مسوده:بقره سوره
فاتحه بقره سوره آل عمران | |
| شمیره | ۲ |
|---|---|
| جزء | ۱، ۲، ۳ |
| آیت | ۲۸۶ |
| مکي/مدني | مدني |
| کلمه | ۶۱۵۶ |
| حرف | ۲۶۲۵۶ |
بقره سوره د قرآن کریم تر ټولو لویه او دوهمه سوره ده او له مدني سورتونو ګڼل کیږي. دا سوره په لومړۍ، دوهمه او دریمه سپاره کې راغلې ده. د بني اسرائیلو د غوا د کیسې له امله (آیتونه ۶۷-۷۳) ورته البقره نوم ورکړل شوی.
د بقره سوره اصلي موخه د انسانانو لارښوونه او دا اعلان کول دي چې انسانان باید په هر هغه څه باور وکړي چې خدای د خپلو پیغمبرانو له لارې نازل کړي دي پرته له دې چې د رسولانو ترمنځ توپیر وکړي. په دې سوره کې عقیدتي او مذهبي اصول، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي احکام بیان شوي دي. د هغې په مهمو کیسو کې د آدم او فرښتې، بني اسرائیل، ابراهیم او د مړو بیا ژوندي کیدل، او د طالوت او جالوت جګړه شامله ده.
آیت الکرسي، د آمن الرسول آیت، د قبلې آیت، او د قرآن کریم تر ټولو اوږد آیت (آیت ۲۸۲) په بقره سوره کې دي. د رسول الله(ص) په یوه روایت کې راغلي چې بقره سوره په قرآن کریم کې تر ټولو غوره سورت دی او آیت الکرسي یې تر ټولو غوره آیت دی.
پيژندګلو
نوم ورکول د بقره سوره (غوا) نوم د بني اسرائيلو د غوا له کيسې څخه اخيستل شوی دی (په ۶۷ څخه تر ۷۳ آيتونو کې راغلی دی).[۱] د قرآن فُسطاط (خيمه)، سنام القرآن، سيد القرآن او زهرا د سوره بقره نور نومونه دي.[۲] بقره سوره او آل عمران سوره په ګډه د زَهروان په نوم يادېږي[۳] او د امام علي(ع) په يوه روايت کې، دا سورتونه د جمال القرآن په نوم هم ياد شوي دي.[۴]
د نازلېدو ځای او ترتيب بقره سوره يوه مدني سوره ده او په پيغمبر(ص) باندې د نازل شوي ۸۷ مه سوره ده، خو د مصحف په اوسني ترتيب کې، دا دوهمه سوره ده او د قرآن په لومړۍ، دوهمه او دريمه سيپاره کې راغلې ده.[۵] دا سورت د مطففین سوره وروسته او د آل عمران سوره څخه مخکې په مدینه کې په پیغمبر(ص) باندې نازل شوی لومړنی سوره ګڼل کیږي.[۶]
د آیتونو شمیر او نورې ځانګړتیاوې بقره سوره ۲۸۶ آیتونه، ۶۱۵۶ کلمې او ۲۶۲۵۶ حروف لري. دا په قرآن کریم کې تر ټولو لوی سورت دی، چې د قرآن کریم نږدې ۲/۵ د قرآن سيپاره جوړوي.[۷] بقره سوره د اوو اوږدو سورتونو څخه لومړۍ او د ۲۹ مقطعات لرونکو سورتونو څخه لومړۍ سوره ده،[۸] چې «الم» مقطعات حروفو سره پیل کیږي.[۹] تر ټولو لویه کلمه «فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّـهُ»، او د قرآن کریم تر ټولو اوږده آیت (۲۸۲ آیت) پدې سورت کې دي.[۱۰]
مینځپانګه
علامہ طباطبايي د بقره سوره اصلي موخه دا ګڼي چې دا اعلان وکړي چې انسان باید په هغه څه باور ولري چې خدای پاک د خپلو پیغمبرانو له لارې نازل کړي دي او د خپلو رسولانو ترمنځ توپیر ونه کړي. هغه په کافرانو او منافقانو باندې نیوکه او د اهل کتابو د بدعتونو له امله د هغوی ملامتول د سوره د نورو مهمو محتواګانو په توګه ګڼي.[۱۱]
په بقره سوره کې ډېر پراخ موضوعات دي:
بقره سوره هم اصول عقاید بیان کړي او هم یې عبادي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي احکام بیان کړي دي.[۱۳] په تفسیر نمونه کې، د بقره سوره محتوا په لاندې ډول لنډیز شوی دی:
- توحید او خدای پيژندنه؛
- معاد او له مرګ وروسته ژوند؛
- د قرآن اعجاز؛
- یهودیان او منافقین او د اسلام په وړاندې د هغوي کړنې؛
- د پیغمبرانو تاریخ، په ځانګړې توګه د حضرت ابراهیم علیه السلام او حضرت موسی علیه السلام؛
- د لمانځه احکام؛
- د روژې احکام؛
- د خدای په لاره کې جهاد؛
- حج او د قبلې بدلول؛
- واده او طلاق؛
- د سوداګرۍ او دین احکام؛
- د سود احکام؛
- د خدای په لاره کې انفاق؛
- قصاص؛
- حرامې غوښې؛
- قمار؛
- شراب؛
- د وصیت احکام..[۱۴]
تاریخي کیسې او روایتونه
بقره سوره ګڼ شمېر تاریخي کیسې او بیانونه لري، چې په کې شامل دي:
- د آدم علیه السلام پیدایښت: ۳۰-۳۹ آیتونه.
- منعه شوی ونه: ۳۵-۳۷آیتونه.
- د فرعون څخه د بني اسرائیلو نجات: ۴۹-۵۰ آیتونه.
- د بني اسرائیلو لخوا د خوسي عبادت: ۵۱-۵۴ او ۹۲-۹۳ آیتونه.
- د بني اسرائیلو لخوا د خدای د لیدلو غوښتنه: ۵۵آیت.
- د اوبو د دولسو چینو د راخوټکیدلو معجزه: ۶۰ آیت.
- د بني اسرائیلو د مختلفو خوړو غوښتنه او د بني اسرائیلو لالهاندي: ۶۱ آیت.
- د بني اسرائیلو میثاق: ۶۳-۶۴ او ۸۳-۸۵ آیتونه.
- د شنبې په ورځ د بني اسرائیلو نافرماني: ۶۵-۶۶ آیتونه.
- د بني اسرائیلو غوا: ۶۷-۷۴ آیتونه.
- د هاروت او ماروت کیسه: ۱۰۲ آیت.
- د ابراهیم ازموینه او د کعبې ودانۍ: ۱۲۴-۱۲۷ آیتونه.
- د قبلې بدلول: ۱۴۲-۱۵۰ آیتونه.
- طالوت او جالوت: ۲۴۶-۲۵۱ آیتونه.
- نمرود سره د ابراهیم بحث: ۲۵۸ آیت.
- ابراهیم او څلور مرغۍ: ۲۶۰ آیت.
- د عزیر کیسه: ۲۵۹ آیت.
د ځینو آیتونو شان نزول
د بقره سوره شاوخوا اتیا آیتونه، شان نزول ذکر شوی دی،[۱۶] په شمول د:
د منافقینو لخوا په مسلمانانو ملنډې وهل
ابن عباس ۱۴ آیت د عبدالله بن ابی او د هغه د منافق ملګرو په اړه ګڼي؛ هغوي به په ظاهره د پیغمبر(ص) د ملګرو ستاینه کوله خو په باطن کې به ې له هغوي کرکه کوله او مسلمانانو پسې به یې ملنډې وهلې.[۱۷]
د سلمان د عیسوي ملګرو جنتي شونه
شیخ طوسي د بقره سوره د ۶۲ آیت په اړه شیخ طوسي د سُدّی له قوله ویلي چې ۶۲آیت د سلمان فارسي او د هغه د عیسوي ملګرو په اړه دی چې له بعثته مخکې یې عیسویت قبول کړی و. هغوي سره ژمنه شوې وه چې یو پیغمبر به راځي او که دوي یې وویني نو ورباندې به ایمان راوړي.[۱۸]
د بني اسرائیلو د غوا کیسه
له ۶۷ تر ۷۳ آیتونه د بني اسرائیلو د غوا کیسه بیانوي او د دوي عذرونه ښیي.[۱۹] په تفسیر نمونه کې راغلي دي چې د بني اسرائیلو په منځ کې یو قتل وشو او د بني اسرائیلو د قبیلو ترمنځ د قاتل په اړه شخړه رامنځته شوه. دوي د قضاوت لپاره موسی(ع) ته لاړل. د موسی(ع) په امر، دوي یوه غوا حلاله کړه او د هغه د بدن یوه برخه یې د وژل شوي کس په بدن ووهله؛ هغه په معجزانه ډول ژوندی شو او د ځان قاتل یې په توګه کړ.[۲۰]
د روژې په شپو کې د ځینو حکمونو جایزیدل
علي بن ابراهیم قمي له امام صادق(ع) څخه روایت نقل کړی دی چې د اسلام په پیل کې، د روژې له پیل څخه تر پایه پورې خپلې میرمنې سره همبستري کول منع وو. همدارنګه، که څوک د روژې له ماتولو دمخه ویده شو، نو هغه به تر بلې شپې پورې د روژې تر ماتولو پورې خواړه نه شو خوړلی.[۲۱] د هغه په وینا، د احزاب د جګړې پر مهال، له صحابه یو بوډا سړی د روژې ماتولو پر مهال ویده شو او بله ورځ د کندې کیندلو پر مهال بې هوشه شو؛ همدارنګه، ځینو مسلمانانو به د شپې له خپلو میرمنو سره همبستري کوله. دا پیښې د سوره بقره د ۱۸۷ آیت د نازلیدو او د پخواني حکم د لغوه کیدو لامل شوې.[۲۲]
مشرکانو سره د واده کولو ممانعت
د سوره بقره ۲۲۱ آیت د مرثد بن ابي مرثد په اړه نازل شو. هغه د رسول الله(ص) په امر مکې ته لاړ ترڅو د مسلمانانو یوه ډله له مکې څخه بهر کړي. هلته یوې مشرکې ښځې هغه ته د واده وړاندیز وکړ، خو مرثد واده د رسول الله(ص) په اجازې سره مشروط کړ. مدینې ته له راستنیدو او له پیغمبر(ص) سره د موضوع په اړه له خبرو اترو وروسته، د مسلمانانو مشرکانو سره د واده کولو د منع حکم دا آیت نازل شو.[۲۳]
ځینې مشهور آیتونه
د انسان د خلافت آیت (۳۰)
«وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً...»
دا آیت د خدای لخوا په ځمکه کې د انسان د خلافت اعلان دی.[۲۴] فرښتو د انسانانو ترمنځ د فساد او وینې تویولو د امکان په اړه وپوښتل، او خدای ځواب ورکړ چې د هغه علم په هر څه احاطه لري.
د سحر آیت (۱۰۲)
«وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَانَ»
دا آیت د ځینو یهودیانو په منځ کې د جادو دود ته اشاره کوي او په حضرت سلیمان، هاروت او ماروت د جادوګر شونی تور ته ځواب ورکوي.[۲۵]
د نسخ آیت (۱۰۶)
«مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا...»
دا آیت د ځینو قوانینو او آیتونو د خدای د مصلحت مطابق د حکم ځای په ځای کولو ته اشاره کوي.[۲۶] او د قوانینو په ټاکلو کې او د هغه د بندګانو د چارو په اصلاح کې د الله تعالی حاکمیت ته اشاره کوي.[۲۷] د دې د نازلیدو سبب د مشرکینو او یهودیانو له خوا پیغمبر(ص) ته پيغور ورکول وو چې ځینو احکام او د قبلې اړخ بدل شوی و.[۲۸]
د ابراهیم د ازموینې آیت (۱۲۴)
«وَ إِذْ ابتلی إِبراهیمَ ربّه بِکلماتٍ فأتمهنّ...»
دا آیت د ابراهیم علیه السلام د ازموینې په اړه دی. شیعه عالمان په دې باور دي چې د ابتلاء آیت د امام د معصوم شونی دلیل دی، او په دې آیت کې د امام کلمه له نبوت او رسالت پرته بل مقام ته اشاره کوي.[۲۹] برعکس، سني عالمانو د امام کلمې لپاره د نبوت یا ماموریت په څیر مصداقونه وړاندې کوي.[۳۰]
د استرجاع آیت (۱۵۶)
«الَّذِینَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِیبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلهِ وَ إِنَّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ»
دا آیت صابران هغو کسانو ته وايي چې د مصیبتونو په وخت کې الله ته په بیرته ستنیدو باور لري.[۳۱] د دې آیت پر بنسټ، مسلمانان دا آیت د مصیبتونو په وخت کې تلاوت کوي.[۳۲] او په روایتونو کې راغلي دي چې د مصیبتونو په وخت کې د دې آیت تلاوتول د هغه کس د جنتي شونی سبب کیږي.[۳۳]
د دعا د قبلیدو آیت (۱۸۶)
«وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ...»
دا آیت د دعاګانو د قبلیدو او بندګانو سره د هغه نږدېوالی بیانوي.[۳۴] علامه طباطبایي دا آیت د ډیر بلاغي او بیاني لطافتونو لرونکی ګڼلی دی.[۳۵]
د پیرود آیت (۲۰۷)
«وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّـهِ...»
دا آیت د امام علی(ع) د قربانۍ په اړه په لیلة المبیت (د مبیت شپه) کې نازل شو، کله چې امام علی د پیغمبر(ص) د ژوند ساتلو لپاره د هغه په بستر ویده شو.[۳۶] دا آیت د هغو کسانو ستاینه کوي چې د الله د رضا په بدل کې د خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو دي.[۳۷]
آیت الکرسي (۲۵۵)

«اللَّـهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ...»
آیت الکرسي د مسلمانانو په منځ کې خورا مشهوره ده او ورته ډېره پاملرنه کوي. پیغمبر(ص) دا آیت د قرآن کریم ترټولو عظیم آیت بللی دی.[۳۸] علامه طباطبایي د آیت الکرسي عظمت له دې سببه ګڼي چې په کې د خالص توحید او د خدای مطلق (قیمومیت) سرپرستي په اړه دقیق معلومات شامل دي، او باور لري چې د خدای ټول ښکلي نومونه، د هغه د ذات د نومونو پرته، د هغه قیمومیت ته ورګرځي.[۳۹]

په دین کې د اَکراه نه شونې آیت (۲۵۶)
«لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ...»
د بقره سوره ۲۵۶ آیت د دې نښه ګڼل شوې چې د اسلام دین په منلو کې، په ځانګړې په کافرانو، مشرکانو او نورو باندې کوم اجبار نشته.[۴۰] د دې سبب نزول د یو صحابي د غوښتنې په ځواب کې و چې خپل زوی له عیسویت څخه اسلام ته راواړوي.[۴۱]
د انفاق آیت (۲۷۴)
«الَّذینَ ینْفِقُونَ أَمْوالَهُمْ بِاللَّیلِ وَ النَّهارِ ...»
دا آیت د انفاق (د خدای په لاره کې لګښت) او د هغې د څرنګوالي په اړه نازل شوی دی.[۴۲] مفسرینو د دې آیت شان نزول د امام علي(ع) په اړه ګڼلی دی. هغه خپل څلور درهم انفاق کړل، یو په شپه او یو په ورځ کې، او دوه نور درهم، یو په ښکاره او یو بل په پټه.[۴۳] دا آیت د ټولو هغو کسانو شاملیږي چې پدې طریقه انفاق کوي.[۴۴]
د آمن الرسول آیت (۲۸۵)
«آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ...»
د امن الرسول آیتونه د امن الرسول آیت په نوم پیژندل کیږي، د بقره سورې ۲۸۵ او ۲۸۶ آیتونه. په خدای ایمان، د پیغمبرانو تصدیق، په معاد باور، د خدای د عبادت خیال ساتل، د مومنانو زړه سره ایمان او عملي اطاعت، د خدای بخښنه، له توانه زیات بار په چا نه اچول، او د اسلام د دین اسانتیا، دا هغه مسایل دي چې په دې دوو آیتونو کې ذکر شوي دي.[۴۵]
د احکامو آیتونه
فقیهانو د فقهي احکامو د استنباط لپاره د بقره سوره ځینې آیتونه کارولي دي.[۴۶] په لاندې جدول د بقره سوره د احکامو ځینې آیتونه لیست شوي دي:
| آیت | متن | باب | موضوع |
|---|---|---|---|
| ۲۱ | يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ | عبادات | په ټولو انسانانو باندې د عبادت واجب شونه |
| ۲۷ | الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّـهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ | نذر، عهد او قسم | د ژمنې د ماتولو حرمت او عاقبت |
| ۲۹ | هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا | خوراک څښاک | له غیر مفسد څیزونو پرته د ټولو څیزونو اصل مباح او حلال شونه |
| ۴۳ | وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ | لمونځ او زکات | د لمونځ کولو او زکات ورکولو وجوب |
| ۱۱۴ | وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّـهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ... | لمونځ | په جوماتونو کې د جماعت کې له لمانځه څخه له منعه کولو حرمت |
| ۱۲۴ | وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا... | لمونځ | د جمعې د لمانځه لپاره د امام عادل شونه، امامت |
| ۱۲۵ | وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا... | حج | د حج تشریع، د طواف لمونځ او نور... |
| ۱۴۰ | وَ مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ... | شهادتونه | د شهادت د پټولو حرام شونه |
| ۱۴۴ | قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا... | لمونځ | قبله او د هغې حکمونه |
| ۱۵۸ | إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَائِرِ اللَّـهِ... | حج | د صفا او مروه سعی |
| ۱۶۸ | يا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلالاً طَيِّبا... | خوراک څښاک | غیر له مفسده شیانو د ټولو شیانو اصل حلال شونه ده |
| ۱۷۰ | ...أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ | تقلید | بې له مجتهدا او د نظر له خاونده د بل چا د تقلید جایز نه شونه |
| ۱۷۲ | يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ... | خوراک څښاک | غیر له مفسده شیانو د ټولو شیانو اصل حلال شونه ده |
| ۱۷۳ | إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ... | ښکار او ذبحه | د مردارې، وینې د خنزیر غوښې او بې له حلالې شوي ځناور د غوښې حرمت، |
| ۱۷۷ | وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا | نذر، عهد او قسم | د عهد او ژمنې د پوره کولو لازموالی |
| ۱۷۸-۱۷۹ | كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنثَىٰ بِالْأُنثَىٰ... | حدود او دیې | د قصاص تشریع او د هغې ډولونه |
| ۱۸۰ | كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ... | وصیت | د نږدی خپلوانو لپاره د مرګ په وخت د وصیت لیکلو واجبوالی |
| ۱۸۲ | فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ... | سپارښتنه | د دوو فریقو مینځ کې د صلحې کولو غوره والی |
| ۱۸۳-۱۸۵ | يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ... | روژه | د مسلمانانو لپاره د روژې تشریع او د هغې ځینې حکمونه |
| ۱۸۷ | أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَائِكُمْ... | روژه | د روژې حکمونه |
| ۱۸۸ | وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ... | سوداګري | په باطل باندې د مال خوړلو حرمت |
| ۱۹۰-۱۹۱ | وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّـهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا... | جهاد | د جهاد تشریع او په جهاد کې د عدالت خیال ساتل |
| ۱۹۴ | ...فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ... | حدود او دیې | په قصاص کې د مثل خیال ساتل |
| ۱۹۶ | وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّـهِ... | حج | د حج او عمرې د ځینې عملونو بیان |
| ۱۹۸ | ... فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّـهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ... | حج | په مشعر الحرام او عرفات کې وقوف |
| ۲۰۳ | وَاذْكُرُوا اللَّـهَ فِي أَيَّامٍ مَّعْدُودَاتٍ... | حج | د ایام تشریق (د تشریق ورځې) عملونه |
| ۲۱۷ | يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ... | جهاد | د حرامې میاشتو حکمونه |
| ۲۲۱ | وَلَا تَنكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ... | نکاح | مشرکانو سره د واده کولو حرمت |
| ۲۲۲ | وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ... | طهارت او نجاست | د حیض حکمونه |
| ۲۲۳ | نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ... | نکاح | د واده اړیکې |
| ۲۲۴-۲۲۵ | وَلَا تَجْعَلُوا اللَّـهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ... | نذر او عهد او قسم | له چټي قسمونو منعه |
| ۲۲۶-۲۲۷ | لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ ۖ... | طلاق | ایلاء او د هغې حکمونه |
| ۲۲۸ | وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ... | طلاق | د طلاق عدّه |
| ۲۲۹-۲۳۲ | الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ ۖ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ... | طلاق | د طلاق حکمونه |
| ۲۳۳ | وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ... | نکاح | د شودو ورکولو (رضاع)حکمونه ، ماشوم ته د شیدو ورکولو واجب والی |
| ۲۳۴ | وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا... | نکاح | د وفات عده |
| ۲۳۵ | وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ... | نکاح | غوښته |
| ۲۳۶-۲۳۷ | لَّا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ... | طلاق | پرته د واده له اړیکې د طلاق حکمونه |
| ۲۳۸ | حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَىٰ... | لمونځ | د لمانځه د وختونو خیال ساتل |
| ۲۴۰ | وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم... | وصیت | میرمنې ته وصیت |
| ۲۴۵ | مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّـهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً... | قرض | د قرض ورکولو اهمیت او ښه والی |
| ۲۶۴ | يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ... | قرض | د قرض د ثواب باطلول، صدقه |
| ۲۷۰ | وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ... | نذر او عهد او قسم | د نذر د ادا کولو واجبوالی |
| ۲۷۵-۲۷۶ | الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ... | پلور | د سود حرمت |
| ۲۷۸-۲۸۰ | يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّـهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا... | پلور | د سود حکمونه |
| ۲۸۲-۲۸۳ | يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ... | قرض | د قرض قرارداد لیکل او ورباندې شاهد نیول او د قرض آداب |
| ۲۸۳ | ... فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ... | امانت | امانت بیرته ستنول |
فضیلت او ځانګړتیاوې
د مجمع البیان د روایت له مخې، پیغمبر اکرم(ص) بقره سوره د قرآن کریم د تر ټولو غوره سورت او آیت الکرسي یې دبقره سورې د تر ټولو غوره آیت معرفي کړی دی.[۴۷] کیدی شي د دې سورت غوره والی د هغې د جامعیت له امله او د آیت الکرسي غوره والی د هغې د توحیدي محتوا له امله ګڼلی شوی وي.[۴۸]
د دې سورت په فضیلتونو کې، امام سجاد(ع) د پیغمبر اکرم(ص) له قوله نقل کړي چې فرمایلي یې دي: څوک چې د سوره بقره لومړي څلور آیتونه او آیت الکرسي او له هغې وروسته دوه آیتونه او د دې سورت وروستي درې آیتونه تلاوت کړي، په خپل ژوند یا شتمنۍ کې به هیڅ ډول ناخوښي ونه مومي، او شیطان به ورته نږدې نه شي، او قرآن به هیر نه کړي.[۴۹]
| مخکنی سوره: << |
بقره سوره مکي سورتونه • مدني سورتونه |
وروستی سوره: >> |
|
۱.فاتحه ۲.بقره ۳.آلعمران ۴.نساء ۵.مائده ۶.انعام ۷.اعراف ۸.انفال ۹.توبه ۱۰.یونس ۱۱.هود ۱۲.یوسف ۱۳.رعد ۱۴.ابراهیم ۱۵.حجر ۱۶.نحل ۱۷.اسراء ۱۸.کهف ۱۹.مریم ۲۰.طه ۲۱.انبیاء ۲۲.حج ۲۳.مؤمنون ۲۴.نور ۲۵.فرقان ۲۶.شعراء ۲۷.نمل ۲۸.قصص ۲۹.عنکبوت ۳۰.روم ۳۱.لقمان ۳۲.سجده ۳۳.احزاب ۳۴.سبأ ۳۵.فاطر ۳۶.یس ۳۷.صافات ۳۸.ص ۳۹.زمر ۴۰.غافر ۴۱.فصلت ۴۲.شوری ۴۳.زخرف ۴۴.دخان ۴۵.جاثیه ۴۶.احقاف ۴۷.محمد ۴۸.فتح ۴۹.حجرات ۵۰.ق ۵۱.ذاریات ۵۲.طور ۵۳.نجم ۵۴.قمر ۵۵.الرحمن ۵۶.واقعه ۵۷.حدید ۵۸.مجادله ۵۹.حشر ۶۰.ممتحنه ۶۱.صف ۶۲.جمعه ۶۳.منافقون ۶۴.تغابن ۶۵.طلاق ۶۶.تحریم ۶۷.ملک ۶۸.قلم ۶۹.حاقه ۷۰.معارج ۷۱.نوح ۷۲.جن ۷۳.مزمل ۷۴.مدثر ۷۵.قیامه ۷۶.انسان ۷۷.مرسلات ۷۸.نبأ ۷۹.نازعات ۸۰.عبس ۸۱.تکویر ۸۲.انفطار ۸۳.مطففین ۸۴.انشقاق ۸۵.بروج ۸۶.طارق ۸۷.اعلی ۸۸.غاشیه ۸۹.فجر ۹۰.بلد ۹۱.شمس ۹۲.لیل ۹۳.ضحی ۹۴.شرح ۹۵.تین ۹۶.علق ۹۷.قدر ۹۸.بینه ۹۹.زلزله ۱۰۰.عادیات ۱۰۱.قارعه ۱۰۲.تکاثر ۱۰۳.عصر ۱۰۴.همزه ۱۰۵.فیل ۱۰۶.قریش ۱۰۷.ماعون ۱۰۸.کوثر ۱۰۹.کافرون ۱۱۰.نصر ۱۱۱.مسد ۱۱۲.اخلاص ۱۱۳.فلق ۱۱۴.ناس | ||
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۱، مخ۵۹.
- ↑ خرمشاهی، «سوره بقره»، مخ۱۲۳۶؛ محققیان، «سوره بقره»، مخ۷۰۰.
- ↑ خرمشاهی، «سوره بقره»، مخ۱۲۳۶.
- ↑ تمیمی آمدی، غرر الحكم، مخ۳۳۸.
- ↑ خرمشاهی، «سوره بقره»، مخ۱۲۳۶.
- ↑ محققیان، «سوره بقره»، مخ۷۰۰.
- ↑ خرمشاهی، «سوره بقره»، مخ۱۲۳۶.
- ↑ محققیان، «سوره بقره»، مخ۷۰۰.
- ↑ خرمشاهی، «سوره بقره»، مخ۱۲۳۶.
- ↑ خرمشاهی، «سوره بقره»، مخ۱۲۳۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱، مخ۴۳.
- ↑ خامهگر، محمد، ساختار سورههای قرآن کریم، د قرآن او عترت نورالثقلین فرهنګی مؤسسې لخوا، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۱، مخ۵۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۱، مخ۵۸.
- ↑ خامهگر، محمد، ساختار سورههای قرآن کریم، د قرآن او عترت نورالثقلین فرهنګی مؤسسې لخوا، قم، د نشرا خپرونې، چ۱، ۱۳۹۲ل.
- ↑ واحدی، اسباب نزول القرآن، ۲۴-۹۸مخونه.
- ↑ واحدی، اسباب نزول القرآن، مخ۲۷.
- ↑ طوسی، تبیان، ټوک۱، مخ۲۸۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۱، مخ۳۰۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۱، مخ۳۰۲.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۶۶.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ټوک۱، مخ۶۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۲، مخ۵۶۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱، مخ۱۱۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۱۷۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۳۷۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۱، ۲۵۰-۲۵۳مخونه.
- ↑ مکارم شیرازی، تقسیر نمونه، ټوک۱، مخ۳۸۹.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ټوک۱، س۱۷۰؛ واحدی، اسباب نزول القرآن، مخ۳۷؛ طبرانی، تفسیر القرآن العظیم، ټوک۱، ۲۲۳-۲۲۴مخونه.
- ↑ د مثال په ټوګه وګورئ: سیدمرتضی، الشافی فی الامامة، ټوک۳، مخ۱۳۹و۱۴۰؛ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ټوک۱، مخ۴۴۹؛ فاضل مقداد، اللوامع الإلهیة فی المباحث الکلامیة، مخ۳۳۲ و۳۳۳.
- ↑ توره، بررسی تطبیقی واژه امام در آیه ابتلا، مخ۴۲-۴۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱، مخ۵۲۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۲، مخ۹۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۴۳۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۲، مخونه۳۰-۳۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۲، مخ۳۱.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ټوک۱۳، مخ۲۶۲.
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن، ټوک۲، مخ۱۰۰.
- ↑ عیاشی، التفسیر، ټوک۱، مخ۱۳۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۲، مخ۳۳۷.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ټوک۱، مخ۳۹۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۲، مخ۲۷۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۲، مخ۶۶۷.
- ↑ طوسی،التبیان، ټوک۲، مخ۳۵۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۲، مخ۳۶۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ټوک۲، مخ۴۴۰؛ سید قطب، فی ظلال القرآن، ټوک۱، مخ۳۴۴؛مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۲، مخ۳۹۷.
- ↑ معینی، «آیات الاحکام»، مخ۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۱، مخ۱۱۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ټوک۱، مخ۵۹.
- ↑ حويزى، نور الثقلين، ټوک۱، مخ۲۶.
سرچينې
- قرآن کریم، د محمدمهدي فولادوند ژباړه، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ل.
- بلاغي، محمدجواد، آلاء الرحمن فی تفسیر القرآن، قم، وجداني خپرندویه ټولنه، بې نېټې.
- تمیمي آمدي، عبدالواحد، غرر الحکم و درر الکلم، سموونکی: سید مهدي رجایي، قم، دارالکتاب الاسلامي، ۱۴۱۰ق.
- توره، یوسف، بررسی تطبیقی واژه امام در آیه ابتلا (په ابتلا آیه کې د امام کلمې تطبیقي څېړنه)، د اسلامي حکمت او فلسفې څېړنلیک (پژوهشنامه)، ۲۷مه ګڼه، ۱۳۸۸ل.
- یو شمېر لیکوالان، فرهنگ نامه علوم قرآن، قم، د اسلامي علومو او فرهنګ څېړنځی، ۱۳۹۴ق.
- حویزي، عبدعلي بن جمعه، نور الثقلین، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
- خرمشاهي، قوامالدین، «سوره بقره»، در دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی ( په: د قرآن او قرآنپوهنې پوهنغونډ کې)، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ل.
- سیدمرتضي، علي بن حسین، الشافی فی الامامة، څېړنه او تعلیق: سید عبدالزهرا حسیني، تهران، مؤسسه الصادق، دویم چاپ، ۱۴۱۰ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبراني، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر القرآن العظیم، اردن، دار الکتاب الثقافي، ۲۰۰۸م.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ل.
- طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بې نېټې.
- عیاشي، محمد بن مسعود، التفسیر (تفسیر عیاشي)، څېړنه: هاشم رسولي، تهران، المکتبة العلمیة الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع الإلهیة فی المباحث الکلامیة، څېړنه او تعلیق: شهید قاضي طباطبایي، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۲۲ق.
- قطب، سید، فی ظلال القرآن، بیروت، دارالشروق، ۱۴۲۵ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۱ل.
- محققیان، رضا، «سوره بقره»، در دانشنامه معاصر قرآن کریم، قم، سلمان آزاده خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ل.
- معیني، محسن، «آیات الاحکام»، تحقیقات اسلامي (مجله)، دوولسم کال، ۱ او ۲ ګڼه، تهران، پسرلی او دوبی ۱۳۷۶ل.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الاسلامیة، ۱۴۲۴ق.
- واحدي، علي بن احمد، اسباب نزول القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||