مسوده:د الفئة الباغیه حدیث
| موضوع | د یوې سرکشې ډلې لخوا د عمار یاسر د وژنې په اړه د پیغمبر(ص) وړاندوینه |
|---|---|
| څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
| د سند اعتبار | متواتر |
| شیعه سرچینې | وقعة صفین، د امام حسن عسکري(ع) تفسیر، المسترشد في الامامة، کفایة الاثر |
| سنی سرچینې | صحیح البخاري، صحیح مسلم، سنن ترمذی |
د اَلفِئَةُ الباغیَه حديث د حضرت محمد(ص) څخه یو مشهور حديث دی چې پکې د عمار ياسر قاتلين «باغي ډله» يا باغيان بلل شوي دي. دې حديث د صفين د جګړې پر مهال او د امام علي(ع) د خلافت د مشروعيت په ثابتولو کې مهم رول ولوبوه، او د ډېرو شیعه او سني عالمانو لخوا د معاويه او د هغه د پوځ د باغي شونی د ثبوت په توګه بیان شوی دی.
دا حديث د شيعه او سني دواړو له ګڼ شمېر سرچينو څخه روايت شوی دی، او د حديث ډېرو عالمانو دا متواتر ګڼلی دی. په هرصورت، ځينو، لکه ابن تيميه، د دې په اعتبار کې شک کړی دی او د حديث د نص په وړاندې یې د معاويه اجتهاد د فکر وړ ګڼلی دی. له بلې خوا، ځینو مسلمانو فقيهانو، لکه د سيد مرتضی، شيخ طوسي او فخر رازي، دا حديث د پيغمبر(ص) له خوا د غیبو د خبر ورکولو نښه او د امام علي(ع) د مشروعيت لپاره ثبوت ګڼلی دی.
ځینې کتابونه لکه «حدیث الفئة الباغیة» چې عصري الباني لیکلی او «المجموعة الوافیة فی الفئة الباغیة» کتاب چې بدرالدین الحوثي، د دې حدیث د دلالت، سند، او کوم نقدونه چې په دې باندې راغلي دي څیړلي دي.
مفهوم پيژندنه او اهمیت
د الفئة الباغیه حدیث د پيغمبر(ص) د عمار بن یاسر په هکله یوه وینا ده چې اصحابو نقل کړې ده. په دې حدیث کې راغلي دي: «عمار به یوه بغاوت کوونکی ډله قتل کړي»[۱] د «الفئة الباغیه» ټکی هغه ډلی ته ویل شوي دي چې د حق له لارې غړیدلي دي او د حق امام له لارې یې سرغړونه کړې ده.[۲]
عمار د بدر، احد، خندق او صفین په جګړو کې ګډون کړی و، او په اسلام کې لومړنی کس و چې جومات (مسجد قبا) یې جوړ کړ. هغه د صفین په جګړه کې د امام علي(ع) په څنګ کې شهید شو، چې د شته سرچینو له مخې، هغه ۹۳ کلن و..[۳]
په یوه بل حدیث کې، «د یوې سرکشې ډلې لخوا وژل کیدل» خبره د امام حسین(ع) په اړه کارول شوې ده.[۴]
ویل شوي چې دا روایت د هغو نښو څخه یوه نښه ده چې رسول الله(ص) د فتنو په وخت کې د خلکو د لارښوونې لپاره ورکړې وه.[۵] له همدې امله، ځینې شیعه[۶] او سني متکلمین[۷] د امام علي(ع) د خلافت په حقانیت او د معاویه د بغاوت د ثابتولو لپاره له دې حدیث څخه کار اخیستی دی.
په «وقعة صفین» کتاب کې راغلي دي، دې حدیث د صفین په جګړه کې د دواړو خواوو د مشروعیت په ارزونه کې مهم رول ولوباوه، تر دې چې د معاویه ځینې ملګري د دې په اوریدو سره شکمن شول.[۸]مسلمان متکلمان لکه سید مرتضی(وفات ۴۳۶ هجري)،[۹] شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ هجري)،[۱۰] ابن حمزه طوسي (وفات له ۶۰۰ هجري وروسته)[۱۱] او فخر رازي (وفات ۵۴۴ هجري)[۱۲] دا روایت د پیغمبر(ص) د غیبو خبرو ورکولو او معجزې نښه ګڼلې ده.
اعتبار
شیعه او سنی حدیث څیړونکیو د «الفئة الباغیه» حدیث متواتر ګڼلی دی.[۱۳]
دا روایت په څو شیعه منابعو کې راغلی دی، پشمول د نصر بن مزاحم(وفات کال ۲۱۲ هـ ق) په وقعة صفین کتاب کې،[۱۴] د امام حسن عسکري(ع) په تفسیر کې،[۱۵] المسترشد فی الامامة د طبري کبیر(وفات ۳۱۰ هـ ق] کتاب کې[۱۶] او علی بن محمد خزاز قمي (وفات کال شاوخا۴۰۰ هجري قمري) په کتاب کفایة الاثر کې.[۱۷] همدارنګ قاضي نعمان مغربي(وفات کال۳۶۳ هـ ق) هم دا حدیث په خپلو دوو کتابونو کې ذکر کړی دی[۱۸] او قطب راوندي (وفات ۵۷۳ هـ ق) په الخرائج والجرائح کتاب کې،[۱۹] دا حدیث راوړی دی.
د اهل سنتو اصلي سرچینو لکه صحیح بخاري،[۲۰] صحیح مسلم،[۲۱] مسند احمد بن حنبل[۲۲] او سنن ترمذي[۲۳] دا حدیث نقل کړی دی.
همدارنګه په نورو سني سرچینو کې هم په مختلفو تعبیرونو سره له بیلا بیلو راویانو روایتونه شتون لري، په شمول د الازدي،[۲۴] ابن قتیبه دینوري،[۲۵] ابن سعد[۲۶] او بلاذري کتابونه.[۲۷]
د الفئة الباغیة کتاب څېړونکي د دې روایت اووه مختلف راپورونه څېړلي دي.[۲۸] دا راپورونه د سني حدیث پوهانو لکه ترمذي،[۲۹] ناصر الدین الباني[۳۰] او شعیب الأرنؤوط،[۳۱] لخوا صحیح ګڼل شوي دي.
خو بیا هم سني سلفي مفکر ابن تیمیه حرّاني ادعا کړې ده چې د حدیث ځینو عالمانو دا روایت ضعیف ګڼلی دی.[۳۲] د دې نظر په ځواب کې ویل شوي دي چې دا حدیث په ډیرو سرچینو کې راغلی دی او ډیرو حدیث پوهانو دا متواتر ګڼلی دی.[۳۳]
د حدیث له متن څخه ګټه
حدیثو پوهانو د الفئة الباغیة له روایت څخه ځینې ګټې اخستې او مطلبونه اخستي دي، له هغو ځینې دا دي:
- د برحق امام پر وړاندې د معاویه او د هغه د ملګرو بغاوت
په دې روایت کې، پیغمبر(ص) د عمار یاسر قاتلان «الفئة الباغیة» یعنی بغاوت کوونکی ډله بللې ده. له دې سببه چې عمار د صفین په جګړه کې د امام علي په خوا کې شهید شو، نو ډیرو مفسرینو او د حدیث پوهانو دا نتیجه اخیستې ده چې معاویه او د هغه لښکر د برحق امام پر وړاندې بغاوت کړی دی.[۳۴]
- د دوزخ اور ته بلنه
په ځینو روایتونو کې، پیغمبر(ص) د عمار قاتلان «دعاة إلی النار» (اور ته بلونکي) یاد کړي دي.[۳۵] د ځینو مفسرینو په وینا، دا اصطلاح د معاویه او د هغه د ملګرو له سمې لارې څخه د ګمراهۍ او انحراف نښه ده.[۳۶]
- د سرکشې ډلې پر وړاندې د جهاد واجبیدل
د دې روایت پر بنسټ، شیعه[۳۷] او سني[۳۸] فقهاوو فتوا ورکړې ده چې جهاد د هغه ډلې پر وړاندې واجب دی چې د مشروع امام او حق حاکم پر وړاندې بغاوت کوي.
د صفین په جګړه کې د عمار یاسر د شهادت په اړه غبرګونونه
د صفین په جګړه کې د عمار یاسر له شهادت وروسته، د معاویه د ځینو ملګرو ترمنځ شکونه راپورته شول. هغوي د خپلې جګړې د مشروعیت په اړه په شک کې شول، ځکه چې د پیغمبر(ص) حدیث چې د عمار قاتلین یې «فئة باغیه» بللي وو.[۳۹]
د معاویه توجیه او د امام علي ځواب
د دې شکونو په ځواب کې، معاویه ادعا وکړه چې امام علي(ع) د عمار د مړینې مسؤل و، ځکه چې هغه عمار د جګړې ډګر ته راوستی و. دا دلیل د ځینو لخوا، لکه ابن حجر هیتمي، چې د لسمې پیړۍ د شافعي فقیه دی، د اجتهاد یوه بڼه ګڼل شوې ده، داسې که حتی معاویه په دې اجتهاد کې تېروتنه هم کړې وي نو هغه د اجر مستحق دی.[۴۰] په ځواب کې، امام علي(ع) په یوه مثال سره دا منطق رد کړ، ویې فرمایل: «که داسې وي، نو پیغمبر(ص) به د حمزه قاتل وي» ځکه چې هغه حمزه د جګړې ډګر ته لیږلی و.[۴۱]
د نص په مقابل کې اجتهاد
د تاریخي راپورونو له مخې، معاویه او د هغه ملګري د عمار له دریځ څخه خبر وو، او د امام علي(ع) په لښکر کې د هغه شتون هغوي ځینې شکمن کړل.[۴۲] د حدیث ځینو عالمانو، په شمول د الباني، د معاویه خبرې د نبوي حدیث د واضح نص پر وړاندې اجتهاد ګڼلی دی او د هغې په غلطۍ یې ټینګار کړی دی.[۴۳] حتی ابن تیمیه، چې یو سني مفکر او د شیعه و منتقد دی، د معاویه دا تأویل غلط ګڼلی او رد کړی یې دی.[۴۴]

ځانګړی لیکنی
ځینی کتابونه خال د دې حدیث «الفئة الباغیة» په تحلیل کې لیکلی شوي دي. دا کتابونه د بیلا بیلو موضوعاتو لکه کلامي، تاریخي، حدیث پوهنې له نظره د دې حدیث مقام ښايي او د اسلام په لومړیو کې چې کومو کسانو دې سره استدلال کړی دی هغه بیانوي:
- المجموعة الوافیة فی الفئة الباغیة، چې بدرالدین الحوثي لیکلی دی، زیدي عالم، چې د اهل سنتو له سرچینو یې «الفئة الباغیه» حدیث څیړلی دی. په دې کتاب کې د زیدیانو له نظره د دې سیاسي او کلامي څیړنې راوړی شوي دي.[۴۵]
- حدیث الفئة الباغیة، په عربۍ ژبه د عصري الباني کتاب دی چې مشعر خپرندویې خپور کړی دی لیکوال په دې کتاب کې د دې حدیث شرحه بیان کړې ده د دې روایت د راویانو لړۍ او د سند اعتبار یې څیړلی دی، د دې روایت کلامي او فقهي دلالتونه یې تحلیل کړي دي او په اخرنۍ برخه کې یې، چې کوم اعتراضونه او نیوکې په دې حدیث شوي دي د هغې ځواب یې ورکړی دی.[۴۶]
فوټ نوټ
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۳۳ق، ج۱، ص۴۹۱؛ قشیری نیشابوری، صحیح مسلم، ۱۳۳۴ق، ج۸، ص۱۸۶.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۱۰.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۱۰–۱۱.
- ↑ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا، نشر جهان، ج۲، ص۲۶.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۱۰.
- ↑ ابنشاذان، الإیضاح، ۱۳۶۳ش، ص۵۲۱؛ ابنعطیه، أبهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۷۰۲؛ فاضل مقداد، اللوامع الإلهیة، ۱۴۲۲ق، ص۳۷۱؛ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۵۹۳.
- ↑ بغدادی، أصول الإیمان، ۲۰۰۳م، ص۲۲۹؛ غزالی، مجموعة رسائل الإمام الغزالی، ۱۴۱۶ق، ص۴۵۴؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۲۸۹.
- ↑ ابنمزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۳۴۰–۳۴۶.
- ↑ سید مرتضی، الذخیرة، ۱۴۱۱ق، ص۴۰۵.
- ↑ شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۶ق، ص۲۹۱.
- ↑ ابنحمزه، الثاقب فی المناقب، ۱۴۱۲ق، ص۱۰۵.
- ↑ فخر رازی، الأربعین فی أصول الدین، مکتبة الکلیات الأزهریة، ج۲، ص۹۷.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، دار صادر، ج۷، ص۴۰۹؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۳۸۱ق، ج۲۲، ص۳۷۸؛ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۵۹۳.
- ↑ ابنمزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۳۲۴، ۳۲۶.
- ↑ امام حسن عسکری(ع)، التفسیر المنسوب إلی الإمام الحسن العسکری، ۱۴۰۹ق، ص۸۵–۸۶.
- ↑ طبری کبیر، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ص۶۵۸.
- ↑ خزاز رازی، کفایة الأثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۲۰-۱۲۴.
- ↑ ابنحیون، شرح الأخبار، مؤسسة النشر الإسلامي، ج۱، ص۴۰۷ و ۴۱۲؛ ابنحیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۳۹۲–۳۹۳.
- ↑ قطبالدین راوندی، الخرائج والجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۸.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۳۳ق، ج۱، ص۴۹۱.
- ↑ قشیری نیشابوری، صحیح مسلم، ۱۳۳۴ق، ج۸، ص۱۸۶.
- ↑ ابنحنبل، مسند أحمد بن حنبل، ۱۴۲۱ق، ج۲۹، ص۳۱۶.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۶۹.
- ↑ الأزدی، الجامع، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۲۴۰.
- ↑ ابنقتیبة، أعلام رسول الله، ۱۴۴۱ق، ص۲۳۹.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۹۶۸م، ج۳، ص۲۵۲.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ص۱۶۸.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۱۱-۲۲.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۶۹.
- ↑ ناصرالدین البانی، «حاشیه»، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۶۹.
- ↑ الأرنؤوط، «حاشیه»، ۱۴۲۱ق، ج۲۹، ص۳۱۶.
- ↑ ابنتیمیه، الفتاوی الکبری، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۴۵۶.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۴۴–۴۷.
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۹۱ق، ج۶، ص۳۶۵.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۳۳ق، ج۱، ص۴۹۱.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۲۷.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۰۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۲۳۹.
- ↑ ابنحزم، المُحَلّی، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۳۳۳؛ الموسوعة الفقهیة، ۱۴۱۰ق، ج۲۰، ص۲۰۵.
- ↑ نسائی، خصائص أمیرالمؤمنین، ۱۴۲۴ق، ص۱۲۱.
- ↑ ابنحجر هیتمی، الصواعق المحرقة، تهران، ص۳۳۱–۳۳۳.
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۹۱ق، ج۶، ص۳۶۵–۳۶۶.
- ↑ ابنخلدون، تاریخ ابنخلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۲۸.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۴۳.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۴۱۴.
- ↑ حسینی اشکوری، مؤلفات الزیدیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۳۰.
- ↑ البانی، حدیث الفئة الباغیة، ۱۴۳۵ق، ص۵۹–۶۰.
سرچينې
- ابنتیمیه حرانی، احمد بن عبدالحلیم، الفتاوی الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۸ق.
- ابنتیمیه حرانی، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، تهذیب التهذیب، بیروت، دار صادر، بې نېټې.
- ابنحجر هیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة فی الرد علی أهل البدع و الزندقة، تهران، بې خپرونکی، بې نېټې.
- ابنحزم، علی بن أحمد، المُحَلّی بالآثار، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۸ق.
- ابنحمزه، محمد بن علی، الثاقب فی المناقب، قم، انصاریان، ۱۴۱۲ق.
- ابنحنبل، احمد، مسند الإمام أحمد بن حنبل، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الإسلام وذکر الحلال و الحرام والقضایا والأحکام عن أهل بیت رسول الله علیه وعلیهم افضل السلام، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام، ۱۳۸۵ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد مغربی، شرح الأخبار فی فضائل الأئمة الأطهار علیهم السلام، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، مؤسسة النشر الإسلامی، بیتا.
- ابنخلدون، عبد الرحمن بن محمد، تاریخ إبن خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار صادر، ۱۹۶۸م.
- ابنشاذان، فضل بن شاذان، الإیضاح، تهران، مؤسسه انتشارات و چاپ دانشگاه تهران، ۱۳۶۳ش.
- ابنعطیه، مقاتل، أبهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۲۳ق.
- ابنقتیبة الدینوری، عبد الله بن مسلم، أعلام رسول الله المنزلة علی رسله، الریاض، دار الصمیعی للنشر والتوزیع، ۱۴۴۱ق.
- ابنمزاحم، نصر، وقعة صفین، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- الأرنؤوط، شعیب، «حاشیه»، در مسند الإمام أحمد بن حنبل، نوشته أحمد بن حنبل، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
- الأزدی، معمر بن راشد، الجامع، بیروت، توزیع المکتب الإسلامی، ۱۴۰۳ق.
- البانی، عصری، حدیث الفئة الباغیة، تهران، نشر مشعر، ۱۴۳۵ق.
- الموسوعة الفقهیة، بهکوشش وزارة الأوقاف والشئون الإسلامية، ج۲۰، کویت، دار السلاسل، ۱۴۱۰ق/ ۱۹۹۰م.
- امام حسن عسکری(ع)، حسن بن علی، التفسیر المنسوب إلی الإمام الحسن العسکری علیهالسلام، قم، مدرسة الإمام المهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف، ۱۴۰۹ق.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، قاهرة، دار التأصیل، ۱۴۳۳ق.
- بغدادی، عبدالقاهر بن طاهر، أصول الإیمان، بیروت، دار ومکتبة الهلال، ۲۰۰۳م.
- بلاذری، أحمد بن یحیی، أنساب الأشراف، مصر، دار المعارف، ۱۹۵۹م
- ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
- تفتازانی، مسعود بن عمر، شرح المقاصد، قم، شریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
- حسینی اشکوری، احمد، مؤلفات الزیدیه، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۱۳ق.
- خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النص علی الأئمة الإثنی عشر، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الذخیرة فی علم الکلام، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم: مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۱ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا علیهالسلام، تهران، نشر جهان، بې نېټې.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد فیما یتعلق بالاعتقاد، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۰۶ق.
- صفدی، خلیل بن ایبک، الوافی بالوفیات، بیروت، دار النشر فرانز شتاینر، ۱۳۸۱ق.
- طبری کبیر، محمد بن جریر بن رستم، المسترشد فی إمامة علی بن أبیطالب علیهالسلام، قم، کوشانپور، ۱۴۱۵ق.
- علامه امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب والسنة والأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الإسلامیة، ۱۴۱۶ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آل البیت (علیهم السلام) لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
- غزالی، محمد بن محمد، مجموعة رسائل الإمام الغزالی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۶ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع الإلهیة فی المباحث الکلامیة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، الأربعین فی أصول الدین، قاهرة، مکتبة الکلیات الأزهریة، بې نېټې.
- قشیری نیشابوری، مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، ترکیا، دار الطباعة العامرة، ۱۳۳۴ق.
- قطبالدین راوندی، سعید بن هبة الله، الخرائج والجرائح، قم، مؤسسه امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف، ۱۴۰۹ق.
- مناوی، محمد عبدالرؤوف بن تاج العارفین، فیض القدیر: شرح الجامع الصغیر، بیروت، دار المعرفة، ۱۳۹۱ق.
- ناصرالدین البانی، محمد، «حاشیه»، در سنن الترمذی، نوشته محمد بن عیسی الترمذی، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
- نجفی، محمدحسن بن باقر، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت (علیهم السلام)، ۱۴۲۱ق.
- نسائی، احمد بن علی، خصائص أمیرالمؤمنین علی بن أبیطالب، بیروت، المکتبة العصریة، ۱۴۲۴ق.
| ||||||||||||||||||||||||||