منځپانگې ته ورتلل

مسوده:مسواک کول

د wikishia لخوا



مِسواک‌ کول یو له هغو اسلامي دودونو څخه دی چې په ډیرو احادیثو کې یې سپارښتنه شوې ده. په شیعه فقه کې، دا عمل مستحب ګڼل کیږي، مګر په داسې حالاتو کې لکه په حمام او تشناب کې دا مکروه دي. همدارنګه، د روژه دار لپاره، د مسواک لمدوالی تیرول روژه باطلوي.

په ځینو وختونو کې د مسواک کولو ډېره سپارښتنه شوې ده لکه له لمانځه مخکې، د خوب په وخت کې، له اودسه مخکې، او د سهار په وخت کې. د دې عمل لپاره ځینې آداب بیان شوي دي، لکه د ځانګړې دعا لوستل، غرغره کول (د خولې مینځل)، او د آراک یا زیتون لرګي کارول. البته، په ځینو احادیثو کې، په خپله د غاښونو د پاکولو سپارښتنه شوې ده.

حیثیت او اهمیت

مسواک کول، د یو موکد مستحب عمل په توګه،[۱] د لمانځه او اودس له ادابو څخه ګڼل کیږي.[۲] همدارنګ د پیغمبرانو له سنتونو څخه هم دی[۳] او حضرت علی(ع) ته د پیغمبر(ص) له سپارښتنه څخه هم یوه سپارښتنه همدا وه.[۴]

د معصومینو(ع) حدیثونه په مسواک کولو ټینګار کوي. په «وسائل الشیعه» کتاب کې د دې د اهمیت او آدابو په اړه له اتيا څخه زیات حدیثونه روایت شوي دي.[۵] دا موضوع د فقهې په مختلفو فصلونو لکه طهارت،[۶] صلاة،[۷] صوم،[۸] او حج[۹] کې بحث شوې ده. همدارنګ د اخلاقو او آدابو په کتابونو کې هم بحث شوې ده لکه د علامه مجلسي په کتاب حلیه المتقین کې،[۱۰] د ملکي تبریزي په اسرار الصلاة کې،[۱۱] او د جوادي آملي په مفاتیح الحیاة کتاب کې[۱۲] هم ورباندې خبرې شوي دي.

مسواک کول د پیغمبر(ص) له ځانګړتیاو څخه ګڼل کیږي.[۱۳] د روایتونو له مخې، له دې امله په مسلمانانو باندې واجب نه شو چې ورته سختیده،[۱۴] خو دومره ټینګار ورباندې و چې پیغمبر(ص) ګمان کاوه چې دا به ډیر ژر واجب شي.[۱۵] همدارنګه، مسواک سره د لمانځه فضیلت د هغه لمانځه په پرتله اویا ځله زیات شمیرل شوی چې پرته له دې ترسره کیږي.[۱۶]

د مسواک کولو آثار او آداب

مسواک کول په روایتونو کې ډیر اثرات لري، چې په یوه روایت کې، د دې لپاره دولس ګټې ګڼل شوي دي؛[۱۷] په شمول د خولې د پاکوالي، د غاښونو سپینیدل، د غاښونو د خرابیدو مخنیوی، او پیاوړتیا یې.[۱۸]

مسواک کول مستحب دي، مګر په ځینې وختونو کې یې ډیره سپارښتنه کیږي لکه د سهار په وخت، د اودس او لمانځه څخه مخکې،[۱۹] له خوب څخه مخکې،[۲۰] له ویښیدو وروسته او د سهار د جماعت له لمانځه څخه مخکې[۲۱] او همدارنګه د قرآن کریم د تلاوت پرمهال.[۲۲]

مسواک کولو لپاره ځینې آداب شتون لري، پشمول د ځانګړې دعا لوستل،[۲۳] مضمضه کول (په خوله کې اوبه تاوهول)[۲۴] او مسواک ته عمودي حرکت ورکول.[۲۵] همدارنک د اراک یا د زیتون د لرګي کارول هم غوره ګڼل شوي دي، ځکه چې ویل کیږي د پیغمبر(ص) او نورو پیغمبرانو[۲۶] مسواک د همدې لرګي و.[۲۷] په هرصورت، په ځینو روایتونو کې، ګوتو سره یا د ونې څانګې سره هم د مسواک کولو سپارښتنه شوې ده.[۲۸]

مسواک کولو په اړه د فقهې احکام

  • د طهارت باب: د فقهاوو له نظره، په حمام او تشناب کې مسواک کول مکروه دي.[۲۹] البته، ځینې فقها دا مکروه والی یوازې د تقاضې کولو حالت سره ځانګړې ګڼي،[۳۰] او شیخ مفید د تقاضې کولو په وخت کې مسواک کول حرام ګڼلي دي.[۳۱] همدارنګه، مسواک کول د لمانځه او اودس له مستحباتو څخه ګڼل کیږي.[۳۲]
  • د صوم په باب کې: د فقهاوو د فتوا له مخې، که چیرې روژه لرونکی له خولې څخه لوند مسواک وباسي او بیرته یې دننه کړي، او د هغې لوندوالی تیر کړي، نو د هغه روژه باطلیږي مګر دا چې هغه لوندوالی د هغه په لاړو کې حل شي او له منځه لاړ شي.[۳۳] همدارنګ د روژه لرونکي لپاره خپل غاښونه په لوند لرګي سره مسواکول مکروه دي.[۳۴]
  • د حج باب: له احرام تړلو دمخه مسواک کول مستحب دي؛[۳۵] خو که احرام لرونکی پوه شي چې مسواک سره به یې له غاښونو وینه راوځي، نو دا د هغه لپاره حرام دي،[۳۶] البته، ایت الله سیستاني د احرام په حالت کې مسواک کول جائز ګڼي، حتی که هغه پوه شي چې وینه به ورسره راوځي.[۳۷]

فوټ نوټ

  1. ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۶.
  2. مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۹؛ شیرازی، الفقه - النظافه، ص۸۸.
  3. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۵.
  4. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۳.
  5. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵-۲۷.
  6. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۷۰.
  7. مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۹.
  8. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۵۸۸؛ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۳۷۱.
  9. محمودی، مناسک عمره مفرده (محشی)، ۱۴۲۹ق، ص۷۵.
  10. مجلسی، حلیة المتقین، ۱۳۸۸ش، ص۱۵۵-۱۵۷.
  11. ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۶.
  12. جوادی آملی، مفاتیح الحیاة، ۱۳۹۱ش، ص۴۳-۴۵.
  13. کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۵۲؛ سیوطی، الخصائص الکبری، دار الکتب العلمیه، ج۲، ص۳۹۶.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۲.
  15. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۳، ص۱۲۶.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۲.
  17. ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۵.
  18. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۸.
  19. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۳.
  20. طباطبایی، سنن النبی(ص)، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۵؛ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۶.
  21. طباطبایی، سنن النبی(ص)، ۱۴۱۶ق، ص۲۶۵؛ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۶.
  22. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۲-۲۳.
  23. ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۶.
  24. شیرازی، الفقه - النظافه، ص۸۸.
  25. طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، ص۵۰.
  26. طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، ص۴۸.
  27. ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، ص۴۶.
  28. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۳-۲۴.
  29. ابن‌حمزه، الوسیله، ۱۴۰۸ق، ص۴۸؛ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۳۷.
  30. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۷۰.
  31. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، ص۴۱.
  32. مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۹.
  33. بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۸۹۲.
  34. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۵۸۸؛ بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، دفتر انتشارات اسلامی، ج۱، ص۹۲۵.
  35. محمدی ری‌شهری، حج و عمره در قرآن و حدیث، ۱۴۲۸ق، ص۱۸۳.
  36. پژوهشکده حج و زیارت، مناسک حج محشی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۷.
  37. پژوهشکده حج و زیارت، مناسک حج محشی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۷.

سرچينې

  • ابن‌حمزه، محمد بن علی، الوسیله، قم، انتشارات کتابخانه آیة‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۸ق.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسن، رساله توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم‌، بې نېټې.
  • پژوهشکده حج و زیارت، مناسک حج محشی، تهران، مشعر، ۱۳۹۶ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، مفاتیح الحیاة، قم، نشر اسراء، ۱۳۹۱ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • سیوطی، عبدالرحمان بن ابی‌بکر، الخصائص الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، بې نېټې.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم‌، ۱۴۱۰ق.
  • شیرازی، سید محمد حسینی، الفقه - النظافه، بې حپرونکی، بې نېټې. (نرم‌افزار فقه اهل بیت ۲ نور)
  • صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم‌، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (المحشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم‌، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، سنن النبی(ص)، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم‌، ۱۴۱۶ق.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، نشر شریف رضی، ۱۴۱۲ق.
  • کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، حلیة المتقین، قم، انتشارات مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۸ش.
  • مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۴ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سیدالشهداء(ع)، ۱۴۰۷ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، حج و عمره در قرآن و حدیث، قم، نشر مشعر، ۱۴۲۸ق.
  • محمودی، محمدرضا، مناسک عمره مفرده (محشی)، قم، مشعر، ۱۴۲۹ق.
  • ملکی تبریزی، میرزا جواد، اسرار الصلاة، مترجم رضا رجب‌زاده، تهران، پیام آزادی، ۱۴۲۰ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.