مسوده:په غدیر مناشده
په غدیر مناشده د غدیر د پېښې په اړه له صحابهوو څخه د قسم ورکولو له لارې د هغوی د اقرار اخیستلو ته ویل کېږي. د شیعهوو له نظره، مناشدې د امام علي(ع) د امامت او د هغه د بېواسطه او بلا فصل خلافت د حقانیت له دلیلونو څخه ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، امام علي(ع) په بېلابېلو پېښو کې لکه شپږ کسیزې شورا، د عثمان د خلافت دوره، د رُحبه پېښه، او د جمل او صفین جګړې کې د غدیر په پېښې مناشده کړې ده.نور کسان لکه حضرت فاطمه(س)، امام حسن(ع)، امام حسین(ع)، اموي عمر بن عبدالعزیز او عباسي مأمون هم د غدیر په حدیث استناد کړی یا یې مناشده ترسره کړې ده.
دا راپورونه په شیعه او اهل سنتو سرچینو کې نقل شوي دي، او د الغدیر په کتاب کې ورته یوه ځانګړې برخه بېله شوې ده. په مقابل کې، اهل سنت د غدیر اصل پېښه مني، خو د هغې له لارې د امامت ثبوت نه مني، او د دې نظر له دلیلونو څخه یې دا یاد کړی چې امام علي(ع) په خپله د غدیر په پېښې استناد نه دی کړی.
مقام او اهمیت
د غدیر د مناشدې معنا دا ده چې په عامو غونډو کې خلکو ته د الله په نوم قسم ورکول کېږي، چې د غدیر د پېښې او د غدیر د حدیث پر صحت اقرار وکړي.[۱]په دې طریقه کې، د احتجاج برعکس، د مستقیم دلیل وړاندې کولو پر ځای د قسم له لارې د یوې پېښې یا حدیث د صحت د تأیید غوښتنه کېږي.[۲]د شیعهوو له نظره، مناشدې یوازې د غدیر د واقع کېدو د ثبوت لپاره نه بلکې د امام علي(ع) د حقانیت او بلا فصل خلافت د ثبوت لپاره هم دلیل ګڼل کېږي.[۳]
ځینې څېړونکي باور لري چې شیعهوو په خپلو مناظرو کې د غدیر اړوند مناشدو باندې استناد کړی دی.[۴]د علامه امیني په وینا، د غدیر په حدیث استناد او مناشده د صحابهوو او تابعینو ترمنځ دود وه.[۵]هغه د دې دود دلیل دا ګڼي چې د غدیر پېښه د موافقانو او مخالفانو دواړو له خوا منل شوې وه.[۶]هغه په خپل کتاب الغدیر کې هم د مناشدو او احتجاجونو لپاره یوه ځانګړې برخه بېله کړې[۷] او له هغو څخه یې د غدیر حدیث د تواتر د ثابتولو لپاره استفاده کړې ده.[۸]مناشدې په حدیثي سرچینو کې هم په بېلابېلو ځایونو کې نقل شوې دي.[۹]
د امام علي(ع) مناشدې
د علامه امیني په وینا، امام علي(ع) په ډېرو مواردو کې د غدیر په حدیث استناد کړی او هغه صحابه و ته یې چې د حجةالوداع په مراسمو کې حاضر وو، په عامو غونډو کې قسم ورکړی چې د غدیر پر پېښه شهادت ورکړي.[۱۰] له هغو څخه ځینې دا دي:
په شپږ کسیزه شورا کې
«تاسو ته په الله قسم درکوم، آیا ستاسو په منځ کې داسې څوک شته چې رسول الله(ص) د غدیر خم په ورځ د هغه په اړه ویلي وي: هر څوک چې زه یې مولا یم، علي یې مولا دی؛ اې الله! له هغه چا سره مرسته وکړه چې د علي مرسته کوي، او له هغه چا سره دښمني وکړه چې له هغه سره دښمني کوي؟»حاضرو کسانو ځواب ورکړ: «اې خدایه! نه.»امام وروسته د اکمال آیت ته اشاره وکړه چې د هغه د امامت له اعلان وروسته نازل شوی و، او د حاضرو کسانو له تأیید سره مخ شو.[۱۱]»
امام علي(ع) په شپږ کسیزه شورا کې د خپلو فضیلتونو د بیان پر مهال[۱۲] هغوی ته د غدیر پېښه او د رسول الله(ص) له خوا د هغه ټاکنه په قسم ورکولو سره یاده کړه، او د شورا ټولو غړو د امام د خبرو پر رښتینولۍ شهادت ورکړ.[۱۳]
د عثمان د خلافت پر مهال
د عثمان بن عفان د خلافت په دوره کې، د انصارو او مهاجرینو ترمنځ د دوی د فضیلتونو په اړه یوه مناظره ترسره شوه.[۱۴]
د خبرو له پای ته رسېدو وروسته، له امام علي(ع) څخه وغوښتل شول چې خبرې وکړي.هغه په داسې حال کې چې ټول فضیلتونه یې د الله له لوري وبلل، خپل ځینې فضیلتونه یې یاد کړل او حاضرو کسانو ته یې قسم ورکړ چې د ځینو آیتونو د نزول سببونه چې د هغه په اړه وو، تأیید کړي.له دې تأیید وروسته، امام د غدیر په ورځ د خدای له خوا د امامت لپاره خپل ټاکل کېدل یاد کړل.[۱۵]سلیم بن قیس، چې د دې پېښې راوي دی، د دې غونډې د حاضرینو له ډلې د دېرشو کسانو نومونه ذکر کړي دي.[۱۶]
د رُحبه په پېښه کې
کله چې امام علي(ع) په ۳۵ هجري کال کې کوفې ته ورسېد او د هغه د خلافت په اړه شکونه پیدا شول، هغه د خلکو په یوه غونډه کې د رُحبه میدان ته ولاړ او خلکو ته یې د الله په نوم قسم ورکړ چې د غدیر حدیث پر صحت شهادت ورکړي.ډېرو حاضرینو د امام خبره تصدیق کړه.[۱۷]دا پېښه د رُحبه استشهاد[۱۸] یا د رُحبه مناشده[۱۹] په نوم هم پېژندل کېږي، او د اهل سنتو په سرچینو کې هم نقل شوې ده.[۲۰]
د جمل او صفین په جګړو کې
د جمل په جګړه کې، امام علي(ع) طلحه بن عبیدالله ته قسم ورکړ او ترې یې وپوښتل چې آیا هغه له رسول الله(ص) څخه دا حدیث نه دی اورېدلی:«مَن کُنتُ مولاه فهذا علیٌّ مولاه»(د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی).طلحه د امام علي(ع) خبرې تایید کړې او پرته له کومې څرګندونې بېرته ولاړ.[۲۱] او ویل شوي چې له امام سره له جګړې کولو څخه هم منصرف شو.[۲۲]
همدارنګه د سلیم بن قیس هلالي د یوه روایت له مخې، امام علي(ع) د صفین په جګړه کې خپل لښکر ته د غدیر د حدیث په استناد د خپل ولایت او مشرۍ په اړه قسم ورکړ.[۲۳]له دې وروسته د صحابهوو له ډلې ۱۲ کسانو، لکه ابوالهیثم بن تیهان، ابوایوب انصاري، عمار بن یاسر او خزیمة بن ثابت، د هغه خبرې تایید کړې او هغه یې د رسول الله(ص) د خبرو په څېر وبللې.وروسته نورو اویا کسانو هم د هغه خبرې تایید کړې.[۲۴]ورته راپور د الغیبه نعماني په کتاب کې هم راغلی دی؛ په هغه کې بیان شوي چې امام علي(ع) د معاویه له استازو سره د لیدنې پر مهال، پرته له مناشدې، د غدیر په پېښې استناد وکړ.[۲۵]
د غدیر په حدیث د نورو کسانو مناشدې
علامه امیني په خپل کتاب الغدیر کې ۲۲ بېلګې یادې کړې دي چې په هغو کې، له امام علي(ع) پرته، نورو کسانو لکه حضرت فاطمه(س)، امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او ځینو خلفاوو لکه عمر بن عبدالعزیز او مأمون عباسي، د غدیر په حدیث استناد کړی یا یې مناشده ترسره کړې ده.[۲۶] د بېلګې په توګه، په ۵۸ هجري کال کې امام حسین(ع) د منا په سیمه کې د بنیهاشم، انصارو او د رسول الله(ص) د شاوخوا ۲۰۰ صحابهوو په ګډون د نږدې ۷۰۰ کسانو په یوه غونډه کې حاضرینو ته قسم ورکړ، چې د غدیر حدیث پر صحت شهادت ورکړي، او هغوی هم د هغه شهادت ورکړ.[۲۷]
همدارنګه د خلافت له غصب کېدو وروسته له ابوبکر سره په لیدنه کې د امام علي(ع) له خوا د ولایت د آیت په اړه د مناشدې یو راپور هم په اړه نقل شوی،.[۲۸]
د اهل سنتو نظر
ځینې اهل سنت باور لري چې امام علي(ع) د خپل امامت د ثابتولو لپاره د غدیر په حدیث استناد نه دی کړی، او یوه کوچنۍ ډله یې د غدیر د اصل پېښې انکار هم کوي.[۲۹]د دې پر بنسټ، ځینې مناشدې رد شوې دي[۳۰] یا د هغو ځینې برخې حذف شوې دي.[۳۱] دا نظر عموماً د صحابهوو او خلفاوو په اړه د دوی له لیدلوري سره تړاو لري.[۳۲] په ځینو مناشدو کې هم د امام علي(ع) له خوا د خلفاوو کړنې نقد شوې دي.[۳۳]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابن اثیر، علي بن محمد، أسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
- ابن حجر عسقلاني، احمد بن علي، الإصابة فی تمییز الصحابة، د عادل احمد عبدالموجود او علي محمد معوض څېړنه، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- ابن حجر عسقلاني، احمد بن علي، لسان المیزان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- ابن عساکر، علي بن حسن، تاریخ مدینة دمشق و ذکر فضلها و تسمیة من حلها من الأماثل أو اجتاز بنواحیها من واردیها و أهلها، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابن کثیر دمشقي، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- بحراني، عبدالله، عوالم العلوم (الإمام علي ع)، قم، موسسه الامام المهدي (عج)، دویم چاپ، ۱۳۸۲ل.
- جمالي، حسین او محمد حسین نصیري، «استشهاد امیرالمؤمنین به حدیث غدیر در مسند احمد بن حنبل»، امامت پژوهي (امامت څېړنه)، ۱۱مه دوره، ۲مه ګڼه - پرله پسې ۳۰مه ګڼه، لړم ۱۴۰۰ل.
- «حدیث مناشده یوم الشوری»، مجمع جهاني شیعه شناسي. د مطلب د درج نېټه: ۲۲ تله ۱۴۰۰ل، د کتنې نېټه: ۲۰ غویی ۱۴۰۴ل.
- حر عاملي، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، اعلمي، ۱۴۲۵ق.
- حموي شافعي، ابراهیم بن سعدالدین، فرائد السمطین، بیروت، موسسة المحمود، ۱۴۰۰ق.
- خوارزمي، موفق بن احمد، المناقب، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۰ق.
- دیاري بیګدلي، محمدتقي او نور، «تحلیل رویکردهای حدیثی علامه امینی پیرامون احادیث مناشَدَه در کتاب الغدیر»، سفینه، اتلسم کال، ۷۰مه ګڼه، پسرلی ۱۴۰۰ل.
- ذهبي، محمد بن احمد، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، بیروت، دارالمعرفة للطباعة والنشر، ۱۳۸۲ل.
- زینلي، غلامحسین، د «الغدیر فی الکتاب والسّنة و الادب» کتاب پر څنډو، تهران، لیکوال، بې نېټې.
- سلیم بن قیس الهلالي، کتاب سلیم بن قیس الهلالي، قم، هادي، ۱۴۰۵ق.
- شوشتري، قاضي نورالله، إحقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، مکتبه آیت الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، الخصال، د علي اکبر غفاري څېړنه، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ل.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دارالثقافة، ۱۴۱۴ق.
- طبرسي، احمد بن علي، الإحتجاج علی اهل اللجاج، مشهد، مرتضی، ۱۴۰۳ق.
- علامه امیني، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
- قاضي نعمان، نعمان بن محمد، شرح الاخبار فی فضائل الائمة الاطهار(ع)، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۹ق.
- قرشي، باقر شریف، حیاة الإمام الحسین(ع)، قم، مدرسه علمیه ایرواني، ۱۴۱۳ق.
- قندوزي، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة، قم، اسوه، دویم چاپ، ۱۴۲۲ق.
- مظفر، محمد حسن، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، موسسة آل البیت، ۱۴۲۲ق.
- مسعودي، علي بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دارالهجره، ۱۴۰۹ق.
- نعماني، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||