منځپانگې ته ورتلل

مسوده:فاتحه سوره

د wikishia لخوا
فاتحه سوره
فاتحه
شمیره۱
جزء۱
آیت۷
مکي/مدنيمکي/ مدني
کلمه۲۹
حرف۱۴۳


فاتحه سوره یا الحمد د قرآن کریم لومړۍ سورت دی چې د ام الکتاب په نوم یادیږي، او د مکي سورتونو څخه دی چې په لومړۍ سیپاره کې راغلی دی. فاتحه سوره په واجب او مستحب لمونځونو کې لوستل کیږي، او اصلي محتوا یې توحید او د خدای حمد دی.

د میرعماد په خط حمد سوره

د دې سورت په فضیلت کې ویل شوي چې د هغې نازلیدل به په مسلمان امت باندې د عذاب د نه نازلیدو سبب شي. د واجب او مستحب لمونځونو په لومړي او دوهم رکعت کې د حمد سورې تلاوت واجب دی. د ناروغ په بستر او کله چې مړی په قبر کې ایښودل کیږي، د دې سورت تلاوت کول مستحب دي.

پیژندنه

  • نومونه او د نومولو دلیل

د دې سوره اصلي نوم، له دې سببه چې دا د قرآن کریم لومړۍ سورت دی او قرآن کریم په دې سره پیل کیږي، فاتحه الکتاب دی. دا سورت لومړی بشپړ سورت دی چې په پیغمبر(ص) نازل شوی دی.[۱]

د دې سورت لپاره له شلو څخه زيات نومونه ياد شوي دي، چې تر ټولو مشهور يې دا دی: حمد، ام القرآن، سَبع المثاني، کنز، اساس، مناجات، شفاء، دعا، کافیه، وافیه، راقیه (تعویذ کوونکی او پناه ورکوونکی).[۲] جلال الدین سیوطي په خپل کتاب "الاتقان فی العلوم القرآن" کې د حمد سورت لپاره ۲۵ نومونه یاد کړي دي، چې ځینې یې دا دي: فاتحة الکتاب، اُم الکتاب، اُم القرآن، السبع المثانی، القرآن العظیم، الواقیه، الکنز، النور، سورة الشکر، الشِفا، الشافیه او سورة الدعا.[۳]

  • د نازلېدو ځای او ترتیب

حمد سوره دوه ځله نازل شو، یو ځل په مکه کې د بعثت په پیل کې او بیا په مدینه کې د قبلې له بدلون وروسته؛ له همدې امله، دا سورت مثاني هم بلل کیږي؛ البته، له دې سببه چې دا لومړی ځل په مکه کې نازل شو، نو مکي سورت بلل کیږي. دا سورت د قرآن کریم د مصحف په ترتیب کې لومړی سورت دی، او د ځینو روایتونو له مخې، د نازلېدو په ترتیب کې پنځم سورت او لومړۍ بشپړ سورت دی.[۴]

  • د آیتونو او کلمو شمیر

فاتحه سوره ۷ آیتونه، ۲۹ کلمې او ۱۴۳ حرفونه لري. د کلمو او اندازې له مخې، دا سورت د قرآن کریم د کوچنیو سورتونو یا مفصلاتو څخه یو دی، او د مفصلاتو په منځ کې، هم له «قصار» یعنی لنډو سورتونو څخه ګڼل کیږي. د روایتونو له مخې، دا سورت که څه هم مختصر دی خو په معنا کې لوی دی او «ام الکتاب» او د قرآن کریم اساس دی.[۵]

اهمیت

د حمد سورې د مسلمانانو په دیني او کلتوري ژوند کې ډېر مهم دی. دا سورت په ټولو واجبو (د جنازې له لمانځه پرته) او مستحب لمونځونو کې لوستل کېږي، په دې توپیر سره چې د امامیه فقهې له مخې، یوازې په لومړي او دوهم رکعت کې یې لوستل واجب دي؛ خو د اهل سنتو د فقهې له مخې، دا باید په ټولو رکعتونو کې ولوستل شي.[۶] امام رضا علیه السلام د دې سورت تلاوت د لمانځه په پیل کې له دې سببه واجب ګڼي چې د دنیا او آخرت ټولې ښېګڼې او حکمتونه په دې سورت کې دي، په داسې ډول چې هیڅ کلام او خبرې د دې جامعیت ته نشي رسیدلی.[۷]

د تفسیر المیزان د لیکوال په وینا، په دې سورت کې خدای خپل بنده ته د هغه د ستاینې او تسبیح کولو درس ورکړی او هغه ته یې دا ښودلي دي چې د بندګۍ په حالت کې د بندګۍ آداب، څه تقاضا لري.[۸]

په شیعه کلتور کې د سورت مقام

شیعه معمولا دا سورت د ناروغانو د درملنې لپاره لولي، او حمد شفا ورته ویل کیږي. په ځینو روایتونو کې، دا سورت د هرې ناروغۍ لپاره درمل ګڼل شوی دی.[۹] دا د مړي د ختم په مراسمو کې هم لوستل کیږي په دې هیله چې مړی ته یې ثواب ورورسي. او له همدې امله، دې مراسمو ته د فاتحه خوانۍ مراسم ویل کیږي.[۱۰]

محتوا

د فاتحې سورې اصلي محتوا توحید، د خدای ستاینه، عبادت، مرسته غوښتل او له خدای څخه لارښوونه غوښتل دي.[۱۱] پدې سورت کې، د خدای صفات، د خدای د صالحو بندګانو ځانګړتیاوې او نښې، د لارښوونې او د نیغې لارې مسله د دعا په بڼه تشریح شوی ده، او د انحراف او ګمراهۍ څخه د کرکې څرګندول هم په کې بیان شوي دي.[۱۲]

دا سورت په دوو برخو ویشل شوی دی: یوه برخه چې د خدای د ستاینې خبرې کوي او بله برخه چې د بنده اړتیاوې بیانوي. په قدسي حدیث کې راغلي دي: ما حمد سوره د ځان او د خپل بنده ترمنځ ویشلی دی؛ نیمایي یې زما لپاره ده او نیمایي یې زما د بنده لپاره.[۱۳]

حکمونه

  • د حمد سورې زده کړه[۱۵] او په سمه توګه تلاوت[۱۶] او د واجب او مستحب لمونځونو په لومړي او دوهم رکعت کې یې لوستل، په مکلف باندې واجب دي.[۱۷]
  • په دریم او څلورم رکعت کې، لمونځ کوونکی ته اختیار دی چې د حمد سوره لولي او که څلورو تسبیحات. په دې اړه مختلف نظرونه شتون لري چې ایا د حمد سوره لوستل غوره دي یا د څلورو تسبیحاتو (تسبحات الاربعة).[۱۸]
  • د لمانځه په لومړي رکعت کې د حمد سورې له لوستلو مخکې د «أَعُوذُ بالله‌ِ مِنَ الشَّیطانِ الرَّجِیمِ»، ويل مستحب دي[۱۹] او له حمد سورې وروسته «الحمد لله رب العالمین» ويل مستحب دي؛[۲۰] خو په لمانځه کې د حمد سوره له لوستلو وروسته د «آمين» ويل حرام دي او لمونځ باطلوي.[۲۱]
  • په هغه نفل لمونځ کې چې د ځانګړي سورت تلاوت پکې نه وي راغلی، يوازې د حمد سورت لوستل په کې جائز دي.[۲۲]
  • په ډېرو مواردو کې د حمد سورت لوستل مستحب دي، په شمول د ناروغ د بستر په څنګ کې،[۲۳] کله چې مړی په قبر کېښودل شي[۲۴] او له حسیني حائر څخه د تربت اخستلو په وخت کې.[۲۵]

د مالک کلمې په لوستلو کې اختلاف

د حمد سورت په دریم آیت کې د مالک کلمې د لوستلو په اړه مختلف نظرونه شتون لري. علامه طباطبايي (وفات: ۱۳۶۰ ل) په دې باور دي چې مالک او ملِک دواړه لوستل سم دي، خو مَلِک د دود او لغت سره ډیر مطابقت لري ځکه چې مَلِک د پاچا په معنې دی چې د یوې ځانګړې مودې لپاره منسوب وي؛ پدې آیت کې، د خدای واکمني د قیامت ورځې ته هم منسوب شوې ده.[۲۶] سید محمد حسین حسیني طهراني (وفات: ۱۴۱۶ هجري) هم د علامه طباطبايي له قوله ویلي چې: موږ حدیثونه لرو چې وايي: د خدای رسول دا کلمه د مالک او مَلِک دواړو طریقو لوستلې ده. همدارنګه، له اوو قاریانو څخه څلورو یې دا د مَلِک په توګه لوستله. سني مفسر زمخشري (وفات: ۵۸۳ هجري) هم په خپل تفسیر «کشاف» کې ځینې وجهې بیان کړي چې مَلِک لوستل یې ډیر مناسب ګڼلي دي.[۲۷]

د امام زمان(عج) په لمانځه کې د «إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ» د آيت تکرار

ځینې حدیثي سرچینې د داسې لمانځه کولو سپارښتنه کوي چې پکې د إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ آیت سل ځله تکرار کیږي. په دې لمانځه کې، چې د امام زمان(عج) د لمانځه په نوم پیژندل کیږي، دا آیت په هر رکعت کې په سوره حمد کې سل ځله لوستل کیږي.[۲۸]

د علامه طباطبایي په وینا، له دې سببه چې له «إِيَّاكَ نَعْبُدُ» جملې، کیدی شي د خدای په عبادت کې د بنده د خپلواکۍ ادعا ذهن ته راشي، نو سمدلاسه په راتلونکې جمله (وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) کې بنده ته لارښوونه کیږي چې ووایی چې هغه پدې عبادت کې هم له خدای څخه مرسته غواړي، او دا چې بنده په هیڅ ډول خپلواکي نلري.[۲۹]

فضیلتونه او ځانګړتیاوې

د حمد سوره په فضیلتونو کې ډیر روایتونه راغلي دي. د یو روایت له مخې، جبرائیل پیغمبر(ص) ته وویل چې د دې سورت نازلیدل به په مسلمان امت د عذاب د نه نازلیدو سبب شي.[۳۰] ځینې احادیث د حمد د سورت د لوستلو او له ځان سره د ګرځولو سپارښتنه هم کوي ترڅو ځان له خطرونو څخه وژغوري.[۳۱] د امام صادق(ع) په یوه روایت کې ویل شوي چې که چیرې د حمد سورت په یو مړی باندې ۷۰ ځله ولوستل شي او هغه بیرته ژوندی شي، نو مه حیرانیږئ.[۳۲] [یادونه ۱] امام علی(ع) له پیغمبر(ص) څخه روایت کړی چې حمد سورت د الهي عرش له خزانو څخه یوه خزانه ده او خدای پاک دا خپل پیغمبر(ص) سره خاص کړی او بل پیغمبر سره نه ده شریکه کړې پرته له بسم الله، چې هغه یې یوازې سلیمان(ع) ته ورکړې ده... هر څوک چې دا د محمد او د هغه د کورنۍ په ملګرتیا او پیروۍ باور سره ولولي، هغه ته به د هغې د هرې کلمې په بدل کې داسې نیکي ورکړی شي چې له دنیا و ما فیها څخه غوره دي.[۳۳]

رسول الله(ص) فاتحه سورې د قرآن کریم غوره سوره ګڼله او له هغه څخه روایت شوی دی: په تورات، انجیل، زبور او قرآن کریم کې د دې په څیر سوره نه دی نازل شوی.[۳۴]

له امام صادق علیه السلام څخه د سورة فاتحې په اړه هم روایت شوی دی چې څوک چې دا تلاوت کوي، خدای به د هغه لپاره د دنیا او آخرت د ښېګڼې ترلاسه کولو لاره پرانیزي. له هغه څخه دا هم روایت شوی دی چې د خدای اسم اعظم په دې سوره کې ویشل شوی دی.[۳۵]

د رسول الله(ص) د یو حدیث له مخې، د سورة فاتحې د لوستلو ثواب د قرآن کریم د دوه پر دریمې برخې د لوستلو او ټولو مومنانو ته د صدقې ورکولو ثواب سره برابر دی.[۳۶] همدارنګ شیخ مفید په الاختصاص کتاب کې یو حدیث روایت کوي چې پکې پیغمبر(ص) د فاتحه سورې د لوستلو د ثواب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د دې ثواب د ټولو آسماني کتابونو د لوستلو ثواب سره برابر دی.[۳۷] محمد صالح بن احمد مازندراني ټینګار کوي چې د قرآن کریم هر آیت - په ځانګړي توګه که چیرې په اخلاص او یقین سره تلاوت شي – نو شفا ورکولی شي، اوحمد سوره د ټولو ناروغیو لپاره ازمول شوی دی، په ځانګړي توګه کله چې اویا ځله تلاوت شي.[۳۸] محمد تقي مجلسي د حمد سورې په تلاوت سره د زرو څخه د زیاتو ناروغانو د شفا یادونه هم کوي د کومو چې هغه پخپله شاهد و.[۳۹]

په ادبیاتو کې سوره حمد

ځینې په دې باور دي چې د الهي کتابونو د شورو په آیتونو، سوره حمد ترټولو بې ساری دی، ځکه چې په سورت کې د شورو کیدو ټول درې خصوصیات راغلي دي لکه تسمیه (د خدای په نوم یا بسم الله ویلو سره پیل کول)، تحمید (ستاینه)، او نمانځنه، په خورا ښکلي ډول په کې سره یوځای راغلي دي.[۴۰] د فارسي ادبیاتو د ځینو پوهانو په وینا، د ډیرو حماسي او غزلیزو مثنویانو په پیل کې د حمد سورې بسم الله، او الحمد الله رب العالمین، تقریبا په هر کلاسیک نثري کار باندې ډیر اغیز درلود، او د حمد سوره وروستۍ برخه، چې یوه دعا ده، د شعر په لومړیو بیتونو باندې ډیر اغیز درلودلی دی.[۴۱]

مخکنی سوره:
<<
فاتحه سوره
مکي سورتونه مدني سورتونه
وروستی سوره:
>>

۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آل‌عمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس


فوټ نوټ

  1. معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۱۲۷.
  2. خرمشاهی، «سوره فاتحه»، مخ۱۲۳۶.
  3. سیوطی، الاتقان، ټوک۱، مخ۱۹۱.
  4. محققیان، «سوره حمد»، مخ۷۲۵؛ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۱۲۷.
  5. خرمشاهی، «سوره فاتحه»، مخ۱۲۳۶.
  6. مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسه، ټوک۱، مخ۱۰۹ او ۱۱۰.
  7. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ټوک۱، مخ۳۱۰.
  8. طباطبایی، المیزان، ټوک۱، مخ۱۹.
  9. بحرانی، البرهان، ټوک۱، مخ۹۷.
  10. خرمشاهی، «اصطلاحات قرآنی در محاوره فارسی»، مخ۳۴.
  11. محققیان، «سوره حمد» مخ۷۲۶.
  12. خرمشاهی، «سوره فاتحه»، مخ۱۲۳۶.
  13. صدوق، امالی، ټوک۱۷۴؛ مكارم شيرازى، ناصر، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۷.
  14. خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، د قرآن او عترت نورالثقلین فرهنګی مؤسسې لخوا، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
  15. نجفی، جواهرالکلام‌، ټوک۹، مخ۳۰۰.
  16. علامه حلّى، تذكرة الفقهاء، ټوک۳، مخ۱۳۵.
  17. نجفی، جواهرالکلام‌، ټوک۹، ۲۸۴-۲۸۶ مخونه.
  18. نجفی، جواهرالکلام‌، ټوک۹، ۳۱۹-۳۳۱ مخونه.
  19. امام ‌خمينى، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ټوک۱، مخ۵۵۹، مسئلهٔ۱۰۱۷.
  20. الطباطبائي اليزدي، السيد محمد كاظم، العروة الوثقى، ټوک۲، مخ۵۳۲
  21. نجفی، جواهرالکلام‌، ټوک۱۰، مخ۲-۱۱.
  22. طباطبايى يزدى، ‌العروة الوثقى، ټوک۲، مخ۵۰۱.
  23. طباطبايى يزدى، ‌العروة الوثقى، ټوک۲، مخ۱۷.
  24. طباطبايى يزدى، ‌العروة الوثقى، ټوک۲، مخ۱۱۹.
  25. حرّ عاملى، وسائل الشيعة، ټوک۱۴، مخ۵۳۱.
  26. طباطبایی، المیزان، ټوک۱، مخ۲۲
  27. حسینی طهرانی، مهر تابان، مخ۴۰۵.
  28. سید ابن طاووس، جمال الأسبوع، مخ۲۸۰؛ کفعمی، البلد الأمین، مخ۱۶۴.
  29. طباطبایی، المیزان، ټوک۱، مخ۲۶.
  30. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ټوک۱، مخ۱۵۸.
  31. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ټوک۵، مخ۷۰۵.
  32. کلینی، الکافی، ټوک۲، مخ ۶۲۳، حدیث۱۶
  33. صدوق، الامالی، مخ ۱۷۶.
  34. طبرسى، مجمع البيان، ټوک۱، مخ۸۸.
  35. نوری طبرسی، مستدرک الوسائل، ټوک۴، مخ۳۳۰.
  36. طبرسى، مجمع البيان، ټوک۱، مخ۸۸.
  37. شیخ مفيد، الإختصاص، مخ۳۹.
  38. مازندرانی، الکافی، الاصول و الروضة، .
  39. مجلسی اول، روضة المتقین، ټوک۱۳، مخ۱۳۷.
  40. معروف و ریحانی، «تأثیر ساختار سه‌گانه‌ی سوره‌ی حمد بر آغازیه‌های نظم و نثر فارسی»، مخ۸۰۳.
  41. معروف و ریحانی، «تأثیر ساختار سه‌گانه‌ی سوره‌ی حمد بر آغازیه‌های نظم و نثر فارسی»، مخ۸۰۲.

یادونه

  1. د دې روایت معنا دا نه ده چې که هر څوک ۷۰ ځله د حمد سورې پر یوه مړي ولولي، نو هغه مړی به ژوندی شي، بلکې دا د دې سورت پر ارزښت او اغېزې دلالت کوي. البته د بشپړې اغېزې لپاره یې د الهي اذن په ګډون نور شرایط هم اړین دي.[یوې غوره سرچینې ته اړتیا ده]

سرچينې

  • قرآن کریم، د محمدمهدي فولادوند ژباړه، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/ ۱۳۷۶ل.
  • سیوطي، عبدالرحمن بن ابي‌بکر، الاتقان في علوم القرآن، څېړنه: محمد أبو الفضل إبراهيم، قاهره، الهيئة المصرية العامة للكتاب، ۱۳۹۴ق/ ۱۹۷۴م.
  • بحراني، هاشم بن سلیمان، البرهان في تفسیر القرآن، قم، د بعثت مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم: د آل البیت مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، د آل البیت مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • حویزي، عبدعلي بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ل.
  • خامه‌ګر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، قم: نشرا خپرندویه، لومړی چاپ، ۱۳۹۲ل.
  • خرمشاهي، بهاءالدین، «سوره فاتحه»، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی (د قرآن او قرآن‌پوهنې پوهنغونډ)، ۲ ټوک، تهران: دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
  • سید ابن طاووس، رضي‌الدین علي، جمال الأسبوع بکمال العمل المشروع، قم، دار الرضي، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • صدوق، محمد بن علي، الامالي، تهران، کتابچي، ۱۳۷۶ل.
  • صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، سمون: علي‌اکبر غفاري، قم، اسلامي خپرندویه، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشی)، قم: د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، تهران، د ناصر خسرو خپرندویه، ۱۳۷۲ل.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق.
  • کفعمي، ابراهیم بن علي، البلد الأمین و الدرع الحصین، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۸ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، څېړنه: سید ابراهیم میانجي او محمدباقر بهبودي، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۰۳ق/ ۱۹۸۳م.
  • محققیان، رضا، «سوره حمد»، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی (د قرآن کریم په معاصر پوهنغونډ کې)، قم، د سلمان آزاده خپرندویه، ۱۳۹۶ل.
  • معرفت، محمدهادي، التمهید في علوم القرآن، قم، علمي حوزه، ۱۴۱۰ق.
  • معروف، غلامرضا او محمد ریحاني، «(48).pdf تأثير ساختار سه‌گانه‌‌ی سوره‌ی حمد بر آغازيه‌های نظم و نثر فارسی (د فارسي نظم او نثر پر پیلامو د حمد سورت د درې‌ګوني جوړښت اغېز)، د فارسي ژبې او ادبیاتو د پنځم کنفرانس مقالې.
  • مغنیه، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسه، بیروت، دار التیار الجدید ـ دار الجواد، لسم چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، څېړنه: علي‌اکبر غفاري او محمود محرمي زرندي، قم، المؤتمر العالمي لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
  • موسوي خمیني، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشی)، څېړنه: سید محمد حسین بني‌هاشمي خمیني، قم: د اسلامي خپرونو دفتر، اتم چاپ، ۱۴۲۴ق.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الاسلام، څېړنه: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۰۴ق.
  • نوري طبرسي، میرزا حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، بیروت، آل البیت (ع)، دویم چاپ، ۱۴۰۸ق.