منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د اما الحوادث الواقعه توقیع

د wikishia لخوا
د اما الحوادث الواقعه توقیع
نور نومونهد اسحاق بن یعقوب توقیع
موضوعولایت فقیه
څخه صادر شویامام مهدي(عج)
اصلي راویاسحاق بن یعقوب
شیعه سرچینېکمال‌الدین شیخ صدوقالغیبه شیخ طوسي


د «اَمَّا الحَوَادِثُ الوَاقِعَه» توقیع هغه لیک دی له امام مهدي(عج) څخه د اسحاق بن یعقوب د پوښتنو په ځواب کې صادر شوی او د فقیه د ولایت د ثبوت له مهمو دلایلو څخه ګڼل کېږي.

په دې توقیع کې، امام مهدي(ع) د حدیث راویان خپل حجت بللي دي او له شیعیانو غوښتل شوي چې د پېښو او پېښېدونکو حالاتو پر مهال دې هغوی ته رجوع وکړي. د «رُواةِ حَديثِنا» مطلب هغه فقیهان دي چې د شرعي احکامو د استنباط او د ټولنې د رهبرۍ وړتیا لري.

اسحاق بن یعقوب د رجالي سرچینو له مخې په څرګند ډول توثیق شوی نه دی، خو داسې قراین شته چې پر وثاقت یې دلالت کوي؛ لکه دا چې دا توقیع ځینو محدثانو لکه کلیني، شیخ صدوق او شیخ طوسي نقل کړی، د توقیع منځپانګه او په توقیع کې اسحاق ته د امام مهدي(ع) ځانګړی سلام.

ځای او اهمیت

توقیع «اَمَّا الحَوادِثُ الواقِعَه» د روایتي دلایلو له ډلې څخه دی چې د ولایت فقیه د ثبوت لپاره پرې استدلال کېږي.[۱] دا توقیع د امام مهدي(عج) له خوا د اسحاق بن یعقوب لیک ته ځواب دی، چې د نواب اربعه له ډلې محمد بن عثمان عَمري له لارې امام ته ورسېد.[۲] ځینو محدثانو لکه شیخ صدوق په کمال‌الدین[۳] او شیخ طوسي په الغیبه[۴] کې دا توقیع د کلیني له قوله روایت کړی دی.

متن ژباړه
أَمَّا مَا سَأَلْتَ عَنْهُ أَرْشَدَكَ اللَّهُ وَ ثَبَّتَكَ .... وَ أَمَّا الْحَوَادِثُ الْوَاقِعَةُ فَارْجِعُوا فِيهَا إِلَى رُوَاةِ حَدِيثِنَا فَإِنَّهُمْ حُجَّتِي عَلَيْكُمْ وَ أَنَا حُجَّةُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ .... وَ السَّلَامُ عَلَيْكَ يَا إِسْحَاقَ بْنَ يَعْقُوبَ وَ عَلى‌ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدى‌.[۵] خدای دې تا ته هدایت درکړي او په حق عقیدې ثابت او پایدار وساتي. هغه څه چې دې پوښتنه کړې ... خو په هغو پېښو او حالاتو کې چې تاسو ته رامنځته کېږي (او د هغې په حکم نه پوهېږئ)، باید زموږ د حدیث راویانو ته رجوع وکړئ؛ ځکه هغوی پر تاسو زما حجت دي، او زه پر هغوی د خدای حجت یم ... او سلام پر تا ای اسحاق بن یعقوب او پر هر هغه چا چې د هدایت لار تعقیبوي.

د ولایت فقیه د اثبات لپاره یو مستند

په دې توقیع استناد شوی چې د غیبت په دوره کې د فقیه ولایت ثابت کړي.

د «الحَوادِثُ الواقِعَه» پر عبارت استدلال

د شیخ انصاري په وینا، د «حوادث واقعه» مانا یوازې شرعي فردي مسایل نه دي، بلکې ټول هغه ټولنیز او سیاسي امور رانغاړي چې د عقل، عرف او شرع له مخې د ټولنې د مشر او زعیم مراجعې ته اړتیا لري. د دې عمومیت دلیل دا دی چې فقهاوو ته د شرعي احکامو د پوښتنې لپاره رجوع خو له مخکې نه معلومه او بدیهي وه، نو له همدې امله امام مهدي(ع) په دې بیان سره فقیهان د حکومت او ټولنې د رهبرۍ لپاره ټاکلي دي.[۶] همدارنګه، د امام مهدي(ع) د ځواب اطلاق، او دا چې پکې هېڅ قید نه دی راغلی، دغو دوو مواردو ته په پام سره له خاصو پیښو سره چې د راوي په پوښتنه کې راغلي، د دغه د دایرې محدودول رد شوې دي.[۷]

د «فَإِنَّهُمْ حُجَّتي عَلَيْكُمْ» پر عبارت استدلال

د «فَإِنَّهُمْ حُجَّتي عَلَيْكُمْ عبارت» د فقیهانو د ولایتي او رهبري رول څرګندونه کوي.[۸] د معصوم(ع) حجتوالی یوازې د شرعي احکامو په بیان پورې محدود نه دی، بلکې د هغه د الهی ولایت په ټولو برخو کې دی؛ فقیه هم د همدې تبعیت له مخې حجت او د امت سرپرست او ولي امر ګڼل کېږي[۹] او لکه څنګه چې په ټولنیزو او حکومتي چارو کې امامانو ته مراجعه لازمه ده، په دې امورو کې فقهاوو ته رجوع هم واجه ده او د هغوي له اوامرو سرغړونه، د الهي احتجاج سبب ګرځي.[۱۰]

د «رُواةِ حَديثِنا» مانا

په دې توقیع کې د «رُواةِ حَديثِنا» مطلب هغه فقیهان دي چې له روایي متونو د شرعي حکم د راوېستلو وړتیا لري، نه هغه څوک چې یوازې روایتونه نقلوي.[۱۱]

ایا اسحاق بن یعقوب معتبر دی؟

اسحاق بن یعقوب په رجالي سرچینو کې په څرګند ډول توثیق شوی نه دی.[۱۲] ځینې کسانو له همدې کبله د دې توقیع په اعتبار شک څرګند کړی دی..[۱۳] خو سید کاظم حائري په خپل کتاب ولایة الأمر فی عصر الغیبة کې استدلال کوي چې د کوچني غیبت د شرایطو له مخې، د کلیني نقل خپله د اسحاق د وثاقت نښه ده.هغه وایي، په هغه حساسو حالاتو کې د توقیع د ترلاسه کولو ادعا یا د ډېر باوري کس له خوا کېدای شوه او یا د ډېر فاسق له خوا؛ او دې ته په پام سره چې د کلیني په شان محدث چې ډېر کره او د دې هم عصر دی او دا روایت یې نقل کړی، د هغه له سترګو د فسق او جعل احتمال پټ نه پاتې کیږي.[۱۴]

همدارنګه، د توقیع دننیز شواهد،[۱۵] لکه د توقیع د مضمون دلالت[۱۶] او اسحاق ته د امام مهدي(ع) دعاوې، لکه «أَرْشَدَكَ اللَّهُ وَ ثَبَّتَكَ» او «وَ السَّلَامُ عَلَيْكَ...» د امام مهدي له خوا دهغه د تایید نښه بلل کیږي.[۱۷] همدارنګه د اسحاق بن یعقوب د پوښتنو محتوا او د شیخ طوسي له خوا د هغوی نقل، د هغه د علمي مقام ښکارندوی ګڼل کیږي.[۱۸]

د فقه او اصولو د ځینو علماوو لکه شیخ انصاري، محقق اصفهاني او میرزای نائيني چوپتیا، او د آیت‌الله خوئي وینا چې هغه یې له «اجلای علما» ګڼلی،[۱۹] د هغه د اعتبار د تأیید قراین بلل شوي دي. [سرچینې ته اړتیا]

ولې دا توقیع په «الکافي» کې نه دی نقل شوی؟

کلیني دا توقیع په الکافي کې نه دی راوړی، او دې موضوع د توقیع د انتساب په اړه ځینې شکونه رامنځته کړي دي.[۲۰] خو سید کاظم حائري باور لري چې الکافي د عامو خلکو لپاره لیکل شوی و، او د راوي او د امام د ځانګړي نایب نوم ذکر کول، د هغه وخت د تقیې او امنیتي فشارونو له امله د وکیلانو او د امام د ارتباطي چینل لپاره خطرناک کار و. همدارنګه، احتمال شته چې دا توقیع وروسته له دې چې الکافي لیکل شوی و، کلیني ته رسېدلی وي.[۲۱]

همدارنګه ویل شوي چې دا توقیع فقهی مطالب نه لري، نو کلیني یې په الکافي کې نه دی راوړی، بلکې د هغه په بل کتاب الرسائل کې (چې د امامانو لیکونه او توقیعات پکې راټول شوي وو) راوړل مناسب وو. له همدې امله احتمال شته چې کلیني دا توقیع هلته ذکر کړی وي.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۵۵۵؛ امام خمینی، کتاب البیع، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۳۵.
  2. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۳-۴۸۵؛ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۹۰-۲۹۱.
  3. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۳-۴۸۵.
  4. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۹۰-۲۹۱.
  5. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۳-۴۸۵.
  6. شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۵۵۵-۵۵۶.
  7. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۸۱.
  8. شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۵۵۵-۵۵۶.
  9. امام خمینی، کتاب البیع، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۳۶؛ مؤمن قمی، الولایة الالهیه، ۱۴۲۵ق، ج۳، ص۴۰۲.
  10. امام خمینی، ولایت فقیه، ۱۳۸۱ش، ص۸۰-۸۲.
  11. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۷۹.
  12. طباطبایی قمی، دراساتنا من الفقه الجعفری، ۱۴۰۰ق، ج۳، ص۱۱۱؛ خویی، موسوعة الامام الخویی، ج۲۲، ص۸۲.
  13. شقیر، «پژوهشی درباره توقیع شریف امام زمان(عج) به اسحاق بن یعقوب»، مجله فقه اهل بیت(ع)».
  14. حائری، ولایة الامر فی عصر الغیبه، ۱۴۱۳ق، ص۱۰۰-۱۰۱.
  15. حسینی شاهرودی، کتاب الحج، ۱۳۸۱ق، ج۳، ص۳۹۴.
  16. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۹، ص۲۲۸.
  17. مؤمن قمی، الولایة الالهیه، ۱۴۲۵ق، ج۳، ص۴۰۰.
  18. مدرسی یزدی، آفاق ولایت، ۱۴۰۳ش، ج۲، ۱۶۳.
  19. خویی، مصباح الفقاهه، ۱۳۶۸ش، ج۵، ص۴۸.
  20. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۷۹.
  21. حائری، ولایة الامر فی عصر الغیبه، ۱۴۱۳ق، ص۱۰۳.
  22. شقیر، «پژوهشی درباره توقیع شریف امام زمان(ع) به اسحاق بن یعقوب»، مجله فقه اهل بیت(ع)».

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، کتاب البیع، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۲۱ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، ولایت فقیه - حکومت اسلامی، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۱ش.
  • حائری، سید کاظم، ولایة الامر فی عصر الغیبه، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • حسینی شاهرودی، سید محمود، کتاب الحج، مقرر: ابراهیم جناتی، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، مصباح الفقاهه، مقرر: محمدعلی توحیدی، بې خپرونکی، ۱۳۶۸ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام الخویی، مؤسسة الخویی الإسلاميه، بې نېټې.
  • شقیر، محمد، «پژوهشی درباره توقیع شریف امام زمان (ع) به اسحاق بن یعقوب»، مجله فقه اهل بیت(ع)»، شماره۴۶، سال۱۲، ص۱۹۳ تا ۲۰۷.
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب المکاسب، قم، المؤتمر العالمی بمناسبة الذکری المئوية الثانية لميلاد الشيخ الاعظم الانصاری، ۱۴۱۵ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمه، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طباطبایی قمی، سید تقی، دراساتنا من الفقه الجعفری، مقرر: علی مروجی، قم، مطبعة الخیام، ۱۴۰۰ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبه، قم، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال، قم، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • مدرسی یزدی، سید محمدرضا، آفاق ولایت، قم، دار الکتب المعاصره، ۱۴۰۳ش.
  • مروی، جواد، «اثبات اعتبار سندی توقیع شریف»، پایگاه اطلاع‌رسانی شیخ جواد مروی، تاریخ بازدید: ۲۲ شهریور ۱۴۰۴ش.
  • منتظری، حسینعلی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الاسلامیه، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیه، ۱۴۰۹ق.
  • مؤمن قمی، محمد، الولایة الالهیه الاسلامیه (الحکومة الاسلامیه)، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۵ق.
  • نائینی، محمدحسین، منیة الطالب فی حاشیة المکاسب، تهران، المکتبة المحمدیه، ۱۳۷۳ق.