مسوده:صلوات
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
- دا مقاله د صلوات (درود شریف) د مفهوم په اړه ده. د احزاب د سوري د ۵۶م آيت د پېژندلو لپاره، د صلوات آیت مدخل وګورئ.

صلوات (درود شریف ویل) د قرآن له هغو امرونو څخه دی چې په دې ایت کې یې مؤمنانو ته په څرګند ډول حکم شوی دی. دا عمل د پیغمبر اکرم(ص) د درناوي، قدردانۍ او له هغه سره د مینې د پیاوړتیا یو لامل بلل کېږي، او په روایاتو کې ورته ډېر برکتونه ذکر شوي دي؛ لکه د ګناهو بښنه، د آسمان د دروازو پرانیستل او د پیغمبر د شفاعت د ترلاسه کولو امکان.
تر ټولو مشهور صلوات دا دی: «اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّد» او د شیعه حدیثونو له مخې تر هغې وروسته ویل کېږي: «وَعَجِّلْ فَرَجَهُم». د شیعه فقیهانو په فتوا، د لمانځه په تشهد کې د صلوات ویل واجب دي او که څوک یې په قصد پرېږدي، لمونځ باطلېږي. همدارنګه د جمعې په خطبو او د جنازې په لمانځه کې هم واجب دی.
صلوات هر وخت مستحب دی، خو په ځانګړو حالتونو کې پرې ډېر ټینګار شوی؛ لکه د پیغمبر د نوم اورېدو په وخت، په رکوع او سجده کې، او ځینې ځانګړي وختونه.
صلوات د شیعه مسلمانانو په منځ کې، د عبادت ترڅنګ، په مراسمو، مذهبي غونډو او ورځنیو چارو کې هم ډېر ویل کېږي، او ځینې خلک د حاجت د پوره کېدو لپاره د صلوات ختم کوي.
د صلوات په فلسفه کې د پیغمبر او اهلالبيت لپاره رحمت غوښتل، د هغوی د یاد او مقام لوړول، او د هغوی له سنت څخه پیروي شامله ده. په شیعه فرهنګ کې د «آل» یادول (په صلوات کې) ضروري بلل شوي، حال دا چې ابن تیمیه د وهابیانو مشر له شیعه وو سره د ظاهري شباهت د مخنیوي لپاره د «آل» له یادولو څخه ډډه غوره ګڼلې.
په اړه یې ګڼ کتابونه لیکل شوي دي.
اهمیت او مقام
صلوات له قرآني امرونو څخه دی.[۱] په صلوات آیت کې خدای تعالی او فرښتې هم پر پیغمبر درود وایي او مؤمنانو ته امر کوي چې همداسې وکړي.[۲] صلوات د دین له شعائرو څخه ګڼل کېږي[۳] او د شیعه مذهبو په منځ کې ډېر رواج لري.[۴]
په ډېرو دیني غونډو، خوښیو او ماتمونو کې صلوات ویل کېږي.[۵] په شیعه فرهنګ کې د پېغمبر د نوم په اورېدو سره صلوات ویل کېږي او پرېښودل یې ناسم ګڼل کېږي.[۶] ځینې شیعیان صلوات خپل دایمي ذکر ګرځوي یا ځانګړی شمېر یې نذر کوي.[۷]
صلوات له شرعي واجباتو او د قرآن له تلاوت وروسته د عبادت له غوره ډولونو شمېرل کېږي[۸] او په دعاګانو، په ځانګړي ډول په صحیفه سجادیه کې ډېر ذکر شوی دی.[۹] په یوه روایت کې راغلي چې اصلي بخیل هغه څوک دی چې د پېغمبر نوم واوري او صلوات و نه وایي.[۱۰]
د شیعه فقهاوو په نظر، د لمانځه په تشهد کې صلوات ویل واجب دي، او که څوک یې په قصد پرېږدي، لمونځ یې باطلېږي.[۱۱] ځینې سني فقیهان هم همدې نظر ته ګروهنه لري.[۱۲] د دې ترڅنګ د جمعې په خطبو[۱۳] او د جنازې په لمانځه کې هم واجب ګڼل شوی دی.[۱۴] د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د صلوات آیت له مخې په ټول ژوند کې یو ځل صلوات ویل واجب دی.[۱۵]
صلوات په مسلمانانو کې
صلوات په مختلفو فرهنګي برخو او دستورو کې کارول کېږي؛ لکه ماشومانو ته په الله هو ویلو، متلونو، د کرنې د کارونو په وخت[۱۶] او د زورخانې (پهلوانۍ د کلبونو) په دودونو کې لکه صلوات چرخ، صلوات میانداري، صلوات ګود.[۱۷] په ایران کې صلوات سیاسي-ټولنیز رول هم درلود؛ خلکو د امام خمیني له نوم وروسته د صلوات په ویلو سره د هغه د رهبرۍ او مرجعیت ملاتړ کاوه.[۱۸] د صلوات ختم هغه عمل دی چې ځینې خلک یې د معصومینو په نیت او د حاجت د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.[۱۹] معمولا ۱۰۰، ۱۰۰۰ یا ۱۴۰۰۰ ځله پرله پسې صلواتونه(درود شریف ویل).[۲۰] دا کار ډېر وخت د نذر له مخې وي.[۲۱] د صلوات ختم کله ناکله په ډله ییز ډول هم ترسره کېږي.[۲۲] په ایران کې د جمعې له هر لمانځه وروسته یو کس د صلوات آیت تلاوت کوي او خلک درې صلواتونه وایي. په مصباح المجتهد کې د صلوات آیت لوستل د لمانځه له تعقیباتو ګڼل شوي.[۲۳]
شاعرانو د دوه بیتيو، غزلو او قصیدې په قالبونو کې صلواتنامې لیکلي دي.[۲۴] موخه یې دا ده چې د بیت په پای کې اورېدونکي صلوات ووایي.[۲۵] صلواتخواني د مذهبي هنر له بڼو څخه ده او په ځینو سیمو کې دود ده.[۲۶] دا عمل معمولا د میلادونو (د زوکړې مراسمو) او مذهبي خوښیو په مراسمو کې تر سره کېږي.[۲۷]
د صلوات فلسفه
صلوات د پیامبر اکرم (ص) د ۲۳ کلنې مبارزې یو ډول قدرونه ګڼل کېږي او له هغه حضرت سره د مینې د پیاوړتیا وسیله ده.[۲۹] څېړونکي وايي چې د صلوات په ویلو سره مؤمنان پیامبر او د هغه اهلبیت د رحمت د رسیدو لپاره د ځان او خدای تر منځ وسیله ګڼي.[۳۰] له کامل انسان څخه بېلګه اخیستل،[۳۱] د پیامبر او اهلبیتو احترام، د خدای د غوریزو هستیو د یاد او نوم ژوندی ساتل، د نبوت او ولایت د لارې پیروي، او د نبوت او امامت د نهجلا کېدونکی تړاو څرګندول د صلوات له فلسفو شمېرل شوي دي.[۳۲]
په دې اړه چې آیا صلوات د پېغمبر او د هغه د آل او کورنۍ لپاره ګټه لري او که نه، دوه نظره شته.[۳۳] د شیعه فقهاوو لکه شهید ثانی[۳۴]، د تفسیر المیزان لیکوال علامه طباطبایي ،[۳۵] او د هغه د شاګرد حسن حسنزاده آملي[۳۶] په باور د پېغمبر مقام دومره لوړ دی چې د خلکو له صلوات څخه بېنیازه دی؛ نو د صلوات ټولې ګټې بېرته خپله ویونکي ته ګرځي.[۳۷]
خو محمدباقر مجلسی او مرتضی مطهري باور لري چې که څه هم پېغمبر او د هغه اهلبیت لوړ مقام لري، خو بیا هم د کمال په لاره کې دي او د خلکو صلوات د هغوی مقام نوره هم لوړوي.[۳۸]
صلوات که خدای ته منسوب شي د رحمت معنا لري؛ که فرښتو ته منسوب شي د مغفرت غوښتلو معنا لري؛ او که انسانانو ته منسوب شي د دعا او غوښتنې معنا لري.[۳۹]
فضیلت او آثار
په روایاتو کې د صلوات لپاره ډېر معنوي او مادي آثار ذکر شوي دي، چې ځینې یې دا دي:
- د ګناهونو کفاره کېدل[۴۰]
- د ګناهونو پاکېدل[۴۱]
- په اعمالو کې تر ټولو دروند عمل[۴۲]
- د اسمانونو د دروازو پرانیستل او د ګناهونو تویېدل[۴۳]
- له خدای سره دوستي[۴۴]
- د پېغمبر شفاعت[۴۵]
- د نفاق ختمېدل (په لوړ غږ صلوات)[۴۶]
- د هېر شوي شي يادول[۴۷]
- د صلوات ویونکي لپاره د ملایکو استغفار [۴۸]
- د دعا قبلېدل[۴۹]
- له دوزخ څخه ژغورل کېدل[۵۰]
- د سلو حاجتونو قبلېدل[۵۱]
- پر ویونکي د خدای او ملایکو صلوات [۵۲]
- د جمعې تر ټولو غوره عمل[۵۳]
- د امام زمان(عج) درک (د سهار او غرمي له لمانځه وروسته)[۵۴]
- د عافیت (خوندیتوب) د دروازې پرانیستل[۵۵]
- په کعبې کې تر ټولو غوره دعا[۵۶]
- د اعمالو پاکېدل[۵۷]
- د قبر، صراط او جنت روښانتیا[۵۸]
- د قیامت پر ورځ د پیامبر نږدي والی[۵۹]
- د تسبیح، تهلیل او تکبیر برابر دی[۶۰]
آیا باید پر آل محمد هم صلوات او درود ووايي؟
په شيعه عرف کې صلوات تل د پیامبر له نوم سره د آل په ذکر سره ادا کېږي.[۶۱] د صاحبجواهر په وینا، په صلوات کې د «آل» زیاتول د مذهب له ضروري احکامو څخه دي.[۶۲] د تقلید مرجع سید ابوالقاسم خویی[۶۳] د ځینو روایتونو له مخې احتمال ورکړی چې د آل پرته صلوات ویل ښايي حرام وي. [۶۴]
په شیعه او سني دواړو روایتونو کې له نیمګړي صلوات (یوازې پر پېغمبر دردو ویلو څخه) نهي شوې او کامل صلوات هغه بلل شوی چې پر محمد او آل محمد باندې وي.[۶۵] قاضي نورالله شوشتري دا روایتونه په کتاب احقاق الحق کې راټول کړي دي.[۶۶]
د شیعه په نظر، له آل څخه مراد، د اهلعبا پنځه تنه دي: پېغمبر، علي، فاطمه، حسن او حسین، چې آیه تطهیر د دوی په اړه نازله شوې.[۶۷] اهلسنت هم آل هغه څوک ګڼي چې په آیه تطهیر کې شامل دي، که څه هم په مصداق کې یې د نظر اختلاف لري.[۶۸]
د اهلسنتو له علماوو، ابن حجر هیثمي، صحیح صلوات د «اللهم صلّ علی محمد و علی آل محمد» عبارت ګڼي، او په شافعي مذهب کې پر آل صلوات واجب دی.[۶۹] خو سلفی مذهبه عالم ابن تیمیه وايي چې که څه هم پر آل صلوات سنت دی، خو ځکه چې دا د شیعه نښه ګرځېدلې، پرېښودل یې بهتر دي.[۷۰] صنعاني وايي چې د بنو امیه په وخت کې د آل ذکر پرېښودل د خلکو د وېري او تقیې له امله پېښېدل.[۷۱]
په صحاح ستّه کې د اهلسنتو روایتونه راغلي چې پېغمبر د «آل محمد» په ذکر ټینګار کړی دی.[۷۲] سبکي په شفاء السقام کې د صلوات ۵۲ ډولونه راټول کړي چې اکثر یې «آل محمد» لري او په هیڅ یو کې د اهل سنتو د دود په څېر پر صحابه و صلوات نه دی راغلی.[۷۳]
پر غېر پېغمبر د صلوات او درود لېږلو په اړه اهلسنت اختلاف لري؛ ځینې یې ناروا، ځینې مکروه او ځینې یې په هغه شرط روا ګڼي چې تر هر چا مخکې پر پېغمبر صلوات وشي او بیا په نورو واستول شي.[۷۴]
څه وخت صلوات ویل پکار دي؟

د شیعه فقهاوو مشهور نظر دا دی[۷۵] چې د پېغمبر د نوم، کنیت یا لقب په اورېدو سره صلوات ویل مستحب دي ان په لمانځه کې. [۷۶] ځینو فقهاوو دا واجب ګڼلي.[۷۷] شیعه د تقلید مرجع حسین وحید خراساني د امام علي (ع) نوم په اورېدو صلوات ویل ښه عمل بللی.[۷۸]
په روایتونو کې راغلي[۷۹] چې د صلوات تر ټولو غوره وخت د جمعې ورځ او شپه ده. [۸۰]نور وختونه چې د صلوات سپارښتنه پکې شوې دا دي:
- په رکوع او سجده کې[۸۱]
- د خطبو او ویناوو په پیل کې
- مسجدالحرام ته د داخلېدو پر مهال
- د صفا او مروه په سعي کې
- د رجب، شعبان او رمضان میاشتو کې
- د پیامبر د حرم په لیدلو سره
- د وضو په پیل او پای کې
- د لمانځه په تعقیباتو کې
- له دعا مخکې او وروسته
- د ګل بویولو پر مهال
- له پرنجي (اتروشي) وروسته
- د سفر پر وخت[۲]
د صلوات مختلفې بڼې
تر ټولو مشهور صلوات «اللهم صل علی محمد و آل محمد» دی، خو په روایتونو کې نور ډولونه هم راغلي.[۸۳] ویل کېږي چې په صحیفه سجادیه کې ۲۱۰ ډول صلواتونه ذکر شوي دي.[۸۴]
په یوه حدیث کې پیامبر د صلوات صحیح عبارت «اللهم صل علی محمد و آل محمد» بللی او د «اللهم صل علی محمد و علی آل محمد» له کارولو څخه یې منع کړې.[۸۵] د ریاضُ السالِکین مولف سید عليخان کبیر دا حدیث نامعتبر ګڼي،[۸۶] خو محمدتقي مجلسي وايي چې د مسلمانانو سیره یې صحت ثابتوي.[۸۷]

صلوات له «وَعَجِّل فَرَجَهُم» سره
(اصلي مقاله: عجل فرجهم)
ځینې شیعیان له صلوات وروسته دا جمله زیاتوي: «وَعَجِّل فَرَجَهُم»، یعنې «د دوی فرج نږدې کړه».[۸۸] دا د امام مهدي (عج) د ظهور د چټکتیا دعا ده.د هغوي روایتونو له مخې چې له امام صادق (ع) نقل شوي د دې عمل لپاره په ځینو معلومو شرایطو او شمېر کې د ځینې ثوابونو او اجرونو وعده شوې ده منجمله: د امام مهدي (عج) د لیدلو توفیق[۸۹] د هغه د ځانګړو یارانو په ډله کې راتلل[۹۰] او د قیامت په ورځ د شفاعت ترلاسه کول[۹۱]
فوټ نوټ
سرچينې
- قرآن.
- ابراهیمي، علي، آثار او برکات الصلوات، بیروت، ۱۴۳۲ق.
- ابناشعث، محمد بن محمد، جعفریات، تهران، مکتبة النینوی، بې نېټې.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنه النبویة فی نقض کلام الشيعة القدریه، ریاض، جامعة محمد بن سعود الاسلامیه، ۱۴۰۶ق.
- ابنحجاج نیشابوري، مسلم، صحیح مسلم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بې نېټې.
- ابنحنبل، احمد، مسند احمد، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۲۱ق.
- باقری بیدهندی، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/1244 «د صلوات کتابچه»، په مجله علوم حدیث کې، ګڼه ۱۳، منی ۱۳۷۸ل.
- [https://article.tebyan.net/190746/ اهمیت فرستادن صلوات با عجل فرجهم ، په تبیان وېبپاڼه کې، د لیکنې نېټه: ۲۹ لیندی ۱۳۹۰ل، د لیدنې نېټه: ۱ لیندی ۱۴۰۳ل.
- بخاري، محمد بن اسماعيل، صحیح البخاري، قاهره، وزارة الاوقاف، ۱۴۱۰ق.
- ترمذي، محمد بن عیسی، سنن ترمذي، قاهره، شرکة مکتبة و مطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
- ثعلبي، احمد بن محمد، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
- جاوید، هوشنګ، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/1824629 «صلواتخواني، له یاده وتلی مذهبي عبادتي هنر»، په مجله آستان هنر کې، ګڼه ۴ او ۵، دوبي ۱۳۹۲ل.
- حسنزاده آملي، حسن، زر او یو ټکی، تهران، رجاء، ۱۳۶۵ل.
- حسيني اردکاني، احمد، شرح او فضایل صلوات، تهران، میقات، ۱۳۷۵ل.
- حسيني عاملي، سید محمدجواد، مفتاح الکرامة فی شرح قواعد العلامه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بې نېټې.
- حمیري، عبدالله بن جعفر، قرب الإسناد، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۳ق.
- خرګوشي، عبدالملک بن محمد، شرف المصطفی، مکه، دار البشائر الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
- خمسهای قزويني، علي، الصلوات مفتاح حل المشکلات، بیروت، دار کمیل، بې نېټې.
- خويي، ابوالقاسم، موسوعة الامام الخويي، قم، مؤسسه إحیاء آثار الإمام الخويي، ۱۴۱۸ق.
- درودګر، محمدجواد، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/1691138 «د صلوات اسرار او آثار د پېغمبر(ص) او د پېغمبر(ص) له اهل بیتو»، په مجله فرهنګ زیارت کې، ګڼه ۷، دوبي ۱۳۹۰ل.
- ديلمي، حسن بن محمد، أعلام الدین فی صفات المؤمنین، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۸ق.
- راوندي، سعيد بن هبةالله، الدعوات، قم، مدرسه امام مهدی(عج)، ۱۴۰۷ق.
- رحیمی، معصومه، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/1987559 «د پېغمبر(ص) او اهلبیت(ع) په حق صلوات کولو ځای په قرآن، حدیث او منقولو دعاګانو کې»، په مجله اندیشههای قرآنی کې، ګڼه ۱۵ او ۱۶، پسرلی او ژمی ۱۴۰۰ل.
- رضایی، اسدالله، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/271409 «د پېغمبر اکرم(ص) په حق صلوات کولو کیفیت او څرنګوالی د دواړو ګروپونو له نظره»، په پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی کې، ګڼه ۲۳، ژمی ۱۳۸۶ل.
- روحبخش، رحیم، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/81131 «سیاسي صلوات»، په مجله زمانه کې، ګڼه ۲۱، خرداد ۱۳۸۳ل.
- زمانی، محمدحسن،[https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/317682 «د دواړو ګروپونو له نظره د صلوات کیفیت»، په مجله حکمت و فلسفه اسلامی کې، ګڼه ۸، اوړی ۱۳۸۲ل.
- سجستاني، ابیداود سلیمان بن اشعث، سنن ابیداود، بیروت، المکتبة العصریه، بې نېټه.
- سید ابنطاووس، علی بن موسی، جمال الأسبوع بکمال العمل المشروع، قم، دار الرضی، ۱۳۳۰ق.
- سُبکي، علی بن عبدالکافی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام(ص)، تهران، مشعر، ۱۴۲۹ق.
- شاه نعمتالله ولی، دیوان اشعار شاه نعمتالله ولی، کرمان، خدمات فرهنګی کرمان، ۱۳۸۰ل.
- شایستهرخ، الهه، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/2057998 «د کرنې په کښت او حاصل کې د صلوات کارېدنه»، په مجله فرهنګ مردم ایران، ګڼه ۷۱، ژمی ۱۴۰۱ل.
- شفیعي، علی، ګوهرهای منثور، تهران، ګسترش رایانه، ۱۳۹۸ل.
- شوشتری، نورالله بن شریفالدین، إحقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۹ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، منية المرید فی أدب المفید و المستفید، قم، مکتب الإعلام الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
- شهیدثانی، زینالدین عاملی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیه، تصحیح او تحقیق: حسن قاروبی تبریزی، قم، دار التفسیر، ۱۴۲۷ق.
- شیخ بهایی، محمد بن حسین، مفتاح الفلاح فی عمل الیوم و اللیلة من الواجبات و المستحبات، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۲ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضی، ۱۴۰۶ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتہجد و سلاح المتعبد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنګره شیخ مفید(ره)، ۱۴۱۳ق.
- شَعِیری، محمد بن محمد، جامع الأخبار، نجف، المطبعة الحیدریه، بې نېټه.
- صمدانیان، محسن، او امید صبوری، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/268930 «صلوات او پېغمبر(ص) په صحیفه سجادیه کې»، په مجله قرآنی کوثر، ګڼه ۲۳، ژمی ۱۳۸۵ش او پسرلی ۱۳۸۶ل.
- صنعانی، محمد بن اسماعیل، سبل السلام شرح بلوغ المرام، ریاض، مکتبة المعارف، ۱۴۲۷ق.
- طاهرزاده، اصغر، «د پېغمبر(ص) صلوات د روح تقدس سبب»، اصفهان، لب المیزان، ۱۳۹۰ل.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تُعَم به البلوی (المحشّی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- طباطبایی، محمدحسین، بررسیهای اسلامی، په هڅه سیدهادی خسروشاهی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ل.
- طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، قاهره، مکتبة ابنتیمیه، ۱۴۱۵ق.
- طَبْرِسی، فضل بن حسن، مکارم الاخلاق، قم، دار الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
- عسکری، سید مرتضی، من السنن النبی الصلاه علی محمد و آل محمد(ص)، تهران، مشعر، بې نېټه.
- علوی، عادل، آثار الصلوات فی رحاب الروایات، قم، مؤسسه اسلامی تبلیغ و ارشاد، ۱۴۳۷ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، تهران، مرتضوی، ۱۳۷۳ل.
- فیاض، محمداسحاق، الاستفتائات الشرعیه، بې ځایه، الکلمة الطیبه، ۱۴۳۵ق.
- فیاض، محمدصادق، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/879829 «د دواړو ګروپونو فقه او د اهلبیت(ع) موقف په صلوات کې»، په پژوهشنامه فقهی، ګڼه ۵، پسرلی ۱۳۹۰ل.
- قضاوی، عفت، «د صلوات ختم»، په کتاب کِلک و کتاب کې، د رسول جعفریان لیکنه، بې ځایه، بې نېټه، ۱۳۹۳ل.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- کمالی، محمدهادی، او نور، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/1878693 «د پېغمبر(ص) له دعا او صلوات څخه د ګټې نه اخیستنې نظر نقد، د هغه حضرت د لوړ مقام امکان په ګوته کوي»، په مجله معرفت کلامی، ګڼه ۲۶، پسرلی او اوړی ۱۴۰۰ل.
- ماوردی، علی بن محمد، الحاوی الکبیر فی فقه مذهب الإمام الشافعی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق.
- مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آلالرسول(ص)، تصحیح او تحقیق: سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.
- مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۴ق.
- مدنی شیرازی، سید علیخان کبیر، ریاض السالکین، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۹ق.
- مصباح یزدی، محمدتقی، صهبای حضور، تدوین او نګارش: اسدلله طوسی، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۱ل.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۸۹ل.
- مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، مجمَع الفائدة و البرهان فی شرح اِرشاد الأذهان، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، «د امام علی(ع) پیغام»، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ل.
- موسوی، سیدرضا، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/995751 «صلوات، احکام او اغېزې یې»، په مجله الهیات و حقوق، ګڼه ۳۰، ژمی ۱۳۸۷ل.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بې نېټه.
- نراقی، احمد بن محمدمهدی، مستند الشیعة فی احکام الشریعه، قم، مؤسسه آلالبیت(ع)، ۱۴۱۵ق.
- نسائی، احمد بن شعیب، سنن نسائی، حلب، مکتب المطبوعات الاسلامیه، ۱۴۰۶ق.
- نساجی زواره، اسماعیل، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/32787 «صلوات د پېغمبر(ص) او د هغه کورنۍ(ع) سره مینې او وفادارۍ نښه»، په مجله درسهایی از مکتب اسلام، ګڼه ۶، وږی ۱۳۸۲ل.
- نساجی، زهرا، [https://www.noormags.ir/view/fa/articlepage/1230013 «د صلوات روحبښونکی بوی»، په مجله پاسدار اسلام، ګڼه ۳۰۳، کب ۱۳۸۵ش او وری ۱۳۸۶ل.
- وحید خراسانی، حسین، اذان او اقامه په وخت د امیرالمؤمنین(ع) نوم اورېدو پر مهال صلوات»، د حضرت آیتالله العظمی وحید خراسانی رسمي ویبسایټ، د لیدنې نېټه: ۱ لیندی ۱۴۰۳ل.
- هیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة علی اهل الرفض و الضلال و الزندقه، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۱۷ق.