـ ق.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰هـ ق.
- ابنشبه نُمَیري، عمر، تاریخ المدینة المنورة، قم، دار الفکر، ۱۴۱۰هـ ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل ابي طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹هـ ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب في معرفة الأصحاب، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲هـ ق.
- ابنفهد، عمر بن محمد، اتحاف الوری باخبار امّ القری، مکه، جامعة ام القری، ۱۹۸۳م.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السيرة النبویة، بیروت، دار المعرفة، بې نیټه
- بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، مصر، دار المعارف، بې نیټه
- جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه (د مکې او مدینې اسلامي آثار)، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۰هـ ل.
- حسامالسلطنه، سلطان مراد میرزا، سفرنامه مکه (د مکې سفرنامه)، تهران، مشعر، ۱۳۷۴هـ ل.
- دواني، علي، تاریخ اسلام از آغاز تا هجرت (د اسلام تاریخ له پیل څخه تر هجرت پورې)، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، اتم چاپ، ۱۳۷۳هـ ل.
- ذهبي، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۲۷هـ ق.
- رسولي محلاتي، سید هاشم، درسهایی از تاریخ تحلیلی اسلام (د اسلام د تحلیلي تاریخ درسونه)، قم، پاسدار اسلام، ۱۳۷۱هـ ل.
- «زقاق الطوال وعلى اليمين دار النابغه الذى فيه قبر والد الرسول(ص)»، د پینټرسټ وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۱۷ لړم ۱۴۰۴هـ ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، الخصال، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۶۲هـ ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳هـ ق.
- صبري پاشا، ایوب، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین وجزیرة العرب، قاهره، دار الآفاق العربیة، ۱۴۲۴هـ ق.
- طبري، محمد بن جریر، تاریخ الامم والملوک (تاریخ الطبري)، دوهم چاپ، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷هـ ق.
- عاملي، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم(ص)، بیروت، دار الهادي، ۱۴۱۵هـ ق.
- غفاري، علياکبر، «پاورقی»، در کتاب من لا یحضره الفقیه (پاورقي، په کتاب من لا یحضره الفقیه کې)، د شیخ صدوق اثر، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳هـ ق.
- فرقاني، محمد، سرزمین یادها و نشانهها (د یادونو او نښو ټاټوبی)، تهران، مشعر، ۱۳۷۹هـ ل.
- قائدان، علياصغر، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره (د مکې مکرمې او مدینې منورې اسلامي تاریخ او آثار)، تهران، مشعر، ۱۳۸۶هـ ل.
- قمي، عباس، کحل البصر في سیرة سید البشر(ص)، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۲۹هـ ق.
- کاشف الغطاء، احمد، قلائد الدرر في مناسک من حج واعتمر، نجف، مؤسسة کاشف الغطاء، ۱۳۶۷هـ ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، د علياکبر غفاري تصحیح، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷هـ ق.
- مرندي، سید اسماعیل، «مفرّحة الانام فی تأسیسی بیت الله الحرام»، د «میقات حج» مجله، ګڼه ۵، تله ۱۳۷۲هـ ل.
- مسعودي، علي بن حسین، التنبیه والاشراف، د عبدالله اسماعیل الصاوي تصحیح، قاهره، دار الصاوي، بې نیټه
- مهديپور، علياکبر، اجساد جاودان (تلپاتې جسدونه)، قم، نشر حاذق، ۱۳۸۵هـ ل.
- نجمي، محمدصادق، «محل دفن عبدالله پدر رسول خدا(ص)»، د «میقات حج» مجله، ګڼه ۲۲، ژمی ۱۳۷۶هـ ل.
- نجمي، محمدصادق، تاریخ حرم ائمة البقیع وآثار أخری فی المدینة المنورة (د بقیع د ائمو د حرم تاریخ او نور آثار په مدینه منوره کې)، قم، بنیاد معارف اسلامي، ۱۴۲۹هـ ق.
- یعقوبي، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبي، بیروت، دار صادر، بې نیټه
- «Are the parents of Prophet Muhammad going to heaven?»، د مصر د دارالافتاء وېبسایټ، د خپرېدو نېټه: ۳ نومبر ۲۰۱۳م، د لېدنې نېټه: ۱۷ لړم ۱۴۰۴هـ ل.
- «Are the parents of the Prophet (peace and blessings of Allah be upon him) in Paradise or in Hell?»، د «الاسلام سؤال وجواب» وېبسایټ، د خپرېدو نېټه: ۱۶ فبروري ۲۰۰۴م، د لېدنې نېټه: ۱۷ لړم ۱۴۰۴هـ ل.