د شیعو امامان
د شیعو امامان د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه دوه لس کسان چی د روایاتو پر بنسټ د رسول الله(ص) ځای ناستې او له هغه وروسته د اسلامې ټولني لپاره امامان دي. لومړی امام حضرت علي(ع) او نور امامان د هغه او حضرت زهرا(س) له نسل او اولادونه دي.
د امامیه شیعهګانو په اند؛ امامان(ع) د خدای لخوا امامت ته ټاکل شوي، او ځانګړتیاوې لري لکه عصمت(سپیڅلی)، اعلمیت، علم غیب او د شفاعت کولو حق.
امامان(ع) د رسولالله(ص) ټولې دندې لري پرته لدې چې وحي ترلاسه کړي او شریعت راوړي. اهل سنت د شیعه امامانو امامت نه مني؛ مګر دوی سره مینه او لیوالتیا څرګندوي او د هغوی دینې او علمی مرجعیت مني. د امامانو نومونه په قرآن کې ندي ذکر شوي؛ مګر د رسولالله(ص) په بیان کې لکه د جابر حدیث او د دولسو خلفاو حدیث، د امامانو نومونه او شمیره راوړل شوي دي.
امامونه او د پیغمبر(ص) ځای ناستې د دغی روایاتو پر بنستټ دولس کسان، ټول د قریش او د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه دي. د شیعهګانو په اعتقاد، امام علي(ع) د پیغمبر(ص) لخوا په څرگندونې امامت ته ټاکل شوی و، او له هغه وخته وروسته کوم امام، له ځانه وروسته امام په څرگندونې او نص سره معرفي کړ. پر دغه بنسټ، د پیغمبر(ص) وروسته ځای ناستې دوه لس کسان په لاندې دول دي: علي بن ابي طالب، حسن بن علي، حسین بن علي، علي بن الحسین، محمد بن علي، جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او مهدي(علیهم السلام). د شیعو مشهور نظر، یوولس امامان شهید شوي دی، او وروستۍ یې مهدي موعود(عج) په غیبت کې دی. هغه به په راتلونکي کې څرګند شي(ظهور وکره) او ځمکه به عدالت او سمون ډک کړي.
اهل سنت د شیعي دوه لس امامانو د پیغمبر(ص) بی واتن ځای ناستي په توګه نه مني؛ مګر له دوی سره مینه لري. د شیعه امامانو د تاریخ او د هغوی د فضیلتونو په اړه د شیعه لخوا لکه؛ الارشاد او دلایل الامامة او د سنیانو لخوا؛ لکه ینابیع الموده او تذکرة الخواص او بې شمیره کتابونه لیکل شوي دي.
ځایتون او ځانګړتیاوې
د دولسو امامېشیعهگانو لپاره په امامت کې باور درلودل په شیعه مذهب یو له اصولو څخه دی.[۱] د شیعهګانو له نظره، امام د خدای لخوا او د اسلام پیغمبر(ص) پر واسطه ټاکل کیږي.[۲]
شیعهګان په هغوې باندې دي، که څه هم په قرآن کې د امامانو نومونه ندي ذکر شوي؛ مګر په آیتونو کې لکه د " اولی الامر آیت" د "تطهیر آیت" د "ولایت آیت" د "اکمال آیت" د "تبلیغ آیت" او د "صادقین آیت" د امامانو امامت ته اشاره کوي.[۳] البته، د امامانو نومونه او شمیرې په روایتونو کې ذکر شوي.[۴] د شیعهګانو په اند، د پیغمبر، ټولو ډندو لکه د قرآن آیتونه تشریح کول، د شرعي مقرراتو څرګندول، د ټولنې خلکو ته تعلیم ورکول، مذهبي پوښتنو ته ځواب ویل، په ټولنه کې عدالت پلي کول او د اسلام د پولو ساتنه، د امامانو پر غاړه دی. د پیغمبر سره د دوی توپیر یوازې د وحی ترلاسه کولو او شریعت راوستلو کې دی.[۵]
ځانگرنۍ
د امامیه شیعهګانو له نظره، د دولسو امامانو ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:[یادونه ۱]
- عصمت: امامان، لکه د پیغمبر(ص)، د کومې ګناه یا خطا څخه لیری او معصوم دي.[۶]
- افضلیت(غوره والی): د شیعه عالمانو له نظره، امامان(ع) د پیغمبر(ص) وروسته، له نور پیغمبرانو، فرښتې او نور خلک څخه غوره دی.[۷] په دی اړه چی ائمه له ټول مخلوقاتو څخه افضل دی، مستفیض بلکه متواتر روایتونه شتون لری.[۸]
- غیب پوهاوی: د خدای تعالی له لوری امامان د غیب پوهاوی خاوند دی.[۹]
- ټکویني او تشریعی ولایت: زیاتره د امامیه شیعي عالمانو د تکوینی ولایت اثبات کولو ټینگار کوی.[۱۰] د امامانو تشریعې ولایت په ثابتولو کې هیڅ توپیر شتون نلري؛ پدی معني چې دخلکو ملکیت او ځان په تصرف کې لومړیتوب لری.[۱۱] د تفویض روایتونو پر بنسټ،[۱۲] د تشریعې ولایت هم په دې معنی چې د تشریع حق او قانون ایښودل د امامانو لپاره ټاکل شوي دی.[۱۳]
- د شفاعت پور: ټول امامان، لکه پیغمبر(ص) دشفاعت مقام او پور لرونکۍ دي.[۱۴]
- دعلمی او دینی مرجعیت: د روایاتو پر بنسټ؛ لکه د ثقلین حدیث [۱۵] او د سفینه حدیث [۱۶]، امامان د علمې او دینې مرجعیت لرونکۍ ده او خلک یې ارتیاده چې دوی ته په مذهبي مسایل مراجعه وکړي.[۱۷]
- د ټولنې رهبري: د اسلام له پیغمبر(ص) وروسته د اسلامي ټولنې مشرتابه او اداره د امامانو له ډندو څخه ده.[۱۸]
- د اطاعت اړتیا: د اولوالامر آیت له مخې، امامان(ع) مفترض الطاعة دي او د دوی اطاعت کولو تر هر حالت، واجب(اړتیا)ده. هماغسې چې د خدای اطاعت کول او د پیغمبر اطاعت کول هم واجب گنل کیږي.[۱۹]
د شیعه عالمانو له نظره، ټول شیعه امامان شهادت سره مړه شي یا د شهادت سره به مړ شي.[۲۰] د دوی دلیل دا دی له روایات څخه[۲۱] «وَ اللهِ مَا مِنَّا إِلَّا مَقْتُولٌ شَهِيد» [۲۲] او خدای رضا پراساس دي، ټول امامان به شهادت سره مړه شي.[۲۳]
د امامانو امامت
د دولسو شیعي امامانو د امامت ثابتولو لپاره، عقلي دلیلونه وړاندې کړي لکه؛ عصمت او افضلیت(غوره والی) او یا نقلی دلیلونه لکه؛ د جابر حدیث، د لوح حدیث او د دولسو خلفاوو حدیث راو ړلی ده. [۲۴]
د جابر حدیث
«يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللهَ وَ أَطِيعُوا الرَّسُولَ وَ أُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ».[۲۵] د دغه آیت د نزول وروسته جابر بن عبدالله انصاري د اولوالامر معنی له رسولالله(ص) پوښتنه وکره، هغه وفرمایلی: «دوی زما وروسته زما ځای ناستي او د مسلمانو امامان دي، چې لومړی یې علي بن ابي طالب دی او د هغه وروسته حسن، حسین، علي بن حسین او محمد بن علي په ترتیب سره. جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او د هغه وروسته د هغه زوی زما نوم او زما کنیه لری.».[۲۶]
د دولسو خلفاوو حدیث

د اهل سنت له لارې ځینی روایتونه نقل شوي چې پکې د پیغمبر د خلیفه شمیری او د دوی ځینې ځانګړتیاوې لکه قریشی توب څرګند شوي؛ جابر بن سمره د خدای رسول(ص) نقل کړه چې « دا دین تل د قیامت تر قیامه پورې مستحکم او تل پاتی وي او تر هغه چې دولس خلیفه ستاسو په سر کې وي. دوی خلیفي ټول د قریش څخه دي.» [۲۸] همداسې په یو حدیث کې له ابن مسعود څخه له رسول الله(ص) و روسته د نقیبانو شمیر دو لس کسان، د بنی اسرائیلو نقیبونه په څیر ویلی شوی ده.[۲۹] د سلیمان بن ابراهیم قندوزي د اهل سنت عالم، په وینا، د دولس خلیفه حدیث، د شیعهګانو دولس امامانو معنی لري. ځکه چې دا حدیث بل چا ته د پورټ وړ ندي.[۳۰]
د امامانو پیژندگلوی
امامي شیعهګان پدې باور دي چې د عقلي دلایلو په بنسټ[۳۱] او نقلې دلایلو پر بنسټ لکه؛ د غدیر متواټر روایت او د منزلت حدیث، د پیامبر برحق او بی واټن ځایناستی علی بن ابی طالب(ع) دی.[۳۲] له امام علي(ع) وروسته هم په سمبال کی امام حسن(ع)، امام حسین(ع)، امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، امام موسی بن جعفر(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادي(ع)، امام حسن عسکري(ع) او امام مهدي(عج) د اسلامي ټولنه، امامت پر غاړه لري.[۳۳]
امام علي(ع)
علي بن ابي طالب، چې د امام علي(ع) په نامه پیژندل شوی او د امیرالموءمنین په لقب یادیژي. د شیعهګانو لومړی امام، د ابو طالب او فاطمه بنت اسد زوی و، د عام الفیل کال په رجب میاشت دیار لسم کې په کعبه زیږیدلی و.[۳۴] هغه لومړنۍ سړی و چې په پیغمبر(ص) ته ایمان راوړی[۳۵] او په دوامداره توګه د رسول(ص) په مل کې و او د خدای رسول لور یې؛ فاطمه(س) سره واده وکړ.[۳۶]
که څه هم پیغمبر، علي کې په څو قضیو د خپل بی واټن ځای ناستې په توګه معرفي کړی و، د غدیر ورځ په شمول کی، [۳۷] مګر د هغه له وفات وروسته، د سقیفه بني ساعده په پیښه کې، د ابو بکر بن ابي قحافه سره د مسلمین خلیفه په ټوګه د بیعت ژمنه وشوه.[۳۸] د ۲۵ کلونو مودې وروسته او د اسلامي ټولنې د یووالي او پیاورتیا لپاره د وسله والو پاڅون څخه مخنیوی او د (د درې خلیفه حکومتونو په دوری )، په ۳۵ قمری کال کې خلکو د علي(ع) سره د بیعت ژمنه وکړه او خلافت ته یې غوره کړ.[۳۹] د علي(ع) د خلافت په دوره کې، چې شاو خوا څلور کاله او نهه میاشتې یې دوام وکړ، درې کورنۍ جګړې د جمل جګړې، د صفین جګړه، او د نهروان جګړې شتون درلود. له همدې امله، د دې امام ډیری دوری د داخلي شخړو په حلولو کې مصرف شوې.[۴۰]
امام علي(ع) په روژی (رمضان) میاشت کې، نه لسم شپی په ۴۰ قمری کال کې، د کوفه جومات په محراب کې، پداسې حال کې چې د ابن ملجم مرادي په لاس د لمونځ کولو په وخت، هغه په توره وویشتل شو او په ۲۱ رمضان میاشت کې شهید شوه او په نجف شار کې ښخ شوی دی.[۴۱] هغه بې شمیره فضیلتونه درلود.[۴۲] د ابن عباس په روایت کې ویل شوي چې د علي(ع) په ستاینه کې زیاتره له ۳۰۰ آیتونه نازل شوی ده.[۴۳]
همدغسې له هغه هم نقل شوي چې خدای داسې آیت نازل مه کړی چې په کې «یا أیها الذین آمنوا» وی، خو علی(ع) د هغوی په سر او د موءمنان امیر په ټوگه نه وی.[۴۴]
امام حسن(ع)
حسن بن علي(ع) د امام حسن مجتبي په نامه پیژندل شوی، د امام علي او حضرت فاطمه(س) زوی او په مدینه کې د دریم قمري کال په ۱۵ رمضان(روژي) میاشت کې زیږیدلی.[۴۵]
امام حسن(ع) د خپل پلار له شهادت وروسته، هغه د خدای امر ته او د خپل پلار د غوښتنې سره سم، د مسلمين خلیفه په توګه یې شاوخوا شپږ میاشتې خدمت وکړ.[۴۶] د دې وخت په جریان کې، معاویه بن ابي سفیان، هغه په عراق کې چې د امام حسن د خلافت مرکزي و، لشکر وباسي، او د امام حسن د اردو قوماندانان یې غولېدنه ورکره او د امام حسن(ع) پروړاندې پاریدنه وکره، تردی چې هغه اړ شو چې سوله وکړي او څرګند خلافت د شرایطو لاندې ورکړي( په دې شرط چې د معاویه له مرګ وروسته، خلافت، امام حسن(ع) ته راستون شي او د هغه کورنۍ او شیعهګان له یرغل څخه خوندي اوسی.)[۴۷]
امام حسن(ع) ۱۰ کلن خلافت وکړ[۴۸] او په ۲۸ صفر میاشت په ۵۰ هجری کلونو کې، د خپلې میرمنې جعده په لاس کې د معاویه په هڅونه، مسموم او شهید شو او په بقیع هدیره کې خاورته سپارل شو.[۴۹]
امام حسن(ع) د کسایو له ملګرو(اصحاب) څخه دی[۵۰] او د مباهله په پیښی کې[۵۱] یو له ګډون کونکو څخه دی او د رسول الله(ص) له اهلبیت څخه چی تطهیر آیت د دوی په اړه نازل شویده.[۵۲]
امام حسین(ع)
حسین بن علي(ع)، د ابا عبدالله او سیدالشهداء په نامه پیژندل شوی او د شیعهګانو دریم امام، د علي او فاطمه(س) دوهم اولاد، هغه په څلورم هجری کال کې د شعبان میاشت، دریم ورځ په مدینه کې زیږیدلی،[۵۳] هغه د خپل ورور امام حسن(ع) د شهادت وروسته، د پیغمبر(ص) او امام علي(ع) په څرگندنې او د هغه ورور وصیت سمون، امامت ته ورسید.[۵۴]
امام حسین(ع) لس کاله امامت وکړ[۵۵] د هغه امام دوره، پرته له ورستی شپږو میاشتو څخه د معاویه خلافت سره یوځای شوې.[۵۶] معاویه په ۶۰ هجری کال کې مړ شو او د هغه زوی یزید په خپل ځای کې ناست.[۵۷] یزید د مدینې والي ته امر وکړ چې له امام حسین دما دپاره بیعت واخلئ، که بیعت و نکری د هغه سر یې ما ته واستوي. وروسته له هغه چې د مدینې والي امام حسین(ع) ته د یزید غوښتنه اعلان کړه، امام د شپې له خپلې کورنۍ سره مکې ته لار سو.[۵۸] یو څه وروسته، د کوفه د خلکو په بلنه، امام د خپلې کورنۍ او ځینی ملګرو سره کوفی ته راستانه شول.[۵۹] په کربلا کې امام او د هغه ملګرو د یزید اردو محاصره کړه، او د محرم میاشت په لسمه ورځ د هغوی او یزید اردو تر منځ د عمر بن سعد تر قوماندې لاندې چی هغوی کې محاصره کړه، جګړه پیل شوه، او امام(ع) او د هغه کورنۍ او ملګري شهید شول، او میرمنې، ماشومان او امام سجاد(ع)، چې ناروغه وه، ونیول شول.[۶۰]
امام حسین(ع) د کسا یو له ملګری(اصحاب) څخه دی [۶۱] او د مباهله په پیښی یو له ګډون کونکۍ څخه و[۶۲] او درسول الله(ص) له اهلبیت(ع) څخه چې تطهیر آیت د دوی په اړه نازل شویده.[۶۳]
امام سجاد(ع)
| د شیعو امامانو او خلیفه ګان | ||
|---|---|---|
| امامان (د امامت موده) |
معاصر خلیفه ګان | |
| امام علي(ع) (۱۱ - ۴۰ق) |
ابوبکر (۱۱ - ۱۳) عمر بن خطاب (۱۳ - ۲۵) عثمان بن عفان (۲۵ - ۳۵) امام علي(ع) (۳۵ - ۴۰) | |
| امام حسن(ع) (۴۰ - ۵۰ق) |
• امام حسن(ع) (۴۰ - ۴۱) معاویه (۴۱ - ۵۰) | |
| امام حسین(ع) (۵۰ - ۶۱ق) |
• معاویه (۵۰ - ۶۰) یزید (۶۰ - ۶۱) | |
| امام سجاد(ع) (۶۱ - ۹۵ق) |
• یزید (۶۱ - ۶۴) معاویة بن یزید (۶۴) مروان بن حکم (۶۴ - ۶۵) عبدالملک بن مروان (۶۵ - ۸۶) ولید بن عبدالملک (۸۶ - ۹۵) | |
| امام باقر(ع) (۹۵ - ۱۱۴ق) |
• ولید بن عبدالملک (۹۵ - ۹۶) سلیمان (۹۶ - ۹۹) عمر بن عبدالعزیز (۹۹ - ۱۰۱) یزید بن عبدالملک (۱۰۱ - ۱۰۵) هشام (۱۰۵ - ۱۱۴) | |
| امام صادق(ع) (۱۱۴ - ۱۴۸ق) |
• هشام (۱۱۴ - ۱۲۵) ولید بن یزید (۱۲۵ - ۱۲۶) ابراهیم بن ولید (۱۲۶ - ۱۲۷) مروان بن محمد (۱۲۷ - ۱۳۲) ابوالعباس سفاح (۱۳۲ - ۱۳۶) منصور دوانیقي (۱۳۶ - ۱۴۸) | |
| امام کاظم(ع) (۱۴۸ - ۱۸۳ق) |
• منصور دوانیقي (۱۴۸ - ۱۵۸) مهدي عباسي (۱۵۸ - ۱۶۹) هادي عباسي (۱۶۹ - ۱۷۰) •هارون عباسي (۱۷۰ - ۱۸۳) | |
| امام رضا(ع) ( ۱۸۳ - ۲۰۳ق) |
• هارون (۱۸۳- ۱۹۳) امین عباسي (۱۹۳ - ۱۹۸) •مأمون عباسي (۱۹۸ - ۲۰۳) | |
| امام جواد(ع) (۲۰۳ - ۲۲۰ق) |
مأمون عباسي (۲۰۳ - ۲۱۸) معتصم عباسي (۲۱۸ - ۲۲۰) | |
| امام هادي(ع) (۲۲۰ - ۲۵۴ق) |
• معتصم عباسي (۲۲۰ - ۲۲۷) واثق عباسی (۲۲۷ - ۲۳۲) متوکل عباسي (۲۳۲ - ۲۴۷) منتصر عباسي (۲۴۷ - ۲۴۸) مستعین عباسي (۲۴۸ - ۲۵۲) معتز عباسي (۲۵۲ - ۲۵۴) | |
| امام عسکري(ع) (۲۵۵ - ۲۶۰ق) |
• معتز عباسی (۲۵۵) مُهتَدی عباسي (۲۵۵ - ۲۵۶) مُعتمَد عباسي (۲۵۶ - ۲۶۰) | |
| امام زمان(عج) (۲۶۰ق -۳۲۹ق) د صغرا غیبت پاي |
•معتمد (۲۶۰ - ۲۷۸) مُعتضِد عباسي (۲۷۸ - ۲۸۹) مکتفي (۲۸۹ - ۲۹۵) مقتدر (۲۹۵ - ۳۲۰) قاهر (۳۲۰ - ۳۲۲) راضي (۳۲۲ - ۳۲۹) | |
علي بن حسین(ع)، چې د سجاد او زینالعابدین په نوم پیژندل شوی، د شیعهگانو څلورم امام و، د امام حسین(ع) زوی، چې په مدینه کې په ۳۸ هجری کال، له شهربانو د دریم یزگرد لور زیږیدلی شو.[۶۴]
امام سجاد(ع) د کربلا په پیښه کې ونیول شو او کربلا اسیرانو سره کوفی[۶۵] او شام[۶۶] ته واستول شو. هغه ترشام په جومات کې یو خطبه وړاندې کړه چې خپل ځان او د هغه پلرونه معرفي کوي، کوم چې خلک متاثره کړ.[۶۷] هغه د اسارت له دورې وروسته مدینې ته راستون شو او په مدینه کې یې عبادت کاوه او له هیچا سره یې پرته له ځانگړی شیعي، اړیکه نه درلوده لکه د ابو حمزه ثمالي او ابو خالد کابلي. ملگرو هغه معارف یی د شیعهګانو په مینځ کې هم خپره کړه.[۶۸]
څلورم امام د ۳۴ کلونو امامت وروسته،[۶۹] په ۵۷ کلنۍ د ۹۵ هجری کال کې[۷۰] د ولید بن عبدالملک لخوا مسموم شوی و او شهادت ته ورسید[۷۱] او د خپل تره امام حسن(ع) ته څېرمه د بقيع هدیره کې خاوروته وسپارل شو. [۷۲]
د امام سجاد(ع) د مناجاتونو او دعاګانو ټولګه، چې پکې ډیری مذهبي لارښوونې شاملې دي، د صحیفه سجادیه په کتاب کې راټول شوي دی.[۷۳]
امام باقر(ع)
محمد بن علي، چې د امام محمد باقر(ع) او د شیعهګانو پنځم امام په نامه پیژندل کیږي، د امام سجاد او فاطمه د امام حسن(ع) لور زوی و.[۷۴] په ۵۷ ق کال مډینه کې زیږیدلی و.[۷۵] هغه، د خپل پلار وروسته، د خدای په امر او دپیغمبر(ص) و خپل امانو مخکی په پیژندنه، امامت ته رسیده لی ده.[۷۶] امام(ع) په ۱۱۴ قمری کال[۷۷] د ابراهیم بن ولید لخوا د هشام اموی خلیفی وراره مسموم او شهید وشول.[۷۸] او د خپل پلار ترڅنګ د بقیع په قبرستان کې خاوروته سپارل شو.[۷۹] امام باقر(ع) په کربلا پیښی کې شتون درلود او په هغه وخت کې څلور کلن و.[۸۰]
د پنځم امام، موده چې ۱۸ یا ۱۹ کاله یې دوام وکړ،[۸۱] له یوی خوا د بنی امیو د ظلمونو له آمله، هره ورځ یو انقلاب او جګړه پیشی شو او دې ستونزو خلافت ته نیولی و او اهلالبیت(ع) کی له بریدګرو څخه یې لرې ساتلی وو.[۸۲] له بلې خوا، د کربلا پیښې پیښیدل او د اهلالبیټ(ع) ظلم کول، هغه مسلمانان را اړولي او د امام لپاره یې د اسلامي حقایقو او د اهلالبیت تعلیماتو خپرولو لپاره اسانتیاوې رامینځته کړې، کوم چې د تیرو امامانو لپاره امکان نلري، نو بې شمیره حدیثونه هغه نقل کریده.[۸۳]
د شیخ مفید په وینا، د مذهب په تعلیماتو کې د هغه امام(ع) حدیث داسې دي چې د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) هیڅ یو اولادو د روایتونو دغه مقدار، نه دی پریښی.[۸۴]
امام صادق(ع)
جعفر بن محمد، چې د امام جعفر صادق(ع) معروف وو او د شیعهګانو شپږم امام، د امام باقر(ع) او ام فروه، -د قاسم بن محمد بن ابي بیکر لور،- زوی و. هغه په ربیعالاول میاشت کې ۱۷ ورځ، په ۸۳ قمری کال، مدینی ته زیږیدلی و.[۸۵] هغه په ۱۴۸ قمری کال کې[۸۶] د منصور، عباسی خلیفی لخوا مسموم او شهید شو[۸۷] او د بقیع هدیره کې خاوروته سپارل شو.[۸۸]
امام صادق(ع)، د هغه د ۳۴ کلونو د امامت پرمهال،[۸۹] د اموی حکومت کمزور شولو لپاره، هغه د اسلامي تعلیماتو خپرولو، مناسب ډگر ترلاسه کړ، له همدې امله، هغه د مذهبي تعلیماتو او د ډیر علمی شخصیتونه روزلی اقدام وکړ.[۹۰]
د هغه زده کونکو او روایت کونکو تر ۴۰۰۰ کسان، شمیرل شوه.[۹۱] ځینې کسان لکه زراره، محمد بن مسلم، موءمن طاق، هشام بن حکم، ابان بن تغلب، هشام بن سالم، جابر بن حیان[۹۲] او له اهل سنت څخه ځینی کسان لکه؛ سفیان ثوري، ابوحنیفه (د حنفي مذهب مشر)، مالک بن انس، د مالکي مذهب مشر، په شمول د هغه له زدکونکۍ و.[۹۳]
د شیخ مفید په وینا، د د اهلالبیټ(ع) تر مینځ ډیری روایتونه د امام صادق(ع) څخه نقل شوي.[۹۴] له همدې امله شیعی مذهب، د جعفري مذهب په نامه یادیږي.[۹۵]
امام کاظم(ع)
موسی بن جعفر، چې د امام موسی کاظم(ع) په نامه یادیږی او د کاظم او باب الحوائج په نوم پیژندل شوی، د امامیه شیعهګانو اووم امام، د امام جعفر صادق علیه السلام او حمیده زوی په ۱۲۸ قمری کال کې په ابواء؛ یوه سیمه د مکې او مدینې تر منځ زیږیدلې وه.[۹۶]
امام کاظم(ع) د خپل پلار وروسته، امام صادق(ع) په تصریح کي امامت ته و رسید.[۹۷] د اووم امام ۳۵ کلن امامت[۹۸] د منصور، هادي، مهدي او هارون د عباسي خلیفو سره یوځای و.[۹۹] دا موده د عباسي خلافت د ځواک سره مطابقت لري، او د امام کاظم(ع) او شیعهګانو لپاره یو ستونزمن وخت و. له همدې امله، هغه د وخت د حاکمیت په مخ کې تقیه وکړ، او شیعهګانو ته امر وکړ چې داسې وکړي.[۱۰۰] په ۱۷۹ قمری کال کې په شوال ۲۰ اووم امام، کله چې هارون د حج سفر په اړه مدینه ته لاړ، هغه امر وکړ چې امام په مدینه کې بندي شي او له مدینې څخه بصره او بصره څخه بغداد ته واستول شي.[۱۰۱] هغه په ۱۸۳ قمری کال کې د سندی بن شاهک لخوا د سم سره شهید شو او د « د قریش مقابر » په نوم ځای کې ښخ شو [۱۰۲] چې اوس په کاظمین کې دی.[۱۰۳]
امام رضا(ع)
علي بن موسی بن جعفر، امام رضا(ع) او د شیعهګانو اتم امام په نامه پیژندل شوی، د امام کاظم(ع) او نجمه خاتون زوی، په ۱۴۸ قمری کال په مدینه کې زیږیدلی او په ۲۰۳ قمری کال کې په ۵۵ کلنۍ طوس(مشهد) ته شهید شوی.[۱۰۴]
امام رضا(ع) د خپل پلار وروسته، د خدای په امر او د امام کاظم لخوا په تصریح کې امامت ته ورسید[۱۰۵] د امام امامت، موده ۲۰ کال (۱۸۳- ۲۰۳) وه،[۱۰۶] کوم چې د هارون الرشید او د هغه زامنو امین او مامون خلافت سره مل و.[۱۰۷]
د هارون الرشید وروسته، مامون خلافت ته ورسید.[۱۰۸] هغه د خپل خلافت د مشروعیت لپاره، د امام رضا(ع) فعالیتونو کنټرول او د امام دریځ او مقام کمولو لپاره، هغه پریکړه وکړه چې اتم امام خپل ولیعهد په توگه وټاکه.[۱۰۹] له همدې امله هغه امام په ۲۰۱ قمری کال کې[۱۱۰] له مدینې څخه، مرو ته وغوښت.[۱۱۱] لومړی، د خلافت څوکی او بیا د ولیعهدې مقام امام ته پیشنگوري وکړ، چې د هغه مخالفت یې مخامخ شو، مګر په پای امام کی مجبور کړ چې د هغه ولیعهدی ومني. امام د ولایت عهدې مقام هم ومنله، په دې شرط چې هغه د حکومت په کار کې مداخله ونه کړي او د حکومت کار کونکۍ ګوښه او نصب یې نه کړي.[۱۱۲] یو څه وروسته، مامون د شیعهګانو د ګړندي پرمختګ په مشاهده کولو او د هغه د خلافت ساتلو لپاره د امام رضا(ع) مسموم او شهید کړ.[۱۱۳]
د سلسله الذهب، مشهور حدیث د امام لخوا د نیشابور په لارو تر مرو په لور د تیریدو مهال کې نقل شویده[۱۱۴] په مرو کې د امام رضا(ع) د شتون په جریان کې، مامون د هغه او نورو ادیانو مشرانو تر منځ د بحثونه غونډو جوره کړل، چی د امام پوهه او غوره والي څرګند کړ.[۱۱۵]
امام جواد(ع)
محمد بن علي د امام جواد او امام محمد تقي(ع)په نامه پیژندل کیږي او د دولس امامی شیعهګانو نهم امام، د اتم امام او سبیکه نوبیه زوی، په ۱۹۵ ق کال په رمضان(روژی میاشت) په مدینه کې زیږیدلی و.[۱۱۶] او په ۲۲۰ ق کال په بغداد کې شهید شو.[۱۱۷] هغه په کاظمییه کې د قریش په مقبری د خپل پلار اووم امام سره نږدی کې خاورته سپارل شو.[۱۱۸]
امام جواد علیه السلام په اتو کلنۍ کې[۱۱۹] امامت ته ورسید څنګه چې د هغه د پلار لخوا مشخص شوی و [۱۲۰] د هغه کوچنیوالۍ له امله گرځیده چې یو شمیر شیعهګان د هغه امام شکمن وو؛ ځینې یې د امام رضا ورور عبدالله بن موسی د خپل امام په توگه و منلي او ځینی واقفیی ته راستانه شول، مګر ډیری یې د امام جواد(ع) امامت د نصی روایتونه او علمی تجربی لامله ومنلی و.[۱۲۱] د هغه د امام ۱۷ کلن دوره[۱۲۲] د مامون او معتصم خلافت سره یو مهال و.[۱۲۳]
په ۲۰۴ ق کال کې مأمون د امام او د هغه شیعهګانو نظارت کولو لپاره، امام کې د خلافت پلازمینه بغداد ته وغوښت او له خپلې لور ام الفضل سره یې واده یی جوره وکړ.[۱۲۴] یو څه وروسته امام(ع) مدینې ته راستون شو او د مامون عهد تر پای پورې په مدینه کې پاتې شو. د مامون له مرګ وروسته، معتصم د خلافت زمام په غاړه واخیست او په ۲۲۰ ق کال کې یې امام بغداد ته وغوښت، د نظارت تر لاندی واخیست او په نهایت کې امام د خپل میرمن لخوا او د معتصم په هڅولو او تحریک سره مسموم او شهید شو.[۱۲۵]
امام هادي(ع)
علي بن محمد د امام هادي او د امام علي النقي(ع) مشهور او د امامیه لسم امام دی. چې د امام جواد او سمانه مغربیه زوی په ۲۱۲ ق کال کی مدینی ته نږدی د صریا په نامه سیمه کې زیږیدلی[۱۲۶] او په ۲۵۴ ق کې په سامرا[۱۲۷] د عباسی خلیفی لخوا المعتز باالله، مسموم او شهید شو.[۱۲۸]
امام هادي(ع)۳۳ کاله(۲۲۰ تر ۲۵۴ ق) د شیعهگانو امام و [۱۲۹] او پدې وخت کې د شپږ عباسي خلیفه لکه معټصم، واثق، متوکل، منتصر، مستعین او معتز معاصر و.[۱۳۰]
په ۲۳۳ ق کال کې د امام هادي څارلو او نظارت لپاره،[۱۳۱] هغه له مدینې څخه سامرا ته د متوکل له لوری[۱۳۲] و غوښتل شو، کوم چې په هغه ورځ د خلافت مرکز او پلازمینه و[۱۳۳] او هغه خپل پاتې ژوند په سامرا ښار کې تیر کړ.[۱۳۴] د متوکل له مرګ وروسته، منتصر، مستعین او معتز په خلافت کی و رسید، او امام هادي(ع) د معتز خلافت پرمهال کی مسموم او شهید شو.[۱۳۵]
امام هادي(ع) د دعاکولو او زیارت له لارې، شیعهګان وروزل او هغوی ته په تعلیماتو سره آشنا وکره.[۱۳۶] د شیعهګانو له مهم زیارت څخه جامعه کبیره له هغه امام څخه روایت شوی ده.[۱۳۷]
امام حسن عسکري(ع)

حسن بن علي(ع) د امام حسن عسکري په نامه مشهور، د اثناعشریدې شیعهګانو یولسم امام، د امام هادي او حدیث زوی په ۲۳۲ ق کال کې په مدینه کې زیږیدلی شو[۱۳۸] او په ۲۶۰ ق کال کې [۱۳۹] د معتمد عباسي خلیفه د دسیسی له لاری مسموم او شهید شو.[۱۴۰] هغه د خپل پلار څنګ ته، په سامرا کې په خپل کور خاورته سپارلی شو.[۱۴۱]
یولسم امام، د خپل پلار په څرگندونې، د هغه وروسته امات ته ورسید، او د خپل شپږ کلن امامت پرمهال،[۱۴۲] هغه معتز، مهتدی او معتمد عباسی خلیفی سره معاصر و.[۱۴۳] په سامرا کې امام، د خلیفه عباسي خلیفی تر نظارت لاندې و او څو ځله بندي شو.[۱۴۴] د ځینو په وینا، په سامرا کې د امام اوږد پاتې کیدل د هغه وخت خلیفی لخوا، یو ډول قید او توقیف و.[۱۴۵] نو هغه په تقیه سره چلند وکړ[۱۴۶] او د خپل مخکی د څو امامانو په څیر، د استازیتوب سازمان له لارې له شیعهګانو سره په تماس کې و.[۱۴۷] داسې ویل کیږي چې د خلافت فشار او سختوالی، له یوې خوا د شیعهګانو نفوس او ځواک او د خلیفانو ویره کې زیاتوالی راغلی، او له بلې خوا داسې شواهد شتون لري چې د یولسم امام لپاره یو ماشوم و چې هغه ته یې مهدي موعود نومولی.[۱۴۸] امام عسکري او د هغه پلار په سامرا کې د ژوند کولو لپاره د عسکریین په نوم پیژندل کیژي.[۱۴۹]
امام مهدي(عج)
محمد بن حسن، چې د امام مهدي او امام زمان(ع) په نامه پیژندل کیږي، د دولس امامی شیعهگانو دولسم او وروستۍ امام، د امام عسکري او نرجس خاتون زوی، په ۲۵۵ ق کې د شعبان میاشت په مینځنی په سامرا کې زیږیدلی و.[۱۵۰]
امام مهدي(ع) د پنځه کلنۍ عمر، امامت ته ورسید.[۱۵۱] پیغمبر(ص) او ټول امامان(ع) د هغه امامت څرگندونی کړیده[۱۵۲] هغه د خپل پلار تر شهادت پورې(۲۶۰ق) له خلکو څخه پټ و او هیڅ څوک نشي کولی د ځینې ځانگړی شیعهگانو پرته ورسره وګوري.[۱۵۳] د خدای امر ته هغه د پلار له شهادت وروسته، د خلکو څخه غایب شو. هغه شاوخوا اویا کلونو لپاره په صغرا غیبت کی و په دې موده کې هغه د څلورو ځانګړو نایبونو له لارې له شیعهګانو سره په تماس کې و؛ مګر په ۳۲۹ ق کال کې د کبرا غیبت له پیل شوه، د امام سره د شیعهګانو اړیکې د ځانګړي نایبان لخوا پای ته ورسید.[۱۵۴]
د بیاناتو له مخې، شیعهګان د غیبت په موده کیدې د فرج انتظار او د امام زمان په ظهور کی هڅول شوي، او دا یو له غوره کړنو څخه شمیرل کیږی.[۱۵۵] شیعهګان د بیاناتو پراساس په دی باور دي[۱۵۶] چی د ظهور په رامینځته کیدو وروسته، اسلامي ټولنه له عدالت او سمون ډکه وشوه.[۱۵۷] په څو روایتونو کې د ظهور د رامینځته کیدو نښې څرګندې شوې ده.[۱۵۸]
د اهل سنتو له نظره د شیعه امامانو مقام
اهل سنت، دولس امامانو د پیغمبر، د امام او د سمدستي ځایناستی په توګه نه مني؛[۱۵۹] مګر دوی، دوی سره مینه لري [۱۶۰] د پیغمبر(ص) د دوی سرچینو کې روایت شوي، هغه خپلوانی چی د مودت آیت بر بنسټ[۱۶۱] د هغوی مینه اړتیاده هغوی علی(ع)، [[فاطمه زهرا(س)|فاطمه(س)]] او د دوی اولادونه دی ». [۱۶۲] فخرالډین رازی، په شپږمه پیړۍ کې د اهل سنت مفسر او دیني عالم، د مودت آیت، صلوات، تشهد او د پیامبر(ص) سیرۍ پر بنست د علي(ع)، فاطمه(س) او د دوی اولادونه مینه لرل واجب ګنی.[۱۶۳]
د اهل سنت ځینې عالمانو، د شیعي امامانو له زیارت څخه لیدنه وکړه او پر دوی کی متوسل وشوه. ابو علي خلال، په دریمه پیړۍ کې د سني عالمانو څخه، وویل؛ هرکله چې زما لپاره ستونزه شتون ولري، زه به د موسی بن جعفر قبر ته لاړ شم او له هغه غوشتنه وکړم، زما ستونزه حل شوه.[۱۶۴] له ابو بکر محمد بن خزیمه، د اهل سنت فقیه او مفسر او محدث لخوا په دریم او څلورم پیړۍ کې، راپور ورکړل شوی چې هغه ډیری ځله د امام رضا(ع) قبر څخه لیدنه کړه او په خپل ژغیدل او تعظیم سره نور یې حیران کړي و.[۱۶۵] ابن حیان. په دریم او څلورم پیړیو کې د اهل سنت محدث، وویل؛ هغه مهال چې زه په طوس کې وم، کله چی هم ستونزه درلودم، د علي بن موسی الرضا(ع) زیارت ته لاړم او دعا مې وکړه، زما دعاګانې مستجاب شوې او زما ستونزه حل شوه.[۱۶۶]
د جعفر سبحاني په وینا، ډیری سني عالمانو د شیعه امامانو د دینی او علمی مرجعیت منلي دی.[۱۶۷] د مثال په توګه، له ابو حنیفه، د حنفی مذهب بنسټ ایښودونکی، په روایت ویل شوي چې ما د جعفر بن محمد(ع) څخه خورا فقیه نه دی لیدلی یم.[۱۶۸] دا جمله د محمد بن مسلم بن شهاب زهري، یو له تابعینو څخه، فقیه، محدث او د لومړي او دوهم پیړۍ لخوا د امام سجاد(ع) په اړه روایت شوې ده.[۱۶۹] عبدالله بن عطا مکي، د اهل سنت یو محدث او د امام باقر(ع) له ملگرو څخه وویل: « ما په کوم چا کې عالمانو په علمی کچه، دغسې ټیټ او کوچنۍ نه دی لیدلم؛ څنګه چې د محمد بن علي(ع) په حضور کې ولیدم. حکم بن عتیبه(د کوفه لوی فقیه) د زده کونکي په توګه د هغه سره ولیدلم.[۱۷۰]
کتاب پیژنه
د شیعهګانو او سنیانو لخوا د شیعه امامانو تاریخ او د هغوی فضیلتونو په اړه ډیری کتابونه لیکل شوي دي.
شیعه کتابونه
د امامانو او د هغوی د فضیلتونو په اړه د شیعه عالمانو کتابونو کې، لاندې یادونه کیدی شي:
- دلائل الامامه؛ دغه کتاب په عربي ژبه لیکل شویده چې محمد بن جریر طبری صغیر(مړی کال ۳۱۰ ق) ته منسوبیږی د حضرت زهرا(س) او معصومین امامانو، د ژوند، معجزو او فضیلتونو په اړه لیکلی شویده.
- اَلْإرْشاد فی مَعْرفة حُجَجِ الله عَلَی الْعِباد؛ دا یو کلامی او تاریخې کتاب ده چې په عربی ژبه د شیخ مفید(دمړی کال ۴۱۳ ق) دشیعه فقیه او متکلم لخوا لیکل شویده. دا کتاب د روایاتو له مخې د ائمه(ع) د ژوند تاریخ او فضیلتونو په اړه لیکل شویده. محمد باقر ساعدي خراساني دغه کتاب په فارسي ژبه، ژباړل کریده.
- مَناقِبُ آلِ اَبیطالب؛ عربی کتاب د څوارلس معصومین فضیلتونو په اړه، چې د ابن شهرآشوب مازندراني لخوا لیکل شوی ده( دمړی کال ۵۸۸ق).
- إعلامُ الوَریٰ بأعلامِ الهدیٰ؛ یو عربی کتاب ده چی د فضل بن حسن طبرسی(دمړی کال ۵۴۸ ق) لخوا، د رسولالله او معصومین سیری په اړه لیکل شویده.
- کَشْفُ الغُمَّة فی مَعْرِفَةِ الأئمّة(ع)؛ یو عربی اثر ده چی د محمد بن عیسی اربلی( د مړی کال ۶۹۲ ق) لخوا، چې دڅوار لس معصومین(ع) فضیلتونه، معجزې او د حال شرح کول په اړه لیکلي شوی ده.
- رَوضَةُ الْواعِظین وَ بَصیرَةُ الْمُتَّعِظین؛ دا کتاب د فتال نیشابوری( دمړی کال ۸۰۵ ق) لخوا د پیغمبر(ص) او اهلبیت(ع) د ژوند تاریخ په اړه لیکل شوی ده. دغه کتاب د محمود مهدوي دامغاني لخوا فارسي ته ژباړل شوی دی.
- جَلاءُ العُیون؛ په فارسي ژبه د محمد باقر مجلسي (1037هـ-1110هـ ق) لیکنه چې د څوارلسو معصومو(ع) د ژوند تاریخ په څوارلس فصلونو کې لیکل شوی دی.
- مُنْتَهَى ألآمال فی تَواريخِ ألنَّبی وَ ألْآل، د شیخ عباس قمي (۱۲۹۴-۱۳۵۹هـ ق) لیکنه، د څوارلسو معصومو(ع) د ژوند په اړه تفصیلي خبرې کړي دي.
د اهل سنت کتابونه
د دولسو امامانو د تاریخ او فضیلتونه په اړه د سني کتابونو، ځینې کتابونه په لاندې ډول دي:
- مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول، په عربي ژبه یو کتاب د محمد بن طلحه شافعي (۵۸۲-۶۵۲هـ ق) لخوا لیکل شوی، چې د دولسو امامانو ژوند لیک په دولسو فصلونو کې بیان شوی دی.[۱۷۱]
- تَذکِرَةُ الخَواصّ مِنَ الأمّة فی ذِکرِ خَصائص الأئمة، د يوسف بن قزاوغلي چې په سبط بن جوزي مشهور دی، د سني حنفي مذهب يو مورخ او عالم دی (وفات 654 هـ ق) لخوا لکیل شوی، چې د امامانو د ژونداو د هغوی فضیلتونو په اړه په دولسو فصلونو کې ليکل شوی دی.[۱۷۲]
- الفصول المهمة فی معرفة الائمة، له ابنصباغ مالکی (وفات ۸۵۵هـ ق) څخه چې د نهمې پېړۍ يو سني ليکوال دی چې د دولسو امامانو د ژوند او فضايل په اړه يې ليکلي دي[۱۷۳] شيعه او سني پوهانو له دغه کتاب څخه زياتو نقل کړي دي.[۱۷۴]
- الائمة الاثنا عشر او ألشّذَراتُ الذّهَبیة، له شمس الدین ابنطولون(وفات ۹۵۳هـ ق)څخه د دمشقي حنفي عالم.[۱۷۵]
- الاتحاف بحب الاشراف، د جمالالدین شبراوی (۱۰۹۲-۱۱۷۲ه ق)، کار، چې د مصر د اهل سنتو شافعی له علماوو څخه دی، د پیغمبر د کورنۍ او امامانو تاریخ په اړه کې.[۱۷۶]
- نور الابصار فی مناقب آل بیت النبی المختار، له مومن شبلانجي په دیارلسمه پیړۍ کې یو له سني عالمانو څخه دی لیکنه، چې د پیغمبر(ص)، شیعه امامانو او سني خلیفه ګانو له ژوند بیانوی.
- یَنابیعُ المَوَدّة لِذَوی القُرْبی، د پېغمبراکرم(ص) د کورنۍ د ژوند، مناقب او فضيلتونه په اړه يو کتاب،[۱۷۷] چې د سليمان بن ابراهيم کندوزي (وفات 1294 هـ) لخوا ليکل شوى، چې يو له سني حنفي عالم دى.[۱۷۸]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ محمدی، شرح کشف المراد، مخ۴۰۳؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۳، مخ۱۷۸.
- ↑ محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۲۵؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۳، ۱۸۱او۱۸۲مخونه.
- ↑ وګورئ: مکارم شیرازی، پیام قرآن، ټوک۹، ۱۷۰و۱۷۱ و ۳۶۹و۳۷۰مخونه.
- ↑ وګورئ: حکیم، الامامة و اهل البیت، ۳۰۵-۳۳۸مخونه.
- ↑ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۶۵و۱۶۶مخونه.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، كشف المراد، مخ۱۸۴؛ فیاض لاهیجی، سرمايه ايمان در اصول اعتقادات، ۱۱۴و۱۱۵مخونه.
- ↑ وګورئ: صدوق، الاعتقادات، مخ۹۳؛ مفید، اوائل المقالات، مخ۷۰ و ۷۱؛ مجلسی، بحارالأنوار، ټوک۲۶، مخ۲۹۷؛ شبر، حق الیقین، مخ۱۴۹.
- ↑ مجلسی، بحارالأنوار، ټوک۲۶، مخ۲۹۷؛ شبر، حق الیقین، مخ۱۴۹.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ټوک۱، ۲۵۵و۲۵۶ و ۲۶۰و۲۶۱ مخونه؛ سبحانی، علم غیب، ۶۳-۷۹مخونه.
- ↑ حمود، الفوائدالبهیة، ټوک۲، ۱۱۷و۱۱۹مخونه.
- ↑ خویی، مصباح الفقاهة، ټوک۵، مخ۳۸؛ صافی ګلپایګانی، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی، ۱۳۳، ۱۳۵ و۱۴۱مخونه
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ټوک۱، ۲۶۵-۲۶۸مخونه؛ صفار، بصائر الدرجات، ۳۸۳-۳۸۷مخونه.
- ↑ د مثال په توګه، وګورئ: عاملی، الولایة التکوینیة والتشریعیة، ۶۰-۶۳مخونه؛ مؤمن، «ولایة ولی المعصوم(ع)»، مخ۱۰۰-۱۱۸؛ حسینی، میلانی، اثبات الولایة العامة، ۲۷۲ و ۲۷۳، ۳۱۱و۳۱۲مخونه.
- ↑ طوسی، التبیان، ټوک۱، مخ۲۱۴.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۴۱۲-۴۱۴.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، مخ۲۹۷، ح۴.
- ↑ وګورئ: سبحانی، سیمای عقاید شیعه، ۲۳۱-۲۳۵مخونه؛ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۵۷و۱۵۸مخونه؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۳، مخ۱۸۰و۱۸۱.
- ↑ سبحانی، منشور عقاید امامیه، مخونه۱۴۹و۱۵۰.
- ↑ طوسی، التبیان، ټوک۳، مخ۲۳۶؛ محمدی شرح کشف المراد، مخ۴۱۵.
- ↑ د مثال په توګه، وګورئ: صدوق، الخصال، ټوک۲، مخ۵۲۸؛ طبرسی، إعلام الوری، مخ۳۶۷؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابیطالب، ټوک۲، مخ۲۰۹؛ مجلسی، بحار الانوار، ټوک۲۷، ۲۰۹و۲۱۶مخونه.
- ↑ وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ټوک۲۷، ۲۰۷-۲۱۷مخونه.
- ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۲، مخ۵۸۵؛ طبرسی، إعلام الوری، مخ۳۶۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۶۷؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابیطالب، ټوک۲، مخ۲۰۹.
- ↑ وګورئ: حکیم، الامامة و اهل البیت، ۳۰۵-۳۵۱مخونه؛ محمدی، شرح کشف المراد، ۴۹۵ و ۴۹۶مخونه.
- ↑ نساء سوره، ۵۹ آیت.
- ↑ خزاز رازی، کفایه الاثر، ۵۳-۵۵مخونه؛ صدوق، کمال الدین، ټوک۱، ۲۵۴-۲۵۳مخونه.
- ↑ "Gulzar calligraphic panel", Library of Congress.
- ↑ وګورئ: بخاری، صحیح بخاری، ټوک۸، مخ۱۲۷؛ مسلم نيشابوری، صحیح مسلم، ټوک۶، مخونه ۳و۴؛ أحمد بن حنبل، مسند احمد، ټوک۵، ۹۰، ۹۳، ۹۸، ۹۹، ۱۰۰ و۱۰۶مخونه؛ ترمذی، سنن ترمذی، ټوک۳، مخ۳۴۰؛ سجستانی، سنن ابی داود، ټوک۲، مخ۳۰۹.
- ↑ وګورئ: حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ټوک۴، مخ۵۰۱؛ نعمانی، کتاب الغیبه، ۷۴- ۷۵مخونه.
- ↑ قندوزی، ینابیع المودة لذوی القربى، ټوک۳، ۲۹۲و۲۹۳مخونه.
- ↑ وګورئ: محمدی، شرح کشف المراد، ۴۲۷-۴۴۱مخونه؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۳، ۷و۸مخونه.
- ↑ وګورئ: محمدی، شرح کشف المراد، ۴۲۷-۴۴۱مخونه؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۳، ۷-۱۵مخونه.
- ↑ محمدی، شرح کشف المراد، مخ۴۹۵؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۳، ۱۷۹و۱۸۰مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۱، مخ۵؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۱۵۳.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۱، مخ۶.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۰۰.
- ↑ محمدی، شرح کشف المراد، ۴۲۷-۴۳۶مخونه.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۸و۱۳۹مخونه.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۰۱.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۰۱-۲۰۲مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۱، مخ۹؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۱۵۴.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۱، ۲۹-۶۶مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۱۸۲؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۱، ۲۱-۳۱مخونه.
- ↑ قندوزی، ینابیع المودة، ټوک۱، مخ۳۳۷.
- ↑ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۱، ۶۳-۷۱مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۵؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۰۵.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۰۵؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۰۵.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۰۵-۲۰۶مخونه.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۰۶.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۰۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۲، ۳۸ و۵۲-۵۵مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۱، مخ۱۶۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۲، ۲۹-۱۳۹مخونه.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۲۱۴و۲۱۵مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۱۵.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۰۸.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۲؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۲۲.
- ↑ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۱، ۱۴۸و۱۴۹مخونه.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۰۹و۲۱۰مخونه.
- ↑ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ټوک۱، مخ۱۵۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۲، ۳۸ و۵۲-۵۵مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۱، مخ۱۶۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۲، ۲۹-۱۳۹مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۳۷؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۵۶؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، ۱۷۵و۱۷۶مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۱۴.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۱۹.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ټوک۴۵، ۱۳۸و۱۳۹مخونه.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۱۶.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۳۸؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۵۶؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۱۷۵.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۵۶؛ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۱۳۷و۱۳۸مخونه.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۱۷۶.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۳۸؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۵۶؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۱۷۶.
- ↑ صحیفه سجادیه، ترجمه و شرح فیض الاسلام، مخ۳.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۵۵.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۱۵۷ و ۱۵۸مخونه؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۰۲۱۰.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۱۵۸و۱۵۹مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۱۵۷ و ۱۵۸مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۶۴.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۲۱۰.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲،۱۵۷ و ۱۵۸مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۶۴.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ټوک۲، مخ۳۲۰.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۶۵؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۲۱۰.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۱۷.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۱۷-۲۱۸مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۵۷.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۱۷۹و۱۸۰مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹،۲۷۱.مخونه
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۸۰؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۷۱.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۲، مخ۲۸۰؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۳۲۶.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۸۰؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۷۲.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۸۰؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۲، مخ۲۸۰.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۱۸و۲۱۹مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۷۹؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۲، مخ۲۴۷.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۱۹.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۲، ۲۴۷و۲۴۸مخونه؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۳۲۷-۳۲۹مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۷۹.
- ↑ شهیدی، زندگانی امام صادق، مخ۶۱.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۱۵؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۹۴؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، ۳۲۳و۳۲۴مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۱۵.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۱۵؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۹۴؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۳۲۴.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، مخ۳۲۳؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۹۴.
- ↑ وګوره ورته: جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۳۸۴و۳۸۵و۳۹۸مخونه.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۴۷۶؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۴۰۲-۴۰۴مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۱۵؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۴، ۳۲۳و۳۲۴مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۲۹۴.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۲۱.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۴۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۳۱۳و۳۱۴مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۴۷.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۴۷؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۱۴.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۱۴؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۲، مخ۳۶۷.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۲۲.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۴۳۳-۴۳۵مخونه.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۳۲۶.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۲۳و۲۲۴مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹و۲۶۰؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ټوک۲، مخ۳۶۳.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۴۴۵؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۲۴.
- ↑ صدوق، عیون أخبار الرضا، ټوک۲، مخ۱۳۵.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۴۴۲و۴۴۳مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۷۳؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۴۴.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۳۴۴و۳۴۵مخونه؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ټوک۴، مخ۳۷۹.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۹۵؛ طبرسی، اعلام الوری، ۳۴۴و۳۴۵مخونه.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۴۷۲.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۷۳؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۴۵.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۴۷۲-۴۷۴مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۷۳؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۴۴.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۴۴.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۴۷۸.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۲۵؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۴۸۰-۴۸۲مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۹۷؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۵۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۴۹۷؛ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۲۹۷ و۳۱۲مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۵۵.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۵۵؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۲۵-۲۲۶مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۲۹۷؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۵۵.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۵۵؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۵۰۲.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۵۰۳.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۵۳۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۴۹۸؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۵۵.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۵۰۶.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۲۷؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۵۰۰و۵۰۲مخونه.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، مخ۵۲۲.
- ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ټوک۲، مخ۶۰۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۵۰۳؛ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۱۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۵۰۳؛ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۳۱۳ و۳۳۶مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۶۷.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۲۷-۲۲۸مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۶۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۵۰۳؛ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۳۱۳و۳۳۶مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۶۷.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۳۱۳و۳۱۴مخونه؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۶۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، مخ۳۶۷.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۵۳۸، ۵۳۹و۵۴۲مخونه.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۵۳۸و۵۴۲مخونه.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، مخ۲۲۸.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۵۴۷-۵۵۰مخونه.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۲۸و۲۲۹مخونه.
- ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۵۰۰و۵۳۶مخونه.
- ↑ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۵۱۴؛ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۳۹؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۴۱۸.
- ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹؛ طبرسی، اعلام الوری، مخ۴۱۸.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، ۳۳۹و۳۴۰مخونه.
- ↑ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۳۳۶.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۳۰و۲۳۱مخونه.
- ↑ وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ټوک۵۲، مخ۱۲۲-.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ټوک۱،مخ۲۵، ح۲۱؛ مجلسی، بحار الانوار، ټوک۵۲، مخ۳۳۶.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۲۳۱و۲۳۲مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ټوک۵۲، ۱۸۱-۲۷۸مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسة، مخ۵۱۴؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ټوک۵، ۲۶۳و۲۹۰مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: بغدادی، الفرق بین الفرق، ۳۵۳و۳۵۴مخونه.
- ↑ «قُلْ لاأَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبی؛ ووایه: زه له تاسو څخه د دې [پیغام] لپاره هیڅ اجر نه غواړم مګر د خپلوانو سره دوستي.»شوری سوره ، ۲۳آیت.
- ↑ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ټوک۲، ۱۸۹-۱۹۶مخونه؛ زمخشری، الکشاف، ټوک۴، ۲۱۹و۲۲۰مخونه.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ټوک۲۷، مخ۵۹۵.
- ↑ بغدادی، تاریخ بغداد، ټوک۱، مخ۱۳۳.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، ټوک۷، مخ۳۸۸.
- ↑ ابن حبان، الثقات، ټوک۸، مخ۴۵۷.
- ↑ سبحانی، سیمای عقاید شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۲۳۴.
- ↑ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ټوک۶، مخ۲۵۷.
- ↑ ابوزرعه دمشقی، تاریخ ابیزرعة الدمشقی، مجمع اللغة العربیة، مخ۵۳۶.
- ↑ ابن عساکر، تاریخ دمشق، ټوک۵۴، مخ۲۷۸.
- ↑ طباطبائی، أهل البيت عليهم السلام في المكتبة العربية، مخونه۴۸۱-۴۸۳.
- ↑ ابن جوزی، تذکره الخواص، ۱۰۲و۱۰۳مخونه.
- ↑ ابن صباغ، الفصول المهمة، ټوک۱، ۶و۶۸۳و۶۸۴مخونه.
- ↑ ابن صباغ، الفصول المهمة، ټوک۱، مخ۲۴.
- ↑ طباطبائی، أهل البيت عليهم السلام في المكتبة العربية، مخ ۲۳۵.
- ↑ شبراوی، الاتحاف بحب الاشراف، مخونه۵-۷.
- ↑ شاه محمدی، علی و شکوه غدیرخم، مخ۴۵.
- ↑ شاه محمدی، علی و شکوه غدیرخم، مخ۴۳.
یادونه
- ↑ شیخ صدوق د «الاعتقادات» په کتاب کې د دولسګونو امامانو په اړه وايي: «موږ د هغوی په اړه داسې عقیده لرو: هغوی ‘اولیالامر’ دي چې اطاعت یې واجب دی؛ پر خلکو شاهدان دي؛ خدای ته د رسېدو دروازې او لارې، او هغه ته لارښوونکي دي؛ د الهي علم خزانه، د هغه د وحیې ترجمانان او د هغه د توحید رکنونه (ستنې) دي؛ له خطا او ښویېدو /تېروتنه څخه معصوم، او له هر ډول رجس او ناپاکۍ څخه پاک دي؛ د معجزو او روښانه نښو خاوندان، د ځمکوالو [د ځمکې د اوسېدونکو] لپاره امان«د ځمکې د اوسېدونکو لپاره خونديتوب»، او د ژغورنې کښتۍ دي؛ د خدای عزتمن بندګان دي چې له هغوی سره دوستي ایمان، او دښمني ورسره کفر دی؛ د هغوی امر د خدای امر او نهي یې د خدای نهي ده؛ د هغوی اطاعت د خدای اطاعت او نافرماني یې د خدای نافرماني ده؛ او دوست یې د خدای دوست او دښمن یې د خدای دښمن دی…»صدوق، الاعتقادات، ۹۴ مخ
- ↑ ای قمرْ طَلْعتِ مکّی مُطّلع/مَدَنی مَهْد، یَمانی بُرقع
سرچينې
- آقا بزرگ تهراني، محمد محسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، بیروت، دار الاضواء، درېیم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- ابو زرعه دمشقي، عبدالرحمن بن عمرو، تاریخ ابيزرعة الدمشقي، دمشق، مجمع اللغة العربیة، بېنېټه.
- ابن جوزي، یوسف بن قزاوغلي، تذکرة الخواص من الأمة في ذکر خصائص الأئمة، تحقیق: حسین تقيزاده، قم، د اهلبیتو(ع) نړیواله ټولنه، ۱۴۲۶ق.
- ابن حبان، محمد بن حبان، الثقات، حیدرآباد، دایرة المعارف العثمانیة، لومړی چاپ، ۱۳۹۳ق.
- ابن حجر عسقلاني، احمد بن علي، تهذیب التهذیب، هند، دائرة المعارف النظامیة، لومړی چاپ، ۱۳۲۶ق.
- ابن شهر آشوب، محمد بن علي، مناقب آل ابيطالب، قم، علامه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ق.
- ابن صباغ، علي بن محمد، الفصول المهمة في معرفة الائمة، تحقیق: سامي غریزي، قم، دار الحدیث، بېنېټه.
- ابن عساکر، علي بن حسن، تاریخ دمشق، څیړنه: عمرو بن غرامة العمروي، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق-۱۹۹۵م.
- احمد بن حنبل، احمد بن محمد بن حنبل، مسند احمد، بیروت، دار صادر، بېنېټه.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۱ق-۱۹۸۱م.
- بغدادي، خطیب، تاریخ بغداد، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- بغدادي، عبدالقاهر، الفرق بین الفرق وبیان الفرقة الناجیة، بیروت، دار الآفاق، دویم چاپ، ۱۹۷۷م.
- پیشوایي، مهدي، سیره پیشوایان، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۳۹۷ش.
- ترمذي، محمد بن عیسی، سنن الترمذي، څیړنه او سمون: عبدالرحمن محمد عثمان، بیروت، دار الفکر، دویم چاپ، ۱۴۰۳ق-۱۹۸۳م.
- تفتازاني، سعد الدین، شرح المقاصد، د قم افسټ، شریف رضي، ۱۴۰۹ق.
- جرجاني، میر سید شریف، شرح المواقف، سمون: بدرالدین نعساني، قم، شریف رضي، لومړی چاپ، ۱۳۲۵ق.
- جعفریان، رسول، حیات فکريـسیاسي امامان شیعه، قم، انصاریان، یوولسم چاپ، ۱۳۸۷ش.
- حاکم حسکاني، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، څیړنه: محمدباقر محمودي، تهران، د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزارت، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- حاکم نیشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، حیدرآباد دکن، بېخپروونکی، ۱۳۳۴ق.
- حسیني میلاني، سید علي، اثبات الولایة العامة للنّبي و الائمة(ع)، قم، نشر الحقایق، لومړی چاپ، ۱۴۳۸ق.
- حکیم، سید محمدباقر، الامامة و اهل البیت(ع) نظریة و الاستدلال، قم، مرکز الاسلامیة المعاصر، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.
- حمود، محمدجمیل، الفوائد البهیة في شرح عقائد الإمامیة، بیروت، مؤسسة الأعلمي، دویم چاپ، ۱۴۲۱ق.
- خزاز رازي، علي بن محمد، کفایة الاثر في النص علی الائمة الاثني عشر، سمون: عبداللطیف حسیني کوهکمرې، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
- خویي، سید ابوالقاسم، مصباح الفقاهة (پخوانی چاپ)، تقریر: محمد علي توحیدي، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.
- ذهبي، شمس الدین محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، مؤسسة الرسالة، درېیم چاپ، ۱۴۰۵ق.
- زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف عن حقایق غوامض التنزیل، سمون: مصطفی حسین احمد، بیروت، دار الکتب العربي، لومړی چاپ، ۱۴۰۷ق.
- سبحاني، جعفر، سیمای عقاید شیعه، ژباړه: جواد محدثي، تهران، نشر مشعر، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ش.
- سبحاني، جعفر، علم غیب (آگاهی سوم)، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ش.
- سبحاني، جعفر، فرهنګ عقاید و مذاهب اسلامي، قم، توحید، ۱۳۹۵ش.
- سبحاني، جعفر، منشور عقاید امامیه، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ش.
- سجستاني، سلیمان بن الأشعث، سنن أبي داود، څیړنه او تعلیق: سعید محمد اللحام، بیروت، دار الفکر، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق-۱۹۹۰م.
- شاه محمدي، محمد علي، علي و شکوه غدیرخم بر فراز وحي و رسالت (د ینابیع المودة ژباړه)، قم، مهر امیر المؤمنین(ع)، ۱۳۸۴ش.
- شُبّر، سید عبدالله، حق الیقین في معرفة اصول الدین، قم، انوار الهدی، دویم چاپ، ۱۴۲۴ق.
- شبراوي، عبدالله بن محمد، الإتحاف بحب الأشراف، سمون: سامي غریري، قم، دار الکتاب، ۱۴۲۳ق.
- شهیدي، سید جعفر، زندګاني امام صادق جعفر بن محمد، تهران، د اسلامي فرهنګ د خپرولو دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ش.
- صافي ګلپایګاني، لطف الله، ولایت تکویني و ولایت تشریعي (نوې ګڼه/نوی سمون)، قم، د آیتالله العظمی صافي ګلپایګاني د اثارو د تنظیم او خپرولو دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۹۲ش.
- صدوق، محمد بن علي، الاعتقادات، قم، المؤتمر العالمي للشیخ المفید، دویم چاپ، ۱۴۱۴ق.
- صدوق، محمد بن علي، الخصال، سمون او څیړنه: علياکبر غفاري، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۶۲ش.
- صدوق، محمد بن علي، عیون اخبار الرضا(ع)، څیړنه: مهدي لاجوردي، تهران، د جهان خپرونې، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ق.
- صدوق، محمد بن علي، کمالالدین و تمام النعمة، سمون: علياکبر غفاري، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
- صدوق، محمد بن علي، من لایحضره الفقیه، سمون: علياکبر غفاري، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ق.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات في فضائل آل محمد، قم، مکتبة آیتالله المرعشي النجفي، دویم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- طباطبایي، سید عبدالعزیز، اهل البیت(ع) في المکتبة العربیة، قم، مؤسسة آل البيت(ع) لإحياء التراث، بېنېټه.
- طباطبایي، سید محمدحسین، شیعه در اسلام، قم، د اسلامي خپرندوی دفتر، ۱۳۸۳ش.
- طبرسي، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، څلورم چاپ، ۱۳۹۰ق.
- طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، سمون: احمد حبیب عاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بېنېټه.
- عاملي، سید جعفر مرتضی، الولایة التکوینیة و التشریعیة، مرکز الاسلامي للدراسات، دویم چاپ، ۱۴۲۸ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، كشف المراد في شرح تجريد الإعتقاد (د الهیاتو برخه)، تعلیقه: جعفر سبحاني، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، دویم چاپ، ۱۳۸۲ش.
- علي بن حسین(ع)، صحیفه سجادیه، ژباړه او شرحه: فیض الاسلام، تهران، فقیه، دویم چاپ، ۱۳۷۶ش.
- عمادي حائري، سید محمد، «صحیفه سجادیه»، په د اسلامي نړۍ کې پوهنغنډ، ۲۹م ټوک، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامي، ۱۴۰۰ش.
- فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰ق.
- قاضي عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، شرح الاصول الخمسة، تعلیقه: احمد بن حسین ابيهاشم، بیروت، دار احیاء التراث العربي، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
- قندوزي، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوي القربى، بیروت، دار الاسوة، بېنېټه.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، الإسلامیة، درېیم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مؤمن قمي، محمد، «ولایة ولي المعصوم(ع)»، په مجموعة الآثار المؤتمر العالمي الثاني للامام الرضا(ع) کې، مشهد، المؤتمر العالمي للامام الرضا(ع)، ۱۴۰۹ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- محمدي، علي، شرح کشف المراد، قم، دار الفکر، څلورم چاپ، ۱۳۷۸ش.
- مسلم نیشابوري، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دار الفکر، بېنېټه.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد في معرفة حجج الله علی العباد، قم، د شیخ مفید کنګره، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
- مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات، في المذاهب و المختارات، قم، المؤتمر العالمي للشیخ المفید، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیة، نهم چاپ، ۱۳۸۶ش.
- موسوي زنجاني، سید ابراهیم، عقائد الامامیة الاثني عشریة، بیروت، اعلمي مؤسسه، درېیم چاپ، ۱۴۱۳ق.
- نعماني، محمد بن ابراهیم، کتاب الغیبة، بیروت، موسسة الاعلمي للمطبوعات، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- یعقوبي، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبي، بیروت، دار صادر، بېنېټه.
- "Gulzar calligraphic panel", Library of Congress, د لیدنې نېټه: ۱۱ کب ۱۴۰۰ل.
د لا زیاته مطالعې لپاره سرچینه
- حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، رسول جعفریان، قم، انصاریان.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||