مسوده:فارقلیط
فارقلیط د «ډېر ستایل شوي» په معنا دی او د «احمد» معادل ګڼل کېږي، دا نوم په انجيل کې راغلی او د مسلمانانو په باور، د اسلام پيغمبر(ص) ته اشاره ده.
فارقلیط، د يوناني کلمې پاراکليتوس، د عربۍ ژبې معادل دی چې په يوحنا انجيل کې کارول شوې ده.[۱] مسيحيان دا کلمه د «تسليورکوونکي» په معنا ژباړي او باور لري چې دا روحالقدس ته اشاره ده؛[۲] خو مسلمانان د يوحنا انجيل د ځينو عبارتونو په استناد باور لري چې د انجيل اصلي کلمه پريکلوتوس وه، چې معنا يې «ډېرستايل شوی» ده، او وروسته دا کلمه پاراکليتوس ته بدله او تحریف شوې ده.[۳] مسلمانان دا لقب د احمد او محمد له نومونو سره منطبق بولي او باور لري چې د اسلام د پيغمبر (ص) د راتګ زیری په پخوانيو آسماني کتابونو کې ورکړل شوی دی.[۴]
شيعه مفسر، محمد صادقي تهراني (وفات: ۱۳۹۰ل) د انجيل د هغو ځانګړنو په استناد چې د فارقلیط لپاره يادې شوې — لکه له عیسی(ع) وروسته راتګ، روحاني او نړيوال شخصيت، او د پخوانيو تعليماتو بشپړونه — دا لقب د اسلام د پيغمبر(ص) په اړه ګڼي.[۵] همدارنګه، ځينې مفسران د صف سورې د شپږم آيت په استناد، چې په هغه کې د عیسیع له خوا د «احمد» په نوم د يو راتلونکي پيغمبر زېرى ورکړل شوی، دا نوم د فارقلیط معادل ګڼي.[۶] د يو روايت له مخې، چې په ځينو شيعه سرچينو کې نقل شوې، جبرئيل پيغمبر(ص) په: «يا فارقلیط» نوم سره مخاطب کړی و.[۷]
فوټ نوټ
- ↑ انجیل یوحنا، باب ۱۴، آیه ۱۶ و ۲۶؛ باب ۱۵، آیه ۲۶ و باب ۱۶، آیه ۷.
- ↑ Nicoletti, «The Paraclete», P2-3.
- ↑ صادقی تهرانی، بشارت عهدین، ۱۳۹۲ش، ص۱۹۰-۱۹۱؛ سبحانی، احمد موعود انجیل، ص۱۰۵.
- ↑ صادقی تهرانی، بشارت عهدین، ۱۳۹۲ش، ص۱۹۰-۱۹۱؛ سبحانی، احمد موعود انجیل، ص۱۰۵.
- ↑ صادقی تهرانی، بشارت عهدین، ۱۳۹۲ش، ص۱۹۱-۱۹۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۷۳؛ آلوسی، تفسیر روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۲۸۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۷۴.
- ↑ شاذان قمی، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۳۳.
سرچينې
- قرآن کریم.
- انجیل یوحنا.
- آلوسی، محمود بن عبدالله، تفسیر روح المعانی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- سبحانی، جعفر، احمد موعود انجیل، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، بې نېټې.
- شاذان قمی، شاذان به جبرئیل، الفضائل، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۳ش.
- صادقی تهرانی، محمد، بشارات عهدین، قم، شکرانه، ۱۳۹۲ش.
- طبرسی،فضل بن حسن، تفسیر مجمع البیان، الناشر: مؤسسة الأعلمي للمطبوعات - بيروت - لبنان، چاپ اول، ۱۴۱۵ق، ۱۹۹۵م.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- Nicoletti, Pastor, «The Paraclete», Faith Presbyterian Church, August 2020.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||