منځپانگې ته ورتلل

مسوده:احمد

د wikishia لخوا

اَحْمَد، د اسلام د پیغمبر(ص) له هغو مشهورو نومونو څخه یو نوم دی چې په قرآن کریم کې کارول شوی دی. احمد د ډیر ستایونکي یا ډیر ستایلي کیدونکي معنا لري، او د روایتونو له مخې، دا د الهي الهام له مخې او د آسماني او ځمکني مخلوقاتو لخوا د پیغمبر د ستاینې له امله غوره شوی دی.

د اسلامي روایتونو له مخې، د پیغمبر(ص) د راتلو زیرې په تیرو آسماني کتابونو لکه انجیل کې په دې نوم سره ذکر شوی، او مسلمانان په دې باور دي چې په اوسني انجیل کې د فارقْلیط کلمه احمد ته اشاره کوي. دا نوم د لومړنیو اسلامي شاعرانو لکه ابوطالب او حسان بن ثابت په شعرونو کې کارول شوی و او په فارسي ادب کې منعکس شوی دی.

د پوهانو ترمنځ دا اختلاف دی چې آیا د محمد نوم مخکې و که د احمد نوم، او د شهرت او تاریخ له مخې کوم یو مخکې و او کوم یو غوره والی لري.

د پیغمبر(ص) احمد نوم کیښودل

احمد د پیغمبر(ص) له نومونو څخه یو نوم دی[۱] چې د صف سوره په شپږم آیت کې[۲] ذکر شوی چې د عیسی(ع) لخوا له هغه وروسته د یو پیغمبر د راتګ د زیري ته په کې اشاره شوې ده.[۳]

د روایتونو له مخې، د پیغمبر لپاره د احمد نوم غوره کول د الهي الهام له مخې و، د پیغمبر د مور، آمنه، د امیدوارۍ په وخت کې، یو غیبي غږ د هغې تر غوږ شو چې د خپل ماشوم همدا نوم کیږدوي.[۴] ابو طالب هم د پيغمبر(ص) د زوکړی په اوومه ورځ، د آسماني او ځمکنیو مخلوقاتو د ستاینې له امله د پیغمبر لپاره دا نوم غوره کړ.[۵]

مفهوم پيژندنه

احمد په دوو معناوو کې تفسیر شوی دی: تر ټولو زیات ستاینه کوونکی (هغه څوک چې ډیره ستاینه کوي) او تر ټولو زیات ستایلی شوی (هغه څوک چې ډیره ستاینه یې کیږي).[۶] ځینو سني عالمانو، د یو روایت[۷] له مخې، لومړۍ معنی غوره کړې ده،[۸] پداسې حال کې چې په شیعه سرچینو کې، د پیغمبر(ص) د حدیث پر بنسټ، د محمد نوم د ځمکې د خلکو د ستاینې څرګندونه کوي او احمد د آسماني مخلوقاتو د ډېرې ستاینې څرګندونه کوي.[۹] ځینو احمد او محمد د ستاینې په معنې کې شریک ګڼلي دي، د دې توپیر سره چې محمد د ستاینې کمیت او کثرت ته اشاره کوي، پداسې حال کې چې احمد د ستاینې کیفیت او لوړې درجې ته اشاره کوي.[۱۰] شیعه لغت پيژندونکی حسن مصطفوي هم په خپل کتاب التحقیق کې احمد د «غوره شوي» په توګه ژباړلی دی.[۱۱]

امام خمیني له عرفاني نظره، محمد د پيغمبر(ص) ملکي نوم او احمد یې ملکوتي نوم ګڼلی دی.[۱۲][یوې غوره سرچینې ته اړتیا ده]

د احمد یا محمد په نوم د نومولو لومړیتوب

د پیغمبر(ص) د محمد یا احمد په نوم د نومولو د لومړیتوب په اړه مختلف نظرونه شتون لري؛ ځینې، د صف سوره په شپږم آیت کې[۱۳] د احمد نوم ذکر ته اشاره کوي او همدارنګه تاریخي سرچینو ته اشاره کوي چې ښیي چې اهل کتاب له دې نومه مخکې خبر وو،[۱۴] نو د احمد د نوم لومړیتوب یقیني ګڼي. له بلې خوا، ځینې، استدلال کوي چې دا نوم د اسلام څخه مخکې عربانو کې بې ساري و نو د محمد د نوم په لومړیتوب او شهرت باندې ټینګار کوي،[۱۵] که څه هم تاریخي شواهد ښیي چې دا نوم له اسلام څخه مخکې جاهلي عربانو په ځینو قبیلو کې کارول کیده.[۱۶] د دې ډلې ځینو دا نوم د خدای د حکمت او فضل نښه ګڼلې ده ترڅو هیڅوک د هغه احمد سره مشتبه نشي چې د عیسی(ع) وړاندوینه شوې وه.[۱۷]

دریم نظر د احمد نوم سره نومول د تورات د اعلان سره سم و او محمد سره نومول د هغه په ژوند کې وو.[۱۸] په هرصورت، ځینې په دې باور دي چې د لومړۍ هجري پیړۍ تر پایه پورې د احمد نوم د محمد او محمود په څیر عام نه و.[۱۹]

په اسماني کتابونو کې د احمد نوم

د اسلامي روایاتو له مخې، د احمد نوم په لرغونو الهي کتابونو لکه تورات او انجیل کې ذکر شوی دی.[۲۰] په احادیثو کې، دا نوم په مختلفو عنوانونو لکه احید، فارقلیط او ماذماذ ذکر شوی دی[۲۱] او د امام رضا(ع) یو یهودي عالم سره په مناظره کې هم، د احمد په نوم د پیغمبر(ص) په اړه د حبقوق نبي وړاندوینه نقل شوې ده.[۲۲] که څه هم د علامه طباطبایي په وینا، دا نوم د انجیل په اوسنیو نسخو کې په څرګنده توګه نه دی ذکر شوی،[۲۳] خو مسلمانان په دې باور دي چې د یوحنا په انجیل کې د فارقلیط کلمه،[۲۴] د یوناني کلمې «پریکلوتوس» تحریف دی چې معنی یې «ستایل شوی» (احمد) ده.[۲۵] همدارنګه، په لرغونو عبراني متنونو لکه سفرِ پیدایښت کې، «مأدمأد» کارول شوی[۲۶] چې د «ډیر زیات» په توګه ژباړل شوی[۲۷] او ځینو یې له احمد سره پرتله کړی دی.[۲۸]

په عربي او فارسي شعرونو کې د احمد نوم

د لومړۍ پېړۍ د لومړیو لسیزو د شاعرانو لکه حَسّان بن ثابت،[۲۹] اِبن‌زِبَعْري،[۳۰] اِمرَؤُالقَیس کِندي[۳۱] و کَعب بن مالک[۳۲] غوندی شاعرانو په شعرونو کې د پیغمبر(ص) د نوم په توګه احمد ثبت شوی دی. د پیغمبر(ص) د تره ابوطالب په شعرونو کې هم ګڼ شمېر مثالونه شته چې پیغمبر(ص) د احمد په نوم معرفي شوی دی، د مثال په توګه:

لَقَد أکرم الله النبیّ محمداً
فأکرم خَلق الله فی الناس أحمد
و شَقّ له مِن اسمه لیُجِلّه
فذو العرش محمود و هذا محمد.[۳۳]

د احمد نوم په فارسي شعرونو کې هم منعکس شوی دی؛ د مثال په توګه، د اتمې پیړۍ شاعر او عارف شیخ محمود شبستري داسې وايي:

اَحَد در میم احمد گشت ظاهر
در این دور اوّل آمد عین آخر
ز احمد تا اَحد یک میم فرق است
جهانی اندر آن یک میم غرق است.[۳۴]

فوټ نوټ

  1. ابن‌قیم، زاد المعاد، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۸؛ قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹.
  2. سوره صف، آیه ۶.
  3. روحی و شریفی، «احمد»، ج۲، ص۳۲۵.
  4. ابن‌سعد‏، الطبقات الکبری‏، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۲۰.
  5. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۴.
  6. ابن‌قیم، زاد المعاد، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۸؛ قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹.
  7. بخاری، الصحیح، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۸۴، حدیث ۴۷۱۲.
  8. قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹؛ سهیلی، الروض الأنف، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۵۳.
  9. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۶۵.
  10. محجوب، الموسوعة الذهبیة، ۱۹۹۳م، ج۲، ص۶۳۳.
  11. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۸ش، ج۲، ص۲۸۲.
  12. صادقی ارزگانی، پیامبر اعظم در نگاه عرفانی امام خمینی، ۱۳۸۶ش، ص۲۱-۲۷.
  13. سهیلی، الروض الأنف، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۵۳.
  14. ابن‌عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۴۱۷.
  15. قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹-۲۳۰؛ محجوب، الموسوعة الذهبیة، ۱۹۹۳م، ج۲، ص۶۳۳.
  16. ابن‌حزم، جَمهرة أنساب العرب، ۱۹۸۳م، ص۴۰۰؛ ابن‌درید، الإشتقاق، ۱۴۱۱ق، ص۹.
  17. قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۰.
  18. ابن‌قیم، جلاء الأفهام، ۱۴۰۷ق، ص۲۰۰.
  19. پاکتچی، «احمد»، ج۶، ص۲۷۹۷.
  20. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۲۵؛ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۶۳۴ش، ج۱۸، ص۸۴.
  21. سیوطی، الخصائص الکبری، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۳۳.
  22. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۵.
  23. طباطبائی‏، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۲۵۴.
  24. عهد جدید، انجیل یوحنا، باب ۱۴، آیه ۱۶ و ۲۶؛ باب ۱۵، آیه ۲۶ و باب ۱۶، آیه ۷.
  25. شاکر، «بشارت‌های عهدین در مورد پیامبر اکرم(ص)»، ص۱۲۶.
  26. کتاب مقدس، کتاب پیدایش، باب ۱۷، آیهٔ ۲۰.
  27. نگاه کنید: ابن‌قیم، جلاء الأفهام، ۱۴۰۷ق، ص۱۹۵-۱۹۸.
  28. روحی و شریفی، «احمد»، ج۲، ص۳۲۷.
  29. حسان بن ثابت، دیوان حسان، ۱۹۷۴م، ج۱، ص۲۷۰.
  30. ابن‌طیفور، کتاب بغداد، ۱۴۲۳ق، ص۵۳.
  31. ابن‌حبیب، المُحَبّر، ۱۴۲۱ق، ص۲۰۷.
  32. ابن‌حبیب، المُحَبّر، ۱۴۲۱ق، ص۲۷۵.
  33. المِهزمی، دیوان أبی‌طالب بن عبدالمطلب، ۲۰۰۳م، ص۳۳۲؛ جهت مشاهده ابیاتی دیگر منسوب به ابوطالب با همین مضمون، رجوع کنید: سهیلی، الروض الأنف، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۵۷.
  34. شبستری، «گلشن راز»، بخش ۱، دیباچه، بند ۱۹ و ۲۰.

سرچينې

  • ابن‌حبیب، محمد، المُحَبّر، تحقیق: کِسروی، حسن، قاهره، دارالغد العربی، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌حزم، علی بن احمد، جَمهرة أنساب العرب، تحقیق: لجنة من العلماء، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۹۸۳م.
  • ابن‌درید، محمد بن حسن، الإشتقاق، تحقیق و شرح: عبد السلام محمد هارون، لبنان، دار الجیل، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد‏، الطبقات الکبری‏، تحقیق: عطا، محمد عبد القادر، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، محقق: عمرو بن غرامة العمروی، بیروت، دار الفکر للطباعة و النشر و التوزیع، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌قیم، محمد بن أبی‌بکر، جلاء الأفهام فی فضل الصلاة علی محمد خیر الأنام، الکویت، دار العروبة، چاپ دوم، ۱۴۰۷ق.
  • اب‍ن‌ق‍ی‍م، م‍ح‍م‍د ب‍ن اب‍ی‌ب‍ک‍ر، زاد المعاد فی هدی خیر العباد، محقق: شافعی، اَنس‌محمد، دار الآفاق العربیة، قاهره، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، الصحیح، المحقق: محمد زهیر بن ناصر، دار طوق النجاة، دمشق، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • پاکتچی، احمد، «احمد»، دانشنامه بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۷۳ش.
  • روحی، ابوالفضل و شریفی، احمدحسین، «احمد»، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، مرکز فرهنگ و معارف قرآن، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • سهیلی، عبدالرحمن، الروض الأنف فی شرح السیرة النبویة، دار إحیاء التراث العربی، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الخصائص الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۰۵ق.
  • شاکر، محمدکاظم، «بشارت‌های عهدین در مورد پیامبر اکرم(ص)»، در پژوهشنامه قرآن و حدیث، شمارهٔ ۷، تابستان و پاییز ۱۳۸۹ش.
  • شبستری، محمود، «گلشن راز»، وبگاه گنجور.
  • شیخ صدوق، الخصال، محقق و مصحح: علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، محقق و مصحح: مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • صادقی ارزگانی، محمدامین، پیامبر اعظم در نگاه عرفانی امام خمینی، تهران، موسسه چاپ و نشر عروج، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • کتاب مقدس (عهد جدید)، ترجمه پیروز سیار، تهران، نشر نی، چاپ چهارم، ۱۳۹۴ش.
  • قاضی عیاض، أبوالفضل، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، محشی: الشمنی، أحمد بن محمد، دار الفکر الطباعة، دمشق، ۱۴۰۹ق.
  • قُرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، انتشارات ناصر خسرو، تهران، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق و مصحح: موسوی جزائری، سید طیب،‏ قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: غفاری، علی اکبر، آخوندی، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • محجوب، فاطمه، الموسوعة الذهبیة للعلوم الإسلامیة. قاهره، دار الغد العربی، چاپ اول، ۱۹۹۳م.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی‏، تهران، چاپ اول، ۱۳۶۸ش.
  • المِهزمی، ابوهِفّان، دیوان أبی‌طالب بن عبدالمطلب، تحقیق: آل یاسین، محمدحسن، بیروت، بې خپرونکی، ۲۰۰۳م.